د ډاکټر یوسف القرضاوي نبوغ! دکتور محمد الصغیر

دوشنبه، د صفر ۳۰مه، ۱۴۴۴هـ د ۲۰۲۲ع کال د سپتمبر له ۲۶ مي سره برابره؛ امام یوسف القرضاوي رحمه الله وفات سو. عمر ئې نږدې ۹۶ کاله وو؛ په دوحه کي خاورو ته وسپارل سو؛ هغه ښار چي نوموړی په ۱۹۶۱ع کال کي ورته را مهاجر سوی وو؛ د دې هجرت له برکته موږ ته دا توفیق را په برخه سو چي له شیخ سره نږدې واوسو او د هغه د شخصیت او نبوغ بېلابېل اړخونه وپېژنو؛ نه ئې یوازي علمي او معرفتي اړخ بلکي د شیخ او د قطر د حاکمانو او قطري ولس اړیکه د معاصر تاریخ له بې‌ ساري جالبو بېلگو څخه یوه بېلگه گڼل کېږي او دا د ځانگړي لیکني او بحث وړ موضوع ده.


د شیخ یوسف القرضاوي نابغيت گڼ اړخونه درلودل؛ عموماً که یو کس په یوه برخه کي د نبوغ نښي ولري، هغه د نوابغو په کتار کي شمېرل کېږي؛ خو دا ډېره کمه وي چي یو انسان دي په څو مختلفو برخو کي نابغيت ولري. دلته د ده د رهبرۍ او سیاست نابغيت یو دئ، د هنرونو او ادبیاتو نابغيت ئې بل دئ، د مسلکونو او مهارتونو نابغيت ئې بېل دئ او همداسي په نورو ډېرو میدانونو کي... البته چي د امام قرضاوي ستره ځانگړنه دا وه چي په گڼو ډگرونو کي ئې د رهبرۍ صلاحیتونه هم درلودل.


که موږ امام قرضاوي د خپلو استاذانو په کتار کي له نورو سره پرتله کړو چي هغوی تل خپل شاگردانو ته وفادار پاته سوي؛ توپیر به حتماً څرگند وي؛ ځینو د دعوت او روزني نابغيت درلود، ځینو د فقهِ او اصولو او ځینو بیا د ادب او بلاغت؛ خو شیخ قرضاوي دا ټول سره یوځای کړل او آن زیات ئې هم کړل. نوموړي د رسنیو نابغيت درلود، د نړئوالو مؤسسو په جوړولو او د لویو پروژو په سرپرستۍ کولو کي ئې مهارت درلود او د لیکوالۍ او تألیف قلم ئې هم روان وو؛ تر دې چي د مرحوم د تألیفاتو ټولگه تر ۱۰۰-سل ټوکه واوښته او په خپلو لاسونو ئې شاوخوا ۴۵۰۰۰-پنځه څلوېښت زره پاڼي لیکلي وې؛ سره له دې چي د ټولنیزو اړیکو او د خلکو له حَقونو نه هم غافل نه وو پاته سوی.


د دغو ټولو مصروفیتونو باوجود به نوموړي د مسلمانانو ستونزو او د امت د حالاتو څارلو ته هم کافي وخت ورکاوه. شیخ قرضاوي د هغو علماءوو له ډلي څخه وو چي د خپل وخت تاریخ ئې ولیکی او د هغې صحیح سمت ئې وټاکه او نوموړی د خپل عصر یو ځلاند سمبول وو؛ لکه څنگه چي په خپل وخت کي امام غزالي عظیم شخصیت وو او یا ابن تیمیه په خپل دوران کي څومره ستر شخصیت. کله چي زموږ د زمانې تاریخ په انصاف سره لیکل کېږي او د ظالمانو او بدخواوو دښمنۍ له منځه ولاړي سي نو امام قرضاوي به د خپل عصر له هیڅ عالم سره د پرتلې وړ نه وي بلکي تر هغوی وړاندي به یو ځانگړی ځای او مقام ولري.


د ده د نابغيت له ځانگړتیاوو څخه یو دا هم وو چي د غزالي او ابن تیمیه صفات ئې په یوه سینه کي را غونډ کړي ول. په فقه کي ئې د حنفي او شافعي مذهبونو څخه یو ځای گټه پورته کوله او که به ئې چا د مذهب پوښتنه ترې وکړه نو ویل به ئې: حنفشعي یم. وروسته بیا دی خپل اجتهاد ته ورسېدو او بیا ئې په دې ستر میدان کي د خپل عصر اړتیاوي پوره کړې.


