د نومبر پر اتلسمه نېټه قسّام او د ده ملگري د کفرقـود له غرونو نه ووتل او یعـبد ته نږدې د الشیخ الزید کلي پر لور روان سول؛ هلته د قسّام ډلي یو مشهور غړی شیخ سعید الحسان اوسېده. په لاره کي یوه بدوي عرب ولیدل چي جاسوسان د دوی قدمونه تعقیبوي؛ نو قسّام ته ئې سپارښتنه وکړه چي لږه شېبه د استراحت لپاره همدلته تم سي تر څو د جاسوسانو د ستونزي په اړه خبري وکړي.
یو عرب وایي: قـسّـام به زما مشورې منلې؛ که څه هم زه تر ده کم عمره وم. ما دوی ته وویل چي په دې کلي کي داسي کسان سته چي موږ تعقیبوي. ما وړاندیز وکړ چي موږ باید پر دوو ډلو ووېشل سو؛ یوه ډله دي د شمال پر لور ولاړه سي؛ حَـیفا او ناصره ته دي ورسېږي او په لاره کي دي د انگرېزانو او یهودانو د رېل پټلۍ وراني کړي او د ټـلیفون تارونه دې قطع کړي. وروسته دي "نورس" ته ولاړ سي او هلته شیخ فرحان السعدي اوسي؛ بیا به موږ ټول د نابـلس او غـور تر منځ په (الوادي الأحمر) کي سره یو ځای سو. هلته به زموږ ډلگۍ ډېره آزادي ولري او د جاسوسانو تعقیب به کم وي. د شیخ قسّـام دا نظر خوښ سو او مجاهدینو ته ئې امر وکړ چی پر دوو گروپونو ووېشل سي.
لومړۍ ډله د شمال پر لور ولاړه چي لس کسان پکې موجود ول او راه بلد (د لاري مسئول) ئې شیخ داؤد الخطاب وو. دوهمه ډله د لوېدیځ لوري ته د یعـبد تر څنگ سیمو ته ولاړه. په دوی کي: شیخ عزالدین القسام، حسن البایر، عربي البدوي، احمد عبد الرحمن جابر، محمد یوسف، نمر السعدي، عطیة المصري، اسعد المفلح، او یوسف الزيباوي شامل وو.
راوي عربي البدوي وايي: په لاره کي مو اوبه خلاصي سوې او زموږ بارونـه ډېر درانده وو. هر سړي یو توپک، شاوخوا شپېته د مرمیو جعبې او یوه نیزه درلوده چي قـسّام د یوه ویلډینگ کار په مرسته جوړه کړې وه؛ دا کار ئې د صحابه وو د وسلې د تبرک په موخه ترسره کړی وو. پر دې سربېره هر یوه له ځان سره یوه کمبله، د سفر اړین توکي او د خوړو لوښي هم وړل. په دې شپه موږ له ستړیا او تندي ډېر وځورېدلو نو ما له شیخ نه وغوښتل چي لږ تم سو او اوبه وڅښو؛ خو زموږ سره اوبه نه وې او نږدې کومه چینه هم نه را معلومېده. حسن البایر په دې سیمه کي ډېر بلد وو؛ نو وئې وویل: تر ټولو نږدې د اوبو چینه هم شاوخوا لس کیلومتره لیری ده. شیخ موږ ته د استراحت امر وکړ او له ما سره ئې دوه کسان ولېږل چي د اوبو لوښي ئې راسره وړل. زه تر دوی مخته روان سوم؛ کومه څرگنده او معلومه لاره مو نه تعقیبوله؛ موږ لا شپېته متره مزل نه وو کړی چي یوه لویه ډبره مو ولیده او تر هغې لاندي مو یوه کَــنده (معصرة) وموندله چي د یو متر مربع په اندازه له اوبو ډکه وه؛ موږ اوبه وڅښلې، لوښي مو هم ډک کړل او بېرته راستانه سوو. ملگرو مو اوبه وڅښلې؛ بیا مو مزل ته دوام ورکړ تر څو د الشیخ زید کلي ته ورسېدو.
