متحده ایالات او اسرائیل؛ یوه په زړه پورې اړیکه! ډیویډ هیرسټ

په جمهوري ټولنو کي عموماً د نویو، غیر متوقع یا حتیٰ جنجالي او متنازعو خبرو هرکلی کېږي؛ ځکه داسي خبري د بحث او اختلاف بنسټونه جوړوي چي په نتیجه کي ئې پر ټولنو د غالبو نظریاتو سمون او اصلاح رامنځته کېږي؛ که احیایاً په هغوی کي څه تېروتني موجودي وي.


خو دا عمومي قاعده ښایي د عرب ـ اسرائیل د شخړي په اړه دومره مؤثره نه وي لکه د نورو موضوعاتو په اړه چي څومره مؤثره ده؛ یا حدِاقل پر هغو کسانو نه چي په امریکا کي د اسرائیل ملگري دي ځکه هغوی پر دې بحث حاکم دي او دا خپله دنده بولي چي یوه فکري ارتودوکسي بڼه (د دولت عقیده) جوړه کړي او بیا ئې پر خپل حالت باقي وساتي.


په داسی حالتونو کي نو ښایي دا د نېکمرغۍ خبره وه چي "ټوپک او د زیتون څانگه" کتاب چاپ او خپور سو؛ که څه هم هغه مهال د هغه تود هرکلی ونسو. د کتاب د خپرېدلو پر وخت یهودي شنونکي اې. اېف. سټون خفگان څرگند کړ چي د منځني ختیځ په اړه هیڅوک د بدیلي لاري اورېدلو ته چمتو نه دئ. درې لسیزي وړاندي همدا جناب سټون د فلسطین پر لور د اروپايي کډوالو د تښتېدلو د پروسې د پوښښ له امله د امریکایي یهودانو په منځ کي د یوه اتل او قهرمان حیثیت گټلی وو او د صهیونیستي ملېشې (هاگانا) له‌ خوا ئې مډال هم ترلاسه کړی وو.


خو دی اړ سو چي په اویايمه لسیزه ۱۹۷۰ع کي ولیکي: "د منځني ختیځ په اړه د بحث آزادي نه هڅول کېږي؛ زموږ په څېر مخالفینو ته د امریکایي مطبوعاتو پر مخ فقط کله ناکله په لنډ مهاله ډول د ږغ پورته کولو وخت راکول کېږي؛ د مثال په توگه: په داسي یو حالت کي که کومه امریکایي خپرندویه ټولنه پیدا کېږي چي له اسرائیلي دولتي موقف نه چَپ او له حدودو نه ئې بهر کوم کتاب خپور کړي؛ دا کار همدومره سخت دئ لکه په واټـیکان کي چي پر رومَـن څـار مـرکز څوک د الحاد ژوره تشریح وپلوري."


په دې کي هیڅ شک نسته چي صهیونیستانو په تاریخي توگه نږدې په هر ځای کي د خپل دریځ د نړئـوال ملاتړ په ترلاسه کولو او ساتلو کي بېسارې بریا موندلې ده خو دا خبره په ځانگړي ډول د امریکا په اړه ډېر حیقیت لري؛ هلته اسرائیل تل د خپلو گـټو له پلوه یو ځانگړی تمایل او ملاتړ موندلی چي بل ځی ئې داسي مثال نسو موندلی.


دا خواخوږي له هماغه عاطفي او کلتوري زېرمي سرچینه اخلي چي په لوېدیځ کي موجوده ده؛ یعني له مسیحي عقیدې نیولې او تر هغه تصور پوري چي د یهودانو لخوا بېرته خپل پلرنۍ خاوري ته ستنېدل د بایبل د وړاندویني تحقق دئ او له هغه تاریخي پس منظر نه هم چي غیرِ یهودانو د تاریخ په اوږدو کي پر دوی څومره ظلمونه کړي دي. خو دا احساس په امریکا کي تر هر بل ځای ډېر پیاوړی وو او د امریکایي یهودي ټولني رول په دې لــړ کي ډېر اغېزمن وو؛ ځکه هغوی دې لور ته په فعاله توگه د خپل حکومت ملاتړ ته را واړاوه.


