شیخ محمد الغزالي رحمه الله حقپال خطیب او زړه ور لیکوال وو؛ د ځوانۍ له پیل څخه د اخوان المسلمین د قافلې غړی وو؛ د دې عظیمي قافلې (اخوان المسلمون) په اړه زموږ په هېواد کي مختلفي رأیي موجودي دي؛ د دې دوه اساسي عوامل دي؛ لومړی لامل ئې دلته په دې نوم د بدنامو او حریصو شخصیتونو شتون دئ؛ دوی یقیناً اسلام ته هم وفادار پاته نسول نو اخوان خو تر اسلام وروسته راځي؛ د هغه سره به ئې څنگه وفاء کوله؟ دوهم لامل ئې د خلیج د مسائلو په تړاؤ زموږ د خلکو بې خبري ده؛ زموږ په ولس کي د اسلامي انقلاب له یو څو محدودو مشرانو پرته نور ډېری نوم ورکي دي؛ چي ښه مثال ئې مرحوم محمد الغزالي (۲۲-سپټمبر-۱۹۱۷ / ۹-مارچ-۱۹۹۶ع) دئ.
غواړم له معاصر غــزالي سره مو اشنا کړم؛ زما بائیوگرافیکل لیکني نه خوښېږي نو ځکه ئې بائیوگرافي نه لیکم؛ هغه پر انټرنټ موندلی سو! چي تر څو مو کوم لیکوال ښه پېژندلی نه وي؛ د کتاب د مطالعې اصل حق ئې نسو اداء کولی. دا چي د مرحوم د شهکار اثر (هٰذا دیـنُـــنا/دا زموږ دین دئ) ژباړه ئې بشپړه سوې او ستاسي په خدمت کي ده نو عرض کوم د کتاب تر مطالعې وړاندي شیخ محمد الغزالي وپېژنئ!
د شیخ محمد الغزالي شخصیت:
شیخ محمد الغزالي د اخوان المسلیمن مؤسس شهید حسن البناء رحمه الله ته نږدې کس وو؛ د اخوان المسلمین دې عظیم مؤسس او عام مرشد خپله غزالي د اخوان مجلې مدیر ټاکلی وو؛ د ده په اړه به فکر کوم دا خبره مهمه نه وي چي تفصیلاً ئې یادونه وکړم چي د نوموړي پر آثارو بندیز ولگول سو او کلونه ئې په زندان کي تېر کړل، له رسنیو منع سو، په الأزهر پوهنتون کي د جمعې د خطبې له ورکولو منع سو، ځانته ئې جومات آباد کړ خو مصري ولسمشر انور سادات هلته هم له خطبې ورکولو منع کړ، د دولتي وظیفې بست ئې هم ډېر ورته را ټیټ کړ؛ اما ده هیڅکله هم خپل اوصول ترک یا متوقف نه کړل. وروسته ئې شیخ د طمع په موخه د اوقافو وزارت سکرټر وټاکی اما شیخ دوې ورځي وروسته استعفیٰ ورکړه؛ ځکه د سادات فرمائشونه ئې نه نسول عملي کولی. شیخ په خپلو ویناو او د حق په اظهار کي بې باکه وو؛ ملگري ئې د جمال ناصر پر وخت پر ژوند ووېرېدل او د آرام اوسېدلو سپارښتني ئې ورته وکړې خو ده د چا خبري ته ارزښت ورنکړ.
نوموړي پر اسلامي جمهوري اقدارو غیر متذلذل باور درلود؛ ځکه ئې هم هیچا پر خالص پاک نیت شک نه کاوه؛ شیخ مرحوم چي به کومه خبره حق گڼله برملا به ئې اعتراف کاوه؛ د هیچا پروا ئې نه کوله؛ د اخوان المسلمین له تحریک سره تر یو ځای کېدلو وروسته؛ په داسي حال کي چي عام مرشد امام حسن البناء ته ډېر نږدې هم وو؛ بیا به ئې هم د اخوان په غونډو کي د اخوان المسلمین ځیني پالیسۍ برملا نقد کولې او چي تر څو به ئې په دلائلو او ثبوتونو قناعت نه وو ترلاسه کړی تر هغه وخته به ئې خپل موقف نه ترک کاوه. اوولس کاله ئې د اخوان المسلمین په غېږ کي تېر کړل اما بالاخر د خپل تنقیدي مزاج له سبــبه له اخوان المسلمین څخه په تنظیمي بــڼـه وایستل سو؛ خو تر پایه نوموړي خپل ځان د اخوان المسلمین یو فرد بلی او د ژوند تر وروستۍ شېبـې د هغوی ملاتړی پاته سو؛ ځکه وایم نظریه باید همداسي غوره سي؛ له منصب او شهرت سره چي د چا نظریه بدلېدله؛ له هغه نه پناه غواړئ!