د نومبر پر نولسمه نېټه د ډلگۍ نقل و حرکت ډېر ستونزمن سو؛ ځکه چي جنین ته د استخباراتو او جاسوسانو یوه ډېره لویه ډله رسېدلې او د قضاء (ښار) په کلیو کي خپره سوې وه. هغوی به ځانونه د کارگرو، بزگرانو یا کثافاتو د ټولونکو په بڼه پټول. د "فلسطین" ورځپاڼي خبریال د جنین د ښار او د هغې شاوخوا سیمي داسي انځور کړي چي د پولیسو د پراخ چمتووالي او د رسمي او پټو مأمورینو د زیاتېدو له امله د جگړي په میدان بدل سوي وو.
په همدې ورځ د جنین ښار د شهید محمد ابو القاسم خلف الحلحولي جنازه وکړه. پولیسو د هغه تر شهادت وروسته پوره یوه ورځ د هغه مړی په همغه ځای پرې ایښی وو تر څو ئې پلټني بشپړي کړي. د جنازې په مراسمو کي د جنین ښار گڼ شمېر سوداگرو، مخورو او ځوانانو گډون وکړ؛ خلکو له شهید سره ژوره خواخوږي څرگنده کړه؛ تر دې وخته لا دا خبره نه وه څرگنده سوې چي دی د یوې جهادي ډلي غړی وو. تر دې مهاله په خلکو کي د پولیسو د راپورونو له مخي دې خبري شهرت پیدا کړی وو چي وژل سوی سړی د غلو د یوې ډلي غړی دئ. بیا هم خلکو د ده جنازه په داسي ډول وکړه لکه یوه کس چي د ظالمانه برتانوي انتداب د قانون پر وړاندي بغاوت کړی وي. هغه وخت خلکو هر هغه څوک د درناوي وړ باله چي د برتانوي انتداب قانون به ئې د وسلې په زور ننگولی وو؛ حتیٰ که به پولیسو وویل چي فلان غل دئ او د یهودو پر کروندو یا د انتداب پر فوځي مرکزونو ئې بریدونه کول. ځکه خلکو دا کار د شجاعت نښه گڼله؛ لامل ئې دا وو چي داسي کسانو به د خپل ملت خلکو ته زیان نه اړوی بلکي د دښمن (اشغالگرو یهودانو) شتمنیو ته به ئې لاس اچولی وو.
د ۱۹۳۰ع لسیزي پر مهال به خلکو د ابـوجلده له کیسو او خبرونو سره ډېره مینه لرله؛ هغه سړی چي د انگرېزانو او یهودوانو (صهیونیستانو) پر ضد به ئې پر لويو لارو بریدونه کول او نوموړی د خلکو په منځ کي یو ولسي اتل گرځېدلی وو؛ خلکو به د هغه کیسې زمزمه کولې او ډېر به ئې ستایه. که څه هم ابوجلده دا کار د کوم ملي شعار تر سېوري لاندي نه کاوه خو خلکو د هغه زړورتیا او مېړانه خوښه کړې وه؛ لامل ئې دا وو چي هغه به د استعمارگرو په زړونو کي د وېري تخم شیندلو. دا د هغه دوران کیسه وه چي ډېرو خلکو به ځانونه د ملتـپالو په نوم معرفي کول او په خپلو ځالـو کي به پټ او له صحنې گوښه پاته ول.
د شهادت او شهیدانو ورځ:
شیخ قسام او د ده ملگري د نومبر میاشتي په نولسمه نېټه د الشیخ زید کلي ته ورسېدل او د شیخ سعید الحسان په کور کي مېشت سول؛ دوی هلته د چهارشنبې تر سهاره د ۱۹۳۵ع کال د نومبر تر شلمي نېټې پاته سول. همغه ورځ چي د شهادت ورځ وگرځېده؛ د حقیقي ژوند ورځ؛ هغه ورځ چي په امت کي یوه نوې ساه وچلېده او ولس له خپل غفلت او بې پروايۍ نه راویښ سو.
عربي البدوي د دې ورځي صحنې داسي انځوروي؛ دی وايي: دا د چهارشنبې ورځ وه، زه د یعبد د ځنگله په څنډه کي د ساتونكي په توگه ولاړ وم، د الشیخ زید او الطرم نږدې شاوخوا او زما ملگري شیخ عزالدین القسام او د هغه مجاهد ملگري په ځنگله کي دننه وو. د لمر له راختلو سره سم مي ولیدل چي د پولیسو سرتېري پر آسونو سپاره یرغل راباندي کوي او چیغي وهي: "علیهم! علیهم!" (یعني: حمله وکړئ! حمله وکړئ!)
