اوازه ده چي امریکایي ولسمشر ټرمپ د اخوان المسلمین د نړئوال تنظیم د تروریست اعلانولولو پرېکړه کوي؛ له دې سره سم په اسرائیل کي هم پر عرب سیاسي گوند "رعم" باندي له اخوان المسلمین سره د همنظرۍ او همکارۍ په تور د نتن یاهو لخوا د بندیز لگولو امر سوی دئ؛ د اسرائیل په اوسنۍ کنیسه (پارلمان) کي د ۱۲۰ څوکیو له جملې نه ئې ۶ څوکۍ له رعم گوند سره موجودي دي؛ د رعم گوند مشر منصور عباس دا پرېکړه د ټاکنو د یرغمال کولو هڅه وبلله.
موږ ولیدل چي د تېر دوه کلن خونړي قتلِ عام په دوران کي د امریکا او اسرائیل پرېکړي سره ورته او مربوطي وې؛ کومه پرېکړه چي تل ابیب کوي؛ واشنگټن به هرومرو همغه پرېکړه صادروي. د اخوان په اړه وروستۍ امریکایي پرېکړه د دې دلیل پخلی کوي؛ تر هر څه وړاندي به ووایم: اسلامي جمهوریت څومره اسلامي دئ؟ پر دې اختلاف موجود دئ. ځکه د امت یوه لویه برخه دا نظام حداقل اسلام ضد نه گڼي او هر کال د صندوقونو خواته ځي او خپله رأیه د یوه نوماند په گټه ورکوي. خو دا چي آیا اسلامي جمهوریت هم د غربي جمهوریت (ډیموکراسۍ) په څېر دئ؟! نو د دې جواب دئ: بالکل نه. اسلامي جمهوریت له غربي جمهوریت سره یوازي د رأیو او انتخاب پر نوعیت یو ډول ښکاري؛ بلکي داسي به ووایو دا اسلام وو چي انسان ته ئې د لومړي ځل لپاره د خپل قاید د انتخاب حق ورکړ؛ د عثمان بن عفان رضي الله عنه انتخاب ئې څرگند مثال دئ. پر نوعیت به ئې حتماً عرائض ولرو خو دا د ملت رأیي ته اعتناء ښيي؛ په اسلامي جمهوریت کي حاکمیت مطلق د الله دئ او په غربي جمهوریت کي بیا د ولس حاکمیت پر ولس لکه څنگه چي د دوی دعوه ده! که څه هم اوس ئې په یوه کي هم خپله اصلي روح پاته نده.
غرب او په عموم کي اروپا تر یو وخته د ډیموکراسۍ تراشلی بت لمانځی؛ ځانته ئې د لومړۍ درجې ډیموکراسي غوښته او پر نړۍ په ځانگړي توگه اسلامي نړۍ ئې د حاکمیت په موخه هلته هم دا نظام انسټال کاوه. تر ۹/۱۱ وروسته د بوش ادارې او پنټاگان پر همدې اختلاف موجود وو او تر پایه پر خپل دې اختلاف پاته سول چي بوش غوښتل په افغانستان کي یو جمهوري دولت ورغوي او افغانانو ته غربي ډیموکراسي عرضه کړي؛ پنټاگان بیا له دې نظریې سره مخالف وو او غوښتل ئې خپل مأموریت سرته ورسوي او اقتدار پر جنگسالارانو تقسیم کړي او یو داسی نظم رامنځ ته کړي چي تر پایه پر دوی متکي او همدوی ته محتاج وي.
همداسي وسوه؛ موږ د قدرت جزیرې ولیدې؛ داسي چي یوه امپراتور لسیزي پر یوه ولایت واکمني وکړه؛ بل د ارگ د دروازو د تړلو اخطارونه کول؛ یوه لغړي له ولسمشر سره زور واهه او گڼ شمېر نور ناورینونه... دا کار په عراق کي هم ترسره سو؛ شیعي بلاک د ایران په اشاره او پوره ملاتړ له امریکایانو سره نا اعلان سوی ائتلاف وکړ او آن تر ننه په اقتدار کي پاته دي؛ د الحشد الشعبي او نورو شیعي تروریسټي تنظیمونو سرپرستي امریکایانو بالواسطه پیل کړه؛ دا هېوادونه د کورنۍ جگړي پر لور روان سول؛ دا چي وروسته په څومره زیان دا پروژه ناکامه او متوقف سوه هغه بېل بحث دئ. اما د عراق په ټوله سناریو کي د اروپایانو (ناټو) تمرکز پر یوه ډیموکراتیک دولت جوړولو وو. امریکا پر همغه متذلذل باور ولاړه وه لکه د افغانستان په اړه چي ئې کوم نظر درلود.
