د دې پوښتني ځواب هلته درک کولی سو چي د IDF (اسرائیل دفاعي ځواکونو) مختصر تاریخ وگورو؛ د اسرائیل تر جوړېدلو وړاندي د برتانوي انتداب په زمانه کي چي کله له اروپا نه خلیج ته یهودان راوستل سول نو هملته دوی د برتانوي انتداب تر مکمل ملاتړ لاندي ځیني مسلح تنظیمونه جوړ کړل؛ لکه: هگانه، پالمخ، ارگون او لیحي. دا ئې مشهور تنظیمونه دي؛ دغو تنظیمونو به بر فلسطیني بزگرانو او مظلومو ولسونو بریدونه کول، د هغوی مالونه به ئې ترې غصب کول یا سوځول او د هغوی له کورونو نه به ئې شړل؛ په لومړۍ نکبه کي د دوی یادي کړني ډېري مشهوري او رسنیزي سوې. دا غیرقانوني مسلح تنظیمونه وروسته د اسرائیلي دفاعي ځواکونو (فوځ) برخه وگرځېدل. دوی په دې توگه په فوځ کي ځای پر ځای سول:
• هگانه: چي د اسرائیل تر جوړولو وروسته نیمه منظم فوځ یا به ئې دفاعي ملیشې یادېدلې؛ دنده ئې د یهودي مېشتو سیمو ساتنه وه؛ چي دا یو ظاهري عنوان وو؛ دوی د برتانوي واکمنۍ (انتداب) پر مهال جگړه اییز فعالیتونه کول او د فلسطیني عربانو - او په زور راوستل سویو یهودي کډوالو په شخړو کي به ئې پراخه ونډه اخیستله. دوی په دغو مسلحو تنظیمونو کي تر ټولو لوی او منظم نظامي تنظیم وو او همدا تنظیم وروسته د اسرائیلي فوځ (IDF) اصلي بنسټ سو.
• پالمخ: چي د اسرائیل تر جوړولو وروسته د ځانگړي ضربتي قطعې Elite force عنوان ورکول سو؛ دوی به چټک بریدونه، چریکۍ Guerrilla او نور مهم عملیات ترسره کول؛ دا تنظیم مخکي د هگانه تر قوماندې لاندي وو خو ځانگړې روزنه او ځواک ئې درلود.
• ارگون: هم یو وسله وال سختدریځی تنظیم وو چي پر هیڅ ډول جنگي او بشري حقوقو ئې باور نه درلودو؛ برتانویانو دوی آن پر ځان هم په برید کولو متهم کول؛ خو دا دعوې یقیناً د هغو جنایاتو د پټولو په موخه ترسره کېدې چي له دغو تنظیمونو سره د دوی ملاتړ نور هم رسویٰ نسي؛ دې بې اوصوله تروریستي تنظیم به د فلسطیني عربانو پر ضد تهاجمي عملیات، بمباردونه او تروریستي حملې کولې. دوی تر هاگانه ډېر تند او بې رحمه برید کوونکي ول؛ دوی د د ځینو لویو بریدونو مسئول گڼل کېږي.
• لیحي: بیا نسبت دغو نورو تنظیمونو ته په جوړښت کي کوچنی خو ډېر افراطي وسله وال تنظیم وو؛ دوی تر ډېره هدفي وژني assassinations ترسره کولې؛ دا تر ټولو افراطي او سخت دریځی گروپ وو حتیٰ د نړئوالو له نظره هم جنجالي او وحشي یادېده.
کله چي برتانوي انتداب په ډېره بې شرمۍ او یک طرفه ډول د بالفور سند اعلان کړ او د اسرائیل د خپلواک کولو او حدودو د تعیین کیسه ئې حتمي کړه نو هگانه د فوځ اصلي هسته وبلل سوه، پالمخ بیا د دې خبیث فوځ ځانگړو قطعاتو برخه سوه، ارگون او لیحي بیا ظاهراً په زور خو اصلاً تفاهم سره د فوځ سره یوځای سول او په دې ډول د اسرائیل دفاعي ځواکونه جوړ سول.
دې تروریستي ډلو ډېر وحشي برېدونه وکړل، دوی آن د برتانوي ادارې او ملگرو ملتونو هغه د گوتو په شمېر مشهور افسران او ډیپلوماتان هم په دې ووژل چي د دوی سره به ئې معمولي اختلاف درلودی؛ د لومړۍ نکبې لپاره همدوی د وېري فضاء حاکمه کړه او په یوه شپه ئې د یوه کلي مظلوم فلسطینیان وسوځول او ووژل؛ برتانوي انتداب دا مهال فلسطیني ولس په زور خلعِ سلاح کړی وو او یهودانو ته ئې بیا د سلاوو پراخ لائسنسونه اجراء کول؛ هغوی تر غوږو مسلح سول خو د فلسطینیانو آن د سبزۍ چاړې لا له لاسونو ووتلې.
کتونکو به پرون د یوه ماشوم چي غالبا یو نیم کلن دئ ویډیو کتلې وي چي همدې فوځ ئې پر نازکو پښو سگرېټ مړه کړي، د مظلوم پلار په مخکي ئې پښې ورته سورۍ سورۍ کړي او شکنجه کړی ئې دئ؛ یوه مسلحه ډله چي دومره وحشي وي آیا هغوی ته د نورو فوځونو په څېر د مسلکي فوځ خطاب کېدلی سي؟!! دا د مذهبي جنونیانو یوه وحشي او تروریسته ډلگۍ ده چي قیمتي سلاوي او درېشۍ ئې ترلاسه کړي. پر نورو وحشتونو ئې څه نه لیکم تاسي ئې سرچ کولی سئ! خو پام مو وي چي دغو وحشي تروریستانو ته به د سالمو انسانانو په سترگه نه گورئ!!

Comments
Post a Comment