نو ما خپلو ملگرو ته اشاره وکړه چي خپاره سئ او خپل ځایونه ونیسئ! وروسته مي ډزي پیل کړې؛ دلته نو هغوی (پولیس) له آسونو کښته سول او پر خپلو خېـتو پرېوتل؛ د ډبرو او غونډیو شاته ئې پناه واخیسته.
جگړه په ډېره غیرِ متوازن حالت سره پیل سوه؛ موږ ۹-نهـه کسان وو خو هغوی د درځنونو په حساب را روان وو؛ تر دې چي شمېر ئې له دوو سوو نه تر څلورو سوو کسانو پوري ورسېدی. د دوی له جملې نه ئې ډېرو پر خپلو اوږو د دوو ټوپکونو نښي لرلې چي دا معنیٰ ئې وه چي دوی روزل سوي نښه ویشتونکي (قناص) دي چي نښي ئې په ډېر څه خطاء نه ځي.
ما تر شلو دقیقو زیاته موده د هغوی پر لور ډزي کولې؛ زما په وړاندي نه کومه ونه وه او نه هم کومه ډبره چي تر شا ئې ځان پنا کړم؛ زموږ تر منځ واټن تر پنځوس مترو زیات نه وو. په پای کي شیخ رحمهالله متوجه سو او په لوړ ږغ ئې نارې کړې: "زمکه ونیسه! (یعني پر زمکه پرېوځه!) که په همدې حالت کي مړ سې نو شهید به نه ئې؛ که زمکه وانه خلې نو ځانوژنه به دي کړې وي! (یعني دومره بې پروایي به نه کوې!)"
موږ ته د شاته تللو او ځنگل ته د داخلېدلو حکم راکړل سو. شیخ اسعد المفلح (د ام الفحم اوسېدونکی) ټپي سوی وو او ما هڅه وکړه چي دی راسره یوسم؛ خو شیخ ږغ راوکړ:"دی پرېږده! ځان وساته!!."
په ځنگل کي مو داسي ډبري وموندلې چي شاته ترې تم کېدی سوو او دفاعي کمین مو پرې جوړولی سو. هغوی پر موږ فشار راوړی وو او له یوه طرف (شمال خوا) پرته ئې نور له هري خوا محاصره کړي وو؛ هغه لاره خلاصه پاته وه. دا وخت له هغې لاري نه وتل خطرناک او پایلي ئې څرگندي وې؛ نو موږ پرېکړه وکړه چي د لمر تر لوېدلو به مقاومت کوو.
چي کله شیخ قسام پوه سو چي د پولیسو سرتېري ورنږدې کېږي نو ئې خپلو زړه ورو مجاهدینو ته امر وکړ چي پر عرب پولیسو دي ډزي نه کوي بلکي خپلي مرمۍ دي پر انگرېزانو متمرکزي کړي.
برتانوي افسرانو عرب پولیس په درېیو مخکنیو مورچو کي ځای پر ځای کړي وو او خپله د هغوی شاته پټ وو. عرب پولیسو ته هیڅ نه وو ویل سوي چي دوی کوم ځای ته راوستل کېږي او د چا په تعقیب پسې راغلي؛ انگرېزانو هغوی ته ویلي وو چي دا کسان غله دي چي د هېواد امنیت ته گواښ پېښوي.
د دواړو لورو تر منځ جگړي یو ډول متحرک (گرځند) نوعیت غوره کړ؛ مجاهدینو له یوه ځایه بل ځای ته د حرکت کولو توان درلود ځکه د ځنگله د ونو ډېروالي د دوی په پټ حرکت کولو کي مرسته ورسره کوله. دا جگړه له سهار وختي نه پیل سوه او تر مازدیگر یو څو شېبې وړاندي پوري ئې پرلپسې دوام وکړ.
مجاهدین په پوره مېړانه ودرېدل او له تېښتي ئې انکار وکړ؛ سره له دې چي دوی کولی سول وتښتي. د خلاصون یو بل فرصت هغه وخت د دوی مخ ته راغی چي کله برتانوي افسر ږغ وکړ: "تسلیم سئ! ژوندي به پاته سئ!!
