قاتل پښتون، مقتول پښتون، د دواړو خواوو د محافظینو اکثریت پښتون، لغړی پښتون، لاروی پښتون، گاډۍ وان پښتون، موټروان پښتون! آخر د پښتون دښمن څوک دئ؟! پنجابی او پنجشېری او که ئې خپل مرور عقل، نا مناسب عمل او لا اُباله ژوند(چي بې اسنادو پر پولو داسي اوښتل غواړي لکه په ۱۸-مه پېړۍ کي چي ژوند کوي)؛ نن چي د ډېورنډ پلورونکی امیر عبدالرحمٰن خان هم ژوندی وای والله که ئې پر دې فرضي کرښه د داسي اوښتلو جسارت او جرأت کړی وای لکه څنگه چي ئې مجبور افغانان کوي؛ پښتون ولي دا نه درک کوي چي د استعمار کرښو د وطني بُت حیثیت غوره کړی؛ چي څوک ئې نه مني پر کور دي کښېني کنه تر دې به هم بدي ورځي ویني؟!
پښتون چي له وطنه لري سو؛ کورنی مسئولیت ترې ساقط سو؛ بې پروايي ئې څو چنده زیاته سي! دا د تجربې خبره کوم؛ عربان تر پښتون مزدور فلیپینی، بنگالی او نور خوښوي؛ ځکه هغوی غلامانه طبیعت لري نه لکه ناپوه پښتون چي پر دوهمه خبره جنگ ته اماده وي؛ د تېر کرکټ ورلډ کپ له سټېډیمه نیولې چي احمقو پښتنو سره وټکول بیا په ایران او ترکیه کي تر مجرمو چاقو بازو ځوانو پښتنو پوري ئې چا وطن ته ویاړ راوړی؟! بلکي دوی تل د پښتون د پوزي پرې کولو باعث سوي!
په تېر ۱۴-مه اگست په کراچي کي وم؛ په کلفټن کي ځینو د افغانستان د جمهوریت د وخت بیرغ اوچت کړی وو چي پولیسو تر ټکولو وروسته د ځان سره یووړل؛ دا خبر په رسنیو کي هم خپور سو! دا کوم عقل او جذبه ده؟! نظام دي په خپل هیواد کي ک... نسي ټینگولی دا ته څومره ټینگ ئې چي د یوه هیواد د آزادۍ په ورځ د هغوی د ځوانان په مخ کي په ډېره سپین سترگي داسي احمقانه کار کوې؟! بیا د دې کار گټه څه ده؟! که فرضاً د تېر رژیم پر وخت چا د پاکستان بیرغ هلته اوچت کړی وو آیا ژوندی به وو؟! ځینو خو حتیٰ پاکستاني سفارت ته دا اجازه نه ورکوله چي په خپل سفارت کي ئې د آزادۍ په ورځ بیرغ اوچت کړي! دوی اوس هم حوصله لري او هم لحاظ خو موږ ډېر بې لحاظه یو...
نه د دوستۍ موقع را معلومه ده نه د دښمنۍ د بدل اخیستلو میدان! زما شهید اکا به سیندي مزدوران لښکرگاه ته بېول خو افغان عسکرو به د پاسپورټ درلودلو باوجود وهل ټکول؛ د مشرف سزا به ئې یوه بېچاره مزدور کار ته ورکوله! موږ ولي دومره حساس یو او نور ولي داسي بې ترَخي گڼو؟! موږ ولي تل د مظلومیت کارډ اوچتوو؟!
نن خو مو نېشنلیستان په خپلو جلسو کي په هغه بدنام بیرغ شرمېږي! همهغه قامپرســتان چي نجیب ته ئې د شهید درجه ورکړې وه؛ د لوی افغانستان غیر حقیقي کیسو ته ئې هوا ورکړې وه؛ داؤد خان چي د پښتونستان قضیه پورته کړې وه؛ ولي ئې نیمگړې پرېښوده؟! غني تر همدې شعار لاندي خاردار سیم اجازه ولي ورکړه؟! داوړ تر همدې شعار لاندي د پارلمان غړی سو؛ د شهرت او سیاسي حزب خاوند سو! پاچا خان مرحوم تر همدې شعار لاندي د پاکستاني نظام باغي سو؛ بیرته ورته تسلیم سو؛ د خاکي جسد تدفین ئې بیرته دلته ولي ونه زغمی؟! تر خپل مرگ وروسته ئې هم د دې قضیې سیاست خپلي کورنۍ ته په میراث پرېښودو او هم ئې افغانانو ته د پښتونستان لالي پاپ ځبېښلو ته ورکړ؛ دا قضیه چي چا شاربلې هغوی د خپلو گټلو او سیاست ځلولو لپاره شاربلې نه د وحدت راوستلو په موخه! دا ملتونه همدوی سره بېل کړل؛ همدوی سیاست ورباندي وکړ او همدوی وپلورل... د افغانستان په آزادولو کي د دوی ونډه څه وه؟!
