د گنډا سِنگھ له "احمد شاه دراني" اثر نه څو یاداښتونه! محمد هاشم شاهین

 د گنډا سِنگھ له "احمد شاه دراني" اثر نه څو یاداښتونه!

محمد هاشم شاهین


د ښاغلي گنډا سِنگھ اثر (احمد شاه دراني) گورم؛ ډېر جالب اثر دئ؛ په ۱۹۵۸ع کال کي لیکل سوی؛ د کتاب له مطالعې سره مي سم د ځینو یاداښتونو لیکل پیل کړل؛ غواړم د دې تاریخي اثر یو څو کیسې مختصري ولیکم؛ د دې تر څنگ مي نن د ښاغلي عبدالباري جهاني صاحب مهم تاریخي اثر مقدمه هم پر منډیگک مطالعه کړه؛ دا هم ډېر مهم اثر دئ؛ په دې څانگه کي زموږ تاریخ ډېر غني نه دئ؛ گنډا سنگھ هم همدا گیله لري؛ داسي هڅي د ستایلو وړ دي.


۱.    تېره ورځ یوه ملگري پر پښتني قبیلو بحث راسره کاوه؛ ما ورته وویل چي د پښتنو د قبیلو او قامونو په اړه ما مستند کتاب نه دئ لوستی؛ اکثریت حوالې پیتاوي دي؛ څوک چي نن ډېر ځان طورم خان ورته ښکاري د یوه سپین ږیرې خولې ته مايک ونیسي وایي د فلان قام د همدوی په اصطلاح سجره بیان کړه؛ د زمانو ستړیاو ځپلی بېچاره له غره او بره ورته لگیا سي؛ همدا زموږ قبیلوي تاریخ دئ؛ پر مفروضو او اټکلونو ولاړ؛ موږ اصلاً نه د تاریخ جوړونکي یو نه د هغه لیکونکي؛ موږ آن تېر سوی درې سوه کلن تاریخ هم په پوره معنیٰ نه دئ ساتلی؛ په همدې اثر (احمد شاه دراني) کي جناب گنډا سنگھ جالبه خبره کوي؛ وایي: ”د دراني غوندي ستر شخصیت بائیوگرافي او تاریخ لیکل پر خپل ځای ډېر ستونزمن کار دئ. په دې لاره کي چي لومړۍ ستونزه مخ ته راغله دا وه چي د هغه د کارنامو او لاسته راوړنو په اړه کوم منظم او مرتب اثر نسته او نه ئې هم کوم مستند او ریکارډ موجود دئ. بله دا چي د هغه فوځي او نظامي کارنامې تر یوه هېواد یا یوې ټوټې زمکي پوري محدودي نه دي؛ بلکي پر مختلفو زمکو او سیمو خپرې پرتې دي. او په مختلفو ژبو کي چي د هغه د فوځي حرکتونو کومي پېښي موندل کېږي هغه دومره ډېري او پاشلي دي چي د هغوی راغونډول ډېر ستونزمن کار دئ. د ابدالي ژوند او ډېری پېښي چي ثبت سوي لویه برخه ئې په فارسي ژبه کي موجود دي؛ هغه هم په پخواني سبک کي؛ د دې موادو په پلټنه کي له ۱۹۳۳ع کال نه تر ۱۹۴۶ع کال پوري هر کال ما تر درې میاشتو پوري پرلپسې د ده (ابدالي) د هېواد دوره کوله؛ د هندوستان ټول کتابتونونه مي وپلټل؛ (ورپسې د لسگونو ښارونو نومونه یادوي...) په فارسي ژبه کي به پر دې موضوع ممکن داسي مسوده نه وي چي زما له سترگو دي تېره سوې نه وي؛ کومي مسودې چي په هند کي موجودي نه وې نو د هغوی د روټوگراف Rotograph کاپیاني به مي له برتانوي موزیم - لندن او د هغه له هندوستاني دفتر نه ترلاسه کولې. سرجادو ناتھ سرکار مي کافي مرسته وکړه؛ ما د کابل او کندهار په کتابتونونو کي هم ډېره پلټنه پسې وکړه؛ تر څو اصلي اسناد او مصادر مې تر سترگو تېر سي؛ خو زه به ووایم چي د افغانستان له دارآثارو نه ما د پام وړ مواد ترلاسه نکړل.“


