د شهید حسن البناء رحمه الله تر مظلومانه شهادت وروسته د عصر فرعوني نظام د ده په جنازه کي د ده د والد، بچي او د عسکرو د یوې وړوکي ټولگۍ پرته (چي خلک ئې په جنازه کي له گډون کولو نه منع کول) بل چاته د گډون اجازه ورنکړه؛ نن یو ځل بیا د یوه اسلامپال مشر (ډاکټر مهدي عاکف) جنازه د امام ابو حنیفه رحمه الله په څېر د ظالمانو له زندانه راووتله؛ د اخوان هر مشر د طاغوت په زندان کي د کلونو حبس سابقه لري؛ د دوی ایمانونه د ظالمانو سره په ټکر کي لا قوي سوي، مضبوط سوي او پولادي سوي دي. استاذ مهدي عاکف هم د ابدي نړۍ پر لور کوچ وکړ؛ ده د اخوان المسلمین سره د دوی پر سپېڅلي شعار (االلهُ غَایَتُنَا، والرَّسُولُ زَعِیمُنَا، وَالقُرآنُ دَستُورُنَا، وَ الجِهَادُ فِی سَبِیلِ الله اسمَی امَانِیُّنَا) باندي د وفاء پیمان سرته ورساوه. خو د تیر په څېر یو ځل بیا د سیسي فرعوني کودتاچي نظام د ده په جنازې کي چاته د گډون اجازه نه ورکوي. انا لله و انا الیه راجعون
دا چي نړئواله میډیا د اخوان سره پر ترسره کېدونکو جرائمو ولي غلې ده؟ دلیل ئې دا دئ چي غربي او د یهودو لاسپوڅې ميډیا د هغوی په اشاره غلې ساتل سوې ده؛ د اخوان په اړه د غرب د دښمنۍ او د دوی له لوري د سیسي په څېر د منحوسو فرعوني څېرو د تمویلولو او حمایه کولو اساسي دلایل په لاندي ډول دي:
۱. تر شهادت وړاندي استاذ حسن البناء رحمه الله د کورنیو چارو د وزیر د معاون عبدالرحمن عمار د یوه یاداښت (چي په هغه کي د اخوان د غیر قانوني کولو غوښتنه سوې وه) په ځواب کي د اخوان د غیر قانوني اعلانولو اسباب په گوته کړي ول؛ دا د استاذ حسن البناء مرحوم آخرنۍ لیکنه وه چي په هغه کي ئې په لاندي کرښو کي د هغه اسباب مختصراً داسي لیکلي ول:
”د اخوان دښمنۍ تر ټولو ستر سبب بهرنۍ فشار دئ؛ د کورنیو چارو د وزیر معاون ماته خپله پر دې خبره اعتراف کړی وو چي د برتانیې، امریکا او فرانسې له لوري د ۶ دسمبر ۱۹۴۸ع کال د اجتماع وروسته یو یاداښت نقراشي پاشا (لومړي وزیر) ته وړاندي سو چي په هغه کي ئې د ده نه سمدستي د اخوان د فعالیت بندلو غوښتنه کړې وه؛ د استعماري دولتونو له لوري داسي غوښتني یو طبعي امر وو چي د "وادي نیل" عربي هېوادونو او اسلامي هېوادونو په ارتباط د خپلو اغراضو او مطامعو په لار کي اخوان د لاري خنډ گڼي. دا څه لومړنۍ غوښتنه نه وه بلکي د دې غوښتني حیثیت د یوې دولتي غوښتني په څېر وو چي د هر برتانوي سفیر له خوا ئې هر وخت د خپلو نمائنده دولتونو نه کوي او کوم حکومت چي دوی ته عملي ځواب حتیٰ په سخت ترینو وختونو کي هم نه وو ورکړی؛ برتانوي سفارتخانې د نحاس پاشا نه چي په ۱۹۴۲ع کي کله جگړه پیل سوې وه او جرمنیان د مصر دروازو ته رارسېدلي ول؛ غوښتنه کړې وه چي اخوان باید غیر قانوني او ممنوع الفعالیت اعلان سي. خو ده دې غوښتنو ته لبیک نه وو ویلی البته دومره ئې وکړه چي د یو معلوم وخت لپاره ئې د اخوان منځني ښاخونه بند کړل؛ خو مرکز خپل فعالیت همغسي جاري ساته. نقراشي پاشا هم داسي کولی سول چي د اشغالگرانو داسي غوښتنو ته منفي ځواب ووایي او په مقابل کي ئې د اخوان سره کومه گټوره معاهده وکړي چي د دواړو جهتونو لپاره د اطمینان وړ وي؛ اخوان د "مرشد" د حجاز له سفره تر راستنېدلو وروسته مذاکراتو ته چمتو وو خو نقراشي ته دا توفیق ورپه برخه نسو او پورته جارحانه او ظالمانه گام ئې اوچت کړ چي د دې نه جوته سوه چي مصر تر اوسه لا هم د خپلو هېوادوالو پر ځای د پردیو اهداف تأمینوي او پر دې زمکه تر اوسه لا هم د اغیارو نفوذ او اقتدار دوام لري.“
