- Get link
- X
- Other Apps
د عربو د پسرلي له نسیمونو سره؛ د قرآن تفسیر کوونکی او انقلابي مفکر سید قطب یو ځل بیا د بحثونو په مرکز کي ودرېدئ. هغه ډلي او حلقې چي له ده سره ئې اړیکي د وخت په تېرېدلو کمرنگه سوي وې؛ بېرته ور وگرځېدې. د ”في ظلال القرآن“ د لیکوال بیا راڅرگندېدل یو حقه او طبیعي کار وو؛ ځکه چي ده د لاري سړکونه واضح کړل، د دې دین د راتلونکي زېری ئې ورکړ او د خپلو اصولو په دفاع کي ئې خپل ژوند قربان کړ. لامل ئې دا وو چي ده د سازش او معاملې منل رد کړي وو.
لکه څنگه چي په نباتاتو کي ځیني خېژونکي بوټي سته چي د ټینگو ونو پر څانگو تکيه کوي او همداسي پورته خېژي؛ په لیکوالانو کي هم د داسي یوې پدیدې شتون لیدل کېږي چي ورته "لیکوال ـ لبلاب" ویل کېږي (لبلاب یو خېژونکی نبات دئ او د صعیدي لهجې په قاموس کي بله معنا هم لري). داسي لیکوال چي کله غواړي ځان پورته ورسوي نو د سید قطب له لوړ مقام له لاري نه پورته خېژي او له ده سره د جعلي جگړي جوړولو له لاري د خپل شهرت لپاره لومړنۍ زینه جوړوي. د داسي خلکو تر ټولو ښه درملنه دا ده چي له پامه وغورځول سي؛ ځکه د فقهاءو د قاعدې له مخي: چا چي یو څه له خپل وخته مخکي وغوښتل؛ د هغه له ترلاسه کولو محرومېږي
د جگړي په اېرو کي پوک وهل:
زه په دې بیان کي کوم ځانگړی شخص نه په گوته کوم؛ ځکه داسي خلک ډېر دي او له بېلابېلو لارو راځي؛ خو هغه څوک چي د سید قطب د جگړي د اېـرو په رماد کي ساه وهي او د هغوی لمبې خپروي؛ دوی د اسلامي پروژې دښمنان دي؛ یا هغه کسان دي چي د "سیاسي اسلام" د مخالفینو په نوم پېژندل کېږي. که څه هم دا دواړي ډلي یو له بله په تضاد کي ښکاري خو پر یوه موخه سره راټولېږي. له همدې امله به د دې جگړي په منځ کي د مدخلي ډلي بوقونه د سیکولرو یتیمانو تر څنگ په یوه صف کي ولاړ ومومئ؛ چي هر یو ئې د سیّد قطب یعني د "ظلال" د لیکوال پر وړاندي د خپلي طریقې او وسیلې له مخي برید ورباندي کوي.
زه د دغو دواړو ډلو کار هېڅ حیرانوونکی نه بولم؛ ځکه د استاذ سید قطب لیکني د دواړو د رښتیني څېرې د رسویٰ کولو او لوڅولو وړتیا لري. که تاسي د هغه لومړنۍ لیکني ولولئ چي په هغه کي ئې د حاکم د تقدس او معصوم گڼلو نه انکار کړی او دا ټینگار ئې کړی چي باید هغه د خیر په کارونو امر او د شر له کارونو منعه سي او په معصیت کې اطاعت روا نه دئ؛ او همدارنگه ئې د استبداد پر ضد د مبارزې او د هغه د له منځه وړلو خبري کړي چي استعباد ته لاره هواروي؛ نو پوهېږئ چي هغه مخکي له دې چي دا امنیتي ډله (جامیه او مدخليه) پیدا سي؛ ده د دوی پر وړاندي ساتونکي درمل او د دوی د زهرو پر وړاندي شفاء ورکوونکی تریاق لیکلي وو.
