د اسلامي امت جوړولو د اړتیا احساس راویښول! امام یوسف القرضاوي

د حسن البناء رحمه الله د سیاسي روزني څلورمه ستن دا ده: د اسلامي امت جوړول؛ داسي یو امت چي ټول مسلمان ملتونه پر یوه واحد ټبر سره راټول کړي؛ د اسلامي وطن یا د اسلامي نړۍ په بڼه، د اسلام تر تـوغ لاندي، هغه اسلام چي یووالی راولي نه وېش او د قبايلو بچیان د محمد ﷺ تر قیادت لاندي یو موټی کوي.


امام حسن البناء رحمه الله د "اصول العشرین" په لومړني اصل کي دې ټکي ته اشاره کړې ده چي د دولت او وطن تر څنگ د امت معامله هم مشترکه ده. اسلام یو دولت او یو وطن دئ؛ یا په بل عبارت یو حکومت او یو امت دئ. لکه څنگه چي اسلام د حاکمي واکمنۍ پر ارزښت ټینگار کوي؛ همدارنگه؛ بلکي تر دې وړاندي د واحد امت اهمیت بیانوي؛ هغه امت چي واکمنه اداره ټاکي او له هغې سره یو مقتدر دولت منځ ته راځي.


اسلام د عربانو په ټاپو وزمه زمکه کي زېږېدلی؛ هلته چي د قبیـلو او تعصباتو بنسټونه غالب وو. قبیله به د وفادارۍ اساس، د ویاړ سرچینه، او د روابطو ځاله وه. د قبیلې غړو له قبیلې پرته هېڅ ارزښت نه درلود؛ بلکي د دوی شتون هم د قبیلې په شتون پوري تړلی وو. قبیله به د دوی د واک او ځواک نسب او شرف وه؛ د دوی اقتصاد او سیاست به وو؛ دوی به د قبیلې په خوښۍ خوښ کېدل او د هغې یا د هغې د مشر په ځورېدلو سره به غوسه کېدل؛ د یوې قبیلې د هر غړي شعار به دا وو: ”له خپل ورور سره مرسته وکړه! که ظالم وي او که مظلوم.“ یعني د دې شعار د ظاهري بڼې معنیٰ همدا ده.


هري قبیلې به هڅه کوله چي پر بلي قبیلې برتري ومومي او د هغې واک او حدود څه نا څه راکم کړي. له همدې امله به د دوی تر منځ پرلپسې غارتگرۍ رواني وې؛ تر دې چي یو تن ویلی وو: وأَحْيَانًا عَلَى بَكْرٍ أَخِينَا  |  إِذَا مَا لَمْ نَجِدْ إِلَّا أَخَانَا

مفهوم: کله کله به موږ پر خپل بکري (قبیلې) ورور باندي هم برید کاوه؛ هغه وخت چي کله به مو د برید لپاره له خپل ورور پرته بل څوک پیدا نکړ.


کله چي اسلام راغی نو دوی ئې په فکر، احساس او عملي ژوند کي یوه ستر عروج (بدلون) ته ورسول. اسلام دوی د قبیلوي تنگ نظرۍ له زندان نه را وایستل او د امت د پراخي او ازادي فضاء لور ته ئې انتقال کړل. اسلام په ډېر شدت سره د هر ډول تعصب پر لور له بلني نه منع کړل؛ په ځانگړي توگه د قبیلې (قام) پر بنسټ تعصب.


په حدیث کي راغلي: ليس منَّا من دعا إلى عصبيَّة أو قاتل على عصبيَّة أو مات على عصبيَّة. 

ژباړه: هغه څوک زموږ له ډلي نه دئ چا چي د تعصب بلنه ورکړه یا ئې د تعصب پر بنسټ جگړه وکړه او یا د تعصب پر حالت ومړ.


او په بل حدیث کي روایت دئ: و من قاتل تحتَ راية عُمِّيَّة، يغضب لعَصَبَةٍ أو يدعو إلى عَصَبَة أو ينصر عَصَبَة، فقُتِلَ، فقِتْلةٌ جاهليَّة.

ژباړه: چا چي د جاهلیت تر توغ لاندي جگړه وکړه؛ د قبیلوي تعصب لپاره او د تعصب بلنه ئې ورکړه او یا ئې د تعصب ملاتړ وکړ؛ نو ووژل سو؛ د هغه مړینه د جاهلیت مړینه ده.


او له رسول الله ﷺ نه د "عصبیت" (قبیلوي تعصب) په اړه وپوښتل سوه؛ نو هغه وفرمایل: أن تُعِينَ قومَكَ على الظُّلْم. عصبیت دا دئ چي ته د خپل قام مرسته د ظلم په کار کي وکړې.