دا وروستۍ جمله ئې زما پورته ذکر سوې دعوه تاییدوي؛ زموږ تاریخي مصادر ډېر غني نه دي؛ موږ تاریخي ریښې لرو خو د هغوی دقیق ثبت نلرو؛ موږ د ایرانیانو او ترکانو برعکس د تاریخي مصادرو له غني کولو غافل پاته سوي یو؛ د عثماني سلطنت د بنیاد کېښودونکو او لومړنیو نیکونو په تړاؤ دا دعوه کېږي چي د هغوی تاریخ پوره مستند نه دئ بلکي ډېر وروسته عثماني سلاطینو هغه لیکلی او خپل کورنۍ ته ئې تاریخي ریښې ورکړي؛ همدا خبره د ایرانيانو په اړه هم مشهوره ده؛ خو دا یو حقیقت دئ هغوی حداقل یوه هڅه کړېده. که څه هم د ایرانیانو په اړه خو آن د تاریخ د غلو اصطلاح هم مشهوره سوې ده؛ زموږ د تاریخي شخصیتونو د غلا پرلپسې هڅي ئې کړیدي؛ د افغاني او رومي غوندي معلومو شخصیتونو د غلا هڅه ئې کړې؛ د خلیج د فارس کولو غلا ئې هم له چا پټه نه ده. خو د پښتـنو برعکس نورو مشهورو قامونو د خپل تاریخ ثبت ته وخت او زیار ایستلی.


۲.     لیکوال وروسته د سیکانو او پښتنو د تاریخ د مشابهت په اړه یوه بله جالبه دعوه هم کوي؛ نوموړی وایي: ”دا ډېره د خفگان خبره ده چي د دراني په اړه د سیکانو په کتابونو کي د دوی کوم هم عصره مواد نه موندل کېږي؛ نه د دولتي مستند په شکل کي، نه په روزنامچو کي، نه په لیکونو یا خبر پاڼو کي. د دې برعکس د مرهټیانو آثار په دې اړه ډېر غني دي؛ سبب ئې څرگند دئ؛ سیکان تل د توري خلک پاته سوي؛ په اتلسمه پېړۍ کي همدا د دوی د نیکونو گاڼې وې؛ نه دوی دې ته وخت درلودی او نه ئې د تاریخ لیکلو اړتیا درک کړه. د وروستي مغل پاچا بهادر شاه ظفر (۱۲-۱۷۰۷ع) له زمانې نه دوی د دولتي شدت او محاسبې سره مخ ول؛ دوی نه یوازي قانون ماتوونکي بلل کېدل بلکي د بهادر شاه ظفر په یوه فرمان (۱۰ ډسبمر ۱۷۱۰ع کال د شاه ظفر د واکمنۍ څلورم کال) کي ویل سوي: نانک پرستان را هر جا که بیابند؛ بقتل برسانند! (دربار معلی ورځپاڼه)“


همدا وضعیت په سیمه کي د پښتنو هم وو؛ د گورگین له وحشتونو نیولې بیا د نادر افشار تر یرغل پوري؛ تر هغه وروسته بیا پښتنو واکمنانو د یو بل سترگو ایستلو ته سیاست ووایه؛ انگرېزان راغلل، هند ئې ونیوه او درې پېړۍ ئې هغوی غلامان وساتل او زموږ د غلام ساتلو ناکامه هڅي ئې وکړې؛ خلاصه تر ابدالي وروسته نه موږ د آرام ساه اخیستې ده او نه سیکانو؛ له بده مرغه چي د هغه لاسته راوړې جغرافیه مو هم خوندي ونسوه ساتلی؛ ډیلي او اصفهان به د نورو ول؛ پښتنو آن خپله خاوره لا هم له لاسه ورکړه.


دلته د پښتنو او سیکانو یو بل مشابهت هم موجود دئ؛ د پښتو پر زمکه هم یوه جبري کرښه تېره سوه او د سیکانو په منځ کي هم؛ سیکان په یو سبب تر پښتنو ځکه ښه سول چي په دوی کي ئې ډېرو اسلام ومانه؛ مسلمان اکثریتي ساحه ئې ترې بېله سوه؛ یعني حد اقل له خپل قام سره ئې يو ډول نا اعلان سوی پرېکون راغی؛ بل خوا بیا پښتانه په داسي شکل له یوه بله جلا کړل سول چي کلتور، دین او وینه ئې یوه وه او لا هم یوه ده. په دې اړه له پښتون سره د سیکھ په پرتله ډېره ناروا وسوه. اما د دوی مېړانه، جسامت، کلتور ته وفاداري او ځيني نورو صفاتو ته التزام تقریباً یو ډول دي. جالبه دا ده چي په دې عصریت کي هم دا دواړه قومونه تر نورو ډېرو نړئوالو قومونو خپل کلتور ته سخت وفادار پاته سوي...


۳.    د احمد شاه دراني له شخصیت نه نادر شاه دومره متأثر وو چي بسوال ټاکل سوی وو؛ یعني د شخصي محافظینو مشر. دا معمولي دنده نه وه. د همدې وظيفې په سبب به دراني تل له هغه سره جگړو ته تلی لکه د هند او ترکیې محاذونو ته؛ هلته به دراني د خپل عقل او مېړاني جوهر څرگند کړ؛ نادرشاه د ده له مېړاني او پوهي نه دومره متأثر وو چي په کراتو ئې په خپل دربار کي د ده پر وړتیاو اعتراف کړی دئ؛ یو ځای ئې وویل: ما په ایران، توران او هندوستان کي د دې ځوان په څېر ذهانت او صلاحیتونه، وفاداري او مېړانه په بل چا کي نه ده لیدلې. ده احمد شاه دراني د هغه له څلورو زرو جنگیالیو سره د خپل محافظت پر دروازه ودرولی وو؛ دا نو د اعتماد او باور حد درجه وه.


