د ایران پر اوسني وضعیت د مصري او سوري اخوان متفاوت موقف! شاهین

همدا میاشت پر ۱۸-نېـټه د مصر اخوان المسلمین گوند  له ایران سره د څرگندي خواخوږۍ او "بشپړ تائید" (الدعم الکامل) په عنوان یوه مراسله نشر کړه؛ دا مراسله چي اصلاً د اخوان د عام مرشد د ځای ناستي ډاکټر صلاح عبدالحق لخوا د ایران مذهبي مشر آیت الله علی خامنه اي ته د اخوان لخوا یو پرانیستی لیک وو؛ ځیني مهمي برخي ئې لیکم:


د اخوان المسلمین (مصر) په دې لیک کي لیکل سوي وو: ”زه د ځان او اخوان المسلمین گوند لخوا؛ د اسرائیل د وحشي بریدونو پر ضد د جمهوري اسلامي ایران بشپړ ملاتړ اعلان کوم؛ موږ د ایران د ټولو شهیدو سويو بې گناه مشرانو، علماؤ او ولس په معامله کي د زړه له کومي تاسي ته د تعزیت مراتب وړاندي کوو. د اسرائیلي یرغل اصلاً د فلسطین پر ضد د جاري ظلم او ځور نوی پړاؤ دئ؛ چي هدف ئې ځکه هم ایران گرځول دي چي ایران د فلسطیني مقاومت (حماس، جهاد اسلامي او نورو) سیاسي، نظامي او نظریاتي ملاتړ کوي. قدرمن مشره! موږ فکر کوو چي اسلامي امت یو دئ؛ له دیني، روحاني، کلتوري او جغرافیایي اړخه هم؛ د دښمن مرمۍ نه نسل گوري او نه فقــه؛ بلکي یوازي اسلام دښمني د دوی اجنډا ده. د فلسطیني مقاومت ځپلو اسرائیلي هڅي تر هغه وخته نسي بریالۍ کېدلی تر څو دوی د هغه ملاتړي مراکز ختم نه کړي؛ هغه که ایران دئ او یا هم اسلامي گوندونه؛ چي اخوان المسلمین په دغو گوندونو کي ډېر مطرح دئ. ځکه هم اخوان المسلمین په دې کي هیڅ شک نه گوري چي زموږ دښمن یوازي او یوازي صهیونیسټي دولت دئ؛ او زموږ تر ټولو ستره سلاح ’د امت اتحاد‘ ده؛ زموږ ټولو مسؤلیت دئ چي باید خپلمنځي اختلافات هېر کړو، د ماضي ترخې خاطرې نظراندازه کړو او د مشترک دښمن په وړاندي یوه متفقه تگلاره چمتو کړو.“


د مصري اخوان المسلمین د دې لیک په دوهمه ورځ ئې؛ ۱۹-نېټه د سوریې د اخوان المسلمین لخوا د هغوی پر وېبـپاڼه د ’بیان رسمي‘ په وضاحت سره یو بیان راغی چي عنوان ئې ’الاخوان والمعرکة القائمة بین ایران والکیان‘ وو. د دې پیل داسي وو:


دا (بیان) دئ: د الله په وړاندي؛ همداسي د خپل فاتح انقلابي سوري ولس په حضور کي؛ د خپل برائت وړاندي کولو... همداسي د خپلو شهداؤ له وینو او خپلو پتـمنو مېرمنو د عزتونو سره د خپلي وفادارۍ د اظهار په موخه.


”موږ د اخوان المسلمین په نوم له نشر سوي داسي هر یوه بیان څخه خپل قاطع پرېکون او برائت اعلانوو چي له هغو قاتلینو سره د خپلو موالاتو څرگندونه کوي، د دغو مجرمینو څرگند نصرت او ملاتړ کوي او په کومه پلمه د دغو بدکارو له پلان (سازش) سره خپل ملاتړ اعلانوي چي عراق، سوریه او یمن ئې تباه و برباد کړل او د میلیونونو په شمېر ئې عربان او مسلمانان بې کوره کړل. موږ یو ځل بیا د دغو دواړو مجرمو طرفونو (اسرائیل - ایران) په تړاؤ خپل موقف تکرار کوو چي زموږ د سیمي پر حاکمیت او اقتدار ئې په خپل منځ کي جگړه پیل کړېده؛ په داسي حال کي چي د دوی دواړو اهداف زموږ د دین تبدیل کول او زموږ ملي سپکاوی دئ؛ لکه په عراق، سوریه، لبنان او یمن کي چي موږ ولیدل. د دوی دواړو په تړاؤ زموږ یو واحد موقف دئ؛ او د دواړو په اړه ئې کوم مکار مجرم (یو طرف ئې) موږ نسي تېر ایستلی. موږ دوهم ځل، درېیم ځل، اوم ځل د خپل برائت او بې زارۍ اعلان کوو؛ له هري هغې اعلامیې څخه چي د هري یوې مرجع څخه صادره سوې وي.“


