قامپرستان (ملتپال) د پېغور او تذلیل ژبه لري نه د استدلال او منطقي بحث؛ کله نا کله سړی اړ سي هغه حقائق ووایي چي ځیني ئې آن د اورېدلو ظرف هم نه لري.
۱. د قامپرستانو گیلې اصلاً درې ستونزي په ځان کي را نغاړي:
الف: د قربانۍ د ناسم تعبیر سیاست
قامپرستان د "زما لویه گناه دا ده چي پښتون یم" غوندي شعارونه د علت په توگه وړاندي کوي؛ په داسي حال کي چي داسي احساساتي شعارونه سیاسي او اقتصادي عوامل پټوي؛ یعني د دې پر ځای چي هغه څرگند سي او اصلاح سي. دوی قام ته د احساس کمترۍ روحیه ورکوي؛ هغه قام چي فطرتاً باغي او شوخ دئ؛ هغه ته د هغه د فطري ځانگړنو برعکس هغه کمزوري او پست صفات ورکوي چي ترې عاري دئ.
ب: د افغان جهاد، ملي دفاع او نړئوال سیاست د ناسمي قضاوتي زاویې تشریح
قامپرستان د جگړې ټول بار او مسئولیت پر نورو اچوي؛ خپل رقیبان متهم کوي؛ د دې پر ځای چي د جگړي تحمیل کوونکي نقد کړي هغه څوک نقد کوي چي له دفاع پرته ئې بل آپشن نه درلود؛ مثلاً دوی د روسانو سره د مقدس جهاد په اړه وایی: "دا د روس او امریکا جگړه وه" ښه نو چي د هغوی جگړه وه؛ افغانانو به څه کول؟! دلته بیا دوی گونگ دي!
بیا وایي: "مجاهدینو کابل وران کړ" او "د جلال آباد جنگ پاکستاني فوځیانو وکړ"
خو د تحلیل د حقیقي مسؤلیت له اخذ کولو بیا تښتي؛ دا نه وایي چي مجاهدینو تېروتنه وکړه؛ بلکي د غدر تهمت ورباندي لگوي؛ دوی پر خپل ناکام سیاست هیڅ اعتراف نه کوي خو که د هغه وخت کوم مجاهد پر خپل ناکام برید او نوعیت اعتراف وکړي؛ دوی وایي دروغ وایي. دوی اصلا هغه څه اورېدل نه غواړي چي د دوی د جوړي کړي افسانې خوند پیکه کوي.
ج: یوازي اذان؛ لمونځ نه — دعوه لویه او عمل نشت
د دوی ټوله عملي تگلاره همدومره ده؛ څوک د سولي لمونځ کوي چي زه ئې اذان وکړمه؟!
څوک چي لمونځ کوي اذان هم ویلی سي؛ لطفا تاسي مو خپله فریضه سرته ورسوئ چي هغه لمونځ کول دي؛ تر اذان ډېره مهمه دنده ده؛ اما دوی لمونځ نکوي؛ یعني نه ئې خپله کوي او نه له نورو په گډه؛ خو د مؤذن آسانه دنده بیا نه پرېږدي. دوی نه هېواد وساته او نه ئې د هغه ساتونکي وستایل؛ قامپرستان د سیاست د فکري ادعاء او عملي خدمت تر منځ پراخ واټن لري. خو د دې واټن د کمولو لپاره بیا عملي تگلاره او مناسب ظرفیت نلري.
۲. اصلي ستونزه؛ منفي سیاست او خود ساخته افسانوي کیسې:
د ملتــپالو (قامپرستانو) سیاست Positive Agenda نه لري. مثلاً: دوی تل د قربانيانو رول لوبوي؛ هره تېروتنه د نورو پر غاړه اچوي. همداسي په رقیبُ فوبیا اخته دي. دوی مذهبي گوندونه خپل رقیبان گڼي؛ مجاهدین بیا دښمنان؛ داسي ښيي لکه دا چي یو فطري اختلاف وي. جالبه لا دا ده چي خپل رقیب قامپرست گوندونه بیا غدار او د پردیو مزدوران گڼي؛ آن هغه هم چي تر دوی ډېر وړاندي سیاست ته را وتلي. دوی حتیٰ پر خپلو مخکنیو مشرانو ډېر شدید تورونه لگوي؛ تر هغو چي د رقیب فوبیا له زندانه ونه وځي؛ فکر ئې نه سي منظم کېدلی.
۳. د قامپرستانو د مفکورې نیمگړتیاوي:
د دوی په ایډیالوژۍ، مشرتابه، ديني پوهه، بدیلو تگلارو، ژبي، کلتور، نړئوال سیاست او… کي سیاسي او فکري نیمگړتیاوي بنسټیز تشخیص جوړوي. دا ټکي د مسلکي تحلیل اساس دي؛ کولی سئ دا هر ټکی بېل بېل تشریح او وڅېړئ! زه به ئې منظم درته ولیکم:
• د نظریې بحران
نه اسلامي؟
نه سیکولر؟
نه لیبرال؟
نه کیڼ؟
نه ښي؟
نه پوره قومي؟
او یا ئې له هر یوه نه لږ لږ مخلوط کړي! دا د دوی د "سیاسي هویت گډوډ" classic حالت دئ.
