عاق سوې پښتو؛ د دین، کلتور او سیاست د انحصار هڅې! شاهین

ځیني حضرات نورو ته د اختلاف مجال نه پرېږدي خو خپله ئې ژوند د نورو په ټکولو، نقد کولو او کله کله حتٰی په سپکولو کي تېر سي؛ څه موده وړاندي عبدالباري جهاني صاحب یو کتاب ”وهابیان څوک دي؟“ ولیکی؛ زحمت ئې وکړ؛ ډېري تندي نیوکي ورباندي وسوې ځکه د کتاب عنوان د دوی د ذوق مطابق نه وو؛ زه وایم داسي کتابونه په لوستلو ارزي؛ سم او نا سم او د ښه او بد تبصرې هغه وخت معنٰی لري چي یو څوک ئې ولولي او بیا ئې یا تائید کړي او یا ئې په دلائلو رد. 


جهاني صاحب د خپل اثر مطالعې ته د جذباتي مبصرینو د رابللو په جریان کي یوه جمله ولیکله؛ بلکي داسي به ووایم چي دې تبصرې ته اړ کړل سو؛ افراطيانو ډول ډول وښکنځی او ډېر بې باکه مهرونه ئې ورباندي ووهل؛ د نوموړي تبصره داسي وه: "هغه وخت تېر سوی دی چي دیني کتابونه یوازي په عربي ژبه وه او یوازي مُلایانو، په خپله نیمګړې عربي او نیمګړې پوهه، هغه انحصار کړی وو." د نوموړي دا جمله تر تبصرې زیات د پېغور بڼه لري او زه هم د همدې جملې لیکلو لاندینۍ تبصرې ته اړ کړم؛ زه د نوموړي د پورتنۍ تبصرې له یوه بند سره تر یو حده موافق یم... پښتانه وایي:


د بل ژبه زده کول که لوی کمال دئ | خپله ژبه هېرول بې کمالي ده


دلته ستونزه دا ده چي هر سړی ځان پر حق او مخالف باطل بولي؛ د اسلام مقدس دین هیڅکله تنگ زړی نه دئ؛ ځیني افراطیان ئې د دفاع په نوم ناسم معرفي کوي؛ دوی ظاهراً دعوت کوي خو هغه دعوت ئې زهرِ قاتل ثابت سي؛ د مورنۍ ژبي په تړاؤ اسلام هیڅ ممانعت نکوي بلکي غوښتنه ئې دا ده چي د هغه مقدس پیغام چي څومره اسانه ممکن وي باید تر نورو ورسول سي؛ الله تعالی په قرآن کي فرمایي:


إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ

ژباړه: موږ دغه کتاب قُرآن؛ په عربي ژبه نازل کړيدئ، ددې لپاره چي تاسي (عرب) په ښه شان په پوه سئ.


يعني عربي ژبه چي له ټولو ژبو څخه زياته فصيحه او بليغه او مضبطه ده او خورا زيات شان او شوکت لري؛ د قرآن د نزول لـپاره غوره سوې ده. کله چي رسول الله صلى الله عليه وسلم مبارک ذاتاً عرب دئ نو ښکاره ده چي په دنيا کي به ئې لومړی مخاطب هم عرب وي؛ بيا د عربو په ذرېعه د دنيا په څلورو خواوو کي دغه رڼا خپریږي؛ د همدې پر لور ئې په (لعلکم تعقلون) کي اشاره کړېده؛ چي ستاسي په ژبه د قرآن د نزول يوه وجهه دا ده چي لومړى تاسي چي د رسول الله صلى الله عليه وسلم قوم يئ د هغه د علومو او معارفو خوند وڅکئ! او بيا ئې نورو ته ور وڅکئ! لکه چي همداسي هم وسوه. 


ابن کثير رحمه الله ليکي: (انزل اشرف الکتب باشرف اللغة على اشرف الرسل بسفارت اشرف الملئکة وکان ذلک فى اشرف بقاع الارض و ابتداء انزاله فى اشرف شهور السنة وهو رمضان فکمل من کل الوجوه).

د کتابونو غوره (چي قرآن دئ)، په غوره ژبه (چي عربي ژبه ده)، د رسولانو پر غوره (چي حضرت محمد رسول الله صلى الله عليه وعلى آله واصحابه وسلم) دئ، د ملائکو د غوره په سفارت (چي حضرت جبرئيل عليه السلام) دئ؛ نازل کړل سوى دئ. او دا نزول د زمکي په غوره برخه کي وو او د نزول شروع ئې د کال په غوره مياشت کي چي د رمضان مياشت ده؛ نو دا قرآن له هر لوري څخه کامل سو.