یعني رسول الله ﷺ عصبیت د هغې اغېزي له مخي تشریح کړی؛ چي د قبایلي ټولني په واقعیت کي به ئې درلوده: یعني د تعصب لرونکی کس که د خپل قام له ظالمانه کړنو سره هم ولاړ وي؛ که حق وي او که باطل. اما اسلام د دې برعکس د عدل او انصاف د قیام حکم راوړی دئ: 


وَلَوْ عَلَى أَنْفُسِكُمْ أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ (النساء: ۱۳۵)

ژباړه: كه څه هم چي ستاسي د عدالت كولو او شاهدۍ زيان په خپله تاسي يا ستاسي مور او پلار يا ستاسي خپلو خپلوانو ته راجع کیږي هم.


وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا (المائده: ۸)

ژباړه: د کومي ډلي دښمني دي تاسي دومره را ونه پاروي چي له عدالت نه واوړئ. 


د دې آیت معنیٰ دا ده چي تا داسي کومي خبري ته چمتو نکړي؛ یعني کوم شي ته دي اړ یا هغه ته مائل نکړي. او د "الشنآن" معنیٰ ده: سخته کرکه او شدید نفرت؛ یعني د هغوی کرکه له تاسو سره او یا ستاسو کرکه له هغوی سره.


د انساني ضعف په یوه شېـبه کي (موقتاً) د ځینو صحابه‌ وو په منځ کي د قبیلوي تمایل نښي را څرگندي سوې؛ دوی د خپلو قبـیلو په نومونو یو بل ته ږغ وکړ: ”اې د فلان قبیلې خلکو!“ او ”اې د فلان قام خلکو!“ نو رسول الله ﷺ سخت په غضب سو او وئې فرمایل: أَبِدَعْوى الجاهليَّة وأنا بين أظهركم؟! ایا د جاهلیت شعار پورته کوئ؛ په داسي حال کي چي زه ستاسو په منځ کي موجود یم؟! او د قبیلوي تعصب د بلني په اړه ئې دا ژوره او لنډه جمله وفرمایله: دعوها؛ فإنَّها مُنْتِنَة. ”دا پرېږدئ؛ بې‌ شکه دا بدبویه (خوسا) ده!“


اسلام دا غوښتل چي "امت" د عقيدې او فکري باور پر بنسټ جوړ کړي؛ نه د مادي، زمکنۍ يا نژادي اساس پر بنسټ؛ لکه څنگه چي انسانان خپل ټولني د نسل، رنگ، ژبي يا خاوري پر بنسټ جوړوي؛ هغه شيان چي د انسان له اختيار او ارادې بهر دي. انسان خپل نسل، رنگ، ژبه او هغه خاوره چي پکې زېږېدلی؛ نه‌ دئ غوره کړی؛ بلکي دا هر څه د ده پر غاړه کي يو ټاکلی تقدير دئ. خو عقيده بيا د انسان د اختيار او ارادې مېوه ده.


لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ (البقره: ۱۵۶)

ژباړه: د دين په چارو كي څه زور او مجبورول نسته.


د تقلید پر بنسټ د ولاړ ایمان په قبولیت کي شک سته او پر دې حقیقي علماءو رد کړی دئ. اسلام غوښتل چي مسلمان داسي یو امت وي چي یوازي له حق سره ونښلي؛ نه د زید یا عمرو په څېر انسانانو سره. دا امت د نژاد، رنگ، ځای یا ټولگي پر اړیکه ولاړ نه دئ بلکي د عقیدې او پیغام پر اساس ولاړ دئ.


دا د محمد ﷺ امت دئ؛ ځکه هغه د الله پر لور بلونکی، د سیده لاري لارښود او د الله په امر له تیارو نه د رڼا پر لور راوستونکی دئ. دا د قرآن امت هم دئ؛ ځکه قرآن د رب له خوا ورته نازل سوی؛ تر څو د حق پر لور هدایت ورکړي، له ناپوهۍ نه ئې وباسي، د ضلالت له لارې وژغوري، د حق ترازوگان، د خیر کیلیاني، د هدایت بصیرتونه او د رښتیني لاري ځلانده نښي په لاسونو کي ورکړي.


دا د اسلام امت دئ یا د مسلمانانو امت؛ لکه څنگه چي الله تعالیٰ فرمایي: 


هُوَ سَمَّاكُمُ الْمُسْلِمِينَ مِنْ قَبْلُ وَفِي هَذَا لِيَكُونَ الرَّسُولُ شَهِيدًا عَلَيْكُمْ وَتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ (الحج: ۷۸)

ژباړه: الله مخکي هم ستاسي نوم (مسلمان) ايښى وو او په دې (قرآن) کي هم (ستاسي همدغه نوم دئ). تر څو چي پيغمبر ﷺ پر تاسي شاهد وي او تاسي پر خلكو شاهدان اوسئ.