د غرب لخوا د ډیموکراسۍ پلويتوب څه گټي اسلامپالو ته هم ورسېدې؛ په دې کي سر فهرست ترکیه ده؛ تاسي د ترکیې انقلاب مشاهده کړئ! اروپا له سیکولرو ترک نظامونو سره ځکه اختلاف او حساسیت څرگنداوه چي هغوی به د کودتا او ناروا نظامي لاسوهني له لاري اقتدار ترلاسه کاوه؛ د اسلامپالو لپاره دا یو مثبت اړخ وو؛ ځکه دوی د اسلامي جمهوریت داعیان ول او دي؛ د ولس په رأیو اقتدار ته پورته کېدل او اروپا او په مجموع کي غرب مجبوراً د دوی ملاتړ کاوه؛ خو د عربو تر پسرلي وروسته دې سناریو تغییر وکړ.
• په مصر کي کودتا وسوه او د محمد مرسي د ۵۲% سلنو رأیو په پای کي راغلی لومړنی منتخب جمهوري حکومت سقوط سو؛ بشري حقوق نقض سول، په زرگونو سیاسي بندیان ونیول سول او له نامعلوم برخلیک سره زندانونو ته وغورځول سول، مطبوعات محدود سول، مسخره او غیر شفاف ټاکني ترسره سوې؛ دا ټاکني یوه دیکتاتور ته د مشروعیت ورکولو په موخه ترسره سوې؛ خو غرب گونگ او ړوند پاته سو.
• په تونس کي د دې هېواد ولسمشر د هېواد پارلمان منحل کړ؛ د منتخب پارلمان مشر او نور گڼ شمېر غړي ئې زندانونو ته واچول؛ د غرب سکوت حیرانوونکی وو. دا د جمهوري اقدارو سره ښکاره ټکر وو؛ ټول واک د یوه شخص (ولسمشر) لاس ته په نامشروع ډول ولوېده؛ آن قضائیه قوه ئې هم تر خپل واک لاندي راوستله او لومړی وزیر ئې هم لیري کړ.
په هر جمهوریت کي درې قوې (مقننه، قضائیه او اجرائیه) جلا او مستقل ځواکونه وي. کله چي ولسمشر پارلمان منحل کړي او قضائیه تر خپل لاس لاندي راولي نو دا د جمهوري نظام سقوط ته لاره هواروي. په خلیج کي خصوصاً په مصر او تونس کي همدا کار وسو؛ د عربو تر پسرلي وروسته د دې هېوادونو اقتدار ته له ناروا لارو رسېدلو واکمنانو دا درې واړه ځواکونه یرغمال او تضعیف کړل؛ ټول واک ئې په ځان پوري محدود کړ. غرب همدغو شریرو دیکتاتورانو ته د ولسمشرانو خطاب کوي، اړیکي ورسره پالي او هر ډول مشروعیت ورکوي؛ آیا دا خبره نه ثابتېږي چي غرب جمهوري اقدار ترک کړي؟ او آیا خپله مقدسه غوا ئې وژلې نه ده؟!! یقیناً همداسي ده.
غرب (اروپایان) جنرال سیسي ته یوازي په سمبولیکو ټاکنو برائت ورکړ، قیس سعید ته ئې په هغه خندونکي استدلال چي وايي: پارلمان گډوډ دئ، سیاسي گوندونه له یو بل سره اختلافات لري او حکومتولي ئې متوقف کړې؛ جواز ورکوي. نو په جمهوریت کي که سیاسي اختلاف موجود نه وي د ټاکنو او واکمنانو د بدلون د پروسې معنیٰ بیا څه ده؟! غرب د هغوی دلایل او پلمې د هغه اوصولو د تعریفونو په نوم ورسره مني چي له خپلو اصلي مصادرو سره هیڅ اړخ نه لگوي.