خو د ده ټينگار پر دې اصل چي حاکميت يوازي د الله لپاره دئ او د دې مسئلې تفصيل وړاندي کول؛ دی د هر هغه چا دښمن گرځولی چي پردۍ پروژې راوړي او يا ئې جوړ سوي فکرونه له بهره را وارد کړي وي. دوهمي ډلي ته سخته ده چي په دې برخه کي له هغه مخکي سي؛ په تېره بيا وروسته له هغه چي ده خپل کتاب "امريکا له دننه" وليکه. هغه کتاب ئې وروسته تر دې وليکی چي دوه کاله په امريکا کي د بورس پر اساس پاته سوی وو او بيا د ۱۹۵۰ع کال د اگست په ۲۳ نېټه بېرته مصر ته راستون سو. په همدې سفر کي ئې د لوېديځي سیکولري او امريکايي ډيموکراسۍ تېر ایستونکې څېره انکشاف کړه او دا ئې درک کړه چي دواړه د نوي برلاسي د پروژې نقابونه دي او د نرمي ولکې (استعمار) دستکول دئ.
بيا له سره پيل... له تېرو لسو کلونو راهېسي هر کال دا پدېده تکرارېږي چي د سيد قطب نوم د ټولنیزو رسنیو تر ټولو ډېر کارېدونکو نومونو په منځ کي راځي او د ”ټرېنډ“ حیثیت خپلوي؛ سره له دې چي د ده له وفاته ۵۹ کلونه تېر سوي دي. دا کیفیت د هغه هېڅ یوه معاصر او همزولي ته نه دئ ورپه برخه سوی. د دې راز د شهادت په تجلياتو او اغېزو کي نغښتی دئ ځکه چي د شهيد روح له بدن څخه وځي او د هغه په خبرو او کارونو کي ځای نیسي؛ بیا نو تل د ژوندیو په منځ کي ژوندۍ پاته کېږي.
او د استاذ سيد د مخالفينو د انصاف له مخي؛ همدوی دي چي د هغه پر لور د خلکو پام اړوي او د خپلو نيوکو له لاري ئې پلويان تحريک کوي. په وروستيو وختونو کي د داسي يوې ډلي خلک هم ورسره يو ځای سوي چي د خپلو فکرونو او بارونو د زغملو توان ئې کم سوی؛ نو غوښتل ئې چي دا بارونه د سيد قطب پر غاړه واچوي. ځينې بيا دا هم گڼي چي د ده په نښه کول به ئې د زړه ناروغۍ ته شفاء سي؛ يا به ئې د بلي غاړې (د سيند د هغه غاړي) خلکو ته د منلو وړ کړي او ورته څوکۍ او مقام برابر کړي.
او د دغو ټولو په اړه د شاعر دا وينا تحقق ته رسي:
وإذا أراد الله نشر فضيلة
طويت أتاح لها لسان حسود
لولا اشتعال النار فيما جاورت
ما كان يعرف طيب عرف العود
مفهوم:
که الله وغواړي يو فضيلت خپور کړي چي پټ پاته سوی وي؛
د يو حسود ژبه ورته لاره برابروي.
که د اور لمبې پر گاونډيو نه بلېدلې؛
د عود (بخور) خوږ بوی به هم چا نه پېژانده.
اوږد تاریخ:
زه هيڅکله له دې انکار نکوم چي د سید قطب شخصیت او د ده افکار د سختو او تندو جگړو لپاره یو پراخ او حاصل خېـز ډگر گرځېدلی دئ؛ هغه خپل ژوند د یوه معترض او پاڅون کوونکي په څېر پيل کړی وو؛ دا که د پوهني وزارت د نصابونو پر وړاندي د ده نیوکي وې چي خپله ئې هم په دې وزارت کي کار کاوه؛ او که ئې د ادبي نقد په ډگر کي پرله پسې او سخت بحثونه.
