شهید محمد مهدي عاکف؛ هغه مظلوم بندي چي هیڅکله تسلیم نسو! محمد هاشم شاهین

 فـدایي، سیاستوال او بندیوان "محمد مهدي عاکف" د ټولو دورو زنداني؛ هغه مجاهد چي د انگرېزانو د اشغال پر وخت ئې مبارزه کړې وه او هغه سیال چي د مصر ټولو واکمنانو ورسره د دښمنۍ په یوه خبره اتفاق درلود؛ له جمال عبدالناصر نیولې تر جنرال سیسي پوري.


محمد مهدي عثمان عاکف په کال ۱۹۲۸ع کي د دقهلية ولایت د اَجا ولسوالۍ د کفر عوض السنیطة په کلي کي وزېږېد. د لسو وروڼو او خوېندو په منځ کي ستر سو. پلار ئې هماغه مهال مرفه ژوند درلود. محمد لومړنۍ زده کړي په منصوره کي وکړې، بیا قاهرې ته ولاړ، د سکاكيني په نوم یوه عامه سیمه کي مېشت سو؛ هلته ئې ثانوي دوره بشپړه کړه او وروسته د لوړو ورزشي زده کړو انستیتیوت ته داخل سو او په مئی ۱۹۵۰ع کي ترې فارغ سو.


په ۱۹۵۱َع کي د حقوقو پوهنځي ته ولاړ. د انگرېزانو پر ضد د سویز کانال په جگړه کي د ابراهیم پوهنتون (چي اوسنی عین شمس دئ) د پوځي کمپونو مشر وو. تر انقلاب وروسته ئې دغه کمپونه د هغه وخت د ملي گارد مسئول کمال‌الدین حسین ته وسپارل. په ۱۹۵۴ع کي هغه افسر عبدالمنعم عبدالرؤف ته د پټـنځای ورکولو په تور ونیول سو چي د ناصري رژیم له لوري مطلوب وو. عاکف په اعدام محکوم سو خو وروسته دا حکم په عمر قید ورته بدل سو. ده د معافۍ لپاره د غوښتنلیک وړاندي کولو نه انکار وکړ؛ سره له دې چي د هغه وخت د "الهام‌ بخښوونکي او د میلیونونو د محبوب مشر" د غرور د پوره کولو لپاره ډېری بنديانو دا کار کاوه. دا غوښتنلیکونه د مخالفینو د سپکاوي لپاره کارېدل او د دې لپاره چي د حاکم په اړه د "رحمت او شفقت" تبلیغ پرې وسي. عاکف شل کاله زندان په کي تېر کړل او په ۱۹۷۴ع کي انور سادات بې له دې چي دی ئې غوښتنه وکړي؛ خوشي کړ.


عاکف په نړئواله کچه د اسلامي ځوانانو د تر ټولو لویو کمپونو په جوړولو کي برخه لرله؛ له سعودي، اردن، مالیزیا، بنگله‌ دېش، ترکیې، استرالیا، مالي، کینیا، قبرص، جرمني، برتانیا تر امریکا پوري. دی د مونیخ د اسلامي مرکز رئیس وو؛ په ۱۹۸۷ع کي د ولسي جرگې استازی وو او د اردن د شاهي ستراتیژیک مرکز لخوا په ۲۰۰۹ع کال کي د تر ټولو اغېزمنو پنځوس اسلامي څېرو په لړلیک کي شامل سوی وو.


په ۱۹۹۶ع کي د "سلسَبيل" په قضیه کي پوځي محکمې ته یووړل سو؛ هغه قضیه چي گڼ شمېر د اخوان المسلمین مشران پکې نیول سوي وو. د ادعا له مخي دی د اخوان‌ المسلمین د نړئوالو تشکیلاتو مسئول بلل سوی وو. محکمې درې کاله بند ورکړ او په ۱۹۹۹ي کې له زندان څخه ووتی. وروسته د هماغي آزادۍ په تمه پاته سو چي هر مجاهد ئې غواړي؛ خو دا آزادي د خدای له طرفه هغه مهال ورته ورسېده چي د مصر د پوځي رژیم په زندانونو کي د ناروغۍ له دردونو، د بند د وحشت او د زندان‌ دارانو له ظلمونو ډېر کمزوری سوی وو. د ده د لور په وینا تر مړیني ئې وړاندي وروستۍ خبره دا وه: "زه له مرگه نه وېرېږم خو پر مصر وېره لرم."


مجاهد شیخ د ۲۰۱۷ع کال د سپټمبر پر ۲۲ نېټه وفات سو؛ له زندان نه ئې جنازه را ووتله او په خپل مرگ ئې د امام أبوحنیفه سنت ژوندی کړ؛ مرگ ئې ومنی خو تسلیم نسو. دلته نو د یوې کیسې پاڼه ورژېده او د ده د نه ستړي کېدونکي جهاد، ثابت‌ قدمۍ او مبارزې افسانه د تل لپاره ثبت پاته سوه. محمد مهدي عاکف؛ هغه زنداني چي آزاد ومړ.





Comments