• د مشرتابه بحران
د نویو منتخبو مشرانو تشه
د گوندونو شخصي مِلکیتونه گرځېدل
د انتخاباتو نشتون
د گوندونو پر نورو څوکیو هم دیکتاتوریز اوصول
• د کدرونو بحران
د پوهانو، سیاسیونو، مجربو خپلواکو سپین ږیرو، دیني علماءو او نورو تخنیکي متخصصینو نشتون.
• د ولس له نبض سره نابلدتیا
دوی د پښتنو د ټولنیز جوړښت ژور درک نه لري
• د سیاست د مسلکيتوب نشتوالی
نه منظم انتخاباتي پلانونه لري
نه د ستونزو حل تگلاري
او نه د سالمي حکومتولۍ مؤثري برنامې
• د ژبي او کلتور کمزوری ملاتړ
په شعار کي پښتو اما په عمل کې اردو/انگریزي او...
د دوی آن د لوړي کچي مشران هم د کره پښتو ژبي له ویلو او لیکلو عاجز دي؛ که ئې مثالونه دلته ذکر کړم؛ حتماً به ئې پلویان سپکاوی گڼي...
• له نړۍ نه انزوا
نه نړئوالي اړیکي لري او نه سیمه يیز فهم
۴. د قامپرستانو د "سیاسي ائتلافونو" تریخ واقعیت:
قامپرستانو له ملحدینو، سیکولرانو او لبرالانو سره ائتلافونه وکړل؛ ډېری ئې نا اعلان سوي ائتلافونه ول او د اسلامپالي طبقې پر ضد ئې بیا شدید زهر وشیندل. دا په سیاسي ساینس کي د Opportunistic Alliances مثال لري؛ دا ائتلافونه دوې معناوي لري: لومړی دا چي دا گوندونه بې اصوله سوي؛ دوهم دا چي د قدرت لپاره هر ډول معامله کوي. زه په دې باور یم چي دا دواړه احتماله رښتیا دي.
د دوی دې کار د ولس اعتماد له منځه وړی؛ په عموم کي پښتون قام د دوی له قیافې، جامې او بې باکه ویناو سره حساسیت لري؛ ځیني ئې یو عادي قامپرست هم خلق، پرچم او وطن گوند ته منسوبوي؛ دلته د دې نسبت معنیٰ یوازي سیاسی لرلید نه بلکي د دیني باورونو په معنیٰ اخیستل کېږي. ځکه هم وایو چي دوی باید خپله نظریه پوره واضحه کړي؛ دا مجهول کیفیت دوی تر ډېره نسي پټولی.
۵. د تاریخ ناسم تعبیر؛ د خیانتونو سياسي مینځل:
دوی سیاسي تحریف Narrative Manipulation ته خدمت وایي؛ دوی د اشغالگرو مزدوران د ملي مشرانو په نوم وړاندي کوي؛ هغه څوک چي په کورنيو جگړو کي فریق پاته سوي هغه ستایي؛ دوی د کورنۍ جگړي د پیل کوونکو له جملې نه یو شخص ته کامل برائت ورکوي؛ په مقابل کي ئې بیا د جنگېدونکو شخصیتونو د محاکمې غوښتنه کوي؛ په داسي حال کي چي هغه شخص خپله پر ډېرو حساسو څوکیو پاته سوی او د زرگونو انسانانو په وژنه، ځورونه او آن جنسي ځورونو هم تورن دئ.
دا د تاریخي Revisionism کلاسیک مثال دئ؛ خپل سیاسي نسب د تاریخ پر روغه بڼه نه بلکي د گوند د مصلحت مطابق جوړوي. دا د ملت د تاریخ او د هغوی د حافظې د گډوډ کولو او تحریف کولو ناروا هڅي بللی سو.
آیا وخت نه دئ رسېدلی چي دوی بدیلي لاري وڅېړي؟ وخت ثابته کړه چي نه د دوی دا سیاست گټور وو، نه ئې فکر رغوونکی وو، نه ئې ولس ته خدمت وکړ، نه ئې یو واحد ملي گوند جوړ کړ؛ بلکي هري وړې ډلگۍ ته ئې د ملي گوند نوم ورکړی؛ نه ئې د پښتون بحران کم کړی بلکي هغه ئې لا تشدید او گډوډ کړ؛ پښتون قام ئې پر لسگونو ډلو ټپلو ووېشی.
دا چي دوی به افغان مجاهدینو ته پر اوو تنظیمونو د وېشل کېدلو طعنه ورکوله نن پخپله پر درځنونو گوندونو او ډلو وېشل سوي دي؛ افغان مجاهدین خو حداقل د وطن د آزادۍ ویاړ ورسره لري خو متأسفانه د دوی لا تر اوسه تگلاره معلومه نسوه؟! چي څه غواړي؟!!! دا د سیاسي ډېوالي کېدلو لویه نښه ده. لنډه دا چي تر دې اوږده بحران وروسته د قامپرستانو سیاست فکري، سازماني او عملي گډوډۍ ته داخل سوی؛ پر دوی باور کول لویه تېروتنه ده؛ که احیاناً باور کول یوازینۍ لاره وي پر کوم یوه به ئې باور کېږي؟!

Comments
Post a Comment