د سید قطب د مخالفینو لویه ستونزه دا ده چي: دوی د ده په اړه لولي خو خپله د ده لیکني نه لولي؛ یا د ده خبري د خپل هوا او هوس یا د خپل فکري کمزورۍ له مخي ناسمي تعبیر کوي. خو هغه څوک چي د فقه التثوير (یعني د بدلون او پاڅون فقهِ) ارزښت درک کړي، یا د رښتیني روښان فکرۍ (تنوير) حقیقت وپېژني او یا د ادبي ذوق خاوند وي نو هغه ته پرته له دې بله لار نه پاته کېږي چي د مینه والو سره ئې یو ځای د قرآن کریم په سېوري کي خپله ستړې روح تازه کړي.
سید قطب او طنطاوي:
همدا ډول پېښه د فقیه او ادیب شیخ علي طنطاوي سره هم سوې وه؛ ده چي پراخ شهرت او ستر اغېز ئې درلود. لکه څنگه چي د ده په کتاب "ذکریات الطنطاوي" (د طنطاوي یادښتونه) په پنځم ټوک کي لیکلي دي.
شيخ علي طنطاوي رحمه الله وايي:
زما له سید قطب رحمه الله سره ډېر وخت تېر سوی؛ زه له ده سره په کال ۱۹۲۸ع کي د دارالعلوم په پوهنځي کي یو ځای وم؛ خو ما دا هېره کړه او ده هم هېر کړ… بیا د هغو کسانو په ډله کي شخړي ته ورسره لاړم چي له ده سره ئې د ”العقاد او الرافعي“ په جگړه کي شخړه کړې وه. هماغه وخت دی ما ته تر ټولو زیات د کرکي وړ سړی وو او زما په زړه کي تر ټولو ډېر د نفرت وړ… ما به د ده سپکاوی کاوه، ده به زما سپکاوی کاوه؛ ما دی ردوی او ده به زه ردولم. بیا چي ئې کله د "التصوير الفني في القرآن" کتاب ولیکه نو ما په هغه کي د قرآن د مطالعې یو نوی فتحان ولیدو؛ نو وروسته له دې چې ما به پر ده نیوکه او د ده سپکاوی کولو نو د ده ستاینه مي وکړه او د ده په اړه مي ښه ولیکل.
بیا د تعجب خبره دا سوه چې یوه ورځ زه د "الرسالة" په مجله کي د استاد احمد حسن الزیات په دفتر کي موجود وم؛ یو سړی راننووت، نری بدن، نسواري رنگ، د طبیعت له مخي ډېر آرام، حرکاتو کي ساکت، آواز ئې نږدې د اورېدو نه وو او خبري ئې کمي وې… ما ورسره د ناپېژندگۍ سلام وکړ؛ خو الزیات په خندا وویل: ”آیا خپل سخت سیال او کلک مخالف نه پېژنې؟! دا هماغه سید قطب دئ!“
زه رښتیا هم حیران سوم؛ ځکه ما هغه داسي انځورولی وو چي گوندي دی به لوی جسامت لري، عضلې به ئې پړسیدلې وي، له سترگو به ئې لمبې وځي، لکه هغه کښتيۍ گیران چي په آزاده کښتۍ کي ئې وینئ؛ د اوسپني پر سر به خپل سر وهي او د خپل سیال پر سر به هم اوسپنه وهي!
زه په پیل کي په یوه جبهه کي ولاړ وم او دی په بله جبهه کي. زه د رافعي په صف کي وم چي هغه دیني لوري ته نږدې وو او سید د عقاد په صف کي ولاړ وو؛ مخکي له دې چي عقاد خپل اسلامي کتابونه ولیکي. بیا چي کله سید د "التصوير الفني في القرآن" کتاب ولیکه؛ موږ ته رانږدې سو. وروسته خدای هغه ته داسي څه ورکړل چي زه هیله لرم کاشکي ئې نیمایي، څلورمه برخه، یا لږ تر لږه لسمه برخه ماته هم راکړل سي. هغه لوړ سو او له ما وړاندي لاړ او داسي کار ئې وکړ چي ما ونه کړ؛ کله چي ئې "في ظلال القرآن" ولیکه.