تر دې وروسته مرشد د حالاتو او اسبابو تفصیل په دې ډول بیانوي: ”دا هر څه د بین المللي یهودي تحریک، نړئوال کمونیزم، دیکتاتوري نظامونو او د الحاد و بې دینۍ د علمبردارانو کار دئ چي دوی اخوانیان او د هغوی اسلامپال تحریک د خپلو ناپاکو اغراضو په لاره کي ستر خنډ گڼي.“
دا لیکنه ډیره پخوانۍ ده خو د منتخب ولسمشر محمد مرسي پر حکومت د غرب او اسرائیلو د جاسوس د کودتا عوامل همدا دي؛ تېره ورځ مي په ملگرو ملتونو کي د محمد مرسي پخوانۍ وینا او د عصر د نوي فرعون جنرال سیسي نوې وینا واورېدله؛ د مرسي د وینا محور د (رسول الله صلي الله علیه وسلم) مبارک نوم او د سیسي د وینا محور (امن الاسرائیلیة) وو؛ مرسي وايي چي څوک زموږ د پیغمبر عزت لري د هغه عزت به وي چي څوک ئې عزت نه کوي د هغه عزت نسته؛ سیسي بیا د سیمي د امنیت لپاره اسرائیل حتمي لوبغاړی وباله؛ اوس لوستونکي ښه قضاوت کولی سي چي غرب اسلام دښمني څيرې څنگه او ولي حمایه کوي؟!!
۲. هر څوک چي د اخوان المسلمین د تحریک په ځپلو کي د امریکا او جمال عبدالناصر تر منځ په تعاون او مرسته کي شک لري هغه دي د امریکا د استخباراتي شبکې (CIA) د مؤسس "مائلز کوپلېنډ" Miles Coopland کتاب (The Game of Nations) "د قومونو لوبه" مطالعه کړي چي تفصیلاً پکې لیکل سوي چي څنگه امریکا په سوریه کي په ۱۹۴۹ع کي د فوځي انقلابونو لــړۍ پیل کړه او دغه ستر امریکایي جاسوس په دغو لوبو کي کوم کردار ولوباوه او بیا ده څنگه جمال عبدالناصر او د هغه د ځینو نږدې ملگرو سره اړیکي پیدا کړې او په مصري فوځي انقلاب کي ئې څومره ونډه او رول درلود؟ دی جمال عبدالناصر ته څومره نږدې وو؟ دا کتاب د ۶۰شپېته یمي لسیزي په پیل کي چاپ سوی وو؛ مصر، سوریې او عراق ته د دې کتاب راوړل سخت منع وو؛ په عربي هم دغه کتاب د "لعبة الامم" په نوم وژباړل سو او بیروت چاپ کړ؛ دا لوبي او هڅي نن تر پرون ډېري تیزي سوي او فعاله سوي دي.
۳. د اخوان المسلمین د امن خوښوونکي اسلامي تحریک د ځپلو او تباه کولو لپاره ټول پلان او کار د امریکا په مرسته ترسره کېده؛ په ۱۹۶۷ع کال کي د مصر و اسرائیل د جگړي پر مهال چي مصر په ډېر ذلت سره ماته وخوړله؛ وروسته چي د مصر هوائي ځواک ناڅاپه د اسرائیل په هوائي بمباردونو کي مکمل تباه سوی وو؛ یوه اسرائیلي جاسوس یو کتاب لیکلی وو چي عربي ژباړه ئې د (عند ما تحطمت الاسراب) په نوم سره سوې؛ د کتاب انگرېزي نوم مي په یاد نه دئ خو ممکن داسي به وو (When the Squdrons were Crushed). لیکوال چي په دې وخت کي ئې په مصر کي د اسرائیل لپاره ښه بریالۍ جاسوسي کوله د دې خبري نه پرده پورته کړې ده چي د مصر تر انقلاب وروسته چي کله په منځني ختیځ کي د انگرېزانو د نفوذ د له منځه وړلو لپاره د مصري حکومت له لوري د امریکا سره موافقه ترسره سوې وه؛ جمال عبدالناصر د مصري استخباراتي پولیسو په بدل کي چي د انگرېزانو په لاس روزل سوي وو او د پاچا خدمتگاران ول د یوې نوي استخباراتي پولیسي شبکې د منظم کولو او جوړولو لپاره د امریکا نه مرسته وغوښتله؛ په امریکا کي هغه وخت د جرمني د نازیانو نه تښتېدلي ډېري فوځي او پولیسي افسران موجود ول؛ امریکا هغوی مصر ته ولېـږل؛ د دوی نه ئې ځیني نازیان ظاهراً مسلمان سول او خپل