او دا د ایمان امت یا د مؤمنانو امت دئ او له همدې امله په قرآن کي ورته ویل سوي:


كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ مِنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ

ژباړه: اوس په نړۍ کي هغه غوره ډله تاسي ياست چي د انسانانو د لارښودني او اصلاح لپاره منځ ته راوړل سوې ده، تاسي د نېکۍ امر كوئ او له بديو منع؛ او پر الله ايمان لرئ. كه دغو كتابيانو ايمان راوړى وى؛ نو د همدوى له پاره ښه وه، كه څه هم په هغو کي ځیني د ايمان خاوندان سته؛ خو د دوى زياتره كسان له فرمان څخه سر غړوونکي دي؛


او بل قول دئ:


وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ

ژباړه: په تاسي کي بايد څه خلک هرو مرو داسي وي چي د نېکۍ لوري ته بلنه وکړي، په ښو امر وکړي او له بدو منع وکړي. كوم خلک چي دا كار وکړي همغوى به بريالي یي.


او دا "منځنی امت" دئ؛ لکه څنگه چي الله تعالیٰ په خپل کتاب کي ورته ځانگړې کړې او د انسانیت پر وړاندي د شاهدۍ مقام ئې ورته ټاکلی دئ؛ نو الله تعالیٰ فرمایي:


وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا (البقره: ۱۴۳)

ژباړه: او په همدې ډول موږ يو اُمت وسط (غوره امت) گرځولي ياست چي تاسي پر نړئـوالو شاهدان او پیغمبر پر تاسي شاهد اوسي. 


دا امت د دعوت او پیغام نړئوال امت دئ؛ ځکه هغه له پیغام سره استول سوی چي د دې رسول ﷺ له لاري ټولو خلکو ته رسول سوی دئ:


وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ (الأنبیاء: ۱۰۷)

ژباړه: [اې محمده ﷺ!] موږ چي ته لېږلی ئې، دا په اصل کي د نړئوالو په باب زموږ رحمت دئ. (موږ د ټولو مخلوقاتو لپاره ته رحمت لېږلى ئې.)

  

له همدې امله، رسول ﷺ دې امت ته وویل: إنَّما بعثتم مُيَسِّرين؛ ولم تبعثوا مُعَسِّرين. ”تاسي یوازي د اسانتیا راوړونکي استول سوي یاست! نه د کړاؤنو راوړونکي.“


او د دې امت یو ځوان؛ رِبْــعِيُّ بن عامر د فارس د قوماندان پر وړاندي وویل: ”الله موږ دې ته را استولي یو تر څو خلک له بنده‌ پرستۍ نه یوازي د الله عبادت ته راوباسو، له دنیوي تنگۍ نه ئې پراخي نړۍ ته بوځو او له مذهبي (باطلو دیني) ظلمونو نه ئې د اسلام عدل ته راوړو.


په دې توگه صحابه وو او هغه څوک چي د هغوی په تعقیب نېکي کوي؛ داسي احساس کاوه چي دوی د الله له خوا د بشر د هدایت لپاره استول سوي، د خلکو لاسونه د رڼا لاري ته نیسي او له هغه ظالمو طاقتونو نه ئې ژغوري چي دوی ئې له سیده لاري نه راگرځولي وو.


اسلام یو ستر امت جوړ کړ؛ داسي چي د یوې عقیدې، یوه شریعت، یوې قبلې، یوه ارزښت، یو ادب، یو مفهوم، او یو احساس پر اساس سره یو ځای سوی وي. او د دې وحدت څرگندونه د نړۍ پر وړاندي درې شيان کوي:


۱.    د مرجعیت وحدت: ټولي ډلي او تنظیمونه د هغه اسلامي شریعت تابع دي چي له قرآن او سنت څخه اخیستل سوی؛ که څه هم د دوی مذهبي لیدلوری او فکري ښوونځي متفاوت وي.


۲.    د دار الإسلام وحدت: هغه څه چي نن د "اسلامي وطن" په نوم یادېږي. سره له دې چي سیمې جلا دي او هېوادونه ئې سره بېل دي؛ د اسلام ټول فقهاء ئې د "دار الإسلام" په نوم یادوي؛ یعني دا یوه واحده سیمه ده؛ څو بېلا بېلې سیمي نه.


۳.    د سیاسي مشرتابه وحدت: چي د خلیفه یا لوی امام له لاري څرگندېږي؛ هغه څوک چي د امت د اهل حل و عقد لخوا په آزادانه توگه ټاکل کېږي او امت ئې د ټولو طبقو په گډون په عمومي ډول بیعت کوي.


دا اسلامي خلافت یا عمومي مشرتابه تر دیارلسو پېړیو یا تر دې هم د زیاتي مودې لپاره پاته وو؛ او مسلمان امت ئې تر خپل چتر لاندي ساتلی وو. سره له دې چي په ځینو برخو کې نیمگړتیاوي او عیبونه موجود وو خو ټول ئې د اسلام د مرجعیت، د امت د وحدت، او د دارِ اسلام د یووالي پر باورونو ولاړ وو.


