ساره شاطر د خپلي مظلومي او بنديواني خور "عایشه شاطر" د زندان په داخل کي د کړاوونو او تکلیفونو کیفیت بربنډوي؛ نوموړې ټینگار کوي چي له دوی نه د ملاقاتونو اجازه په بشپړه توگه منع سوې؛ په داسي حال کي چي هغې یوازي د خپلو ماشومانو د لیدلو غوښتنه کړې ده؛ خو غوښتني ته ئې جواب نه دئ ویل سوی.
آغلې ساره زیاته کړه چي عایشه په پرله پسې ډول د لوږې په اعتصاب کي ده او څو ځله روغتون ته انتقال سوې ده. کورنۍ ئې د مصر کورنیو چارو وزارت تورنوي چي د سیاسي مخالفت له امله په قصدي توگه له هغې سره ظلم او ناوړه چلن کوي؛ داسي مخالفت چۍ د کورنۍ هیڅ غړی نسي ورسره کتلی.
هېره دي نه وي چي څه موده وړاندي د ډاکټر محمد البلتاجي یو لیک هم پر رسنیو خپور سوی وو؛ نوموړي هم اعتصاب پیل کړی وو او همدا غوښتني ئې درلودې؛ نن پر مصر یو بدترین فرعون حاکم دئ چي یو خوا ئې د مظلومي مقدسي سیمي په کلابندۍ کي د ملعون قام سره پوره مرسته کړې ده او په داخل کي ئې له خپل ولس سره داسي یو بد چلن ته ملا تړلې چي د سوریې د بشار الاسد تر ظلمونو چندان کم نه دي. د مصر زندانونه له داسي کسانو نه ډک دي چي یوازي د سیاسي مخالفت په سبب له بې برخلیک وضعیت سره مخ دي او هره ورځ ئې ځیني په مرموز ډول هملته په شهـ.ادت ورسول کېږي؛ خو نه د بشري حقوقو ادارې څه وایي، نه ملگري ملتونه او نه اروپایان؛ دوی د یوه دیکتاتور اقتدار ته جواز ورکړی او هر ډول تعامل ورسره کوي.
دوی به ولي څه وایي؟! دوی دوه کلونه وروسته د دې پېړۍ تر ټولو ستر قتـ.لِ عام ته د قتـ.لِ عام ویلو جسارت کړی؛ بیا به دوی د محدودیتونو او بندیزونو په تړاؤ فکر کوي او الله مکړه هغه وخت به دا مظلومه کلابنده سیمه وجود هم ونه لري؛ د غرب انصاف تل همغه وخت څرگند سي چي ظالم او مظلوم دواړه له صحنې وتلي وي؛ دا د دوی په قضايي سیسټم کي ډېر ښه مشاهده کولی سئ!!!
مرگ تر هغه ډېر هوسا دئ چي موږ ئې زغمو!
(د مظلوم استاذ محمد البـلتاجي لیک)
مرگ تر هغه ډېر هوسا دئ چي موږ ئې زغمو!
زه محمد البلتاجي یم؛ د الازهر پوهنتون د طب پوهنځۍ پروفېسر او د پارلمان مخکنی غړی؛ زه له ۲۰۱۳ع کال څخه د خپلي سیاسي نظريې له وجهي نظر بنده یم او د خپلو ۵۷-ملگرو سره پرلپسې درې کاله د بـدر-۳ زنـدان په ۲-سکتور کي ساتل سوی یم؛ موږ په غیرِ انساني او خورا سختو شرایطو کي ژوند کوو. ۸-اتــه کاله کیږي چي موږ د مصر په زندانـونو کي لمر یا د اسمان رنگونه نه دي لیدلي.
دا اته کاله؛ یعني هره ورځ ئې پوره ۲۴-ساعتونه په تړلو اطاقونو کي تېر سوي؛ یوازي په ډېرو سختو شرایطو کي روغتون ته تللو ته پرېښودل سوي؛ دا هم فقط هغه وخت چي کله موږ ته (د ډاکټر لخوا ضروري سپارښتنه) اجازه راکول سوې وي. اته کاله موږ له نړۍ څخه بــېل سوي یو؛ نه ورځپاڼي، نه راډیو او نه ټلویزیون.
له اتو کلونو راهیسي موږ خپلي مېندې، مېرمنې یا ماشومان نه دي لیدلي. هیڅ یوه ته اجازه نه ده ورکړل سوې چي زموږ سره لیدنه وکړي. موږ ته حتٰی اجازه نه ده راکول سوې چي له هغوی سره په هیڅه توگه اړیکه ونیسو؛ نه د ټلیفون او حتٰی نه هم د لیکلو پیغامونو له لاري. زموږ څخه مو ځیني د خپلو مېندو یا نورو خپلوانو د مـ.ړیني په اړه کلونه یا تر هغه هم ډېره موده وروسته خبرېږي.
زه د اعتـ.صاب کوونکو په لیست کي شامل سوی یم. زه د جولای له لومړۍ نېـټې راهیسي په غزه کي د لوږي او تحریمونو له امله د نه خوړلو اعتصاب کوم او زه به تر مـرگ پوري خپل د لوږي اعتصاب ته دوام ورکړم؛ البته یا هم تر هغه چي تر څو دا غیرِ انساني شرایط بدل نسي. موږ هغه څه زغملي چي هیڅ سالم انسان ئې له ۱۲-دولسو کلونو څخه زیات نسي زغملی او نور ئې نو زغمل ممکن هم نه دي.
زموږ سره چي کوم ناوړه وضعیت کېږي هغه د نړۍ په هیڅ زندان کي نسته؛ حتٰی د اشغالگر اسرائیـل په دولت کي هم نه. مرگ تر هغه ډېر اسانه دئ چي موږ ئې زغمو!
زه خپل ږغ تکراروم... له ۲۰۱۳ع کال راهیسي چي موږ د کوم وضعیت سره مخ سوي یو؛ دا ټولي هغه سیسټـماتیکي شکنجې دي چي موږ ته مو د همغه وخت د دندو په سزا کي را کول کېږي؛ دا له غچ او انتقام اخیستلو پرته بل څه نه دي؛ یعني د جنوري د ۲۵-مي د انقلاب (عربو سپرلي) رهبري کولو کي زموږ د گډون او بیا د وروستي انقلاب یعني نوي ډیموکراتیکي تجربې او کودتا ردولو په مقابل کي چي منجسم سوي وو.
هغه کسان چي زما سره دي هغوی وزیران، واليان، د پارلمان پخواني غړي، د پوهنتون استاذان، د سیاسي، انقلابي او مشهورو گوندونو مشران دي. موږ ټول له ۱۲-کلونو راهیسي ورته کړاؤنه زغمو.
اې د نړۍ آزادو خلکو! د دې بې عدالتۍ، ظلم او استبداد د بندولو لپاره خپل ږغ پورته کړئ.
محمد البلتاجي
د مصر صیدنایا وتړئ!
#أغلقوا_صيدنايا_مصر

Comments
Post a Comment