ناقص مثلث (کمونیستانو، سیکولرانو او قامپرستانو) نا اعلان سوی ائتلاف! شاهین

زما هغه اصطلاحات خوښ نه دي چي پوره معنیٰ نه افاده کوي؛ اسلامپال هغه څوک چي اسلام ئې پاللی او عملي کړی یا ملتپال هغه چي د ملت له خوښي په هیڅ صورت تېری ونکړي؛ له بده مرغه چي زموږ اسلامپال په پوره معنی اسلامپال نه دي پاته سوي او نه مو ملتپال په پوره معنیٰ قامپرست. دوی تل سیاستونه کړی؛ یوې طبقې دین او بلي ئې قام د ابزار په توگه کارولی؛ په دوی کي ئې محدود شمېر مشران داسي دي چي دغو وعدو ته ژمن او مخلص پاته سوي خو له بده مرغه چي له هغوی سره بیا حالاتو او ماحول یاري نه ده کړې. په هر صورت دا غلط مشهور اصطلاحات نن عام سوي او په بل نوم ئې نسو نومولی.

 چي داسي ده نو بیا خو نباید په یوه عنوان او هغه ته په مقید تعریف د هغوی بشپړه نظریه ورټل سي؛ البته پورتنۍ وینا مي یوازي د همدغو دوو نظریاتو په تړاؤ ده؛ کمونیستان او سیکولران له دې تعریفه بېل دي؛ له هغوی سره نرم چلن ناسم دئ. خو بدبختانه چي ملتـپال جمع نور حلیفان ئې دې چلن ته ژمن نه دي؛ دوی ټول اسلامپال په یوه نوم او عنوان رټي او نقد کوي ئې او حتیٰ کله کله د همدوی د نقد کولو پر وخت آن د اسلام توهین ترې وسي. ځکه هم ځیني وایي چي دوی د ملا په عنوان اسلام ښکنځي؛ د تېري ورځي د دوو احمقانو پوډکاسټ ئې ښه مثال بللی سو؛ که څه هم زه دا رأیه نه تائیدوم. زموږ هېواد تل د ویاړونو او لاسته راوړنو ډک تاریخ درلودلی؛ دا چي موږ د دغو لاسته راوړنو ساتنه تر کومه حده کړې هغه جلا بحث دئ؛ په دې ویاړونو کې زموږ تر ټولو ستر ویاړونه د بهرنیو اشغالگرانو له هېواده شړل دي؛ دا لاسته راوړنې یقیناً د افغان ملت وې چي رهبري ئې بیا تل اسلامپالي طبقې کړېده؛ دا هغه لاسته راوني وې چي پر شعارونو ئې اصلاً یوه ناقص مثلث (کمونیست + سیکولر + قامپرست) باور نه درلودو؛ د روسانو جهاد ئې په دې نقد کاوی چي دا خو د امریکا او روسيې جگړه ده؛ پرته له دې چي حل لاره واضحه کړي چي افغان ملت په دې جگړه کي کوم آپشن کارولی سي؛ دا وینا به د دوی د هغه وخت یوه ځیرک مشر کوله؛ د آزادۍ له تصوره دا عاري طبقه بیا په ډېره سپین سترگي د هغو بریاو د یرغمال کولو ناکامي هڅي کوي؛ لکه چي وايي: روسان ډاکټر نجیب وایستل او امریکایان اشرف غني وشړل. دا خندونکي دعوې ئې د دغو لاسته راوړنو د یرغمال کولو ناکامي هڅي دي. یقیناً د اسلامپالو (ولو که د هري ډلي او گوند وي) ویاړونه د ملتپالو او د هغوی د حلیفانو په مقابل کي ډېر دي؛ بلکي کمونیستان جمع ملتپال او سیکولران خو هیڅ لاسته راوړنه نه لري؛ د افغانستان په تېرو ټولو لویو قضایاو او سترو سناریوگانو کي د دوی وجود نشت دئ. زه غواړم بِلا تفکیک د ټولو اسلامپالو څخه دفاع وکړم؛ ځکه زموږ مشترکات یو دي؛ په ځانگړې توگه د دې "ناقص مثلث" په مقابل کي.

