تاریخ پوه ابن خلدون ویلي: ”پوه سئ چي هندسه خپل د شاگرد ذهن ته رڼــا او فکر ته ئې استقامت ورکوي؛ ځکه د هغې ټول دلایل منظم او واضح دي او په دې ترتیب کې تېروتنه نادره ده. د هغې د عملي کولو له لاري فکر له خطاء کېدلو نه لېري کېږي او څښتن ئې له قوي ذهنیت نه برخمن کېږي. ویل سوي چي د افلاطون پر دروازه لیکل سوي وو: 'څوک چي انجنیر نه وي؛ زما کور ته به نه داخلېږي.' او زموږ مشرانو رحمهم الله به ویل: 'د هندسې علم عملي کول د فکر لپاره کټ مټ داسي دئ لکه د جامو لپاره صابون؛ چي له کالیـو نه چټـلي پاکوي او صفاء کوي ئې.' دا هر څه ئې د ترتیب او نظم له امله دي.“ [مقدمة: ۱/۶۳۹، ۶۴۰ - چاپ: دارالفـکر]
تر دې مخکي چي تاسو د ابن خلدون سره د توافق یا مخالفت په اړه فکر وکړئ نو پوه سئ چي موږ د ده خبري د انجنیرانو د ستایني په موخه نه راوړو؛ بلکي دا مقدمه د دې لپاره لیکو تر څو د هغه عظیم انجنیر (المهندس) سره د خبرو دروازه ترې جوړه کړو؛ هغه انجنیر چي یوه اسطوره (مثالي نمونه) سوه.
هو دا یحيىٰ عياش دئ!
نن ورځ د يحيیٰ عياش د شهادت (۶/۱/۱۹۹۶ع کال) یادونه کېږي؛ نوموړی د خپل لقب "المهندس" په واسطه پېژندل سوی او مشهور سوی وو. کله چي له دې لقبه د جهاد او مقاومت په تړاؤ یادونه کېږي نو ذهنونه یوازي د ده پر شخصیت راگرځي نه د هغو نورو انجنیـرانو پر ټولیـو چي هر کال په پوهنتونونو کي زدکړي کوي.
نو ځکه انجنیر (المهندس) یوه اسطوره سوه!
یحییٰ عیاش ما ته د جلیل القدره صحابي سعد بن معاذ رضي الله عنه یاد تازه کوي؛ ځکه سعد د خپل قوم مشر وو او د بعاث تر جگړي وروسته چي د اوس او خزرج اتلان ئې له منځه یوړل؛ دی لا دا وخت په شل کلنۍ کي وو؛ چي کله ئې ایمان راووړ د سترو فتوحاتو څښتن سو. او د ده اسلام راوړل دین ته د ده د قبيلې د داخلېدلو سبب سو؛ دوی وروسته انصار سول… هغه انصار چي الله د دوی په مرسته د دین ملاتړ وکړ؛ موږ ته له دوی سره د میني کولو حکم سوی او هر اسلامپال مشر یا د منظمي مفکورې څښتن له الله نه د داسي کسانو (اتلانو) غوښتنه کوي؛ دوی دین ته وده ورکړه تر څو حکومت ئې قوي سو او توغ ئې پورته سو او بیا دوی په دې اوږدې مبارزې (جهاد) سره د دنیاوي مادیاتو د تر لاسه کولو پرته ولاړل.
سعد په اسلام کي ډېر اوږد ژوند ونه کړ؛ فقط پنځه کلونه یا تر دې لــږ زیات؛ بیا په غزوۀ احزاب کي شهید سو؛ دا وخت ئې عمر شپږ دېرش کاله وو. فقط پنځه کاله؛ خو چي کله شهید سو د رحمٰن رب عرش هم ولړزېدئ! څه لوړ همت، څه عظمت، څه ستر مقام! او څومره کسان په اسلام کي اوږد ژوند کوي، خو اسلام ته له دوی څخه هیڅ گټه ونه رسېږي؛ د داسي کسانو پر مرگ بیا د سترگو باڼـه هم ونه رپېږي!
