وروستۍ یوه پېړۍ د اسلامي جمهوریت او غربي ډیموکراسۍ د ټـکـر پېړۍ وه؛ په اسلامي نړۍ کي ډېر کم خلک د دغو دوو نظامونو تر منځ فرق کولی سي؛ دا ځکه دوی د الله پر حاکمیت هیڅ معامله نسي زغملی او غربي ډیموکراسي له خالق څخه د واکمنۍ اختیار سلبوي؛ دلته بیا غرب پر دوی ناقص غربي جمهوریتونه هم وتپل او د دوی دا باور ئې لا پوخ کړ چي په اسلامي نړۍ کي جمهوریت عملي بڼه نسي درلودلی؛ دا ولسونه به یا جنرالان اداره کوي یا شاهان (دیکتاتوران). د اسلامي جمهوریت عملي بڼه اصلاً ونه کتل سوه.
په دې لـړ کي د اخوان او غرب تر منځ د شدید تصادم شاهد یو؛ موږ ولیدل چي غرب په ټول توان او قوت سره د اخوان المسلمین د ټکولو تگلاره پر مخ وړي؛ لامل ئې څه کېدلی سي؟!! دوی داسي څه شی لري چي غرب وېره ترې احساسوي او په ملعون قام او خپلو مزدورانو ئې په پرلپسې ډول ټکوي؟!!
دلته بس یو دلیل هم کفایت کوي؛ د ملعون قام په تاریخ کي چي دوه ځله د هغوی تر مقبوضه سیمو چا تجاوز کړی هغه اخوان دئ! یو ځل ئې بارلیف لائن کراس کړ او دوهم ځل ئې د ۷-اکټوبر تاریخ سازه شېبه د ټولو په یاد ده.
پر اسلامي جمهوریت او له غربي ډیموکراسۍ سره به ئې پر تقابل بل وخت بحث وکړو؛ په دې مختصره لیکنه کي دا بحث کول ممکن نه دئ؛ بس دومره ویل کفایت کوي چي اسلامي جمهوریت هم د اسلامي خلافت، امارت او یا بل هر اسلامي نظام په څېر د الله حاکمیت ته ژمن نظم دئ؛ یوازي د ځینو محدودو اختلافاتو په تغییر؛ لکه د امیر د انتخاب او واک او صلاحیتونو څرنگوالی او موده ئې... (یوه یادونه چي مهمه ده اخوان کله هم د یوه اسلامي نظام ولو که تر هر عنوان لاندي وي پر ضد فعالیت نکوي؛ داسي څوک باغي گڼي؛ البته د اصلاحاتو بحث بېل دئ.)
راځو د مار سر ته؛ د شريف منير په نوم یو اداکار د رأس الافعي (د مار سر) په سریال کي د ډاکټر محمود عزت رول لوبوي؛ دا یو مصري سريال دئ چي د سياسي او امنيتي موضوعاتو پر بنسټ جوړ سوی او په غالب باور د دولت لخوا به د رارواني مبارکي روژې په میاشت کي لیدونکو ته وړاندي کېږي؛ په دې سریال کي د اخوان المسلمين د يو شمېر مشرانو د ژوند کيسې (په تحریف سوې بڼه) انځور سوي دي.
دا یقیناً د هغې مزمني ناروغۍ تسلسل دئ چي له جمال ناصر نه دیکتاتورانو ته په میراث پاته سوې؛ په دې سریال کي د ډاکټر محمود عزت د شخصيت کرکټر هم پکې ښودل سوی چي نوموړی د اخوان المسلمين د عام مرشد مرستيال او په جامعة الزقازيق کي د طب استاذ وو.
دا سريال کاملاً سياسي بڼه لري او ډېرو کسانو پرې نيوکه کړې چي تاريخي پېښي پکې له يوې ځانگړي نقطې وړاندي سوي دي. دا ورېـځو ته د سپیو غپا بللی سو. د محمود عزت په اړه ما پرون مختصره لیکنه کړې وه...
دلته یوازي دا وضاحت کوم چي نړئوال شیطاني نظم اخوان ضد ولي دئ؟ د هغوی د بندولو او تروریست اعلانولو سازش ولي کوي؟ د اېپسټين په فائلونو کې ۴۰۰ ځله نوم اخیستل سوی خو تل د خطر او مخالفت په سبب! ولي سیکولران د دوی تر څنگ ولاړ دي؟! لکه د ترکیې یو وکیل چي پرون کومه نیوکه کړې وه. دا هر څه ښیي چي اخوان المسلمین چي تر څو موجود وي پر مقدسه زمکه د اشغال پروسه نه تکمېل کېدلی سي او نه هېرېدلی سي. ځکه هم په نړئواله کچه د دې تحریک پر ضد فعالیتونه روان دي او له بده مرغه ځیني روانیان چي اسلامپال بلل کېږي هغوی هم لکه ماران دې سریندې ته تاؤ تاؤ کېږي...
هدانا الله

Comments
Post a Comment