شیخ علي طنطاوي د امام حسن البناء رحمه الله په اړه وایي:
دا سړی په اوو ځانگړنو ممتاز وو؛ چي (د الله تر توفیق وروسته) د ده د بریا سرچینه همدا ځانگړني وې؛ څلور ئې د ده له شخصیت سره تړاؤ لري او درې ئې بیا د ده له اخلاقو سره تړلي دي.
څلور ئې دا دي: تواضع، سادگي، قوي حافظه او فصیحه ژبه.
او درې ئې بیا دا دي: بې غرضي، زهد او صبر.
د ده د ژبي او بیان په اړه زه خپله شاهدي ورکوم (حال دا چي زه له دېرشو کلونو زیات وخت د منبرونو ویناوال پاته سوی یم او د عربو ډېر ستر خطیبان او فصیحان پېژنم) چي ما د ده په څېر بل څوک نه دئ لیدلی.
ده د خلکو د مخاطب کولو یو نوی اسلوب (هنر) درلود؛ د ده اسلوب د یوه داسي ماهر محدث اسلوب وو چي نه درېږي، نه بندېږي، نه تت کېږي، نه شکمنېږي او نه تېروځي؛ داسي سړی چي ساعتونه خبري کولی سي خو نه ئې خبري ستړي کوونکي وي او نه ئې اورېدونکي ترې تنگیږي. د ده خبري له یوه مؤمن زړه، خوش طبعه روح، فکر کوونکي عقل، پراخ علم، حاضر نادر او قوي شخصیت څخه راوتلي وې.
دا دیوه داسي رهبر شخصیت وو چي له تشدد پرته ټینگ وي او له کمزورۍ پرته نرم وي او جدي کارونه د هیلو یا ارمانونو په ژبه پر مخ وړي.
له دنیوي غوښتنو نه د ده بې غرضي، د الله لپاره کار کول نه د شهرت لپاره او نه د منصب لپاره، د دنیا نه ئې زهد او د ده هماغه د باوقاره فقر حالت ته وفاداري - له ماشومتوبه تر هغې ورځي چي په خوښۍ سره شهید شو (ان شاءالله) ـ دا ټول صفات ئې دومره څرگند دي چي مبالغه کوونکي ستایني او دلیل ته اړتیا نه لري.
د ده د صبر او زغم کچه تر دې حده رسېدلې وه چي داسي سفرونه به ئې کول چي څو څو ورځي به ئې نیولې؛ ټولي شپې به ئې په اورگاډي کي د درېیمي درجې په ډبــو کي تېرولې؛ په ناسته به ویده کېده او د اورگاډي په درېیمه درجه ډبو کي به سړی څنگه خوب کوي؟!
چي کله به بیا سهار سو؛ یوه کلي یا ښارگوټي ته به ورسېدی او تر ماښامه به ئې هلته ویناوي کولې، خبري به ئې کولې او ستونزي به ئې حلولې؛ بیا به بېرته هماغه حالت ته ستنېده او شپه او پرون به ئې سره یو شان کېدل.
دا کار ښايي یو سړی یوه یا دوې ورځي د مادي گټي د تمي یا د سزا د وېري له امله وزغملی سي خو دا چي یو څوک دا هر څه په خپله خوښه، بې له کوم اجباره؛ یوازي د الله د رضا لپاره وکړي او پرله پسې یوه اوونۍ یا لس ورځي دوام ورکوي نو زه نه پوهېږم چي دا کار دي له دې ستر شیخ پرته بل چا ترسره کړی وي. رحمه الله.
دی د دې زمانې د اسلام مجدد وو، د دنیا له نادرو کسانو او د زمانې له هغو شخصیتونو له جملې وو چي د ابتکار وړتیا ئې درلوده او زه فکر نه کوم چي بیا به ئې په څېر بل څوک ووینم.
له کتاب (فصول إسلامية) څخه
ژباړه: محمد هاشم شاهین

Comments
Post a Comment