په خپل کتاب "د فلسطین پېژندنه" کي د سي. آی. اې پخوانۍ شنونکي کاتلین کریسټیسن لیکلي: ډېری امریکایان له اسرائیل سره د عشق تر سرحده مینه لري.


بل ځاي ئې کښلي: امریکایان او اسرائیلیان له یو بل سره داسي تړلي دي لکه دوی چي اصلاً دوه بېل ملتونه نه وي." یا دا چي د دوی ورته والی له یو بل سره دومره نږدې دئ چي "اسرائیل د امریکایي ټولني په وجود کي حلول کړی." د امریکایانو په باور "اسرائیل زموږ د وجود برخه وو."؛ یعني د غــربي تمدن یو مخکښ محاذ، د ډیموکراسۍ یوه قوي کلا او په یوه نامعلومه، دښمنه او بې ثباته سیمه (خلیج) کي یو مهم متحد.


امریکا له کوم شک او تردید پرته د صهیونیستي تاریخ بیانیه خپله کړه او اسرائیل ته ئې په همغه ډول وکتل لکه څنگه چي اسرائیل خپل ځان ته په کومه سترگه کتل. د هغه زېږون ئې د "هولوکاسټ" د ستر زیان جبیره وگڼله، د يوې لویي نړئوالي فاجعې او د انساني ارواح د ظالمانه دښمنۍ پر وړاندي د بري نښه، د دوی په قول د "استقلال جگړه" چي اسرائیل ترسره کړې وه هغه یوه حماسي مبارزه وه؛ یعني دوی دومره ترې متأثر ول چي نیمه پېړۍ وروسته د امریکایي ولسمشر مرستیال ال گــور نیمه وویل: امریکایان احساس کوي چي زموږ اړیکي له اسرائیل سره ابدي دي. زموږ بنسټگرو ستاسو د بنسټگرانو په څېر د یوه نوي صهیون په لټه کي د دښتي سفر وکړ. زموږ مبارزه لکه ستاسو مبارزه، هم الهي وه او هم بشري. زموږ او ستاسو انبیاوو موږ ته یو گډ خوب راکړی تر څو د عدالت او سولي لپاره وجنگېږو.


خو هغه څه چي د اسرائیل امریکایي خواخوږ ته عظیمه او سپېڅلې روحیه وه؛ هغه د فلسطینیانو لپاره نَــکـبـه وه. دوی ئې له هماغې ورځي "الـنـکبه" بولي.


د یهودي دولت رامنځته کېدل؛ که څه هم په ظاهره یو دروند خوب وو؛ خو دا په خپل بنسټ ایښودلو، زېږون او پرمختگ کي یوه استعماري پروژه وه. ښايي د نولسمي پېړۍ د اروپایي استعمار له پراخ بهیر سره ئې په احساساتي لحاظ توپیر درلود خو د هغه د نظريې او پایلو سره ئې یو نه بېلېدونکی تړاؤ هم درلود او د سیمه اییزو خلکو پر وړاندي ئې ظلم زیاتی تر هغه (اروپایي استعمار) بالکل کم نه وو.


دا هماغه تاریخي حقیقت دئ چي پر اساس ئې "ټوپک او د زیتون څانگه" کتاب خپل د استدلال بنیاد ږدي. د منځني ختیځ دوامدار تاوتریخوالی هغه بڼه نه لري چي د غرب فکري بیانیه ئې هغه ته ورکوي.


که د دې ریښې وکیندل سي نو جوته به سي چي د عرب ـ اسرائیل شخړه په تاریخ کي تر ټولو ستر تاوتریخوالی یعني د اسرائیل د "استقلال جگړه" په حقیقت کي د نسلي تصفیې هغه پراخ عمل وو چي صهیونیستانو ئې په اړه ډېر وړاندي پلان جوړ کړی وو؛ یعني هغه وخت چی کله ئې د لومړي ځل لپاره د فلسطین پر خاوره قدم ایښی وو.