بیا خدای ده ته تر ټولو لوی نعمت ورکړ؛ هغه نعمت چي ما ئې تل هیله درلوده؛ خو ما ورته کار ونه کړ:
”ته د نجات هیله لرې! خو د هغې لاري ته نه ځې… بېړۍ پر وچي زمکي نه چلېږي.“
خدای هغه ته هغه څه ورکړل چي زه ئې تل غوښتونکی وم: هغه ته ئې د الله په لاره که شهادت ورکړ.
حاکميت او جاهليت:
حاکميت او جاهليت هغه دوه بنسټیز ټکي دي چي پر استاذ سيد قطب ئې په اړه پرې نيوکه کېږي او يا د هغوی په تړاؤ حقایق پټ ساتل کېږي. لامل ئې دا دئ چي سيد قطب د "الحاکمية" پر مفهوم ډېر ټينگار کړی او د "جاهليت" مسئله ئې روښانه کړې. ځيني مخالفين ئې پاک نیت لري خو د عربي ژبي او ادب په برخه کي د خپلي پوهي د کمښت له امله ئې د ده ژوري خبري سمي نه دي درک کړي. په ځانگړې توگه چي د ده لیکني د يوه داسي ادیب لیکني دي چي دوست او دښمن دواړه ئې پر درنده ادبي محتویٰ متفق دي. سيد قطب د ستر ادیب عباس محمود العقاد له نږدې مریدانو او دفاع کوونکو څخه وو، آن دومره چي ويل به ئې: "د امیر الشعراء لقب د عقاد لپاره کوچنی دئ."
استاذ سيد قطب د ناولیسټ ليکوال نجيب محفوظ د وړتیاوو لومړنی ستایونکی وو. هغه د ۱۹۵۴ع کال په "الرسالة" مجله کي د "خان الخليلي" ناول په اړه مقاله ولیکله او د نجیب محفوظ پر نبوغ ئې اعتراف ورکړ. په داسي حال کي چي نجيب محفوظ له کلونو راهېسي له چوپتیا او د لیـکوالانو له بې اعتنائۍ سره مخ وو. سيد قطب د هغه شهرت ښه وځلاوه؛ تر دې وروسته الرسالة مجلې په خپله ۶۱۶-مه گڼه چي د ۱۹۴۵ع کال د اپرېل پر ۲۳مه خپره سوه د لیکوال نجيب محفوظ یوه ښکلې او تفصیلي مقاله خپره کړه؛ د مقالې ځيني مهمي کرښي داسي وې: نوموړي د سید قطب د مشهور کتاب "التصوير الفني في القرآن" په اړه وليکل: "الله پر تا د دې الهي فیض د سحر (جذابیت) دروازه پرانیستله." تر دې وروسته لیکي: "الله تعالي ستا هڅو ته برکت ورکړ او ته ئې لوړي مرتبې ته پورته کړې؛ ستا هیڅ یو منتقد د همدې عظیم قرآن له برکته تا ته نسي در رسېدلی."
همداسي نجيب محفوظ د سيد قطب د ادبي مقام په اړه هم لیکلي وو؛ په ځانگړې توگه تر هغې وروسته چي کله سيد قطب په ۱۹۶۴ع کال کي د یوې روغتیايي عفوي په نتیجه کي د موقت وخت لپاره له زندان نه آزاد سو؛ اما وروسته بېرته بندي او ورپسې د اعدام سزا ورکول سوه. په هغه لیکنه کي چي نجیب محفوظ په ۱۹۶۶ع کال کي ولیکله؛ وایي: "ما له هغه (سید قطب) سره وکتل؛ سره له دې چي د دې لیدني خطر ما ته معلوم وو او عین ممکن وه چي ما ته د امنیتي ستونزو لامل سوې هم وه... خو د فکري اختلاف تر څنگ زه هغه خپل ملگری او یو ستر ادبي لیکوال گڼم. ده زما په اړه د لیکلو لومړنی مقام خپل کړ او خلکو ته ئې زه ښه ور وپېژندلم؛ په داسي وخت کي چي نورو لیکوالانو زه له پامه غورځولی وم."