د افغانانو د هغه وخت جالب تاریخ دئ؛ په کورنیو شخړو کي ښکېل ول؛ له همدې امله به ایرانیانو یو قام پر بل مسلط کړ او د یوه په ملاتړ به ئې بل قام وټکاوه؛ ډېر کم وخت به داسي پېښه سوه چي پښتنو مشرانو به دوی د موقت وخت لپاره سره کښېنول خو بیا به ډېر ژر د رقابت او جگړي میدان ته سره ووتل. احمد شاه بابا لومړنی هغه شخصیت وو چي پښتو ټبر ئې را ټول کړ، هغوی ته ئې هېواد ورکړ او بیا ئې د یوه فاتح قام په صفت په تاریخ کي د تل لپاره ثبت کړل.


۴.    ما یو وخت د افغانستان د مخکني ولسمشر حمید کرزي د جمهوریت د دورې د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر رنگین دادفر سپنتا کتاب "روایتي از درون" مطالعه کاوه؛ ده هم احمد شاه بابا او نورو افغان فاتحینو ته د هندوستان د لومړي وزیر جواهر لال نهرو په څېر د لوټمارو خطاب کړی وو؛ زه حیران سوم د داسي یو چا پر عقل چي ځانته د استاذ خطاب کوي بلکي پر دې هم بسنه نه کوي له نوم سره دکتور هم لیکي؛ هغه دي دومره غیرِ معقوله دعوه کوي؛ دی د یویشتمي پېړي اوصول او شرايط پر اوولسمه پېړۍ تطبیق کوي او بیا تاریخ لیکي؛ دا به څومره بې انصافي وي؟!! د تاریخ څېړني لومړنی شرط دا دئ چي محاسبه به په همغه ترازو او معیار کېږي چي د هغه وخت له عُرف سره سم وي.


خو ډاکټر صاحب له غربي اقدارو ډېر متأثر دئ او په دې وطن کي ځان یتیم ورته ښکاري؛ دلته خپلي ژوري ریښې نه گوري نو ځکه له هغه احساس نه عاري دئ چي یو ویاړلی افغان ئې د خپل تاریخ په ارتباط په زړه کي لري؛ د یویشتمي پېړۍ اوصول او تعریفونه خپله په همدې پېړۍ کي بازار نلري؛ دئ ئې د اولسمي پېړۍ په بازار کي د پلورلو هڅه کوي. نن د غـ.زې قتـ.لِ عام نړۍ گوري، د برما وحشت هر انسان ويني، د سوډان کورنۍ جگړه او تمویل کوونکي ئې د ټولو په مخکي ولاړ دي؛ په عرب هېوادونو لکه مصر، لېبیا، تونس او سوډان کي له کودتاچي نظامونو نه څوک ملاتړ کوي؟! آیا همدا اروپا هغوی په رسمیت نه پېژني! د دوی جمهوري اقدار چېري دي؟!


د روایتی از درون تر کتلو وروسته پوه سوم چي په ده، ولسمشر حمید کرزي او هغو سیاسیونو کي چي امریکایانو د جمهوریت په نوم پر افغان ملت تحمیل کړي وو؛ په هغوی کي د بغاوت ماده اصلاً موجوده نه وه؛ د خپل حق غوښتنه به ئې هم په چاپلوسۍ او وېره کوله؛ دا توهین او پېغور نه دئ بلکي همغه جریان او حقیقت دئ چي جناب په دوه ټوکه کي چاپ کړی؛ د امریکایي، پاکستاني او ایرانی چارواکو له دوی سره ذلت آمېزه برخورد او د دوی د احساس کمترۍ ښکار وضعیت؛ دا هر څه ده په خپله مشاهده کړي، په خپل قلم ئې لیکلي او نقل کړي؛ دوی یقیناً د ابدالي اولادونه نه سي کېدلی؛ ځکه د دوی فطري ځانگړني له هغه بېلي دي؛ د دوی اتلان به همغه وي چي پر دوه لاسه پلورل سوي وي؛ لکه د مقاومت مشران چي یو ځل ئې له روسانو سره پر پروټوکول هوکړه وکړه او بیا تر ۹/۱۱ وروسته له امریکایانو سره چي وطن ئې د هغوی په لمن کي وغورځاوه. داسي کسان اصلاً د آزادۍ ماده نلري.

نور بیا...



Comments