مصري ادیب ابراهیم المازني په خپل کتاب سبیل الحیاة (پاڼه: ۶۲) کي لیکي:
”واده مي وکړ او د واده د لومړۍ شپې په سهار زه خپل کتابخانې ته ننوتم، دروازه مي وتړله او سترگي مي د کتابونو پر المارۍ وگرځولې. د شیلې (Shelley) دیوان مي خوښ کړ او هغه مي راواخیست، پر یوه څوکۍ کېناستم، لوستل مي پیل کړه او خپله ښځه مي هېره سوه؛ هغه ناوې چي همدا تېره شپه مي راوستلې وه!
هغـوی زه هـر هـغــه ځـای ولټـولم چـي په اړه ئې گـمان کاوه هلـتـه به مي پیـدا کړي؛ په تشـناب، پـه مېلمسـتون، بالـکنـۍ او آن تر بسـتر لاندي ئې هم کتلي وو؛ خو دوی آن دا گمان هم نه کاوه چي زه به په کتابخانه کي وم؛ ځکه د دوی په نظر دا هیڅ معقوله نه وه چي یو نوی زوم به خپله ناوې په داسي بده او خندوونکې توگه یوازي پرېږدي!
مازنـي زیـاتوي: مور مي په پخلنـځي کي وه، نه پوهېږم په دې د خوښـۍ په ورځ به ئې څه تیـارول؛ خو هغـوی ورته وویـل چي زه ورک سوی یم؛ لـکه په زمکه چي ننوتی یم! هر ځای ئې پلټـنه کړې خو زما ئې هیڅ نښه نه ده موندلې. اوس به څه کوو؟! مور مي وخندل او ورته ویې ویل: ”تاسو هغه هر ځای نه دئ لټولی؛ کتابخانې ته ورسئ! دی به یقیناً هملته وي.“ خواښي چي مي دا خبره واورېده؛ په لاس ئې خپله سینه ټینگه ووهله او ويې ویل: ”په کتابخانه کي؟! اې توري ورځي! دا د کتابونو وخت دئ؟! دا د داسي چټي خبرو وخت دئ؟!!“
د لیکوالانو له عجیبو او خندوونکو پېښو نه!
لیکنه: دکتور محمد الصغیر | ژباړه: شاهین

Comments
Post a Comment