د صهیونیزم افسانه:


د صهیونیستي دولت رسمي موقف چي د دې پېښې پر شاوخوا راگرځي؛ په اصل کي یوه ستره او ژوره افسانه ده؛ هغه افسانه چي د خپل مشهور شعار له مخي داسي وایي: ”فلسطین یوه بې‌ ولسه زمکه وه چي یوه بې هېواده ولس ته ئې انتظار کاوه؛ فلسطینیان د ۱۹۴۸ع کال د جگړي پر مهال د خپلو مشرانو په امر له دې هېواده وتښتېدل؛ یهودي فوځیانو چي د وسلې پاکولو (خلعِ سلاح کولو) شعار ته ژمن ول هیڅ قصدي قتلِ عام ونه کړ بلکي هغوی د هغو گـڼـو او پیاوړو عرب فوځونو ائتلاف ته ماته ورکړه چي غوښتل ئې اسرائیل له منځه یوسي؛ تر دې وروسته ډېر ژر نوي جوړ سوي دولت (اسرائیل) تر خپل تأسیس وروسته په رښتیني ډول د خپلو گاونډیانو سره د سولي غوښتنه او هڅي وکړي او یوازي ئې له ځان نه د دفاع په موخه له وسلې او ځواک نه کار واخیستی؛ یعني فقط د فلسطیني ترهگرۍ او د دوامدارو بې‌ دلیله عرب بریدونو پر وړاندي.“


خو لکه د هري بلي استعماري پروژې په څېر اسرائیل هم خپله بقاء د یوه استعماري سرپرست یا امپریالي ملاتړ پر بنسټ ودرولې وه بلکي د یهودو پاشلي وضعیت Diaspora او د هغې جغرافیایي تنوع له برکته اسرائیل په دې وتوانېدی چي له یو طرف څخه نه بلکي له څو ملاتړ کوونکو هېوادونو نه پر یو وخت گـټـه واخلي.


د (غاصب) دولت تر جوړېدلو وړاندي ئې سرپرست انگلستان وو؛ یعني د هغه مهال اصلي استعماري ځواک.


د ۱۹۱۷ع کال د بالفور اعلان له لاري برتانیې د یهودي کډوالو پر وړاندي د فلسطین دروازې پرانستې او د مېشتېدونکي صهیوني ټولني قاطع ملاتړ ئې په هغه حتمي شخړه کي چي له اصلي اوسېدونکو سره ئې لرله وکړ؛ تر څو دا ټولنه دومره ځواکمنه سي چي خپله د هغوی مقابله وکړي.


خو له ۱۹۴۸ع کال وروسته دا سرپرستي په بنسټیز ډول نوي ستري ځواکمني امپراتورۍ یعني د امریکا متحده ایالاتو ته انتقال سوه.


د دې ملاتړ د دوام او پیاوړتیا لپاره دا اړینه وه چي اسرائیل د یوه یهودي دولت په توگه او صهیونیستان په بشپړه نړۍ کي د هر قیمت په بدل د نړئوالو افکارو ملاتړ خپل پر طرف وساتي؛ تر څو د هغو کړنو منفي پایلي له منځه یوسي چي اسرائیل به د یوې استعماري پروژې په توگه د فلسطینیانو پر وړاندي په اخلاقي او مادي لحاظ ترسره کول.


د دې وضعیت بنیاد له پیل نه په ډېر مهارت سره ایښودل سوی وو؛ ځکه هم فلسطینیانو او عربانو هیڅکله د دې وضعیت پر وړاندي اغېزناک غبرگون څرگند نکړی سو؛ دا ځکه چي دوی د هغه استازي له شتون څخه بې‌ برخي ول چي د استعماري سرپرست د کورني سیاست په داخل کي به ئې د پام وړ اغېز درلودلی.