افراطیان او د دوی دوه مخیتوب:
یو له ډېرو عجیبو (حیرانوونکو) حقائقو څخه دا هم دئ چي هغه ادیبان او داعیان چي د افراط ښکار دي دا نه خوښوي چي دا حقائق بربنډ کړي او یا ئې یادونه وکړي. ځکه دغه افراطي داعیان دا انگېري چي سید قطب تر ټولو لوړ مقام او ستره درجه لري؛ دا چي هغه د ادیبانو له ډگره د علماءو دائرې ته داخل سوی وو؛ نو ځکه هم دوی د کوم ناول لیکونکي (ناولیسټ) له ستایلو سره علاقه نه لري. او دا افراطي ادیبان بیا په دې باور هم دي چي سید قطب تر دې وړاندي هیڅ فضیلت او کومه ځانگړتیا نه درلوده؛ یعني تر هغه وړاندي چي کله له اسلامپالو او د هغوی له سترو څېرو او د هغوی له نظریاتو سره یو ځای سوی نه وو؛ له بده مرغه چي دا خو تل د همدغو (مذهبي) افراطیانو حالت وي.
دا خبره ماته هغه راز را په یاد کوي چي د اخوان المسلمین ډلي او واکمنو دولتي افسرانو؛ یعني دواړو پرې هوکړه کړې وه چي پټ به ئې ساتي؛ خبره داسي وه چي: جمال عبدالناصر په ۱۹۴۴ع کال کي د اخوان السملیمن غړی سو او په رسمي ډول ئې بیعت ورسره وکړ. تر ۱۹۵۲ع کال پوري دا دواړه طرفونه یو ځای متحد ول او حتیٰ د پاچا فاروق د لېري کولو لپاره ئې گډ کار وکړ. خو کله چي پاچا لیرې سو نو جمال عبد الناصر له هغوی نه بېل سو او له دوی (اخوان) سره ئې دښمني پیل کړه. دا دښمني د دواړو خواوو تر وارثینو یعني تر نن ورځي پوري دوام لري.
دغو دواړو اړخونو یاده خبره پټه ساتلې: د جمال ناصر پلویان ځکه خاموش دي چي نه غواړي دا ومني چي د دوی د "ستر مشر" پیل داسي وو؛ او اخوانیان بیا ځکه دا راز ډېر نه هائلایټ کوي چي دوی دا کار یوه لویه غولونه او ستره ازموینه بولي؛ چي لا ئې هم زخم نه دئ جوړ سوی؛ دوی له هماغه ځایه وچیچل سول او ورو ورو د مارانو په زهر وهلو روږد سول!
د "جاهليت" توري وضاحت:
سید قطب د حاکم او حاکمیت په تړاؤ ډېري خبري کړي دي؛ د ده په خبرو کي د "جاهلیت" کلمه ډېره راغلې؛ د ده مخالفینو هڅه کړې چي دا کلمه داسي تشرېح کړي لکه سید قطب چي د ټولني تکفیر پرې کړی وي (یعني ټولنه کافره بولي). دوی دا هم ویلي چي گواکي دا اصطلاح د سید قطب خپله اختراع ده. خو حقیقت داسي نه دئ؛ د "جاهلیت" کلمه په قرآن کریم کي څلور ځله ذکر سوې ده؛ سید قطب وایي: هره ټولنه ځیني ځانگړي نښي او علامې لري؛ د بېلگي په توگه: اذان د اسلام نښه ده او بېپردگي (سفور) یا سود (ربا) د جاهلیت نښي دي.