له همدې اړخه یحيیٰ عیاش له ده سره ډېر ورته والی لري!
یحيیٰ عیاش یوازي څلور کاله (له ۱۹۹۲ع نه تر ۱۹۹۶ع کال پوري) د جهاد په ډگر کي فعالیت وکړ او کله چي ئې شهادت په برخه سو؛ ټول امت ئې پر مرگ غبرگون څرگند کړ او حتیٰ د امت دښمنانو هم چي له دې تنکي او کمزوري ځوان نه خلاص سوي وو؛ د خوشحالۍ احساس وکړ. دی لا تر دېرش کلنۍ نه وو رسېدلی (زېږیدلی: ۱۹۶۶ع – شهادت: ۱۹۹۶ع کال).
کله چي دی وزېږېدی ډېر کمزوری او کوچنی وو او هیچا دا گمان نه کاوه چي ژوندی به پاته سي. کله چي ئې زړه له جوماتونو سره ولگېـدی او د خپل کلي په جومات کي معتکف پاته سو؛ بیا به تل د جماعت پر مهال په لومړي صف ولاړ وو، قرآن ئې زده کړ او د نرم طبیعت او با حیاء شخصیت له امله ئې شهرت وموند. په عادي انسان کي دا صفات لیدل ډېر ستونزمن وي. ده بیا زدکړو ته دوام ورکړ او په زدکړو کي ئې لوړوالی او استعداد لا څرگند سو؛ بیا د برقي انجنیرۍ په څانگه کي شامل سو او په بریالیتوب ترې فارغ سو.
وروسته اشغالگرو (اسرائیلیانو) دی له دې منع کړ چي اردن ته د لوړو زدکړو لپاره لاړ سي؛ نو دی همدلته په خپل وطن کي پاته سو تر څو په دوی (اسرائیل) عذاب وڅکي؛ بالاخر په شهادت ورسېدی. د ده لپاره د الله تعالیٰ لخوا د دندې ټاکنه د ده تر خپلي ټاکني ډېره غوره وه ځکه که ده په سلگونو علمي اسناد تر لاسه کړي وی نو بیا به ئې هم دغه مقام نه وو تر لاسه کړی.
خو یحيیٰ یوازي له همدې امله اسطوره نه سو بلکي دی د هغه څه له امله اسطوره سو چي لاندي ذکر کېږي:
د یهودوانو (صهیونیسټانو) پر ضد اسلامي مقاومت په هر څه کي کمزوری وو؛ په افرادو، پیسو، وسلو او تنظیم کي؛ تر دې اندازې چي کله به عماد عقل؛ چي د مقاومت له پیل کونکو او د یحيیٰ عیاش نه مخکي د زړورو کسانو له جملې نه وو؛ کوم ټوپک M16 چي به ئې ولیدی نو هغه به ئې ښکل کړ، له سینې سره به ئې ولگاوه او وبه ئې ژړل او هغه به ئې په ډېر درناوي پورته کړ او که به ئې چېري ايښودی نو دومره په احتیاط به ئې ايښودو لکه کومه قیمتي خزانه چې په لاس کي وي.
مقاومت له یوه ټوپکه پیل سو چي د غربي تړانگې او غزې تر منځ به لېږدېده؛ او ممکن ځیني وړې توفنگچې به هم موندل سوي وې چي د گوتو په شمېر وې؛ لکه د حماس تأسیس کوونکو لیکوالانو چي ئې یادونه کړې ده. له همدې امله دوی بل انتخاب نه درلودی مگر په نږدې شخړه کي به ئې پر دښمن مستقیم بریدونه (یا د نظامیانو په ژبه: له صفري نقطې نه) کول؛ کوم چي استشهادي عملیاتو ته ورته وو خو دښمن ته په داسي بریدونو کي ډېر زیان نه اوښتی.