دا د ایران - اسرائیل د ټکر په تړاؤ د مصري اخوان المسلمین او سوريې د اخوان المسلمین جلا جلا موقف وو؛ یو د ایران ملاتړ کوي او بل د دواړو طرفونو رد کوي او خپل کامل برائت ترې اعلانوي. له یوې اوږدې مودې راهیسي د هر هېواد اخوان المسلمین ځانته خپلواک تنظیم گرځېدلی؛ د یوه هېواد اخوان د بل هېواد د اخوان تابع نه دئ؛ د مختلفو سیمو د مختلفو وضعیتونو په اړه له ډېري مودې راهیسي دې تنظیم دا پرېکړه کړېده. بلکي په دې وروستیو کي ډېریو اسلامي تحریکونو او سیاسي تنظیمونو ورته اقدام کړی دئ؛ دې ته ورته پرېکړي نوري هم ترسره سويدي؛ ښه مثال ئې د هندوستان - پاکستان په وروستي ټکر کي د دې هېوادونو د جماعت اسلامي گوند پرېکړه یادولی سو؛ جماعت اسلامي هند او جماعت اسلامي پاکستان هم په ورته وضعیت کي قرار درلودو؛ هر یوه ئې د خپل هېواد لومړیتوبونو ته ژمنـتیا څرگنده کړه؛ همداسي د لر او بر د طالبانو د تحریک تر منځ پر ځینو قضایاو نظرونه متفاوت دي؛ دا او دې ته ورته موقف هغه څوک درک کولی سي چي د مقید مذهبي سوچ او یا د قامپرستۍ له خنثاء مفکورې څخه بري وي؛ مذهبي فکر مي ځکه یاد کړ چي د افغانستان اسلامي امارت اعلامیه ځینو افراطیانو په دې غندلې وه چي ولي ئې جمهوري اسلامي ایران ته په خپله اعلامیه کي د اسلامي توری کارولی... د قامپرستانو او نورو متحدینو خو ئې اصلاً یادونه د بحث جدیت له منځه وړي.


دا یو منل سوی حقیقت دئ چي په سوریه کي انتهائي ستر وحشتونه وسول؛ قتلِ عام خو هره ورځ ترسره کېدی؛ بلکي قتلِ عام خو د حافظ الاسد لخوا په حماة ولایت کي د اخوان المسلمین پر ضد له لومړي قتلِ عام څخه بیا د بشار الاسد د اقتدار تر وروستۍ ورځي دوام درلودو؛ ایران پلوه شیعي تنظیمونو مېرمني بې عفته کړې، ماشومان ئې وسوځول، له خلکو ئې په زوره ږيري وایستلې، د صیدنایا باب خو جلا تاریخ لري او آن دوی د ځینو نورو مقدساتو سپکاوی هم وکړ؛ دا مظالم یو هغه څوک نظر اندازه کولی سي چي نړئوالي اسلامي ورورلۍ ته ژمن وي او د همغه پر لور په هر حالت کي دعوت کوي؛ ټول تمرکز ئې د صهیونیسټي - نصراني اتحاد پر ماتولو، د اقصیٰ پر ازادولو او اسلامي امت پر وحدت وي؛ هم خپل تاوان نظر اندازه کوي او هم د ناپوه دوست وحشتونه؛ د مصر اخوان همدا کار کوي؛ دوی د اوس لپاره یوازي په سوریه کي ایراني وحشتونه نه نظر اندازه کوي بلکي د اتل محمد مرسي د نظام په مقابل کي د ایراني دولت بې وفایي او ظلم هم هېروي؛ تر څو د صهیونیزم په مقابل کي دا لویه معرکه کم رنگه نسي؛ اخوان پر للهِ او في الله دوستۍ او دښمنۍ باور لري او د همدې اصل په رڼا کي خپله تگلاره ټاکي... اوسنی وضعیت د اسرائیل، فلسطین (غزه) او ایران د حیاتي وجود د اثبات دوران دئ؛ که هر څوک ولوېدو بیا به د راپورته کېدلو نه وي. هر طرف همدا هڅه کوي چي ځان د نورو خواخوږی وښيي او د دښمن له دښمن څخه یو څه ترلاسه کړي؛ اسرائیل په همدې هدف د سنیانو پارولو هڅي کوي او وايي موږ له هغه ایران سره په نښته کي لگیا یو چي سوریه، یمن، لبنان او عراق کي ئې تاسي قتلِ عام کړئ! اما خپل وحشت او د پېړۍ تر ټولو ستر قتلِ عام بیا پټوي... خامنه اي بیا وایي د شیعه - سني اختلافات اصلاً وافعیت نه لري؛ خو داسي نه ده؛ ایران عملاً دا اختلافات وزېږول، وئې پړسول او ښه ئې وپالل؛ دا چي په وروستیو کې ډېر څه له لاسه ورکړل هغه بېل بحث دئ. البته د خامنه اي یو اقدام د ستایلو وړ دئ؛ چي تبراء او د صحابه کرامو رض گستاخي ئې حرامه وگڼله؛ داسي کارونه یقیني اتحاد ته لاره هوارولی سي. دا به وخت ثابته کړي چي ایران څومره اتحاد ته ژمن دئ؟ ځکه سنيانو ئې بلاقید و شرط ملاتړ وکړ؛ البته له اسرائیل سره خو خواخوږي ممکن نه ده.