فلسطیني تاریـخپوه ولید الخالدي دې فکـتور ته د دې ټولي شخړي په تاریخ کي ځانگړی اهمیت ورکوي. هغه په خپل علمي اثر "من المأوی الی الفتح" From Haven to Conquest کي په لنډ خو مسلکي ډول د اسرائیل د رامنځته کېدلو تشریح کوي او وایي: "د لوېدیځ نیمگړی ړوند چلن په خپله د فلسطیني ستونزي له نښو څخه یو دئ." او د ده په قول چي په دې اړه هیڅ ډول ابهام نسته چي دا ړوندتوب څنگه منځ ته راغی.


فلسطیني تراژیدي؛ چي یقیناً یوه تراژیدي ده؛ د تاریخ په کوم تیاره پـېر یا د نړۍ په کوم لیري نه‌ رسېدونکي سیمه کي نه ده رامنځته سوې بلکي دا د شلمۍ پېړۍ په منځ کي د زرگونو غَــربي سیاستوالو، ډیپلوماتانو، ادارو او فوځیانو د وجود په دوران کي د هغوی تر سترگو لاندي او په داسي یوه هېواد (فلسطین) کي رامنځته سوه چي د معاصري اړیکي وسایلو (رسنیو) ته ئې ډېر آسانه لاسرسی درلودی.


دا پېښه د کوم تصادف یا له کنټروله بهر ځواک پایله نه وه؛ بلکي د قصدي او ارادي کړنو پایله وه؛ هغه اصلي پرېکړي چي دې فاجعې ته ئې لاره هواره کړه په دوو مشهورو لوېدیځو پلازمېنو (لندن او واشنگټن) کي وسوې؛ د هغوی د قانوني ټاکل سوو مشرانو لخوا. دا پرېکړي د فلسطین د واقعي حالاتو، د فلسطیني عربو د سوزېدونکو غوښتنو او د لوېدیځو شنونکو، پوهانو او څارونکو د سپارښتنو او خبرداریو پر خلاف ترسره سوې.


فلسطیني ولس نه لومړنی ملت دئ چي له بې‌ وطنۍ او تبعید سره مخ سوی او نه به وروستی وي؛ خو تر ننه پوري یوازینی قوم دئ چي د غرب عدالت نه یوازي د دوی د نړئـوالي فاجعې (نکبې) له منلو نه انکار کوي بلکي د دوی هغه غبرگون هم جرم گڼي چي دوی د هغو ظالمانو پر وړاندي څرگند کړی چي دا فاجعه ئې ورباندي راوستلې ده.


د غرب همدا نیمگړی ړوندتوب وو چي دا نامناسب چاپېریال ئې رامنځته کړ چي د صهیوني پروژې د تحقق لپاره ئې زمینه برابره کړه.


د صهیونیسټي افسانې پیاوړتیا؛ د جـوآن پیټرز رسوایي:


تر نن ورځي پوري لا هم دا "نیمگړی غربي لیدلوری" موجود دئ او لا هم اړتیا ورته پاته ده؛ یا په بل ټکي تعصب ته لا هم اړتیا سته؛ یعني هغه تعصب چي دا ړندوالی ئې رامنځته کړی دئ.


اسرائیل نن د پخوا په پرتله ډېر پیاوړی سوی خو پر خپل استعماري ملاتړ کوونکي Metropolitan Patron ئې لا هم تکیه کمه سوې نه ده؛ بلکي اوس ئې پر هغه نفوذ ډېر زیات سوی؛ یعني یا په مستقیم ډول او یا هلته د امریکا په متحده ایالاتو کي "د اسرائیلي دوستانو" د موجودیت له لاري.


دا وضعیت بیا دا معنیٰ لري چي اسرائیل د امریکایي ولس د عامه نظر درناوي ته اړتیا لري؛ ځکه همدا ولسي نظر په پای کي د امریکا د بهرنیو چارو تگلاره جوړوي یا ئې له هغو کړنلارو منع کوي چي ولس به ئې ونه مني.