شیخ مرحوم په خپل سوانحِ حیات کي کاږي: ”چي کله حکومت له اخوان څخه زما د ظاهري بېـلتون نه خبر سو نو غوښتل ئې ما د همدې تنظیم په مقابل کي وکاروي؛ خو ما قاطع ځواب ورکړ او هغوی مي له ځانه وشړل؛ په همغه شپه ونیول سوم او زندان ته ولېږل سوم.“ نوموړی د کمزورو انسانانو حامي وو؛ په همدې لــړ کي د مېرمنو د حقوقو د لومړۍ درجې ملاتړی وو؛ تل ئې د هغوی پر ضد ترسره کېدونکي ظلمونه غندل؛ یو ځای لیکي چي کوم کانفرانس ته دعوت سوم؛ یاده غونډه د مېرمنو د حقوقو په تړاؤ دائره سوې وه؛ ما د هغوی حقوق د اسلام په رڼا کي تشریح کړل؛ د حجاب او مسئولیتونو یادونه مې وکړه؛ گورم له مجلس څخه دوه کسان په خواشینۍ ولاړ سول او یوه ئې بل ته ویل؛ راځه چي ځو؛ دی خو تر فلان (د کوم سیکولر نوم ئې واخیستی) هم ډېر سیکولر دئ. شیخ د فرعون پر خاوره د دیکتاتورانو تر ټولو ستر مخالف او ناقد پاته سوی دئ. په دې اړه ئې ډېر څه ویلي او بالاخر ئې پر همدې موضوع یو مهم او جالب کتاب ”الاسلام والاستبداد السیاسي“ ولیکی.
شهید ډاکټر اسماعیل فاروقي د شیخ محمد الغزالي کتاب ”من هنا نعلم“ انگلیسي ته وژباړه؛ دا کتاب اصلاً د شیخ خالد محمد خالد د کتاب ”من هنا نبدأ“ په ځواب کی لیکل سوی وو؛ فاروقي صاحب ویل: ”ما دا دواړه کتابونه مطالعه کړي دي؛ خو زه د اسلوب او مضمون دواړو له مخي د شیخ محمد الغزالي له کتابه متأثر سوی یم؛ ما پرېـکړه وکړه چي یاد کتاب انگلیسي ژبي ته وژباړم تر څو امریکایي ولس (غرب) د کمونیزم او سوسیالیزم په اړه د مسلمانانو له اصل موقف څخه خبر سي؛ ما چي کله په دې لـړ کي له غزالي سره اړیکه ټینگه کړه نو هغه په ډېره خوښۍ ماته اجازه راکړه.“
ولي شیخ محمد الغزالي نه د الازهر مشر وټاکل سو او نه د اخوان المسلمین عام مرشد؟!
دا چي ولي شیخ محمد الغزالي د اخوان المسلمین عام مرشد ونه ټاکل سو؟ لنډ وضاحت به ولیکم: د عربي نړۍ او په ځانگړې توگه د خلیج له ستونزو سره مربوطو خلکو په ډېر شدت سره دا احساس او څرگنده کړه چي په عربي نړۍ کي فکري اضطراب ډېر سوی او هلته د داسي یوه شخصیت کمښت دئ چي مناسبي حل لاري په گوته کړي؛ د دې تشي د ډکولو صلاحیت فقط په څو محدودو کسانو کي لیدل کېده؛ په سر کې شیخ مرحوم وو؛ ځینو غوښتنه کوله چي شیخ باید مصر ته لاړ سي او دا تشه ډکه کړي؛ اما د شیخ ځیني خواخوږي او شاگردان په دې باور ول چي شیخ باید یوازي په دوو صورتونو کي له الجزائر څخه مصر ته لاړ سي؛ یعني یا د شیخ الأزهر په صفت او یا هم د اخوان المسلمین د عام مرشد په صفت؛ دوی ځانته دلائل درلودل.
