د (دا زموږ.دین دی) کتاب له متن نه!
آیا دا سمه خبره ده چي اسلام د نارینه په مقابل کي مېرمن ته ټیټه رتبه ورکړې ده؟!
کوم خلک چي دا خبره کوي؛ د هغوی دلیل دا وي چي اسلام په میراث کي د نارینه ونډه د ښځي د ونډي په مقابل کي دوه برابره ایښې او د مېرمنو شاهدي ئې بیا د نارینه په مقابل کي نیمه ټاکلې. حقیقت دا دئ چي په دې (برداشت) کي تېروتنه سته. که اسلام په میراث کي د ښځي ونډه تر نارینه نیمه نه وه ټاکلې نو د برابرۍ تـوازن به گډوډ سوی وای او د ښـځي ونډه به ډېره سوې وه. هغه داسي چي اسلام د ښځي د مصارفو ټول مسئولیت پر نارینه ایښی دئ؛ هملته د واده په صورت کي نارینه مېرمنو ته د مهر پر ورکړي هم مکلف دئ. د دې (د دوی د دعوې) معنیٰ به دا وي چي کوم مسئولیتونه چي پر نارینه وضع سوي د هغوی د ترسره کولو په صورت کي به نو د نارینه مال ختمیږي البته د ښځي مال به همغسي خوندي پاته وي او هیڅ کمبود به نه پکې راځي.
همدې وضعیت ته په کتلو سره په میراث کي د نارینه ونډه ډېره ټاکل سوې ده او دا امتیاز ئې یوازي مادّي مسئولیتونو ته په کتلو سره زیات ورته ټاکل سوی؛ له دې څخه ئې هیڅکله هدف په معنوي لحاظ د نارینه برتره کول نه دي.
پاته سوه د شاهدۍ معامله؛ نو دا بالکل څرگنده ده چي اسلام د مېرمن ډېر کردار د کور د داخلي ژوند په تړاؤ او ډېر لږ ئې بیا د ژوند په نورو څانگو کي ایښی؛ او همداسي ئې د دغو مسئولیتونو د اداء کولو لپاره هغې ته پوره موقع ورکړې ده. یعني د کومو مسئولیتونو لپاره چي دا پیدا سوې او کوم چي د دې د امتیازي ځانگړنو سره مطابقت لري: لکه د مور کېدلو امتیاز، د ماشومانو پالنه، روزنه او ورته نور امتیازات... دا د انساني ټولني هغه مهم اړخ دئ چي له مېرمن پرته ئې بلڅوک په أحسنه او غوره طریقه نسي ترسره کولی. تر دې ور آخوا نو نارینه او مېرمن دواړه د یوې درختي ښاخونه دي:
فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّى لَآ أُضِيعُ عَمَلَ عٰمِلٍ مِّنكُم مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثٰى ۖ بَعْضُكُم مِّنۢ بَعْضٍ ۖ
ژباړه: نو الله په ځواب کي ورته وفرمایل چي زه د هیڅ عمل کوونکي عمل نه ضایع کوم، که نارینه وي او که ښځینه، تاسو ټول له بل څخه یئ! سورة آلِ عِمرَان: ۱۹۵
یادونه: یاد کتاب به ډېر ژر د مستقبل خپرندویي ټولني له خوا چاپ سي. ان شاء الله

Comments
Post a Comment