په امریکا کي د اسرائیل دریځ که څه هم د یوه سیاسي بحث پر مخامخ کیفیت اغېز کولی سي خو په ژوره او اوږدمهاله بڼه د دوی هڅه دا ده چي د امریکایانو په نظر کي د صهیونیزم د پروژې اخلاقي مشروعیت پر خپل ځای خوندي وساتي.


له کتاب The Gun and the Olive Branch (د ټوپک او د زیتون د څانگي) وروسته؛ دا فکري ارتودوکسي (دولتي عقیده) لږ څه متزلزله سوه؛ که څه هم دا بدلون ډېر محدود وو. خو د هغې د پاته سوي ځواک کچه؛ یا په بله وینا؛ د هغه فکري او اکاډمیک خوځښت شدت چي د لیکوالانو، پوهانو، رسنیو او د نظر جوړونکو له لوري د دې روایت د دفاع لپاره کارول کېده په خورا وضاحت سره څرگنده سوه یعني هغه وخت چي کله اووه کاله وروسته یو بل کتاب خپور سو؛ چي د خلکو غبرگون ورته له پخواني سره بیخي توپیر درلود.


په کال ۱۹۸۴ع کي جوآن پیټرز خپل کتاب خپور کړ:"From Time Immemorial: The Origins of the Arab-Jewish Conflict over Palestine" له ازلـه – پر فلسطین د عرب او یهود د شخړي ریښې


دې کتاب نه یوازي د صهیونیزم له رسمي دعوې نه دفاع کوله او د هغې دروغ ئې توجیه کول بلکي د پراخ او تفصیلي څېړنو له لاري ئې هڅه کړې وه چي دا افسانه بې‌ نقضه او نه‌ ماتېدونکې ثابته کړي.


له ۱۹۴۸ع کال راهیسي دا خبره عامه او منل سوې وه چي هغه فلسطیني کډوال چي د اسرائیل د جوړېدلو له امله بې‌ کوره سول؛ رښتیا هم کډوال ول؛ په دې بابت که د هر چا تعبیر او د پېښو سببونه هر څه ول.


خو پیټرز چي ځان ئې علمي څېړونکې بلله؛ د ۱۹ نولسمي پېړۍ په وروستیو او د ۲۰ شلمي پېړۍ په پیل کي د نفوسو کډوالۍ د جریانونو تر مطالعې وروسته دا ادعاء وکړه چي داسي خلک اصلًا موجود نه ول.


د پیټرز په وینا؛ فلسطینیان له "ازل" نه په فلسطین کي نه‌ ول مېشت بلکي دوی له دې زمکي سره د صهیونیستي کډوالو په اندازه تړاؤ نه‌ لاره؛ هغه کډوال چي د بالفور تر اعلان (۱۹۱۷ع کال) وروسته فلسطین ته راغلل.


نوموړې لیکي فلسطینیان خپله هم کډوال ول او ډېری ئې هغه کسان دي چي نن د کډوالو په نوم یادېږي؛ دوی اصلاً په وروستیو کلونو کي فلسطین ته راغلي ول؛ د هغو فرصتونو او پرمختگونو له امله چي صهیونیسټي کډوالو رامنځته کړي وو؛ ځکه هغوی د کار، تولید او پانگوني په برخه کي تر فلسطینیانو ډېر فعال ول. نو د پیټرز له منطق سره سم صهیونیستي کډوالو د فلسطین پر خاوره د فلسطینیانو په اندازه د حق دعوه درلوده بلکي شاید تر هغوی هم زیاته؛ که څه هم دوی (یهودان) د روسیې، اروپا او امریکا اوسېدونکي ول.