یوازي د یوې یا څو نښو شتون په دې معنیٰ نه دئ چي گواکي ټولنه کافره سوه یا ئې خلک مرتد سول. د دې لپاره رسول الله ﷺ ابوذر غفاري رضي الله عنه ته هغه وخت چي کله عصبیت پرې غالب سو وفرمایل: "ته داسي سړی ئې چي په تا کي د جاهلیت نښي سته." همدارنگه رسول الله ﷺ د خپل وداع خطبې پر مهال وفرمایل: "یاد ولرئ! د جاهلیت ټول سود ختم سوی دئ." نو له دې ښکاري چي "جاهلیت" یوازي د بدو عادتونو، نښو او ځانگړنو لپاره کارول کېږي. دا هېڅکله دا معنیٰ نه لري چي ټولنه حتمي کافره ده؛ څوک چي سود کوي هغه هم کافر نه گڼل کېږي؛ پرته له هغو ډلو لکه خوارج؛ چي هر څوک د کبیره گناه په ترسره کولو سره کافر گڼي.
هغه څلور ځله چي په قرآن کي د "جاهلیت" نوم راغلی؛ د فساد څلور ستني (بنسټونه) ئې په ډاگه کړي دي او همدا څلور شیان دي چي د امتونو د تباهۍ او بربادۍ لامل گرځي:
• د عقیدې او زړه فساد
الله تعالی فرمایي:
وَطَائِفَةٌ قَدْ أَهَمَّتْهُمْ أَنْفُسُهُمْ يَظُنُّونَ بِاللَّهِ غَيْرَ الْحَقِّ ظَنَّ الْجَاهِلِيَّةِ يَقُولُونَ هَلْ لَنَا مِنَ الْأَمْرِ مِنْ شَيْءٍ قُلْ إِنَّ الْأَمْرَ كُلَّهُ لِلَّهِ يُخْفُونَ فِي أَنْفُسِهِمْ مَا لَا يُبْدُونَ لَكَ ...
ژباړه: خو يوه بله ډله چي هغې ته یوازي همدا خپلي گټي ارزښت درلود؛ د الله په باب ئې رنگارنگ جاهلانه انگېرني كولې چي له سره تر پايه د حق پر خلاف وې؛ دا خلك اوس وايي: "ايا د دې كار په سرته رسولو کي زموږ هم څه برخه سته؟" - دوی ته ووايه: "(د هيچا په کي هیڅ برخه نسته) د دې كار ټولي واكمنۍ د الله په لاس کي دي." - په اصل کي چي دې خلكو کومي خبري په زړونو کي پټي ساتلي دي، هغه تا ته نه څرگندوي...
• په واکمنۍ او قضاوت کي فساد
الله تعالی فرمایي:
أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ حُكْمًا لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ
ژباړه: (كه دوى د خداى له قانون څخه مخ اړوي) نو آيا بيا د جاهليت فېصله غواړي؟ په داسي حال کي كوم خلک چي پر الله باور لري، د هغو په نزد له الله څخه بل غوره فېصله كوونكى هیڅ نسته.
• په اخلاقو او ارزښتونو کي فساد
الله تعالی فرمایي:
وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى وَأَقِمْنَ الصَّلَاةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا
ژباړه: پخپلو كورونو کي مېشتي اوسئ، او د تېر جاهلي دور غوندي سينگار کړي، بې سَتره مه گرځئ. لمونځ قايم کړئ، زكات ورکړئ او د الله او د هغه د رسول اطاعت وکړئ. الله خو دا غواړي چي ستاسي نبوي كورنۍ څخه چټلي ايسته کړي او تاسي په پوره ډول سُتره کړي.
