سیاسي او تاریخي تبصره پراخي سینې، کافي مطالعې او بیا پر حق د اعتراف جرأت ته اړتیا لري؛ مصطفیٰ کمال عثماني سلطنت ړنگ کړ؛ دا د تاریخ یو اړخ دئ؛ پر همدې ئې ځیني مرتد او خائن گڼي؛ خو د ترکیې وجود ئې بیا وساته؛ آن گېلي پولي چي د ستر عثمان زوی سطان اورخان نیولې وه او دا ټوټه زمکه په اروپا کي پرته ده؛ تر پایه ئې دفاع ترې وکړه او نن هم د ترکیې برخه ده؛ پر دې کار ئې بیا ترکان ستاینه کوي او د ترکانو د پلار "اتاترک" په لقب ئې نازولی. دا دواړه کارونه ئې سیاسي اړخ لرلی سي؛ نو تايید او اختلاف ورسره ممکن دئ.
بل کار ئې چي له شرقه تر غربه تاریخپوهان ورباندي متفق دي او بشپړ انساني تاریخ ئې ظلم او وحشت گڼي هغه دا دئ چي نوموړي د ترکانو پر دیني تشخص برید وکړ؛ له هغوی ئې مذهبي آزادي سلب کړه، دیني مقدسات ئې ور توهین کړل او د شعائرو په اړه ئې ډېره بې ادبي وکړه؛ لکه ترکي ژبي ته ئې د آذان او قرآن اړول، ایاصوفیه جومات په موزیم بدلول او نور گڼ شمېر جوماتونه د آسونو په طبیلو بدلول. دا هغه حقائق دي چي هیڅوک ئې نسي نظر اندازه کولی؛ عثماني سلطنت په وروستي وخت کي هسي هم په مردِ بیمار مشهور سوی او په اقتصادي لحاظ ډېر کمزوری سوی وو؛ خو غرب له دې وېره درلوده چي هسي نه کوم انقلابي شعور هغه یو ځل بیا قائم کړي او د غرب په مقابل کي ئې ودروي... دا ذلت او تور داغ د اتاترک په برخه سو.
اتاترک د سیکولرزم شعار اوچت کړ؛ ترکیه ئې له اسلامي نړۍ بېله کړه او اروپا ته ئې د هغې د نږدې کولو او بالاخر په همغي اتحادیه کي د هغې د منحل کولو هڅي پیل کړې. دا خو تر ۲۰۰۰ع کال را وروسته د اسلامپالو په بریالي کېدلو سره ترکيې په اسلامي نړۍ کي د بیا نفوذ هڅي پیل کړې؛ د عربو تر سپرلي وروسته ئې د لېبیا، مصر او تونس په بحرانونو کي مثبت کردار ولوباوه او هلته ئې د اسلامي جمهوریتونو ننگه وکړه؛ د عرب دیکتاتورانو د پرېکون پر مهال ئې قطر ته ئې امنیتي ځواکونه ولېږل؛ د کاراباغ په جگړه کي ئې د آذربایجان قاطع ملاتړ او مرسته وکړه؛ د هند - پاکستان په جگړه کي د پاکستان سره ودرېدله؛ د سوډان او مقدسي زمکي پر جگړو ئې جرأتمندانه موقف غوره کړی؛ د افغانستان او پاکستان په بحران کي ئې تر قطر وروسته د درېیم توب مثبت کردار ولوباوه او اوس ئې پاکستان ته د همدې ستونزي د حل په موخه د لوړ رتبه هیئت استولو پرېکړه کړې... دا هغه کارونه دي د اتاترک له ترکیې ئې تصور کول هم ممکن نه وو. څو ورځي وړاندي لا د دې اسلامپال گوند سیکولر اپوزیسیون په زغرده وویل چي د اردوغان تر ماتي وروسته به موږ له اسلامي نړۍ خپل فوځونه را ټولوو؛ زموږ فوځ یوازي د ترکانو دئ ولي به بل ځای ضایع کېږي؟!
له دې څوک انکار نسي کولی چي د نجم الدین اربکان شاگردانو د اتاترک خوبونه په سیند لاهو کړل؛ تر اتاترک وروسته عصمت انونو او نورو سیکولرو واکمنانو او فوځ په گډه آن د اسلامي نظریې سره خواخوږي لرونکی یو لومړی وزیر په رڼا ورځ اعدام کړ؛ اربکان ئې دوه ځله د صدارت له څوکۍ زندان ته ولېږه؛ اردوغان ئې د یوه شعر له امله زنداني کړ؛ فلهذا موږ ویلی سو چي هغه تشدد چي سفاک سیکولران، غربي منورین، سوسیالیستان او قامپرستان ئې اسلامپالو ته منسوبوي؛ د همدوی ځانگړنه ده...
مسلمانانو کله هم په تاریخ کي او په ځانگړې توگه په معاصر تاریخ کي کومه کلیسا، کنیسه، مندر یا بل کوم مذهبي ځای موزیم او طبیلې ته نه ده اړولی خو سیکولرانو همدا کار بار بار تر سره کړی او نن هم په اسلامي نړۍ کي دوی تر ټولو ډېر جارح او متشدد دي؛ دوی خپل نظریاتي مخالفین زندانونو ته اچوي، هغوی تعذیبوي، وژني یا ئې تحقیروي؛ پر اسلامي نړۍ نن سیکولرزم حاکم دئ؛ تاسي ئې وضعیت مشاهده کولی سئ! د همدوی د ناسمو سیاستونو او ناکامیو پړه هم پر اسلام اچول کېږي؛ دا ځکه د دغو سیکولرو نظامونو د اساسي قوانینو لومړۍ کرښه دا وي چي د دولت سیاسي مذهب به اسلام وي؛ خو د دوی اسلامي تعبیر تر دې جملې کله هم تجاوز ونکړ.
اتاترک همدا کار وکړ؛ ځکه هم اقبال مرحوم د ده په اړه په ډېرو څرگندو ټکو وایي:
چاک کر دی تُرکِ ناداں نے خلافت کی قبا
سادگی مسلم کی دیکھ؛ اوروں کی عیّاری بھی دیکھ
ژباړه: ناپوه ترک (اتاترک) د خلافت ريښې وایستلې؛ د مسلمان ساده توب گوره او د نورو (غرب) بیداري!
ترکیه دي رب بیا د سیکولرانو له منگولو ساتي؛ اسلام د ترکانو دئ او ترکان د اسلام؛ سیکولران نه اصیل ترکان دي او نه چندان مسلمان. غربي مفکورې د دوی ذهنیتونه گنده کړي او غواړي په همدې منفوري نظریې خپل ولسونه د غرب ابدي غلامۍ ته سوق کړي.
ترکِ نادان؛ مصطفیٰ کمال اتاترک!

Comments
Post a Comment