د شیخ د تنقیدي مزاج، په ماضي کي د دیکتاتورانو پر ناسمو کړنو د ده د احتجاج پر جسارت او ږغ پورته کولو او ځینو نورو اسبـابو له امله د شیخ الأزهر منصب ته نوموړی منتخب نسو. بلـخوا بیا پر دې سربـېـره چي نوموړی د اخوان المسلمین د عمومي شوریٰ غړی پاته سوی وو؛ د امام حسن البناء مخلص شاگرد او د هغه له شخصیت څخه ډېر متأثر هم وو؛ د نوموړي د عام مرشد غوره کولو وړانديز ځکه ونه منل سو چي استاذ محمد حامد أبوالنصر رحمه الله تر ده په عمر مشر وو او همداسي شیخ د شوریٰ د نورو غړو په مقابل کي د زندان وخت کــم تـېر کړی وو؛ یو بل اساسي سبب ئې دا هم وو چي شیخ له اخوان سره تر ۱۷-کلـنو وخت تېرولو وروسته په ۱۹۵۶ع کال کي د وخت له عام مرشد حسن الهظیبي رحمه الله سره د اختلاف په سبب له اخوان المسلمین څخه رسماً ایستل سوی وو؛ ځکه ئې هم په غوره کولو کي اوصولاً ستونزه موجوده وه.
له ناسم موقف څخه رجوع او توبه:
له خپلو ځینو څرگندونو څخه شیخ محمد الغزالي وروسته رجوع کړې وه؛ اصلاً دا د ډېرو اسلامپالو مفکرینو اخلاص دئ چي په ډېره مېړانه پر خپلو ځینو تېروتنو اعتراف وکړي او حق ته تر رسېدلو وروسته د ځینو مسائلو په تړاؤ له خپل پخواني موقف څخه پر شا سي؛ دا کار شهید سید قطب رحمه الله هم ترسره کړی دئ؛ د هغه تر شهادت وروسته ئې ورور مرحوم محمد قطب رحمه الله ځیني وضاحتونه ورکړي؛ او همدا ئې ثابته کړې چي سید مرحوم له خپلو ځینو ناسمو رأیو څخه برائت اعلان کړی وو. د اسلامي نړۍ تاریخ له ډېرو ترخو پېښو څخه ډک دئ؛ د صحابه وو رضوان الله علیهم اجمعین په وخت کي چي کوم اختلافات را پورته سول او هر مشر ئې متفاوت نظر درلودی؛ نو پر دغو موضوعاتو ځینو لیکوالانو او مفکرینو تبصرې کړيدي؛ ځینو ئې د یوه صحابي او ځینو ئې د بل د موقف ملاتړ کړی؛ بلکي د همدې ملاتړ پر وخت ئې د یوه د مخالف په تړاؤ ځیني گيلې او نا مناسبي څرگندوني ثبت کړي؛ پر دې حساسه موضوع له بحث وروسته اکثر وخت اختلافات پیدا سي؛ ځیني همدا اختلافات شاربـي او خپل مذهبي دکانونه پرې چلوي؛ مثلاً د سنیانو ځیني متشدد راویان چي یزید او حجاج بن یوسف الثقفي ته هم رحمه الله او رضي الله عنه لیکي او یا هم د شیعي ذاکرینو او علماءو ځیني متشدد ناولیسټان چي د کربلا پر کیسو کنسرټونه جوړوي، د صحابه وو رضوان الله علیهم اجمعین په شان کي گستاخۍ کوي او بیا پیسې ورباندي ټولوي...
خو شیخ محمد الغزالي د دغو دواړو له جملې څخه نه وو؛ هغه یو محقق عالم وو چي څنگه حق ورته څرگند سوی سمدستي ئې توبه کړې او له خپل تېر موقف څخه پر شا سوی؛ شیخ غزالي وایي: ”یوه ورځ زما ملگري علامه الباقوري خپل کورته ور وبللم؛ چي څنگه ورغلم او کښېنستم؛ هغه راته وویل: شیخه! ستا او د عمرو بن العاص رضي الله عنه تر منځ څه ستونزه ده؟! ما ورته کړه: زما او د هغه تر منځ داسي څه خبره نسته له دې پرته چي زه په عمرو بن العاص جامع جومات کي د جمعې لمونځ ورکوم. شیخ الباقوري وویل: ته دا خبره پرېږده او له ما مي خوب واوره؛ بیا د دې خوب تعبیر وکړه! ما خوب ولیده چي زه په دې کور کي یم؛ یو څوک په لوړ ږغ وایي؛ والي راغی، والي راغی. ما خلکو ته ویل: کوم والي؟! هغوی ویل: عمرو بن العاص رضی الله عنه! په دې وخت کي هغه راغی؛ ما چي کله هغه ته وکتل ډېر ترې متأثر سوم. عمرو بن العاص رضي الله عنه راته وفرمایل: شیخ غزالي ته ووایه چي هغه کوم انتقاد پر ما کوي؛ زما حیثیت کموي؛ ما هر څه ور وبخښل؛ ځکه هغه زما جومات آباد کړ.