قسام جواب ورکړ: "موږ به تسلیم نه سو؛.دا د الله په لاره کي جهاد دئ!".بیا ئې خپلو مجاهدینو ته ور ږغ کړه: "شهادت ته لبیک ووایاست!" دلته نو ټولو په یوه آواز ورسره وویل: "الله اکبر! الله اکبر!"
په دې تاریخي جگړه کي قوماندان عزالدین القسام شهید سو؛ له ده سره ئې درېیو مجاهدینو هم د شهادت جام وڅښی: وسف عبدالله الزيباوي؛ د الزیب کلي اوسېدونکی (د عکاء ولسوالي). طیه احمد المصري. حمد سعید الحسان؛ د نزلة زید اوسېدونکی.
په دې جگړه کي یاد مجاهدین ټپيان سول: مر السعدي؛ د شفاء عمرو له ځنگله. سعد المفلح؛ د ام الفحم اوسېدونکی.
او په دې جگړه کي یاد کسان بنديان سول: سن الباير؛ د برقین څخه، چي په ۱۴ کلن بند محکوم سو. حمد عبدالرحمن جابر؛ د عنبتا اوسېدونکی چي ۱۴ کلن بند ورته واورول سو. ربي البدوي؛ د قیلان اوسېدونکی چي ده ته هم د ۱۴ کاله بند سزا واورول سوه. حمد یوسف؛ د سبسطیه اوسېدونکی.
د قســـام ورځ:
جگړه د سهار له رڼا سره سمه پیل سوه او د همدې ورځي تر مازدیگر وړاندي پای ته ورسېده. سره له دې چي د دواړو لورو تر منځ فوځي توازن نه وو خو جگړه ډېره اوږده سوه. له هغو علتونو نه چي جگړه ئې اوږده وساتله؛ یو دا وو چي شیخ قسام داسي تگلاره خپله کړې وه چي جگړه اوږده سي تر څو د انگرېزانو په لیکو کي ډېر زیانونه پېښ سي؛ د مجاهدینو د وضعیت، چلن او جنگي وړتیا ثبوت څرگند کړي او د دوی نظامي مهارت وښیي.
له بلي خوا د جگړي د اوږدېدلو یو بل لامل دا هم وو چي انگرېزانو ته وېره لوېدلې وه؛ ځکه دوی نه پوهېدل چي په مقابل کي ئې څو کسان او د څه ډول وسلو سره جنگېږي.
خو کېدی سي تر ټولو قوي دلیل دا وي چي انگرېزانو غوښتل قسام ژوندی ونیسي؛ ځکه دوی پوهېدل چي د یوه داسي مشر شهادت د مسلمانانو په زړونو کي د جهاد روح بېرته راژوندۍ کوي او هغه د راتلونکو مجاهدینو لپاره د الهام سرچینه گرځي. همدا سبب وو چي انگرېزانو به تل د جهاد او آزادۍ د مشرانو له وژلو کرکه لرله؛ تر څو هغوی د ملتونو د بیدارۍ د رڼا مشالونه نه سي.
همغه پېښه وسوه چي برتانوي انتداب وېره ترې احساسوله او په مقابل کي ئې قسام همغه څه ترلاسه کړل چي غوښتل ئې؛ قسام د الله په دربار کي رښتینی ستر مقام تر لاسه کړ (ان شاء الله) او د خپل قوم په منځ کې داسي نېک یاد او درنه یادونه ترلاسه کړل چي که ژوندی پاته سوی وو؛ شاید تر دې حده به ئې نه وو تر لاسه کړی.
قسام شهید سو؛ چي کله ئې خاکي جسد وپلټل سو نو د ده په جامو کي د قرآن یوه نسخه او څوارلس مصري پونډه (اوس جنیه یادېږي) وموندل سول. پاته سوه د ده کورنۍ نو هغه ئې د الله په واک او ساتنه کي پرېښوده؛ ځکه الله بهترین وکیل او کفیل دئ.
ځیني لیکوالان دا ادعاء کوي چي شیخ عزالدین القسّام دې لاري ته تر راوتلو وړاندي په حیفا کي خپل کور پلورلی وو. ما له استاذ عبدالرحمٰن بن محمد الحنفي نه وپوښتل: آیا تاسو خپل کورونه لرل؟!"