نومونه ئې د فلسطین د مفتي (محمد امین الحسیني) په نوم محمد امین ته ورته کېښودل؛ دا خبره باید یاد وساتل سي چي د دوهمي نړئوالي جگړي پر مهال الحاج امین الحسیني د انگرېزانو د لاسونو نه په تېښته او جرمني ته په رسېدلو بریالی سوی وو؛ د انگرېزي استعمار پر ضد ئې د برلېن د راډیو نه پروپاگند کول؛ نو ځکه چي هم کوم جرمن ووایي چي د ده پر لاس ئې ایمان راوړی نو په مسلمانانو او بالخصوص اخوان کي به ډېر محبوب بلل کېدی. له همدې لاري نه دغه دروغجن نازیان د مسلمان سوي جرمن کورنیو چارو وزیر "زکریا محی الدین" د پلان له مخي د اخوان په منځ کي ځای پر ځای سول او دوی ته دا دنده ور وسپارل سوه چي د اخوان په صفونو کي د جرمني د مسلمانانو په صفت سرایت وکړي او د اخوان د نیمه عسکري تنظیم تمریني (Training) او تربیتي چاري پر مخ یوسي؛ دوی به په دې ډول سره وکولی سي د اخوان مخفي او پټو اسلحو ته لاس رسی پیدا کړي او بیا مصري حکومت ته راپور ورکړي؛ دا کار په ډېره رازدارۍ او مهارت سره ترسره سو؛ نازیانو خو هسي هم د داسي کارونو د سرته رسولو لپاره په خپل هېواد کي مهارت تر لاسه کړی وو؛ له دې لاري د جمال عبدالناصر فوځي حکومت د اخوان المسلمین د نیمه عسکري او استخباراتي تنظیم په اړه تفصیلي معلومات لاس ته راوړل؛ د اسکندریه په غونډه کي پر جمال عبدالناصر باندي د دوی د سازش له مخي ډزي وسوې چي وروسته ئې د څېړلو لپاره فوځي محکمه تشکیل سوه او د هغې محکمې مخي ته هر څه کېښودل سول؛ په دې طریقه ئې اخوان بدنام کړ، د هغه پر ضد ئې دروغجني دوسیې ترتیب کړې او په څو میاشتو کي ئې څو د گوتو په شمېر خو تر ټولو ستر اخواني مشران لکه د ستري محکمې مشهور وکیل او ممتاز قانون پوه او مصنف عبدالقادر عوده، ازهري عالم شیخ فرغلي او نور شپږ کسان اعدام کړل؛ خو د انقلابي شوریٰ هغه رکن او د انقلابي محکمې هغه مشر (کرنل جمال سالم) چي دغه پاک نفسه اشخاص ئې په اعدام محکوم کړي ول ډیر ژر لیونۍ سو او د نیویارک په یوه شفاخانه کي ومړ. امریکا په ډېره چالاکۍ او بیدارۍ سره د صلیبي عداوت او دښمنۍ تر چتر لاندي اخواني تحریک چي د غربي اثراتو منلو ته ابداً چمتو نه وو په خپلو لاسپوڅو او اجیرو غلامانو وځپی او لا ئې هم ځپي...
د دې حق او باطل د مبارزې نږدې یوه پېړۍ پر تېرېدلو ده؛ د اسلامي نهضت گڼ شمېر مشران په ښکاره او ځیني ئې بیا په مرموز ډول په زندانونو کي په شهادت ورسول سول؛ نن هم د دې نړئوال نهضت قیادي مشران په زندانونو کي پراته دي؛ خو تر اوسه په دې یوه پېړۍ کي یو اسلامپال تسلیم سوی نه دئ؛ نه ئې پښېماني څرگنده کړېده. موږ وینو چي د استاذ محمد بدیع په څېر په جسماني لحاظ یو ناروغ او سپین ږیری شخصیت او د راشد الغنوشي په څېر دروند شخصیت هم له کلونو راهېسي مقاومت کوي او د شهید مهدي عاکف رحمه الله په څېر زندان گالي. دوی یقیناً بریالي دي؛ نن له یهودي او نصراني ائتلاف سره یوازي اخوان مقابله کوي؛ پر میدان همدوی ورته ولاړ دي او د یوه عظیم بند په څېر ئې دا فتنې کنټرول کړي او امت ئې لا هم ساتلی دئ. الله تعالی دي مهدي عاکف او نورو شهداءو ته جنتونه او اوسنیو بندیانو ته لا صبر او زغم ورکړي. ان شاء الله د الله ډله بریالۍ ده.
یادونه: پورتنۍ لیکنه مي د ۲۰۱۷ع کال د سپټمبر پر ۲۴-مه نن ټکي آسیا نشر کړې وه؛ یعني ۸-اته کاله وړاندي! نن مي یو څه اصلاح او نشر کړه.

Comments
Post a Comment