شیخ غزالي وایي: چي کله مي دا خوب واورېدی ډېر زیات مي وژړل؛ زه پوه سوم چي په خوب کي د هغې خبري پر لور اشاره ده چي زما په زړه کي وه او ما به ئې کله کله یادونه هم کوله؛ یعني له هغو صحابه وو رضوان الله علیهم څخه زما گیله چي له علي کرم الله وجهه سره ئې جگړه وکړه او یا ئې د هغه مخالفت وکړ؛ ما په ځانگړې توگه له معاویه او عمرو بن العاص رضي الله عنهم نه برملا گیلې کولې.
تر ډېري ژړا وروسته مي علامه الباقوري ته وویل؛ زه ستا په مخکي له خپل موقف څخه رجوع او د توبې اعلان کوم؛ د رسول الله صلي الله علیه وسلم د ناستي شرف چي چا ته ورپه برخه سوی؛ د هغوی ټولو معامله باید الله او د هغه رسول صلي الله علیه وسلم ته پرېښودل سي؛ همدا غوره او مناسبه ده. موږ باید د خپل وروسته پاته کېدلو او ناکامیو پـړه د هغوی پر غاړه وانه چوو؛ که عمرو بن العاص رضي الله عنه نه وای نو زه به څه وم؟! که هغه مصر نه وو فتح کړی نو آیا نن به زه مسلمان هم وم؟!”
د دیکتاتورانو پر ضد د رأیي اظهار:
شیخ محمد الغزالي مصري ټولنه او مصري فوځ کافي مشاهده کړی وو؛ ده ولیده چي فوځي ځوانانو په ډېره مېړانه مقابله وکړه او له قربانۍ څخه ئې تېښته ونکړه؛ د لومړنیو درېیو جگړو د مشرتابه په تړاؤ شیخ ځانگړی نظر درلود؛ هغه د ۱۹۶۷ع کال جگړه لویـه ماته گڼله؛ نوموړي د دې ماتي مسئول ”په نشو کي ډوب غافل“ مشران بلل.
ده مصري ملت او مصري فوځ ته له دې ماتي څخه برائت ورکاوه؛ پر هر میدان ئې د دوی ملاتړ وکړ؛ ده د دې ماتي مسئولیت د فوځ د مشرتابه پر جبر او ظلم او د شورٰئیت او جمهوریت له اساسي اوصولو څخه پر سرغړونه اچوی؛ همداسي ئې د ۱۹۷۳ع کال د روژې د ۱۰-مي د جگړي د بریا لومړنی سبب د مصري فوځ لوړ اسلامي مورال په گوته کاوه؛ په مسلح فوځ کي د الأزهر شریف د ۵۰-پنځوس تنو دیني علماءو موجودیت؛ چي دوی نو ډېر ستر علماء، داعیان او خطیبان ول؛ د دې مورال جوړېدلو باعث سول. د دغو علماءو مشران شیخ عبدالحلیم محمود او شیخ محمد الغزالي ول؛ دغو علماءو د مصري فوځ په افرادو کي داسي روحاني بدلونونه راوستل چي د ۱۹۷۳ع کال په جگړه کي دغو ځوانانو داسي کارنامې سرته ورسولې چي له صدرِ اسلام څخه بیا تر اوسه په تاریخ کي تل اتلانو ثبت کړیدي.
شیخ محمد الغزالي چي په الازهر، عمرو بن العاص جامع جومات، قاهرې او د نورو ښارونو په جوماتونو کي او د۱۹۷۳ع کال تر جگړي وړاندي چي ئې په مصري فوځ کي کومي ویناوي کړي وې، کوم لېکچرونه چي ئې ورکړي ول، په أم القریٰ پوهنتون او په الجزائر او نورو پوهنتونو کي چي ئې کوم لېکچرونه اورولي ول؛ دا ټول د امام حسن البناء شهید د درسونو لنـډیز وو. همداسي دا خطبې، تقریرونه او لېکچرونه د تېري پېړۍ د وروستیو او د دې پېړۍ د پیل اصلاحي تحریکونو د مشرانو د خطباتو اختصار هم وو چي شیخ د خپل علم او فضل زیاتونه پکې کړې وه؛ ځکه به اورېدونکي د ده له خطباتو څخه ډېر متأثر کېدل.
