د اخوان المسلمين د اسلامي نهضت له بنسټ ايښودلو نیولې؛ چي کله ئې مؤسس امام شهید حسن البناء د ۱۹۲۸ع کال د مارچ په میاشت کي د بنیاد ډبره کېښوده؛ یعني د عثماني خلافت تر سقوط څلور کاله وروسته ـ د دې تحریک تمرکز پر دوو اساسي قضیو وو: د مصر ملي قضیه او د فلسطین قضیه.
حسن البناء د مصر د برتانوي اشغال پر وړاندي د مبارزې لپاره نظامي فدایي ډلي جوړي کړې او همدارنگه ئې د ۱۹۴۸ع کال په جگړه کي د فلسطین له مقدسي خاوري دفاع وکړه.
د ډاکټر محسن صالح لخوا په "الإمام حسن البناء والقضية الفلسطينية" تر سرلیک لاندي لیکل سوې څېړنه ښيي چي په مصر کي د فلسطین موضوع هم په رسمي او هم په ولسي کچه ډېره کم رنگه سوې وه. آن دومره چي د مصر لومړي وزیر محمد محمود د ۱۹۳۸ع کال د جون په ۲۰مه نېټه د الأهرام ورځپاڼي په یوه خپره سوې مرکه کي ویلي وو چي کله د فلسطین د قضیې په اړه ئې د تگلاري په تړاؤ وپوښتل سو نو ویې وویل: "زه د مصر لومړی وزیر یم؛ د فلسطین نه."
په داسي حال کي چي دا وخت په فلسطین کي ستر پاڅون په خپل اوج کي وو؛ د مصر کونسل لا تر ۱۹۳۸ع کال پوري په بیت المقدس کي د پاچا د زوکړي او د تخت ناستي د کلیزې په مناسبتونو کي صهیونیستي مشران د مېلمنو په توگه رابلل.
په دې حساس وخت کي امام حسن البناء وویل: اسلامي وطن یو وطن دئ او اسلامي امت یو امت دئ؛ هره هغه زمکه چي "لا إله إلا الله محمد رسول الله” پر ویل کېږي، همغه خاوره زموږ د وطن برخه ده او حرمت او تقدس لري؛ هغې خاوري ته اخلاص او د هغې د خیر لپاره جهاد کول اړین دي او د مسلمان له مېشتي هري وجبې زمکي تېرېدل نه بخښونکې جنایت دئ؛ تر څو چي بېرته ترلاسه نه سي یا مسلمان ورباندي قربان نه سي. امام حسن البناء باور درلود چي مليت، عربیت او اسلام درې بشپړي او د یو بل بشپړوونکي دائرې دي؛ نه متعارضي. انسان کولی سي په اخلاص سره د خپل وطن لپاره کار وکړي او په عین وخت کي د عربي او اسلامي نړۍ لپاره هم. (ځکه هم زما د نشنلیزم په اړه د اخوان تعریف ډېر خوښ دئ؛ دا همغه معتدل تعریف دئ چي د الله رسول صلي الله علیه وسلم کړی دئ.)
د ۱۹۴۷ع د اکټوبر په ۹مه امام حسن البناء خپل چمتووالی اعلان کړ چي د لومړۍ ډلي په توگه به لس زره اخوانیان فلسطین ته واستوي خو د نقراشي حکومت ئې وړاندیز رد کړ. دلته نو امام د ۱۹۴۷ع کال د ډسمبر پر ۱۵مه یو ستر لاریون راوبلی؛ دا دومره ستر لاریون وو چي د قاهرې په تاریخ کي ئې بې ساری بللی سو. د الازهر لخوا رسماً گډون پکې وسو او دوی په اوپرا میدان کي راغونډ سول. حسن البناء خپله وینا په دې جملې پیل کړه: لبیک فلسطین! زموږ ویني دي تر تا ځار سي! اې فلسطینه!!
ده له عربي ټولنو وغوښتل چي د فلسطین د قضیې په اړه خپل مسؤلیت اداء کړي، د صهیونیستي ډلو پر وړاندي ودرېږي او اعلان ئې وکړ چي په دې لار کي دوی لس زره رضاکاران د شهادت لپاره چمتو لـري.
حسن البناء پلاوي ولېږل تر څو عربان د فلسطین جهاد ته وهڅوي؛ د نهضت ځینو غړو په پټه د فلسطیني ځوانانو روزنه کوله او فوځي تنظیمونه ئې جوړول. دوی وکولی سول چي په فلسطین کي دوه ستر نیمه فوځي تنظیمونه "النجادة" او "الفتوة" سره یو کړي. د اخوانیانو د فوځي چارو مرستیال محمود لبيب د دې جوړښتونو د تنظیم مسؤل وټاکل سو او دا ټول د "منظمة الشباب العربي" تر نوم لاندي سره یو موټي سول.
په فلسطین کې د اخوان المسلمین لومړنی فعالیت د ۱۹۳۵ع کال د اگست په میاشت کي پیل سو؛ کله چي دوه استازي عبد الرحمن البناء (الساعاتي) د حسن البناء ورور او محمد اسعد الحکیم لومړی فلسطین او بیا سوریې ته ولاړل. دوی بیت المقدس ته ورسېدل او له حاج امین الحسیني سره ئې ولیدل. حسن البناء په خپلو لیکونو کي یادونه کړې وه چي: "د فلسطین په شمال، منځ او جنوب کي د اخوانیانو تر شلو زیاتي څانگي سته."
فلسطیني اخوانیاتو د ۱۹۴۸ع په جگړه کي پیاوړی گډون درلود او په یافا، بیت المقدس او غزه کي ئې څرگند رول ولوباوه. د مصر جنرال ستاد جمال حماد چي د ۱۹۵۲ع کال د جولای د ۲۳مي د اعلامیې لیکوال وو؛ له خبریال احمد منصور سره د "بلا حدود" په پروگرام کي د مصري اتل أحمد عبد العزيز او د اخوان المسلمین د مصري فوځي لواوو د جهاد ستاینه وکړه او ویې ویل چي یهودان له اخوانیانو تر مصري فوځیانو ډېر وېرېدل.
د فلسطین په جگړه کي د اخوان المسلمین د همدې دریځ له امله په لوړه کچه (آن د بهرني اشغالگرو سره په گډه) دا امر صادر سو چي شیخ حسن البناء باید ژر تر ژره له منځه یوړل سي. همغه وو چي د ۱۹۴۹ع کال د فبرورۍ په ۱۲مه نېټه په شهادت ورسول سو او د فلسطین له هغو شهیدانو څخه وگرځېدی چي له مقدسي خاوري بهر ترور سول. الله تعالی دي ورباندي ورحمېږي.

Comments
Post a Comment