هغه وویل: "نه! قـسّام خپل کور نه لری بلکي په کرایي کور کي اوسېده. همدارنگه زما پلار محمد الحنفي چي د قـسّام ملگری وو او له جبله نه تر حیفا پوري له ده سره مل وو؛ هم خپل کور نه لری.
یقیناً د قــسّـام او الحنفي تر لاسونو زرگونه جنیه تېر سوي وو؛ خو دوی دا پیسې ټولي د وسلو پر اخیستلو لگولې.
نو قــسّام شهید سو او إن شاءالله ده هغه اجرونه تر لاسه کړل چي الله ئې له شهیدانو سره وعده کړېده. ده یوه ستره شتمني د امت لپاره پرې ایښې: هغه د ده تگلاره او عملي نمونه ده. د دښمنانو پر وړاندي د مبارزې او د هغوی د شړلو لپاره همدا سمه او سیده لار ده او هم یوه عملي بېلگه؛ همدا په دنیا کي د زهد، د الله لپاره د ځان قربانولو او په خپلو وطنونو کي د مسلمانانو د مقام او عزت د لوړولو په برخه کي همدا یوازنۍ بریالۍ تگلاره ده.
شهیدان د جگړي له میدان نه جنین ته انتقال سول او بیا حیفا ته ولېږدول سول تر څو خپلو کورنیو ته وسپارل سي. دلته نو برتانوي مقاماتو دوه شرطونه کېښودل:
لومړی شرط دا وو چي د اجسادو تدفین دي سمدستي سبا پنجشنبې په ورځ د سهار پر لسو بجو ترسره سي؛ یعني د ۱۹۳۵ع کال د نومبر پر ۲۱-مه نېټه.
دوهم شرط دا وو چي د شهیدانو جنازه دي د شیخ عزالدین القسام له هغه کوره پیل سي چي له ښاره د باندي پروت وو او تر بلد الشیخ هدیرې پوري دي یووړل سي؛ یعني دا اجازه نه وه چي جنازه دي د ښار په منځ کي تېره سي.
د سیمه ییزو ورځپاڼو په لومړیو مخونو کي د شیخ قسام د شهادت خبر خپور سو. کله چي دا خبر خلکو ته ورسېدی نو د حیفا ښار ټول دوکانونه وتړل سول؛ خلک د قسام پر کور راټول سول او له ټول فلسطین نه په جنازه کي د گډون په موخه کاروانونه راغلل. د (مقبوضه) هېواد په ټولو سیمو کي منارونو د شهداوو د بریا د زېري نارې پورته کړې.
د شهید قسام په کور کي درې تابوتونه د عربي هېوادونو په بیرغونو کي نغښتي کېښودل سول چي دا د امت د یووالي نښه وه. خلکو درې واړه تابوتونه پورته کړل او د حیفا په منځ کې د الجرینة-النصر جامع جومات ته یووړل؛ سره له دې چي برتانوي مقاماتو د دې کار سره مخالفت څرگند کړی وو.
د جنازې تر لمانځه وروسته شیخ یونس الخطيب چي د مکې پخوانی قاضي وو په یوه اغېزمنه وینا کي د شهیدانو فضیلت تشریح کړ او د هغوی اجر ئې د الله په نزد بیان کړ.
په دې وخت کي داسي هڅي وسوې چي شهیدان له جومات نه پراخي ساحې ته راوړل سي چي د جومات مخ ته موقعیت لري. دلته زه د لیکوال او ادیب استاذ اکرم زعیتر قلم امانتاً را اخلم؛ تر څو د ده له لاري د شهیدانو جنازې توصیف کړم چي له جومات نه تر پاکي آرامگاه پوري دی ورسره ملگری وو:
”په زرگونو ماتم کوونکو تابوتونه پر لاسونو پورته کړي وو او چیغي ئې وهلې: "الله اکبر، الله اکبر". مېرمنو د کورونو پر بامونو، بالکنـیو او کړکیو زغردې (د خوښۍ او آرمان گډه دردونکې چیغه) کولې او کُـشاف (سکاوټي ځوانانو) داسي سرودونه ویل چي آن د زړورو خلکو جذبه ئې هم راپاروله. بیا یو ږغ لوړ سو چي کله تابوتونه را پورته سول: "الانتقام! الانتقام!"؛ یعني انتقام. زرگونو خلکو په یوه ږغ لکه د غږېدونکي برېښنا تکرار کړه: "انتقام! انتقام!".