تر دې چي ځینو هڅه کوونکو او دسیسه جوړونکو هڅي وکړې چي دا تاریخي کلا ړنگه کړي او دا اسلامي چتر مات کړي. په پایله کې؛ په ۱۹۲۴ع کال کي د "اتــاترک" په لاس اسلامي خلافت ختم سو او د مسلمانانو وروستی تجمع د اسلامي عقیدې تر چتر لاندي پای ته ورسېد. تر ننه بیا الله دې مشرتابه ته د بیا راگرځېدلو اجازه نه ده ورکړې.


تر اوسه هم ځیني ډلي سته چي هڅه کوي خلافت بیرته راژوندی کړي او اسلامي امت ته ژوند ورکړي؛ چي د ډېرو مسلمانانو په فکر او احساس کي لا هم موجود دئ؛ که څه هم په حقیقي ژوند کي نسته. د دې په اړه د امام حسن البناء یوه وینا په دې ډول ده؛ ده په خپلو "پیغامونو" کي د عمل پر رکن خبري کړي؛ په هغه کي ئې د فرد، کورنۍ او ټولني اصلاح، د وطن آزادي او د حکومت د اصلاح یادونه کړې ده. بیا ئې ويلي: ”د اسلامي امت نړئوال وجود بیا راژوندی کول، د خپلو هېوادونو آزادول، د ویاړونو بیا رامنځته کول، د خپل فرهنگ احیاء کول، خپل قام ته یووالی راوړل؛ ترڅو دا ټولي هڅي د ورک سوي خلافت د بیـا تأسیس او د مطلوب وحدت ترلاسه کولو لامل سي.“


په دې توگه امام د خلافت بیرته احیاء کولو یو واقع‌ بیـنانه لیدلوری لري: خلافت یو آسانه امر نه دئ چي یوازي د اعلان کولو یا د یوه حاکم په ټاکنه سره رامنځته سي. د دې لپاره فکري، فرهنگي او عملي گامونه اړین دي؛ په ځانگړې توگه وروسته له دې چي استعماري ځواکونو او د هغوی پاته سونو (سیکولرانو) د امت جوړښت وران کړ؛ د هېوادونو او نسلونو تر منځ ئې واټن پیدا کړ او وارد سوي نظریات او مذاهب ئې خپاره کړل؛ قبیلوي تمایلات ئې پیاوړي کړل او د بېلابېلو وفاداریو (د ختیځ او لوېدیځ لپاره) هڅونه ئې وکړه.


امام حسن البناء بیا د خلافت موضوع ته وکتل او په "رسالة المؤتمر الخامس" کې وینا ورباندي وکړه؛ وئې فرمایل: ”ممکن د دې بحث د بشپړولو لپاره اړینه وي چي د اسلامي خلافت په اړه د اخوان المسلمین د موقف یادونه وسي. د دوی په باور: خلافت د اسلامي وحدت نښه ده؛ د اسلامي امتونو تر منځ د اړیکي بنسټ دئ او یوه اسلامي شعیره ده چي مسلمانان باید د هغې په اړه فکر او پـاملرنه وکړي. خلیفه د دین په گڼ شمېر احکامو کي مهم ځای لري او له همدې امله صحابه کرامو رضی الله عنهم د هغه په اړه فکر کولو ته لومړیتوب ورکړ؛ د دې پر ځای چي لومړی د رسول الله ﷺ د تجهیز او تدفین چاري ترسره کړي؛ خو دوی تر دې وړاندي له دې مهم کاره (د خلیفه ټاکلو) ډاډ ترلاسه کړ.“


او هغه احادیث چي د امام ټاکلو دندي، د امامت احکام او د هغه اړوند جزئیات بیانوي؛ هیڅ د شک کولو مجال نه پرېږدي چي مسلمانان دي د دې فریضې په تړاؤ غور ونکړي؛ له هغه وخت نه چي دا تگلاره ئې بدله سوه او خلافت په بشپړه توگه لغوه سو؛ آن بیا تر نن پوري.


د همدې لپاره د اخوان المسلمین د خلافت مفکوره او د هغې د بیا احیاء کولو کار د دوی د فعالیتونو په سر کي ځای لري. دوی په دې باور دي چي دا کار د گڼ شمېر مخکنیو تیاریو (چمتو والي) غوښتنه کوي او دا چي د خلافت مستقیم بیا راگرځول باید تر لازمو پړاوونو وروسته ترسره سي.


مصدر: د امام حسن البناء سیاسي روزنه

لیکوال: امام یوسف القرضاوي  |  ژباړه: محمد هاشم شاهین

۹/اکټوبر/۲۰۲۶ع





Comments