تر دې وخته چي کله یحيیٰ عیاش راغی او د مقاومت په لاره کي ئې يو لوی گام اوچت کړ؛ دی وتوانېدی چي په فلسطيني چاپېریال کي د شته محلي وسايلو په کارولو سره چاودېدونکي مواد جوړ کړي. عياش يو مخترع او نوښتگر کس وو؛ ده د باروتو په اړه څېړني وژباړلې او عملاً ئې هغوی په کار واچولې تر څو بالاخر خپل هدف ته ورسېدئ. تر دې وروسته مقاومت اوس دښمن ته د ډېر زيان اړولو جوگه سو او اوس ئې نو خپل عناصر او کدرونه خوندي ساتلی سول او که به اړتیا پېښه سوه نو په استشهادي عملياتو کي به شهيد خپل ژوند له لاسه ورکوی خو تر دې وړاندي به ئې دښمن ته ته درانده تلفات اړولي وو.
دلته د مقاومت او دښمن تر منځ د جنگ توازن بدل سو او همدلته د "المهندس" (انجنیـر) د افسانې جوړېدل پیل سوه.
د ده د افسانې بل اړخ د ده په وړتیاوو کي پټ وو؛ یعني ده د اسرائیل استخباراتي ادارې چي د فلسطیني ادارې د همکارو امنیتي شبکو ملاتړ ئې ورسره درلود؛ دوکه کړې. د سخت څار باوجود دی وتوانېدی چي په لویدېځه تړانگه West Bank کي آزاد پاته سي او بیا په دې وتوانېدی چي غزې ته وتښتي؛ حتیٰ ده خپله مېرمن او زوی هم غزې ته ورسره انتقال کړل او وروسته ئې مور هم هلته بوتله او بیا د ده مور بېرته لوېدیځي تړانگي ته ولاړه. دا هغه ستونزي دي چي یوازي هغه څوک پرې پوهېدلی سي چي دا هر څه ئې مخامخ لیدلي او تجربه کړي وي.
څلور کلونه وروسته اسرائیلي استخبارات؛ تر سلگونو غونډو، پلانونو او د نویو جاسوسانو تر جذبولو وروسته؛ د یوه فلسطیني جاسوس له لاري یحيیٰ عیاش ته ورسېدل؛ هغوی هغه جاسوس ته یو موبایل ورکړ چي په بېـټرۍ کي ئې سپک چاودېدونکي توکي ځای پر ځای سوي ول. شهید یحییٰ عیاش د خپل والد د ټلیفون په تمه وو؛ دلته نو دې جاسوس د کور د ټلیفون لین پرې کړی وو تر څو عیاش اړ سي او موبایل ټیلفون وکاروي. پر دې کور یوه الوتکه هم د څار په موخه گرځېدله. چي کله زنگ تېر سو نو تر پنځلسو ثانیو هم په لــږ وخت کي اسرائیلي چارواکو د شهید د ږغ اورېدلو پر بنسټ ډاډ ترلاسه کړ او موبایل ته ئې چاودنه ورکړه؛ د شهید د ښي طرف نیمه څېره او راسته لاس ډېر ژوبل بلکي وسوځېدل او دلته نو یوه افسانه پای ته ورسېده.
د عیاش شهادت په افسانوي ډول خپله د یوې تخنیکي اختراع نتیجه هم وه؛ د موبایل په بیټرۍ کي سپک چاودېدونکي توکي موجود ول چي د تماس په څپو سره وچاودېدل؛ دا پېښه هغه فرق څرگندوي چي یو څوک داسي یو انجنیر وي چي یو دولت ئې د ځلېدلو او ودي هڅه کوي او بل یو ئې بیا داسي یو انجنیر وي چي د مقاومتي ادارې تر سېوري لاندي وي! په لومړي حالت کي کولی سې یوه جدي گواښونکې افسانه پای ته ورسوې خو په دویم صورت کي به بیا تل تر تعقیب او څار لاندي پټ ئې تر څو چي بالاخر یا شهید نسې، یا تر مرگه د یوازیتوب په زندان کي ونه غورځول سې او یا هم له هېواده ونه تښتې.