دا په حقيقت کي يو نوی او انقلابي نظر وو؛ يو داسي حيرانوونکی او بې‌ اساسه تصور چي د يوې پېړۍ په موده کي هیڅ څېړونکی، خبريال يا سياح؛ که صهيوني وو او یا هم د صهيونيت مخالف؛ نه وو ورسره مخامخ سوی. دې نظریې که یوه ذره برابر حقیقت هم درلودی نو د عرب او فلسطيني قضيې بنسټ به ئې په يوه ضربه له منځه وړی وی.


لکه څنگه چي فلسطيني ناقد او ليکوال ادورد سعيد وويل: "د دې لیکوالي کتاب دا خبره وکړه چي د فلسطينيانو ملي وجود، بلکي د هغوی فيزيکي وجود پخپله او د هغوی دعوې د اسرائيل پر وړاندي اوس تر ټولو په ښه شکل کي تر شبهې لاندي راغلي دي او دا تر ټولو په بد صورت کي يوه ناسمه اختراع ده. فلسطينیت يوازي يو تبليغاتي خيال دئ لکه څنگه چي تل همداسي وو."


دا ټکی پخپله د شخړي او د هغه موقف لپاره ډېر مهم وو کوم چي د متحده ايالاتو له لوري بايد خپل سوی وی. همدا لامل وو چي د صهيوني افکارو ساتونکو او نږدې د ټولي سياسي او فرهنگي مؤسسې له لوري دا موقف ژر خپل کړ او جوآن پيترز په ډېر لږ وخت کي (د دوی) د رسنيو مشهوره ستورې سوه.


په ۱۹۸۵ع کال کي؛ یعني یوازي په یوه کال کي هغې ۲۵۰ راډیويي او ټلویزيوني مرکې وکړې او کتاب ئې د خپرېدلو له لومړۍ ورځي سره سم د عاجلي سوداگريزي بريا سره مخ سو. هغې ته د "يهودي ملي کتاب جايزه" ورکړل سوه او کتاب ئې د اته مياشتو په مختصره موده کي اووه ځله چاپ سو.


هر چاپ ئې د لويو علمي او ادبي شخصیتونو له خوا وستايل سو. مشهوري تاريخ پوهي باربارا ټکمن وويل: دا کتاب "پخپله يوه تاريخي پېښه ده." او ليکوال سول بيلو وويل: "په ټوله نړۍ کي په ميليونونه خلک دي چي د دروغجنو تاريخونو او تبليغاتو له امله غولول سوي؛ زه د فلسطينيانو د اصلیت په اړه د دې واضح بيان لپاره له آغلې منندوی یم." تقريباً ټولو فکري او علمي مجلو دا کتاب وڅېړه. نقادانو په يوه خوله د هغې د دې کار پراخي، دقت او جامعیت وستایه.


رونالډ ساندرز؛ چي د بالفور اعلان په اړه ئې یوه پراخه څېړنه کړې وه؛ وويل: "هغه ديموگرافيکي شواهد چي هغې وړاندي کړي؛ د فلسطيني مسئلې ټول بحث بدلولی سي." او مارټن پيرېتز، د نیو ريپبليک ايډيټر، اعلان وکړ: "دا اثر به زموږ د نسل نظرات بدل کړي او که پوره معنیٰ درک کړل سي نو پر راتلونکي تاريخ هم اثر اچولی سي."


خو ادورد سعيد حيران سو او پوښتنه ئې وکړه: "په متحده ايالاتو کي چي د بيان د آزادۍ د رښتيني کلا په صفت پېژندل کېږي؛ څنگه ممکنه سوه چي لیکوالان، مؤرخين، خبريالان او مفکران؛ چي عموماً دقيق خلک وي؛ د دې ډول خرافاتو ښکار سي چي "له ازله" From Time Immemorial يو ستر تاريخي کشف دئ؟! آیا دا ممکن ده چي په لاشعورۍ کي ناسته یوه عقيده اجازه ورکړي چي تر ټولو سپک، کرکجن او بې‌ پايه درواغ د يوه علمي تحقيق او سياسي بصيرت تر عنوان لاندي ولیکل سي؛ پرته له دې چي څوک ئې لږ تر لږه مشکوک وگڼي او يا نرم نقد ورباندي وکړي؟"

او واقعاً همداسي وسوه.