آیا د دومره ترتیب او منظم نزول ذکر یوازي د دې لپاره سویدئ چي ټوله نړۍ یوازي د عربي ژبي خدمت ته را وبولي؟! که داسي وای خو د قرآن په یوه فرمان به ټول اسلامي امت پر عربي ژبه اجماع کړېوه؛ هیچا ستونزه نه درلوده؛ چي کله پاکستان له هند څخه جلا سو نو د دې نوي هېواد دوو سترو قومونو بنگالیانو او پنجابیانو پر دې اختلاف وکړ چي د هېواد ژبه به ئې کومه یوه (بنگالي یا پنجابي) غوره کېږي؟! علماوو د غوره مصلحت او اتحاد ټېنگولو په خاطر د عربي ژبي وړاندیز وکړ؛ خو ځینو زورورو وروسته اُردو ژبه تحمیل کړه چي دا هم د بنگالیانو د خوابدون یو لوی عامل وو؛ په هر صورت له دې کیسې مي هدف دا وو چي رښتیا هم پر عربي ژبه اجماع ځکه ممکن وه چي هیڅ یوه مسلمان د قرآن له ژبي سره اختلاف نسو کولی؛ اردو چي د دې نوي هېواد د یوه مطرح قوم ژبه هم نه وه پر هغې د قومونو تر منځ د ټکر پروا ونه ساتل سوه او عمداً پر نورو تحمیل کړل سوه؛ نو همدا کار (اتحاد) خو د عربي په رسمي کولو سره ډېر اسانه ممکن کېدلی سو؛ دلته به نو د هېواد ټول اقوام هم خوښ ول... خو دا سپارښتنه یوازي د همدې نوي هېواد په اړه مثبته وه چي مختلف ملیتونه د اسلام پر نوم پکښې راغونډ سوي ول؛ نه د بشپړي اسلامي نړۍ لپاره؛ دا دعوه ځکه کوو چي د الله تعالی همدا رضا ده؛ نو ځکه هم ویلی سو چي د هغوی دا ستونزه هم یوازي د اسلام په ژبه (عربي) له منځه تللی سوه؛ نوري ژبي یوازي د اختلاف باعث سوې.


د قرآن د ژبي د ستایني یو لامل دا هم دئ چي دا ژبه د همدې مخاطب قوم مورنۍ ژبه وه؛ پر همغه ادبیاتو د دوی له عبور څخه د دې آیت ډېر ښه مفهوم ترلاسه کولی سو؛ قرآن دوی ته په بله ژبه نازل نکړی سو بلکي په همغه عربي ورته را نازل سو چي پر کومه ژبه دوی عبور درلودی؛ بلکي د ډېریو صحابه وو (رض) د ایمان راوړلو سبب د قرآن له ادبیاتو څخه متأثر کېدل ول؛ دوی پوهېدل چي د دومره لوړ معیار ادبیات د انسان له وس څخه بهر کار دئ؛ دا حتماً د عربانو د خالق مقدس کلام دئ. مسلمان د سیکولر اتاترک غوندي غوښتنه نه کوي چي دا ټول عربي کلام دي هر څوک خپلي مورنۍ ژبي ته وژباړي او بیا دې په همغه ژبه لولي؛ لکه هغه چي آن آذان هم ترکي ژبي ته وژباړی او بیا ئې په همغه ترکي آذان خلک لمونځونو ته وربلل؛ خو مسلمان داسي هم نه وي چي یوازي دي همدا عربي ژبي کلام تلاوت کوي او ځان دي نه پرې پوه کوي؛ د اسلام زینت اعتدال دئ؛ او مسلمان باید تر هر چا معتدل وي؛ اعتدال همدا دئ چي عبادات او احکام باید په همغه ژبه وي چي په کومه ژبه نازل سوي دي؛ ژباړي هيڅ کله د اصل پوره مفهوم نسي افاده کولی؛ البته داسي هڅي هم د اعتدال خلاف دي چي هغه بیا د مورنۍ ژبي د زوال باعث کېدلی سي...