بلخوا بیا د سوریې اخوان المسلمین (چي اصلاً نسبت مصري اخوان ته ډېر کوچنی تنظیم بلکي د دې عظیمي درختي یو مختصر ښاخ بلل کېږي؛ د سوريې اخوان د حافظ الاسد لخوا سخت وټکول سو؛ لومړنی جوړښت ئې نسته؛ ډېر وروسته ځینو کسانو په دې نوم خپل فعالیت بیا اعلان کړ؛ دې تنظیم ته لا هم یو کامل جوړښت نسو ویلی) په بل باور دي؛ هغوی دې نتیجې ته رسېدلي چي ایران نه بلدېدونکی طبیعت لري؛ له عربانو او سني مسلمانانو سره د دوی دښمني او عقده نه بدلېدونکی مسلم حقیقت دئ؛ دا اتحاد د خامنه اي په یو څو نصیحتونو نسي راتللی؛ حدِاقل تر هغه وخته چي تر کومه دې اتحاد لپاره شیعي طبقې عملي گامونه نه وي اوچت کړي؛ هغوی پر دې اتحاد باور نه لري او نور به هم خپلو شرارتونو ته ادامه ورکوي. دا یو تریخ واقعیت دئ چي ایران رښتیا هم ډېر بد امتحان ورکړی دئ؛ لکه د سوریې ولسمشر احمد الشرع چي وویل: ایران زموږ د ولس په مقابل کي ډېر ظلمونه وکړل؛ اما موږ بیا هم د اسرائیل په مقابل کي د دوی تر څنگ درېږو.


همدا د اعتدال لاره ده چي اهل سنت ئې تعقیبوي؛ شیعه دي د عرب دیکتاتورانو نامردي پر سنیانو نه تاوانوي؛ دا دیکتاتوران د هیچا نه دي؛ نه د عربانو او نه د سنیانو بلکي دوی یوازي د صهیونیسټي - نصراني اتحاد قوي کوونکي دي. دا جگړه یقیناً د اسرائیل او ایران د خپل قوت ثابتولو لویه هڅه ده؛ اما په دې جگړه کي که اسرائیل ناکام کېږي نو د القدس د آزادۍ منزل به هرو مرو لنډېږي؛ په دې ټوله نړۍ ښه پوهېږي؛ اسرائیلیان له هېواده تښتي؛ اوس که اسرائیل مات سي نو دا به د دوی د نيمي پېړۍ پر پروپاگندو او وجود وروستی میخ ثابت سي؛ او که الله مکړه هغوی بریالي سول؛ بیا به د پاکستان د اټومي تأسیساتو په اړه پرېکړه کېږي... ځکه اسرائیلي غرور بیا ډېر ژر امریکایان راضي کولی سي... چین به هغه وخت همداسي ټیټي سترگي د پاکستان ورانی ننداره کوي لکه روسیه چي د ایران تاوانونه شمېري... دا یو مسلم حقیقت دئ چی کمونیستي بلاک هیڅکله له خپلو متحدینو دفاع ونکړه؛ صدام، قذافي، صالح، اسد او بالاخر ایراني رژیم... دوی ټول ئې د غرب په نفعه له لاسه ورکړل... د OIC په غونډه کي د اسلامي اتحاد او ناټو طرز همکارۍ غوښتنه وسوه خو د دې سازمان نیم غړي په غربي ائتلاف کي شامل دي؛ اوس داسي هڅه ممکنه نه ښکاري... راتلونکي ورځي برخلیک ټاکونکي دي.

Comments