• نسل پالنه او قومي/قبیلوي فساد
الله تعالی فرمایي:
إِذْ جَعَلَ الَّذِينَ كَفَرُوا فِي قُلُوبِهِمُ الْحَمِيَّةَ حَمِيَّةَ الْجَاهِلِيَّةِ فَأَنْزَلَ اللَّهُ سَكِينَتَهُ عَلَى رَسُولِهِ وَعَلَى الْمُؤْمِنِينَ وَأَلْزَمَهُمْ كَلِمَةَ التَّقْوَى وَكَانُوا أَحَقَّ بِهَا وَأَهْلَهَا وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا
ژباړه: (همدا دليل دئ) كله چي دغو كافرانو پخپلو زړونو کي جاهلانه دريځ ټينگ کړ، نو الله پر خپل پېغمبر او مؤمنانو باندي ډاډينه نازله کړه او مؤمنان ئې د پرهېزگارۍ د خبري پابند وگرځول، چي هغوی ئې زيات حقدار او اهل ول. الله پر هر شي علم لري.
جاهلیت:
کله چي دغه ځانگړني په کومه ټولنه کي عامي سي نو هغه ټولنه د جاهلیت بڼـې ته نږدې کېږي او د هغې نښي د خلکو تر منځ بیا را څرگندېږي. هر څومره چي د ټولني اړیکه له دین او د دین له احکامو سره نږدې کېږي؛ په هماغه اندازه د جاهلیت رسمونه له خلکو او د دوی له ځانگړنو او کړنو نه لیري کېږي.
نو د الله تعالی د نازل کړي حکم پر ځی د بل حکم منل؛ په حقیقت کي د جاهلیت د قوانینو په لجن کي ډوبېدل دي. بې پردگي کول او د حیاء او حجاب ردول؛ د هغه هدفونو له ډلي دي چي د معاصر جاهلیت ټولي هڅي پرې متمرکزي دي. همداسي د نسل پرستۍ خپرېدل او بې ځایه زور کول؛ پر دې دلالت کوي چي د جاهلیت تعصب په اوسنیو ټولنو کي څومره زور اخيستی دئ. دا هماغه لنډیز دئ چي سید قطب د "جاهلیت" د اصطلاح په تړاؤ د قرآني بیانونو په رڼا کي را ایستلی دئ.
د تکفیر تهمت:
استاذ سید قطب د فکر په نړۍ کي یو مجدد (نوی کوونکی) دئ او د افکارو ډگر د أخذ او رد ځای دئ چي د سمو او خطاءو احتمال پکښې موجود دئ. نو آیا داسي څوک سته چي هیڅ خطا ئې نه وي کړې؟! او څوک داسي دئ چي یوازي د ښېگنو څښتن وي؟!
خو تېروتنه دا ده چي پر بې گناه کسانو عیب ولگول سي او په هغو شیانو تورن کړی سي چي دوی ترې پاک دي. د ټولني د تکفیر تهمت د استاذ سید قطب په اړه د هغه په ژوند کي را پورته سو؛ خو هغه په ډېر ټینگار سره دا تهمت رد کړ او داسي ئې وویل:
”موږ خلک نه تکفیر کوو؛ دا یو کوږ او ناسم نسبت دئ؛ موږ یوازي دا وایو چي خلک د عقیدې د حقیقت له درک کولو او د هغې د سم مفهوم له تصور څخه بې خبره سوي دي؛ او د اسلامي ژوند له طرز او حقیقت نه دومره لیري سوي چي د جاهلي ټولنو په څېر حالت ته رسېدلي دي. له همدې امله د حرکت د پیل ټکی د اسلامي نظام د جوړولو مسئله نه ده، بلکي د عقیدې بیا کـرَل او د اسلامي اخلاقي روزني ټینگول دي. نو دا موضوع وړاندي تر دې چي د خلکو د حکم کولو او پرېکړي مسئله وگرځي؛ د اسلامي حرکت د منهج او تگلاري مسئله ده.“
دا ډول خبري او نور ورته اقوال له هغه څخه د باوري او عادلو شخصیتونو لخوا را نقل سوي؛ یعني د هغو کسانو لخوا چي له سید قطب سره ئې ژوند تېر کړی او ملگري ئې پاته سوي او ځیني ئې تر اوسه زموږ په منځ کي ژوند کوي. د هغو کسانو له ډلي چي د سید قطب د تکفیر د تهمت پر ضد ئې د هغه ځوابونه ثبت کړي دي: یوه آغلې زینب الغزالي ده؛ چي په ۱۹۸۲ع کال کې د مجلة المجتمع په یوه مرکه کي دا خبره کړېده. همدارنگه استاذ عبدالحلیم خفاجي په خپل کتاب "عندما غابت الشمس" کې همدا موضوع بیان کړې. همداسي استاذ سید نزیلي او استاذ احمد عبدالمجید د ۱۹۸۶ع کال د نومبر په میاشت کي د "جریدة الشعب" ورځپاڼي ته دا خبره څرگنده کړې ده.