که دغه جاسوسان نه وی او که د هغه فلسطیني ادارې شریر ځواک نه وی چي مشري ئې مرحوم ياسر عرفات کوله نو یقیناً به فلسطیني مقاومت بې ساري او ستري لاسته راوړني درلودې. د دې څرگند ثبوت دا دئ چي د لوېدیځي تړانگي خلک لا هم په کړاوونو اخته دي او له عادي چاقوگانو پرته هیڅ کومه سلاح نه لري؛ سره له دې چي دوی د شهادتونو او قربانیو خلک دي؛ د دوی برعکس بیا غزہ چي له اجیري فلسطیني ادارې نه ئې خلاصون ترلاسه کړ نن توغندۍ، راکټونه او بې پيلوټه الوتکي جوړوي او ډېر خطرناک او پېچلي نظامي عمليات ترسره کوي.
او هغه اسرائيلي وحشيان چي فقط په څو ورځو کي ئې څلور عرب هېوادونه نیولي ول؛ تر پرلپسې څلورو جگړو وروسته هم نسي کولی چي په جغرافیايي توگه کوچنۍ، داسي سر لوڅي سیمي ته چي په پرلـپسې ډول څارل کېږي؛ یعني د غزې پر تړانگه یرغل نسي کولی. باوجود د دې چي د غزې تړانگه د مصري دولت او فلسطيني اجیري ادارې د جاسوسانو له لوري محاصره او تر څار لاندي ده؛ خو که دا کلابندي نه وی نو د غزې فوځي او تخنیکي لاسته راوړني به لا ډېري ستري وې.
د عیاش شهادت د هغو عربي نظامونو د مرتکب سویو جرائمو دوسیې پرانیزي چي د دښمن (اسرائیل) سترگي، لاسونه، توري او ژبي گرځېدلي او دوی حتیٰ تر دښمن هم بدتر دي؛ ځکه دوی زموږ له نسلـه دي او زموږ په ژبه خبري کوي. دا خبره باید د امت په باورونو او د اسلامي مقاومت په عقیده کي راسخ ځای پیدا کړي چي حقیقت دا دئ چي د دغو نظامونو له منځه وړل ولو که به بدل کي ئې بې نظمي هم راځي؛ خو د هغوی تر پاته کېدلو ئې زوال غوره دئ. دا یو مسلّم حقیقت دئ چي دې مستقیم او څرگند اشغال (اسرائیل) هغه زیانونه موږ ته نه دي اړولي کوم تاوانونه چي دغو خاینانه نظامونو وکړل؛ بلکي اصل حقیقت خو لا دا دئ چي اشغال خپل شتون یوازي د همدغو اجیرو او خاینو نظامونو پر مټ ټینگ کړ.
آیا تاسي خبر یاست د بېلگي په توگه حسن سلامه چي د شهید یحيیٰ عیاش د انتقامي عملیاتو مشر وو؛ اوس د صهیوني اشغال په زندانونو کي پروت دئ؟! آیا تاسي خبر یاست چي دی د غلامي فلسطیني ادارې تر ولکې لاندي هم بندي وو؟! آیا له دې به هم خبر یاست چي دا مظلوم بندي د مصري دولت لـخوا هم په دې تورن دئ چي د جنورۍ د انقلاب پر مهال ئې پولي ماتي کړي او گڼ شمېر بندیان ئې آزاد کړي وو او بیا مصري محکمې "شامخ خدا" دی غائبانه محاکمه کړ او د مرگ سزا ئې ورته واوروله؟!!