دلته په څرگندو الفاوظ وایم چي نوره اسلامي نړۍ له داسي اختلافاتو بري ده؛ لکه زموږ په هېواد کي چي د پښتو او دري تر منځ هیڅ اختلاف نسته؛ د تېرو کلونو د دانشگاه او پوهنتون اختلافات مصنوعي ول او د یوازي گاونډیانو لخوا دا مسائل مطرح کېدل او بس... دلته پر دین، ژبه او کلتور کامله اجماع ده؛ نو په داسي یوه هېواد کي ولي باید داسي غیرِ ضروري اقدام وسي چي یوه آسانه موضوع دي د جنجال خوا ته سوق کړل سي او بیا دې هره طبقه د حل خپله تاقصه او نیمگړې طرحه پر نورو وتپي؟! دلته خو څه داسي ستونزه نسته؛ د عربي ژبي عظیم حیثیت ته په پوره درناوي سره وایم چي هر انسان حق لري چي په مورنۍ ژبي زدکړي وکړي؛ دا حق هم اسلام ورکړی او هم فطرت؛ دلته ولي ځیني کړئ له افغانانو دا حق اخلي؟! خپله ناقصه او غیرِ فطري هڅه ولي د اسلام مقدس دین ته منسوبوي؟!


دلته جهاني صاحب ته هم وایم چي نوموړي یوازي مذهبي طبقه په نښه کړېده؛ په داسي حال کي چي هغه پښتانه قامپرستان ئې له پامه غورځولي چي خپل تألیفات ئې يا په انگرېزي او یا هم په اردو ژبي لیکلي؛ د پښتو سره د دوی جفاء د مذهبي طبقې تر جفاء کمه نده. د پښتو سره پښتنه قامپرسته طبقه دا ظلم کوي چي خپل نیمگړي او له ځانه اختراع کړي توري د کره پښتو په نوم دې ژبي ته ور داخلوي او غواړي اسانه او سلیسه پښتو پېچلي سانسکرت ژبي ته واړوي؛ دوی دا کار ځکه کوي چي غواړي پښتو د عمرونو او پېړیو ژبه وښيي او په مقابل کي ئې په اصطلاح اسلامپال بیا له پښتو څخه د عربي معجون (مکسچر) جوړول غواړي؛ په داسي حال کي چي دغو دواړو طبقو د دې ژبي د اساسي ستونزو په ارتباط هیڅ غور و فکر او خدمت نه دئ ورته کړی. نه ئې د هغې لیکدود واحد او معیاري کړ او نه ئې ادبیات ور غني کړل؛ نه ئې پر انټرنېټ معیاري کړه او نه ئې له زېړ کاغذ څخه پرته پر سپین کاغذ چاپ. دوی نه ددې ژبي ادبیاتو ته کار کړی او نه ئې هغې ته حقیقي او کارېدونکي توري وراضافه کړي؛ بلکي دومره خدمت ئې کړی چي د انگرېزي ژبي کلچر ئې په کلتور اړولی او انفلېشن ئې انفلاسیون او ډفلېشن ئې ډیپلاسیون ته تحریف کړیدئ. همدې ته ئې ورته نور توري مات و گوډ کړي او پر پښتو ئې تحمیل کړيدي. همدې ته ورته ناقص کار مذهبي طبقې هم کړیدئ.


هغه علماء کرام چي په عربي ژبه د کتابونو د لیکلو بې ځایه تکلف کوي؛ آیا له هغوی دا پوښتنه مناسبه نه ده چي: زه چي تا ته نږدې یم؛ آیا تر عربانو ډېر حقدار نه یم چي ته د خپل علم گټه لومړی ماته ورسوې؟! که چیري ستا پیغام او خدمت ستر وو؛ بیا به ئې عربان خپل ژبي ته وژباړي! او یا به زه دا مرسته درسره وکړم؛ خو که ته خپله دا کار کوې نو آیا د تر خدمت به دي شهرت لومړی هدف نه وي؟! او دا به دي له خپلي مورنۍ ژبي سره بې وفایي او یا هم بې کمالي ونه بولم؟!


له بده مرغه چي زموږ مذهبي طبقې په دې اړه ډېره بې غوري کړېده؛ د دین د زکړي معنٰی هیڅکله دا نده چي سړی دي خپل کلتور، ژبه او دودونه هېر کړي؛ دوی گیله لري چي ولي فلان د خلیج د علماوو، یا د جنوبي آسیا او یا منځنۍ آسیا د مذهبي او سیاسي جهتونو افکار او ادبیات دلته راوړي او عاموي؛ دوی ته باید وویل سي: کوم کسان چي دا کار کوي؛ هغوی اړ دي چي یا ستا کتاب خپلي مورنۍ ژبي ته وژباړي او یا د یوه عرب، ترک، کرد او یا هم کوم بل اردو زبانه... ځکه تا هم د خپلي مورنۍ ژبي د غني کولو هڅه نه ده کړې؛ دلته نو دوی ته دا غوره ښکاره سي چي ستا تر کتاب ژباړلو د هغوی پر کتاب ژباړلو خوله وبهوي؛ د هغوی نړئوال شهرت او په همغو ژبو لیکلي ادبیات معیاري وي؛ ته چي پر خپله ژبه عبور نلرې نو پر عربي به دي څومره تسلط وي؟! ولي به یو پښتون د بل پښتون په عربي ژبه لیکل سوی کتاب خپلي مورنۍ ژبي (پښتو) ته وژباړي؟! دا خو ستاسي خپل کار وو؛ که ستاسي خدمت دومره ستر وایي نو د بلي ژبي ویونکي به حتماُ له پښتو ژبي څخه ستاسي کتابونه خپلي مورنۍ ژبي ته ژباړلی. فلهذا تاسي پر یوه پښتون ژباړن د اعتراض دا حق له لاسه ورکړی دئ.