ځکه دوی تل د شیطان بریاو ته نڅېدلي، د هغوی د بریا په پار ئې چکچکي کړي او تل ئې له هر متجاوز او اشغالگر قوت سره لاس یو کړی دئ. مثلاً کمونیستانو د روسانو لپاره هېواد اشغال کړ او د هغوی لپاره ئې خپل هېوادوال ووژل؛ قامپرستانو (اکثریت ئې) بیا د کمونیستانو هرکلی او ملاتړ وکړ... یو څه وضاحت به نور هم وکړم چي: د کمونیستانو اکثریت ئې د کمونیزم تر زوال وروسته د ملتپــالني غېږي ته پناه یووړه؛ په داسي حال کي چي دوی ملت ځورولی او قتلِ عام کړی وو؛ له هغوی ئې د هغوی د دین او کلتور د سلب کولو ناروا هڅه کړې وه؛ دا نه بخښونکی غدر او خیانت وو؛ خو پاکستاني پښتني ملتپالو گوندونو بیا هم له دوی سره اخلاقي اتحاد ته لبیک ووایه؛ د دوی ټولي نارواوي او ظلمونه ئې نظر انداز کړل؛ د دوی ترور سویو مشرانو ته ئې د شهیدانو القاب ورکړل او دا هڅي ئې وکړې چي دغو وطن پلورنکو ته په تاریخ کي مناسب مقام ورکړي. سیکولرزم چي عروج ته ورسېدی نو شرقي کمونیستانو او پرو نشنلیستانو د مــسکو له غېږي ځانونه د غربي تمدن غېږي ته وغورځول؛ د دوی مشترک عنوان همغه ملتپانه یاده سوه. شاعر په دې اړه دوی ته ډېر ښه پېغور ورکوي:

دا زما د مټو زور وو چي روسان مي په گونډو کړل

تر ننه ئې غوږو کي د افغان د توري شرنگ دئ

وطن چي وو پلورلی چا پرون په سرو روسانو

همغه وطن پلوری ستا سرباز دئ ستا همڅنگ دئ


سره وطن پلوري غربي تمدن ته تسلیم سول؛ دوی له کمونیزم څخه مرتد او سیکولرزم ته کنورټ سول؛ دوی غربي یونیفرم په تن کړ؛ د کمونیزم پر شعارونو ئې لاړې تُف کړې او د سیکولرزم غېږې ته ئې پناه یووړه؛ د کمونیزم چوپړ ئې د سیکولرزم په مزدورۍ تعویض کړ؛ ځانونو ته ئې د ملتــپالو یا قامپرستانو خطاب وکړ؛ اوږدې ماټې او پرېـړ برېتونه ئې وخرېــیل؛ خپله کرکجنه څېره ئې د انگرېزانو په اصطلاح سافټ کړه؛ دلته نو یو نوی اتحاد رامنځته سو؛ نا اعلان سوی ائتلاف؛ له افغاني ټولني مخکنیو عاق سویو کمونیستانو، د منځنۍ دورې له قامپرستانو او له غربي ټولني متأثرو لبرالو سیکولرانو سره نا اعلان سوی ائتلاف رامنځته کړ؛ ځکه د دوی حریفانو میدان گټلی وو؛ هغوی پر ټولنه نفوذ ترلاسه کړی وو؛ که څه هم هغوی تر هدفه نه وو رسېدلي؛ د اسلامي نظام په جوړولو کي ناکام سوي ول او یو لامل ئې له ځینو مجاهدینو سره په نظام کي د کمونیستانو همدا بقایه جات ول؛ خو په هر صورت کمونیستان ئې ډډي ته کړي ول؛ دوی د اسلامپالو پر ضد مشترکه جبهه پرانیسته؛ د هغوی پر ضد ئې له یوه پلېټ فارم څخه فعالیتونه پیل کړل. د امریکایي جمهوریت له راتلو سره بیا دوی ډېره وده وکړه؛ د کمونیزم شعار چون په هېواد کي سخت منفور او مردود وو؛ نو ځکه هم دوی پر نورو بادارانو او د هغوی پر نویو شعارونو تکیه کړې وه او ځانونه ئې غرب ته نږدې کړي ول؛ هغوی هم د مجبوریت پر اساس د توق په بیعه رانیولي ول؛ دوی خپل زوړ عناد څرگند کړ او په ټول توان او قوت سره ئې د اسلامپالو پر ضد تبلیغاتي جگړه تشدید کړه؛ له هغوی ئې آن د ژوند مجال سلب کړ؛ د ژوند کړۍ ئې ورباندي تنگه کړه؛ هغه ورک وطن پلورونکي مشران چي د هېواد په پلورلو، ظلمونو او بې ناموسیو کي بې ساري ول د هغوی د شخصیتونو د احیاء کولو هڅي ئې پیل کړې؛ د مجاهدینو په ځانگړې توگه د هغوی د مشرانو بدنامولو ته ئې ټولي رسنۍ  او ټول قوت وقف کړ.

