په اسرائیلي زندانونو کي د فلسطیني بندیانو وحشیانه ځورونه؛ د کور دننه شاهدي!
د اسرائیل د عدليې وزارت تر چتر لاندي د عامه مدافع دفتر (Public Defender’s Office) یو لړزوونکی راپور خپور کړی دئ. د دې راپور له مخي په اسرائیلي حراستي مرکزونو کي فلسطیني بنديان له سختي لوږي، خطرناک گڼي گوڼي، دوامداره فزیکي جبر او ټولنیزي انزوا سره مخ دي. په دې مستند کي روښانه سوې چي د ۲۰۲۳ع کال تر اکټوبر وروسته وضعیت په چټکۍ سره خراب سوی دئ.
د راپور مهم ټکي:
۱. شدیده لوږه او د خوړو کمښت:
• د "امنیتي بندیانو" لپاره ځانگړې، خورا کمه خواړه لرونکې او مختصره مینو جوړه سوې ده.
• گڼ شمېر بنديان د ورځي ټول ساعتونه یوازي په څو کاشوغو نیمه پخو وریجو تېرولو ته اړ ایستل سوي.
• د عامه مدافع د ټیمونو د لیدنو پر مهال د وزن خطرناک کمېدل، بې هوښۍ او د اوبو شدید کمښت مشاهده سوی.
۲. تـشدد او ځـورونه:
• پر بندیانو "بې ضرورته فزیکي ځور" اوس یو معمول گرځېدلی.
• د حجرې د تلاشي، محکمې ته د بېولو، یا د بلاک د بدلولو پر مهال د وهلو ټکولو گڼ شهادتونه ثبت سوي دي.
• د عامه مدافع د څرگندونو له مخي دا تشدد د کومپ ځانگړي پېښي غبرگون نه دئ؛ بلکي داسي ښکاري چي په پالیسۍ کي تغییر عادت گرځېدلی.
۳. خطرناکه گڼه گوڼه (د ظرفیت تر حد زیاته):
• د ۲۰۲۳ع کال تر اکټوبر وروسته په پراخو نیونو سره د زندان سیستم له سخت فشار سره مخ سوی دئ.
• یوازي په دوو میاشتو کي درې زره نور بنديان ور زیات سوي او ټول شمېر ئې ۲۳ زرو ته رسېدلی؛ حال دا چي رسمي ظرفیت یوازي د ۱۴،۵۰۰ کسانو دئ.
• ۹۰٪ سلنه فلسطیني بندیان په درې متره مربع یا تر دې هم کم ځای کي بندیان دي؛ زرگونه خو ئې آن بسترې هم نه لري.
• په ډېرو بلاکونو کي ۲۳ ساعته ورځنی بند یو معمول گرځېدلی؛ چټل فرشونه، ناولي توشکي او کم روښانه حجرې عامي دي.
۴. روغتیا، پاکي او ناروغۍ:
• د تشناب کاغذ، صابون، تولیې او نورو بنسټیزو پاک ساتني وسایل ډېر وخت نه پیدا کېږي.
• له قرآن کریم پرته بل هیڅ شخصي شی اجازه نه لري.
• په گڼو بلاکونو کي scabies (خارش/خُجله) ناروغي په وبایي ډول خپره سوې ده.
۵. مړیني او بشپړ پټتوب:
• د ۲۰۲۳ع کال تر اکټوبر وروسته لږ تر لږه ۱۰۰ تنه بنديان د حراست په دوران کي وژل سوي دي.
• ډېری ئې عام ملکي کسان دي.
• د مړینو تفصیل پټ ساتل کېږي، حتیٰ په یوه قضیه کي هم هېڅ قانوني پلټنه نه ده ترسره سوې.
۶. بې عدالته بندیان:
• دا مهال لږ تر لږه ۹۲۵۰ فلسطیني بنديان په اسرائیلي زندانونو کي موجود دي.
• له دې شمېر نه ئې نږدې نیمایي کسان بې له فردِ جرم او بې محکمې یوازي د اداري حکمونو پر اساس بندیان ساتل سوي دي.
دا معلومات د کوم سیاسي گوند، بهرنۍ نړېوالي بشري حقونو موسسې یا کوم نړئوال کمپاین نه دي؛ بلکي د اسرائیل د عدلیې وزارت تر ادارې لاندي د عامه مدافع دفتر د ساحوي لیدنو، مشاهداتو او رسمي رکارډ پر بنسټ ولاړ دي. که دولتي اداره وضعیت "شدید" او "د اندېښنې وړ" بولي؛ نو اصلي حالت به څومره خراب وي؟!
ژباړه: د قدرمن مسعود ابدالي صاحب له وال نه!
محمد هاشم شاهین

Comments
Post a Comment