د مذهبي طبقې بله بېــغوري دا ده چي دوی د مورنۍ ژبي د دعوې حق قامپرستانو او سیکولرانو ته ور پرېښودی؛ که څه هم هغوی هم د دې ژبي سره پوره جفاء کړېده؛ د یاگانو له ستونزي نیولې بیا د لهجو او واحد لیکدود د عامولو تر خدمته ئې هیڅ یو کار ونکړ؛ تل ئې د پښتون شعار زمزمه کړی او پښتو ئې شاته غورځولې؛ همغسي لکه مذهبي طبقې چي کومه بې اعتنائي ورته وکړه... دا خبره یوازي د یوه گوند و ډلي او یا یوازي زموږ د هیواد د مذهبي ډلي په اړه نه کوم؛ بلکي په دې کاټگري کي د سیمي ټوله مذهبي او قامپرسته طبقه شامله ده... که غواړئ پښتو ته د قامپرستانو یا سیکولرانو خدمات وگورئ نو د دوی رسنۍ وڅارئ! یا د جنوبي پښتونخوا د پښتنو ماشومانو د نصاب کتابونه وگورئ او یا ئې پر دېوالونو لیکل سوي ناقص او نیمگړي شعارونه وگورئ چي په پښتو ئې یوازي ملنډي وهلي وي... ما وړاندي هم یادونه وکړه چي مذهبي طبقه که مو په عربي د کتاب لیکلو جسارت کوي قامپرستان مو بیا په اردو او انگرېزي ورته ناپوهي او بېـغوري کوي... داسي خلک نه د نیوکي حق لري او نه د ژبي او کلتور د دعوې حق.


زموږ مذهبي طبقه یوه بله تېروتنه هم کوي؛ دوی که یوازي د دین د انحصار دعوه کړې وه بیا به هم تر یو حده ځینو پر دې قناعت ورسره کړی وو چي حدِاقل د همدې څانگي علماء (متخصصین) ئې گڼلی سو؛ خو بدبختانه دوی د ژبي د عمل او کردار انحصار ته هم کار ووایه! پر خلکو ئې کړۍ تنگه کړه؛ بلکي ځینو له ډېره تشدده کار واخیست چي همدا کار د دوی د بدنامۍ باعث هم سو؛ تاسي پر ټولنیزو رسنیو وگورئ چي تر همدې عنوان لاندي څومره جهال پر خلکو مسلط سوي... 


بل اړخ ته د سیکولرانو د دعوو په مقابل کي تل اسلامپال ځوانان غصه سي؛ ځکه هغوی وایي دوی له زمانې بېگانه دي او له سائنس او ټکنالوجۍ سره نا اشنا یا مخالف؛ د دوی دا دعوه رښتیا هم بې اساسه ده ځکه فعلاً مدرسه یوازي د دیني زدکړو ځای دئ؛ له مدرسې به ډاکټر او انجینر ولي فارغ کېږي؟! تر اوسه خو اسلامپالو ته دا واک په لاس نه وو ورغلی چي یو کامل نصاب جوړ کړي او د مکتب او مدرسې اختلاط ته کار وکړي؛ داسي یو نصاب چمتو کړي چي له دوولسم وروسته هر محصل/طالب وکولی سي د تخصص لپاره کومه مخصوصه رشته انتخاب کړي او په همغه کي ماسټري او PHD وکړي؛ تر اوسه خو مدرسه یوازي د دیني زدکړو ځای او مکتب د عصري علومو ځاله ده. دا انتقاد هغه وخت ارزښت پیدا کولی سي چي کله په تدریسي نصاب او څرنگوالي کي ئې پراخ بدلون راسي؛ او بیا هم دوی له دغو علومو څخه غافل پاته سي... خو له بده مرغه چي تر اوسه لا موږ له دې عظیم ابتکار څخه بې برخي پاته یو او تر ډېره ئې امکان هم وینو. ځکه لا هم د ملا او مکتبي تر منځ پراخ خلیج حایل دئ. دلته دا جسارت هم کوم چي اسلامپال هم نور د دغو دعوو په مقابل کي د حساسیت څرگندولو جواز له لاسه ورکوي؛ ځکه د دوی خدمات اوی هم پر نشت حساب دي.