شیخ قرضاوي د وخت په غوره کارولو کي بې‌ ساری وو. داسي برکتي عمر ور په برخه سوی وو چي گواکي ساعتونه به ورته اوږدېدل او هر څه به ئې پکې ترسره کول. سفر چي عموماً د کار مخه نیسي او د عادتونو توازن گډوډوي؛ ده د خپلو تولیداتو د بشپړولو سبب گرځولی وو. له همدې کبله نوموړي ته د "الفقیه الطائر" (الوتونکي فقیه) لقب ورکول سوی وو؛ ځکه ده د نړۍ ټولي وچي د دعوت او تبشیر لپاره وکتلې.


د نوموړي دا عادت وو چي د ماپښين تر لمانځه وړاندي به ئې مېلمانه قبلول؛ تر لمانځه وروسته به د دفتر غړيو د ورځنیو خبرونو لنډیز ورته وړاندي کاوه او بیا به ئې له مېلمنو څخه وعظ یا د خپل هېواد د مسلمانانو د حال احوال پوښتنه کوله.


یوه ورځ مي ترې وپوښتل: د کوم علم له زده‌ کړي پاته سوی او یا پښېمانه ئې؟!

وئې ویل: "انگلیسي ژبه؛ ځکه دا ژبه تر ټولو ډېره خپره سوې ده؛ داعي ته نه ښایي چي خپل دعوت یوازي تر یوې ژبي پوري محدود وساتي."

او کله چي ئې د هیلي پوښتنه ترې وسوه؛ وئې ویل: "زما هیله دا ده چې زما کتابونه په اردو ژبه وژباړل سي." ورته مو وویل: موږ خو د انگلیسي په اړه خبري کولې! نو وئې ویل: "زه دلته په ثواب پسې گرځم او د مسلمانانو له درېیمي برخي زیاته برخه اردو ژبه وايي.


په تیاره شپه کي سپوږمۍ ورکه سي؛  دا متل ډېر ځله د خلکو پر ژبه عام وي؛ په ځانگړې توگه د "طوفان الاقصیٰ" په جریان کي. ځکه امام قرضاوي د فلسطین د مجاهدینو لپاره د علمي او تربيتي مرجع حیثیت درلود. خالد مشعل به ویل: "موږ به د خپل شیخ أبو محمد له وفات وروسته د یتیمۍ تریخوالی حس کړو".


که د امام قرضاوي د آثارو یادونه وسي نو تر ټولو مشهور ئې "فقه الزکاة" کتاب دئ؛ چي په نهو کلونو کي ئې ولیکی. او د برکتي طوفان (الاقصیٰ) له برکته بیا د هغه ستر کتاب "فقه الجهاد" په مخکینۍ کرښه کي راغی چي په دوه ټوکونو کي موجود دئ. په هغه کي ئې د جهاد قواعد بیان کړي او د افراطیانو او تفریطیانو دواړو شکوکو ته ئې ځواب ویلی. د همدې له کبله نوموړی تل د اعتدال او منځلاریتوب پر منهج ثابت پاته سو.


په پای کي به ووایم: شیخ قرضاوي ډېر متواضع شخصیت وو؛ دا د ده فطرت وو؛ نه تصنعي سلوک. هر څوک چي ورسره نږدې کېدی نو د ده تواضع ته به حیران پاته وو. د ده یو له پراخو آثارو څخه د الجزیرې په ټلویزیون کي د "الشریعة والحیاة" پروگرام وو چي د ده په وروستیو کلونو کي متوقف سو؛ خو یاده اداره ئې د روژې په ورځو کي بیا پیل کړي. د پروگرام په یوه برخه کي ئې د استاذ لپاره د منني ځانگړی پیغام ورکړ؛ کله چي پیغام ورسېد؛ ورته وویل سول: "مولانا! مقطع مو ولید؟! نو وئې ویل: "کوم مقطع؟! ما خو ټول پروگرام کتلی!!"


د علم د زده کوونکو له دود سره سم؛ چي څنگه شاگرد د خپلو استاذانو علوم خلکو ته رسوي؛ ما ته توفیق راکړل سو چي د "فقه الزکاة" کتاب لنـډ کړم او بیا ئې ترکي ژبي ته وژباړم او اوس ئې د انگلیسي او اردو پر ژباړو هم کار روان دئ. همداراز مي د "فقه الجهاد" د لنډولو کار هم پیل کړی دئ؛ د استاذ د وفادارۍ په نیت او د طوفان (الاقصیٰ) د مجاهدینو د ملاتړ په موخه.


رحم الله شيخنا الإمام الجليل؛ ونصر إخواننا المجاهدين والمرابطين!


✍️ ډاکټر محمد الصغير

رئيس الهيئة العالمية لأنصار النبي ﷺ

ژباړه: محمد هاشم شاهین




Comments