اسلامپالو ځوانانو ته توصیه: تاسي متوجه اوسئ! د هر گوند او هري ډلي چي یاست!! د کمونیستانو بچیان، لبرال او فاحش سیکولران او د دوی نامرده حلیفان (قامپرستان) تل د مجاهدینو سپکاوی کوي؛ هغوی ته نومونه او طرفونه مهم نه دي؛ پخواني او معاصر مجاهدین ئې بد ایسي، له اوسنیو کرکه لري، عقده ورسره لري او له مختلفو آدرسونو ئې نقد کوي بلکي تحقیروي ئې؛ تاسي له دوی سره په دې ناولي ائتلاف مه ورگډېږي؛ دوی پرېږدئ چي په خپلو عقدو او کمترۍ په احساس کي مړه سي! تاسي به یقیناً له یو بل سره اختلافات ولرئ خو دې "ناقص مثلث" ته یو یاست او دوی ستاسي په مقابل کي متحد دي؛ یو کمونیست له یوه لبرال ملتـپال او فاحش سیکولر سره اتحاد کولی سي؛ تاسي ولي له یو بل سره نسئ متحد کېدلی!! حدِاقل د یو بل د سپکولو حقیر چلن خو مه کوئ! مه پرېږدئ حزب الشیطان د حزب الله په مقابل کي بریالي سي؛ ستاسي مبارزه یوازي د سلاح او دوی تر شړلو پوري نه وه محدوده؛ دوی له نورو لارو هم فعالیتونه کوي؛ د دې ملت قاتلان د اتلانو په نوم ځوان نسل ته ور پېژني؛ دوی په ټول قوت سره ډاکټر نجیب غوندي سفاک قاتل او وطن پلوری غدار د اتل په نوم را وړاندي کوي؛ د تاریخ له کثافت دانۍ څخه همدا مکروه څېرې په زور د تاریخ د اتلانو په نوم ثبتوي؛ په همدې موخه د جمهوریت په ورستیو کلونو کي ډېر کار وسو؛ او تاسي د یو بل محترم او مجاهد مشران سپکوئ!

دا ډېره بده نه ده چي دا ناقص مثلث د نجیب پر شخصیت په یوه خوله متحد دي؛ هغه اتل گڼي خو په مقابل کي دې اسلامپال وروڼه د حکمتیار صاحب او ملا محمد عمر مجاهد پر شخصیتونو یو بل ښکنځي؟! د ناقص مثلث (کمونیستانو، سیکولرانو او قامپرستانو) په مقابل کي نور د تحمل څخه کار اخیستل مناسب نه دئ؛ دوی هیڅ نرمي نه ښيي؛ د اسلامپالو مشرانو په عنوان آن کله کله د اسلام سپکاوی هم وکړي؛ خو موږ به بیا احتیاط کوو؛ ذره بین به گرځوو چي ډاکټر نجیب قاتل او غدار وو خو منظور او داوړ بیا ملتپال او سوله ییز مشران. دوی که د تحقیر او سپکاوي سیاست مخته وړي نو له نورو دي د اخلاقي چلن توقع نه کوي.

Comments