زموږ په عربي هېوادونو کي تاسي علماء یوازي په قبرونو، زندانونو، تبعیدونو کي موندلی سئ او که ئې ښه حالت وي نو د خپلي عاجزۍ او فساد له سببه مري؛ چي له امله ئې دوی څه نسي کولی. زما یوه ورځ په یاد راغله (شاید په ۲۰۰۲ع کال کي؛ که مي خاطره غلطه نه وي)؛ ما د الاهرام په برېښنا لیک کي د یوه اټوم پوه انجنیر استاذ یو جالب پیغام ولوستی چي په دې لیک کي ئې د اسکندریه پوهنتون د نیوکلېئر انجنیرۍ د څانگي د بېچ (همصنفیانو) یادونه کړې وه او ویلي ئې وو چي څنگه ئې یو ملگری اوس په امریکا کي استاذ دئ، بل ئې په کاناډا کي او بل ئې په آسټرالیا کي؛ بالاخر لیکوال اصلي پوښتنه مطرح کړې وه چي: که د نیوکلېئر انجنیرۍ څانگي ټول فارغیـن په بهر کي خپل ژوند په آرامه تېروي نو دلته د دې څانگي فعال ساتلو گټه څه ده؟!
او د هغو کسانو په اړه کیسې ډېري دردوونکي دي چي هڅي کوي وسلې اختراع کړي، یا سلاوو ته پرمختگ ورکړي او یا د ملکي تېوریو فوځي تطبیقات جوړ کړي؛ د دوی ژوند له داسي وحشتناکو مصیبتونو سره مخ سي چي باور ورباندي کول سخت وي. موږ وروسته پاته ملت نه یو بلکي یو داسي ملت یو چي را باندي حاکمو خاینو نظامونو اړ کړي او محکوم کړي یو چي وروسته پاته واوسو؛ دا کار په شعوري، قصدي او قوي ارادې سره ترسره سوی؛ نه یوازي د فساد، بې پروايۍ یا نادانۍ له امله او په دې هر هغه څوک ښه پوهېږي چي رښتیني هڅي ئې کړي دي.
اوس هيڅ څوک د مصر پر سر د راغلي هغې لویي فاجعې نوعیت نسي درک کولی؛ پرته له هغه چا نه چي په رابعة العدویة میدان کي په شهادت ورسول سول او یا هم اوس په زندانونو کي پراته دي؛ په هغوی کي ډېر نابغه گان، مخترعین او هغه کسان شامل وو چي د راتلونکي د جوړولو په برخه کي ئې ډېره انرژي او فعالیت درلود.
سید قطب په خپل ژور لیدلوري سره په پنځوسمو کلونو کي د بیت المقدس خلکو ته سپارښتنه وکړه چي پر عربي فوځونو تکیه مه کوئ بلکي پر ځانونو تکیه وکړئ او دې خبري د حماس د بنسټگر ابراهیم غوشه په ذهن او زړه کي له کوچنیوالي راهیسي ځای نیولی وو؛ ځکه ده دا پخه خبره د شهید سید قطب له خولې اورېدلې وه.
که تاسو د شیخ احمد یٰسین د "شاهد على العصر" پروگرام حلقې اورېدلی وی نو په لومړنۍ برخه کي به مو ترې اورېدلې وو چي دی په ډېر صراحت سره وايي: ”که عربي فوځونه نه وی نو لومړۍ نَـکبـــه به نه وه ترسره سوې؛ ځکه عربي فوځونه کليو ته داخلېدل او له فلسطینیانو نه به ئې وسله اخیستله؛ خو کله چي جگړه رامنځته سوه دغو ډارنو فوځونو ماته وخوړله او د یهودانو پر وړاندي ئې شاتگ وکړ او خلک (فلسطینیان) ئې د دې ملعون قام په مخکي بې وسلې حالت کي پرېښودل.“
موږ کولی سو د دغو عربي رژیمونو پر تور فوځي تاریخ ډېر څه ولیکو چي پر خپل دښمن ئې هیڅ یو بری نه دئ ترلاسه کړی؛ که چېري دوی کوم جزوي بری ترلاسه کړی هم وي نو هغه به یوازي د خلکو د مقاومت د ملاتړ او هڅو په مرسته وو؛ په بل صورت کي نو دوی هیڅ هم نسو کولی! برعکس بیا همدې فوځونو له دې څخه بالکل ډډه نه کوله چي خپل ښارونه او سیمي په بشپړ ډول وځپي او د خپلو خلکو پر وړاندي وحشي وژني او خونړۍ پېښي تر سره کړي. دا یو حقیقت دئ نه یوازي یو تحلیل؛ په هر حالت کي د دغو رژیمونو له منځه وړل د دوی تر پاته کېدلو غوره دئ او ټولني حتیٰ په تر ټولو سختو شېبو کي هم ځان ته هغه ډول زیان نه دئ رسولی (یعني د انارشي پر لور نه ده تللې) لکه څومره ستر زیاتونه چي د دغو رژیمونو پر مېزونو اسلامی امت ته اوښتي دي.