او تر ډېرو هڅو وروسته د ماتم جلوس په آرامه او منظمه توگه روان سو او شعارونه ئې تر ډېره اورېدل کېدل: "الله اکبر!، الله اکبر! ..."؛ تر هغه چي بالاخر موږ د پولیسو حلقې (پوستې) ته نږدې سوو.
په خلکو کي ډېر احساسات او خروښ موجود وو؛ بالاخر دوی د پولیسو د پوستې پر لور په پرلپسې ډول ډبري او خښتي وغورځولې. پر پوستې او کلکینانو ئې ډبري د باران په شکل ورېدلې. د پوستې په مخکي درې پولیسي موټران ولاړ ول چي انقلابي ولس له کاره وایستل. دا هر څه داسي وخت پېښ سول چي د شهیدانو تابوتونه د دوی په لاسونو کي پورته وو او موږ ورته ولاړ وو؛ د ویر او هیجان له امله زموږ ويښته ښخ ودرېدلي وو.
وروسته د ماتم جلوس بیا خپل مزل پیل کړ تر دې چي د پاچاهانو وروستۍ کوڅې ته ورسېدو؛ چیرته چي د پاچا فیصل (لومړي) یادگاري څلی ولاړ وو؛ چي دوه کاله وړاندي حیفا ته د ده د خاکي جسد راوړلو یادونه کوي. موږ هلته ودرېدو او د فیصل بن حسین ارواح ته مو فاتحه ولوستله. وروسته مو بیا مزل پیل کړ تر دې چي رېل سټېشن ته نږدې ورسېدو چیري چي خلکو پر رېل سټېشن ډبري وویشتلې. د ماتم جلوس همدلته متوقف سو او تابوتونه په لاسونو کي همداسي پورته پاته ول.
دلته نو د انگرېزي سرتېرو یوه ټولگۍ چي په وسلو پوښلې وه راغله. مشري ئې فوځي افسر جـېــمز کوله چي فولادي خولۍ ئې په سر وې. خلکو تابوتونه پر زمکه کېښودل؛ د دې لپاره نه چي وتښتي او نه د وېري له امله بلکي د دې لپاره چي له انگرېزانو سره جگړه وکړي؛ ځکه هغوی د جنازې د کنټرول لپاره راغلي وو. سرتېري له موټرو را کښته سول او له خلکو سره ئې ټکر پیل کړ.
اکرم زعیتر وايي: "ما ولیدل؛ الحمد لله! افسر جـېــمز پر زمکه ولوېدی او یو او دوه سرتېري ئې ټپیان سول. جـېمز د عوامو ځواک درک کړ چي د خلکو پر وړاندي مقاومت نه سي کولی نو هغوی په چټکۍ سره شاتگ وکړ. خلکو بیا تابوتونه په لاسونو کي را پورته کړل او نارې ئې وهلې: "الله اکبر! الانتقام!"
جنازې بیا خپل مزل پیل کړ. پلان دا وو چي جنازه د شیخ قسام کور ته ودرول سي او بیا تابوتونه د موټرو په وسیله څو کیلومتره ليري د بلد الشیخ هدیرې ته ولېږدول سي. موږ ودرېدلو؛ فضاء ډېره جذباتي او قهرجنه وه او موسیقۍ خپله خفه کوونکې نغمه ږغوله. ځینو هڅه وکړه چي تابوتونه موټرو ته پورته کړي خو لوړ جوش لرونکو خلکو ئې مخه ونیوله او ټینگار ئې وکړ چي تابوتونه باید همداسي پر اوږو پراته پیاده هدیرې ته یوسي؛ چي شاوخوا له دې ځایه ئې پنځه کیلومتره فاصله وه.
شهداء په خپل طبعي حالت او په وینو رنگو جامو کي خاورو ته وسپارل سول. د هغو خلکو کیفیات تصور کړئ چي خپل اتلان په وینو رنـگو جهادي جامو کي ښخوي. د جنازې دې مزل د جامع الجرینه له لوی میدان نه نیولې بیا تر یاجور هدیرې پوري شاوخوا درې نیم ساعته وخت ونیوی.“
د قسام د شهادت ورځ!
لیکوال: محمد حس شراب
ژباړه: محمد هاشم شاهین

Comments
Post a Comment