دا حقائق باید درک کړی سي چي د یوویشتمي پېړۍ نوي ورلډ آرډر ځیني قومونه بیخي تباه کړل؛ کرد، بلوڅ، پښتون او د آسیا نور ترک تبار قومونه چي پر مخالفو کرښو یوخوا بلخوا پراته دي. یو ئې د بل پر خلاف د کرايي جنگیالیو کار ترې اخلي؛ دوی دي انتظار وکړي؛ د صالحو قیادتونو، یا دي داسي زمینه برابره کړي لکه اروپایانو چي جوړه کړېده چي نه کرښه سته نه سرحد! د جنگ لمن دي ټوله کړي؛ له نظامونو دي ملاتړ اعلان کړي او خپل حقوق دي له قانوني لارو تر لاسه کړي؛ که څوک نورو سیمو ته په تگ اړ وي هغوی دي قوانین مراعات کړي؛ له ځانه دي قاچاقي توکي نه جوړوي؛ نه دي په خپل ژوند لوبي کوي او نه په خپلو عزتونو! له نورو مسلمانو ملتونو سره دي د تفاهم لار انتخاب کړي؛ بل آپشن نسته؛ چي څوک دا مسائل غټوي هغوی آرام ناست دي! پر همدغو مظلومانو سیاست کوي او بس.
پر باډر د تېري ورځي د پاکستاني فوځیانو قاتل ته منسوبه ویډيو مي وکتله؛ په حقیقت ئې الله خبر دئ؛ په ډېر ویاړ خبري کوي؛ نوي پالیسۍ او حتیٰ جهاد اعلانوي! خو دومره ویلی سم چي زموږ ټولي ناخوالي او بدبختۍ مو له خپلو لاسونو را پېښي دي؛ دا چي په ایران او د پاکستان په سیند کي مو حتیٰ د پاسپورټ درلودونکي خلک دومره ځورېږي سبب ئې څه دئ؟! دا چي په ترکیه کي وهل کېږي او یا را ډیپورټ کېږي! په څه علت؟!
د چمن بارډر په اړه ئې اکثره خبري مطلق درواغ دي؛ نه بې عزتي سوې او نه مي له باوري او نږدې چا اورېدلي؛ په لسگونو موټروانان پېژنم؛ لغړیان وینم؛ پر همدې لار مو رفت و آمد سته؛ شناخته اوړي را اوړي؛ که کله کله داسي څه کېږي هم د هغوی ذمه داري ځکه زموږ ده چي رشوت نه ورکوو! یا به ئې نلرو او یا به مو زړه نه پر کېږي؛ لغړیان او د هغوی باداران موږ په رشوت عادت کړي؛ همهغسي لکه د کوټي او کراچي ډاکټران چي مو په پیسو عادت کړل! اوس په نسته خلاصون نسته! یا برگشت یا رشوت!
هغه پښتانه چي له چمن نه د کراچي د بس په پلمه بسونو ته ور خېژول سوي وه او بیا ئې په کچلاک کي کښته کړي وه او د درواغو ټکټونه ئې هم ورکړي وه؛ آیا هغه پنجابیان ول؟! خو همدا پښتانه ول! د پنجابي خلاف چي جهاد اعلانوې ولي ئې د خپل پښتون لغړي پر خلاف نه اعلانوې چي هغوی ته دلالي کوي او رشوتونه ورته راټولوي؟! ولي ئې د خپل جهالت پر خلاف نه اعلانوې؟! د ځان دښمنه ولي ئې د خپلو وطن پلورو سیاسیونو پر خلاف نه اعلانوې چي د ټولي ناټو په ملاتړ ئې حتیٰ د یوه مجهز روغتون خاوند نکړې؟! ولي ئې د هغو پر خلاف نه اعلانوې چي د جگړو مجهولي بودیجې ئې درلودې خو دلته ئې ملا شنه ده؟! ولي ئې د مترقي افغانستان د دښمنانو پر خلاف نه اعلانوې؟! ولي ئې د هغه چا خلاف نه اعلانوې چي په هیواد کي دننه دي پر مېرمن د کلاشینکوف کنداغ اوچتوي او پرې وهي ئې؟!
په پای کي بیا هم وایم که احیاناً داسي پېښه ترسره هم سي نو دا د دواړو غاړو د مسئولینو مسئولیت دئ چي حل ئې کړي نه د عادي فرد؛ له تېرو څو ورځو راهیسي چي دروازه بنده ده؛ آیا دا شاغازي خبر دئ چي هلته به څومره کسان د معالج د نشتون له امله مړه سوي وي؟! تا یو پاکستانی وژلی خو خپل به دي په لسگونو ضایع کړي وي...
ته د هغو احمقانو اتل ئې چي پاکستان ته ضرورت نلري؛ یا په اروپا کي دي او یا بل هېواد کي خو د هغو مجرم ئې چي د کرښي دواړو غاړي ته ښېراوي درته کوي!
که مسئولین د دغي بدبختي دروازې ستونزي نسي حل کولی ودې تړي؛ په دغو ټولو ځورونو، تکلیفونو او خواریو کي پوره شریک دي! تر دغسي سپکاوي خو واللهِ د عزت مرگ شرف لري!
Comments
Post a Comment