دا د امت یو لوی درس دئ چي اسلامي حرکتونه ئې باید په اړه ژور فکر وکړي او گټه ترې پورته کړي!
یو بل مهم درس هم سته او هغه د استعدادونو سم گمارل (کارول) دي!!
پر اسلامي حرکتونو لازمه ده چي استعدادونه او وړتیاوي سمي په کار واچوي او حتیٰ باید هڅه وکړي چي داسي استعدادونه ولټوي او تر خپل وسه پوري وده ورکړي. که یحییٰ عیاش په اداري، تنظيمي، رسنیزو یا دعوتي چارو کي یا بل کوم څه کي چي د هغه له عملي وړتیاوو سره ئې سمون نه خوړی کار کړی وو نو هغه به نن المهندس (یحییٰ عیاش په همدې لقب مشهور دئ) نه وای او امت ته به هغه څه نه وای ترې رسیدلي کوم څه چي ده ورکړل.
اوس یوه ترخه پوښتنه دا ده چي: اسلامي حرکتونو د څومره داسي افسانوي شخصیتونو ژوند ضایع کړی چي د ښه رهبرۍ په صورت کي ئې کولی سول په خپل تاریخ کي ستر پرمختگونه وکړي؟! څومره یحییٰ عیاش غوندي ځوانانو خپل استعدادونه په خیریه، دعوتي یا اداري چارو کي ضایع کړي؛ ځکه د دوی په اړه د مسئولینو دید کم او یا تنگ نظره ول؟!!
که دښمن د دې افسانوي انجنیر په وژلو بریالی سو نو زموږ په منځ کي څومره داسي افسانوي او د ځانگړو مهارتونو نه ډک ځوانان د له منځه تللو په حالت کي پاته دي؟!
او بالاخر د هر استعداد لرونکي انسان لپاره؛ په ځانگړې توگه په علمي برخه کي؛ وروستی درس دا دئ چي هڅه دي وکړي خپله ځانگړې افسانه دي جوړه کړي. په هر با استعداده شخص کي یوه افسانه پټه وي چي څرگندولو ته منتظره وي خو د دې لپاره د ژوند، وخت او مال ستره هڅه اړینه ده. او که موږ یوازي د رهبرۍ پر تنگ نظرۍ نیوکي کوو نو په همدې وخت کي باید پر هغه شخص هم نیوکه وکړو چي د تنگـنـظرۍ پر وړاندي ئې تسلیمېدل قبول کړي، ناسمي پرېکړي ئې منلي او دا هڅي ئې ونکړې چي خپله ځانگړې افسانه جوړه کړي؛ تر څو هغه مقام ترلاسه کړي چي الله پرې خوښ وي او امت ته اوږد مهاله او په پراخه کچه گټه ورسوي؛ یعني یوازي د هغه لنډ مهاله لگښت لپاره نه چي اوس سمدستي د گاونډ، محلي ټولني، اتحادیې یا پارلمان په کچه تنظیم (گوند/تحریک) ته پکار وي.
ولي انجنیر اسطوره سو؟!
لیکوال: انجنیر محمد الهامي | ژباړه: محمد هاشم شاهین

Comments
Post a Comment