چي کله د فلسطين خبره راسي نو د امریکا متحده ايالات د نړۍ تر بل هر هېواد؛ حتیٰ له خپل انگلوسیکسن ملگري انگلستان سره هم ډېر توپير لري؛ بلکي له هغه اسرائيل سره هم چي له دې مطلق ړوند تعصب نــه مستقيمه گټه پورته کوي.


د برتانوي صهيونيستانو نفوذ په هغه وخت کي چي فلسطین د دې هېواد تر انتدابي ځواک لاندي وو؛ ډېر زیات وو. خو د امريکايي صهيونیستانو لاسته راوړني تر هغوی هم زياتي وې.


نو ځکه هم دا هیڅ د تعجيب ځای نه وو چي کله همدا کتاب From Time Immemorial د برتانيې په خپرندویه ټولنه کي خپور سو نو سمدستي له عاجل او تحقیري غبرگون سره مخامخ سو.


د منځني ختيځ وتلي تاريخ پوه البرټ حوراني خندوونکی او بې ارزښته وباله او ویې وويل: "کتاب بې‌ ارزښته او خندونکی دئ. يوازنی د حيرانولو وړ شی دا دئ چي څنگه ئې د بحرِ اطلس آخواته (امریکا کي) دومره ستاینه ترلاسه کړه."


سر ايان گيلمور او ډيويډ گيلمور په London Review of Books کي د اته زره کلمو په یوه مشهوره مقاله کي دا اثر "ناممکن" وباله. د اسرائيل د حزب العمل رسمي ورځپاڼي دافار دا "د تر ټولو شرموونکو پروپاگندو له مثالي نمونې" سره تشبيه کړه. د عبراني پوهنتون د فلسفې مشر افيشي مرگلیټ دا "د دروغجنو جال" وباله.


په همدې موده کي په خپله په امريکا کي هم د بهرنيو نيوکو او سپکو ټوکو له امله چي د آغلې پیټرز د کتاب په اړه رامنځته سوې؛ پورته یاده سوې مصنوعي ستاينه ورو ورو په شرم او احتمالي ادبي رسوایۍ سره بدله سوه؛ يوه داسي رسوايي چي د جعلي ژوند‌ليک Fake Biography په څېر وه؛ کوم چي کلفرډ اِرونگ د عجيبه ميليارډر هوارډ هيوز لپاره ليکلی وو.


په پیل کي يوازي یو څو افراطي يا ناپېژندل سوو مجلو پر دې کتاب د نيوکو جرأت وکړ. په شيکاگو کي خپرېدونکي سياسي اوونیزي In These Times کي څېړونکي نورمن فنکلستاين يو سخت نقد خپور کړ؛ چي يوازي ئې د پيترز نظريې نه بلکي هغه ټولي څېړني چي د همدې پر بنسټ جوړي سوي وې؛ تر سختي نيوکي لاندي راوستلې.


ده دا نتيجه را وايستله چي د هغې څېړنه نه سمه وه، نه نوې وه او نه هم دقيقه؛ بلکي دا څېړنه د نيمي پېړۍ په زړې صهيوني تبليغاتي کَــنـده کي د ژوري غوټې نتيجه وه. ده وويل: "دا د عرب–اسرائيل شخړي په اړه د تر ټولو حیرانوونکو دروغجنو څېړنو له جملې نه يوه ده."

او زياته ئې کړه: "دا کار د تبليغاتو، جعل‌ کارۍ او تحريف له یوه ډک ميدان نه هیڅ استثناء نه لري."

متحده ایالات او اسرائيل؛ یوه په زړه پورې اړیکه!

لیکوال: ډیویډ هیرسټ (مشهور برتانوی خبریال)  |  ژباړه: محمد هاشم شاهین




Comments