د تکفیري ډلو شُبهه:
یوه شُبهه تلـپاتې ده؛ هغه دا چي ځینو تکفیري ډلو خپلي نظریې د سید قطب پر لیکنو ودرولي دي. خو د دې شُبهې ځواب په دوو دلایلو ورکول کېږي:
لومړی: هر توندلاري مفکر یوازي د سید قطب پر لیکنو تکیه نه ده کړې بلکي د قرآن کریم ځیني آیتونه ئې هم غلط تفسیر کړي؛ د نبوي احادیثو اصلي معناوي ئې نه دي درک کړي او بیا ئې د سید قطب جملې هم د خپلي خوښي او غوښتني سره سم تاوي کړي او بدلي کړي دي.
دوهم: د سید قطب ځانگړی نبوغ په دې کي دئ چي لوستونکی خپل ځان د هغه په لیکنو کي (حیات) گوري؛ خپل زړه د هغه د کرښو تر منځ ویني. هر عالم او هر مفکر داسي احساس کوي چي سید قطب د ده په ژبه لیکل کوي او هغه څه څرگندوي چي د ده په زړه کي موجود دي. ډېری داسي معناوي سته چي په ذهن کي گرځي خو ژبه ئې د بیانولو توان نه لري؛ خو سړی ئې د لومړي ځل لپاره د في ظلال القرآن په پاڼو کي مومي. او کله چي لوستونکی دې ځای ته رسېږي؛ نو په خوښۍ سره وایي: دا هماغه څه دي چي موږ ئې لټه او تلاښ کاوه.
سيد قطب شپېته کاله ژوند وکړ او د اعدام له نېټې نه ئې هم تقریباً شپېته کلونه تېر سوي. په دويمو شپېتو کلونو کي هغه نوم نور هم لوړ سوی او اغېز ئې پراخ سوی دئ. هغه پخپله ويلي وو: ”زموږ ویناوي به تر هغه مړې وي چي موږ د هغوی لپاره ژوند قربان نه کړو. کله چي موږ د هغوی لپاره ووژل سوو؛ نو هغه توري به را ژوندي سي او د خلکو په زړونو کي به ژوند وکړي.“ رحمه الله؛ هغه چي په ژوند کي ”سيد“ وو او په تاریخ کي ”قطب“ پاته سو.
سرچینه: الجزيره مباشر
لیکوال: ډاکټر محمد الصغير
(د الهيئة العالمية الأنصار النبي ﷺ مشر او د علماءو د نړئوال اتحاد د شوریٰ غړی)
د خپرېدو نېټه: ۷/۹/۲۰۲۵
ژباړه: محمد هاشم شاهین
یادونه: دا پوره لیکنه ده؛ یعني لومړۍ او دوهمه برخه!
- Get link
- X
- Other Apps

Comments
Post a Comment