هغه مړ وو؛ سیاسي شخصیت ئې فناء سوی وو؛ د ملگرو ملتونو په دفتر کي ئې د ذلت ورځي او شپې تېرولې؛ درې میاشتي صبغت الله مجددي حکومت وکړ او نږدې پنځه نیم کاله برهان الدین رباني؛ هیچا څه ورته ونه ویل! مجاهدین پوهېدل چي داسي کرکټرونه که نظر اندازه سي نو د هغوی شخصیت له منځه ځي...
د مجاهدینو نظام نسکور سو؛ کابل د طالبانو لاسونو ته ولوېدی؛ د یوې عاجلانه او مرموزي پرېکړي په نتیجه کي غدار د ملگرو ملتونو له دفتره را وایستل سو او د کابل پر څلور لاري اعدام سو؛ د هغه په اړه که څېړني سوي وای، د خاد د مشرتابه او ولسمشرۍ د وخت فرمانونه او غلاوي که ئې څېړل سوي وای، د انسانانو د قتلِ عام دوسیې که ورته جوړي سوي وای او بالاخر محاکمه سوی وای نو یقیناً به د مرگ په سزا محکوم سوی وو. ځکه غدار وو، وطن پلوری وو او د لېنن کلمه ئې داسي وخت تلقین کړې وه چي له ارگ څخه ئې د افغانانو ناموس (ملي بیرغ) ټیټ کړی وو؛ د داسي فرد سزا یوازي او یوازي اعدام وو.
دا چي د هغه د اعدام پرېکړه پر داسي وخت وسوه چي آن ډېری انقلابي مشران لا ترې بېـخبره ول؛ دې پرېکړي خنثاء ملتــپالو ته جرأت ورکړ او هغه ئې سپېڅلی شهید یاد کړ؛ د پښتونخوا ملي عوامي گوند رسمي مجلې د شهید ولسمشر خطاب ورته وکړ او په دې توگه د قامپرستانو د شهداؤ لیسټ ته یو مجهول خو مشهور شهید اضافه سو.
یوه قامپرست یوه ورځ له یوه مخالف سره په احساساتو کي وویل؛ تاسي یو منتخب ولسمشر قتل کړ! دا خبره ئې په بحث کي د غاړي طوق سوه؛ د غدار ببرک کارمل ځای ناستی ډاکټر نجیب چيري منتخب سوی وو؟! له همدې د دوی د مطالعې او تاریخ سره آشنایي درک کولی سئ! هغه ملتونه چي له علم او تحقیق سره ئې ورانه وي؛ تاریخ او سیاست له نورو واردوي؛ حتماً به د هغوی اتلان او زمریان نور ورته تعریفوي.
۲۲ جون ۲۰۲۵ع
کوټه
Comments
Post a Comment