د دوی د یویشتمي پېړۍ اوصول او قواعد بیا بل څه وایي؟ یعني واقعي سیاسي لرلید Realpolitik دا دئ چي سیاست تل اخلاقي نه وي؛ په دې کي گټي پالل ډېر اړین وي؛ اروپا چي له گنده سیاست سره ئې اختلاف شعار وو نن Dirty Politics یوه اړتیا گڼي؛ د سویز کانال، د امنیتي او استخباراتي اړیکو تبادله، د مهاجرینو کنټرول، د اسرائیل امنیت، اقتصادي پروژې وسلې او قراردادونه پلمه کوي او یوه دیکتاتور ته مشروعیت ورکوي؛ بلکي نه یوازي یوه دیکتاتور ته جواز ورکوي نور دیکتاتوران هم تمویلوي، په تونس، سوډان او افریقا او جنوبي آسیا په نورو هېوادونو کي هم پر یو څو زورواکو پانگونه کوي؛ د ملتونو رأیي او ارادې ئې یرغمال کوي؛ جمهوري نظامونه په مطلق العنانو واکمنانو تعویض کوي او بیا خپل د خوښي گټي ترې ترلاسه کوي.
د اخوان المسلمین اسلامي او جمهوري تنظیم تروریست اعلانول د همدې نوي تگلاري پیل دئ؛ یو جمهوري او سوله ییز سیاسي گوند په تروریزم متهم کول د دوی منافقت څرگندوي او نړۍ ته په جار وایي چي نور موږ هغه نقاب له څېرې لېري کوو چي ملتونه مو پرې دوکه کول؛ دوی په تېرو ۱۴ کلونو کي ډېر داسي څه وکړل چي له انساني حقوقو نه ښکاره سرغړووني وې؛ مثلاً له ۲۰۱۱ع کال یعني د عربو تر پسرلي را وروسته په ډېرو هېوادونو کي د غرب گټو ته متعهد دیکتاتوران اقتدار ته ورسولي یا ئې حداقل تمویل کړي او هغوی ته ئې مشروعیت ورکړی دئ لکه:
• مصر: جمهوریت په ښکاره توگه له منځه ولاړ
• سوریه: مطلق استبداد لا سخت سو. (اوس نوی نظام راغلی؛ لا ئې له دې نوملړه نسو ایستلی) گورو چي غرب څه ورسره کوي!
• لیبیا: د قذافي سقوط او یو متذلذل نظام
• یمن: دولتي او جمهوري سقوط
• تونس: بیرته استبداد ته وگرځېدی
• سوډان: فوځي واکمني، تجزیه او بالاخر کورنۍ جگړه
• بحرین: لغړه دیکتاتوري
• ترکیه: جمهوري اصول کمزوري سوي
دا نوملړ اوږد دئ؛ پر همدې بسنه کوو. غرب دغو ټولو نظامونو ته مشروعیت ورکړی او اړیکي ئې ورسره عادي کړي دي؛ برعکس ئې په اسلامي هېوادونو کي لکه مصر او تونس جمهوري اقدار زیندۍ کړي؛ نو نن که امریکا د اخوان المسلمین اسلامي جمهوري تنظیم د تروریزم په لیسټ کي شاملوي نو دا د ډیموکراسي د مقدسي غوا حلال ته ورته اقدام دئ؛ په دې پسې به اروپایان هم ورته اقدام کوي؛ دا لومړی گام دئ او دا تدریجي پروسه به سرعت مومي.
هغه ډیموکراسي چي دوی ئې د واکمن د انتخاب اوصول له اسلام نه اقتباس کړي وو؛ د انساني حقوقو او آزادۍ او د غلامۍ د ختمولو تگلاره ئې له همدې دین نه اخذ کړې وه؛ خو د بایبل په څېر ئې دا اوصول هم تحریف او بالاخر ترک کړل؛ یا ئې ځانته وساتل او نورو ته پر نوي نظم (استبداد) غور کوي. امام حسن البناء به ویل: غربي ډیموکراسي دوی ته داسي ده لکه د عرب بتــپرستانو بت؛ هغوی به آن د خوړو له توکو لکه خرما نه هم ځان ته معبود جوړ کړ؛ خو چي کله به وږي سول نو هغه به ئې وخوړی. غرب نن همداسي کوي؛ چي کله د دوی د گټو خبره راسي بیا هیڅ اوصول نه مراعاتوي؛ آن خپل جوړ کړي اوصول هم نقض کړي او انسانیت دښمنو اقداماتو ته مخه کړي. د دوی لخوا د غزې د وروستي قتل عام قاطع ملاتړ ئې ستر ثبوت دئ.

Comments
Post a Comment