کمال ئې کړی؛ هنر همدا دئ. د غلامۍ او چاپلوسۍ یوه لویه فلسفه ئې په یوه مختصر او ساده انځور کي څومره جذابه ترسیم کړېده. که څوک وغواړي چا ته له دې تصویر ښکاره کولو پرته د غلامۍ تعریف وکړي؛ باور وکړئ ډېرو وضاحتونو ته به اړ وي.
استعمار چي د دیکتاتورانو پر تشـریفونو د واک څوکۍ مېــخوي؛ له دغو اجیرو او پستو واکمنانو یوازي دا نه غواړي چي له سر څخه د شَپو پورته کولو او ملا ټیټولو په پخواني سټائل دي له دوی مننه وکړي؛ بلکي له دوی غواړي خپل گنده تشریفونه ورته پورته کړي، وروستی ذلت هم پر ځان یوسي او د خپل بادار بوټان په ژبه پالش کړي... همدا د دیکتاتورانو د لوړي (قسم کولو) اصلي مراسم وي چي اکثر وخت د بندو دروازو تر شا اجراء کېږي.
تاسي د متقاعدو سیاسیونو کتابونه مطالعه کوئ! ځینو ئې په دې برخه کي د خپل ذلت د کیسو په بیانولو کي ډېره سپما نه وي کړې؛ یو لامل ئې دا هم وي چي دوی د عمر وروستي پړاؤ ته ورسېدلي وي او حرص ئې ډېر زیات سوی وي؛ د کتاب چاپولو څو حقیرو غیرانونو ته ئې هم تمه وي؛ اکثریت ئې په داسي عمرونو کي د غرور له ټټوگانو کښته سوي وي او د بې عزتۍ او تحقیر ماده ئې ډېره وړاندي لا له لاسه ورکړې وي؛ همدلته مي د رنگین دادفر سپانتا یوه کیسه را په یاد سوه؛ نوموړی هم په پوره بې باکۍ کیسه کوي: ’چي کله اوباما افغانستان ته راغلی وو او په ارگ کې د مېلمستیا پر وخت غوښتل یوه ټوټه شیریني خولې ته یوسي نو ساتونکي ئې د سترگو په اشاره پوه کړ چي ممکن خطرناک وي؛ هغه هم شیریني سمدستي په غاب کي کېښوده.‘ همدا حقیقت دئ چي پر ځانونو له دومره پستۍ او ذلت منلو وروسته هم دوی آن خپل باداران د یوې شیرینۍ خوړلو ته نسي راضي کولی... همداسي ئې د ولسمشر حمید کرزي او نورو سیاسیونو په تړاؤ ډېري جالبي څرگندوني کړيدي؛ همدې ته ورته څرگندوني د مشرف، حمید کرزي او نورو گڼ شمېر سیاسیونو په کتابونو کي هم مطالعه کولی سئ!
دغه پست، حقیر او اجیر واکمنان او دیکتاتوران د خپلو زړونو بړاس بیا پر خپلو ملتونو وباسي؛ مسلمانو ملتونو ته فرعونان سي او بیا نو صیدنایا، أبو غریب، طورا او کرَج غوندي تعذیبي زندانونه ورته جوړ کړي تر څو یو خوا هغوی ورباندي ووېروي او بل خوا خپله اَنا او غضب ورباندي سوړ کړي.
دوی ته ملتونه هیڅ نه وي. حقوق؛ هغه خو د ځان سپکاوی ورته ښکاري... د سوریې اوسنی دیکتاتور چي په جسامت او اوږده غاړه کي ئې له کاږه عربي اوښ سره مشابهت درلودی؛ له دې پرته چي د حافظ الاسد د شهوت په نتیجه کي دنیا ته را لوېدلی وو بل څه کمال درلودی؟! قیس سعید او جنرال سیسي چي تونسي او مصري انقلابونه یرغمال کړي؛ دوی د کومو فطري او قانوني حقوقو پر اساس دې غدر (خپلي ناروا واکمنۍ) ته جواز ورکولی سي؟! د عربي نړۍ نور شهزادگان په همدې قطار کي حساب دي.
د مشر په قول چي د یوې مرکې پر وخت وایي: موږ پر اتلو شهزادگانو باور نلرو... همدا د اخوان او امثالهم جمهوري تنظیمونو موقف دئ. دغه شهزادگان تل د خپلو خاینو پلرونو او نیکونو د لا بدنامۍ او ذلت باعث سويدي؛ پرون سوري ملت د حافظ الاسد ملعون قبر ته اور واچوی؛ ځینو ئې پر مجسمو تشې بولي وکړې او ځینو ئې نور سپکاوی...
د اسلامي نړۍ قامپرستو، سیکولرو، مذهبي او سیاسي گوندونو اوس همدې رزالت ته د سیاست نوم ورکړی؛ دغو گوندونو د خپلو معمرو غړو مخونه تور کړي او د هغوی په مقابل کي ئې نوي نوي شهزاده گان او شهزادگاني راپورته کړي؛ دا ماشوم او نازک لیډران بیا د عمده په بیه پر غرب پلورل کېږي. دوی چي کله واک ترلاسه کړي نو دیکتاتورۍ ته ارتقاء وکړي او ملت ته د حشراتو په سترگه گوري... چي بیا د یوه نوي فرعون دوران پیل سي. خپل شاوخوا سیاسي تنظـیمونه او حرکتونه مو وگورئ!

Comments
Post a Comment