زما موضوع دلته یوازي د ژبي (پښتو) په ارتباط ده نو ځکه هم د یوې بلي نیوکي جرأت کوم؛ د اسلامپالو یوه کمزوري دا هم ده چي دوی په مدارسو کي حتٰی بنیادي ژبه هم خپلو زدکوونکو ته نده ور زده کړې؛ بلکي برعکس د پښتو پر ځای ئې پر فارسي (دری نه بلکي فارسي) او پخوانۍ عربي زیات تمرکز کړی دئ؛ ما تل د جنوبي پښتونخوا قامپرستانو ته دا پېغور ورکړی چي تاسي په خپله داعیه کي ځکه ملامت بلکي دروغجن پاته سوي یاست چي د مورنۍ ژبي د احیاء کولو هیڅ د پام وړ کوشش مو نه دئ کړی؛ دا څنگه دعوه کوئ چي خپله مورنۍ ژبه مو نده زده؟! په دې پېغور کي مذهبي طبقه تر دوی کمه ملامته نده.


بلکي دا پېغور تر دوی زیات باید زموږ مذهبي طبقې ته ورکول سي؛ ځکه قامپرستانو خو بیا هم په هر صورت هغه پخوانۍ پښتو له همغو پخوانیو اوصولو او گرامرو سره سمه او ناسمه کله نا کله لیکلې؛ ترې منکر سوي نه دي خو مذهبي طبقه مو له بده مرغه ډېره بې غوره او لا أُباله پاته سوېده؛ تل ئې د پښتو سره جفاء کړېده. ما د ډېریو مدرسینو کتابونه کتلي چي پر مختلفو موضوعاتو ئې لیکلي اما بدبختانه د هغوی ژبه عربي وي؛ د چاپ شمېر ئې انتهایي محدود او د ټیټ کیفیت چاپ. عربي رښتیا هم د قرآن ژبه ده؛ د پښتو او دري دواړو جوړښت داسي دئ چي له دې فصیحي ژبې پرته خپل سلیس حالت له لاسه ورکوي؛ فلهذا له پښتو او دری څخه دي هغه عربي توري نه ویستل کيږي چي هر اړخیز او جامع مطلب افاده کوي؛ هدف مي دا دئ چي قامپرستان دي له پښتو څخه د سانسکریت پېچلې ژبه نه جوړوي؛ چي دا کار پښتو ته د خدمت تر عنوان لاندي روان دئ او ځیني قامپرستان همدا اوس دا تکلف کوي؛ په مقابل کي ئې مذهبي طبقه غواړي له پښتو د عربي ژبي فرسټ کاپي جوړه کړي... دا دواړه کارونه ناسم دي؛ یوه طبقه افراط کوي بله تفریط!


د سید جمال الدین افغاني رحمه الله عظیمه د دعوتي فلسفې د محدود کېدلو یو عامل محققین دا بولي چي هغه تر اشرافي ټولني پوري محدوده پاته سوه؛ که څه هم زموږ د مذهبي فرقې هم ورته حالت دئ؛ له عوامو ئې دعوتي هڅي لیري پرتې وي او هملته فناء سي خو تر عوامو را ونه رسېږي؛ یا به ئې د رَسد تگلاره غلطه وي او یا به له خپلي ژبي بېگانه وي؛ له بده مرغه چي په دواړو تېروتنو کي تر ستوني غرق دي... گورئ! سائنسي پرمختگ داسي دئ چي ځانگړو ښوونځیو ته اړتیا لري چي مثال ئې په اوس وخت کي د عصري زدکړو ادارې (مکاتب-پوهنتونونه) دي؛ خو ژبه بیا داسي یو جوهر دئ چي باید په مدارسو او مکاتبو کي يو ډول نصاب ته ورشامله او تدریس سي. ځکه ژبه د کمونیکېشن لومړنی او بنیادي عنصر دئ؛ له دې صفته فارغ مدرس به څنگه نور وروزلی سي؟! هغه که د مدرسې استاذ وي او که د مکتب! هر انسان حق لري هغه ته په خپله مورنۍ ژبه زدکړي برابري سي.



Comments