امام یوسف القرضاوي وایي: ”ما شیخ محمد الغزالي د یوه مصلح مبلغ په شکل کي ولیدی؛ دا ځانگړنه پر ده غالبه وه؛ د هغه ناسته پاسته، د هغه ورځني مصروفیات، د هغه د شپو خوب بلکي د هغه د ټول ژوند محور اسلام وو. د هغه ماضي، حال او راتلونکی؛ خلاصه تل به ئې د اسلام په اړه فکر کاوه، د همغه په اړه به ئې بحث کاوه، د همغه پر لور ئې دعوت کاوه او له همغه ئې مرسته غوښته؛ د ده ټولي هڅي د اسلام پر لور دعوت وې؛ ده خپل دین الله تعالیٰ ته خالص کړی وو او هغه هم دی د خپل دین لپاره غوره کړی وو.“
داعیانو ته د شیخ محمد الغزالي سپارښتني:
د الازهر تر زده کړو وروسته شیخ محمد الغزالي خپل ځان د دعوت و اصلاح د کار اهل جوړ کړی وو؛ قرآن خو ئې په ماشومتوب کي لا حفظ کړی وو او له همغه وخته به ئې په ډېر ذوق و شوق سره تلاوت کاوه؛ شیخ محمد الغزالي وایي:
”ما هر شی لوستلو؛ کوم ځانگړی علم پر ما غالب او دروند سوی نه دئ؛ ما به د تـلو راتـلو او حـتٰی د خوړلو پر وخت هم مطالعه کوله؛ مطالعه د داعي لپاره ډېره مهمه ده؛ مطالعه د هر فقیه او داعي لپاره قوي تکیه ده؛ په دیني امورو کي د بحث کوونکي لپاره کمزورې مطالعه یا نیمگړي زده کړي لوی عیب دئ. مطالعه یوازینی داسي شی دئ چي د دنیا او د هغه د کارونو او معاملاتو په اړه سـم فکر سړي ته ورکوي؛ مختلف مفاهیم په سمو درجه بندیو کي ږدي؛ د فقهاءو او مبلغینو د نیمگړي پوهي لوی سبب د هغوی د زده کړو کمښت وي؛ د داعي لپاره مهمه ده چي هر څه ولولي؛ د عقائدو کتابونه ولولي، د الحاد کتابونه ولولي، د احادیثو کتابونه مطالعه کړي، فلسفه ولولي او لنډه دا چي داعي باید د هر انساني فکر مطالعه وکړي؛ تر څو دی د ژوند او د هغه له ډول ډول اړخونو سره اشنا سي.“
د سیاسي زورواکۍ په مقابل کي او د حقیقي آزادۍ په اړه غزالي څه فکر لري؟!
شیخ محمد الغزالي د اسلامي جمهوریت داعي وو؛ د سالم انسان رأیي ته ئې اعتناء ډېره مهمه بلله؛ مرحوم د هغو خلکو له رأیي سره شدید اختلاف کاوه چي واکمن ته د وېټـو (رَد کولو کامل) اختیار ورکوي؛ ده به دا کار د اسلامي شورائیت ضد بلی؛ د ده په وینا که دا شوریٰ ده نو بیا زورواکي څه ده؟! نوموړي به ویل زموږ قانوني فقه باید د حجاج بن یوسف الثقفي، عبیدالله بن زیاد، بنو عباس او آلِ عثمان د ځینو پاچایانو له اثراتو څخه خوندي پاته وي. د دولتي ادارو او د هغوی د اوصولو او قوانینو د اصلاح لپاره ذهین او متقي فقهاءو ته اړتیا سته؛ د ده په قول زموږ د وروسته پاته کېدلو سبب د آزادۍ ضایع کول او زورواکۍ غلبه ده.
د مېرمنو او کورنیو (خاندان) د آزادۍ په اړه د غزالي نظر:
د بشري ژوند د جوړولو لپاره د مېرمن او نارینه؛ دواړو جنسونو وجود مهم دئ. تر اسلام وړاندي په هر دور او ټولنه کي له مېرمنو سره ظلم زیاتی کېدی؛ اسلام په خپل راتلو سره دې ظلم ته د پای ټکی کېښود. د مېرمنو په اړه پر قرآني او نبوي لارښوونو سربېره؛ مسلمانانو د خپل کلتوري او تمدني زوال او وروسته پاتې کېدلو پر وخت پر هغې ظلم جاري وساتی او د هغې ډېری حقوق ئې ترې سلب کړل؛ هغه ئې د کور بندیوانه کړه؛ هغه له دین او دنیا بېـخبره پاته سوه. د مسلماني مېرمني د دې پست حالت د بدلولو په موخه شیخ محمد الغزالي ډېري هڅي وکړې؛ ده د اسلامي تمدن د انحطاط په دوران کي د زېږېدلیو موروثي رسمونو او د امپراتوریو د کلتوري یرغل په نتیجه کي د پیدا سویو ناسمو رسمونو څخه د مېرمنو د غاړي خلاصولو هڅي وکړې.
ممکن دا پر ځینو جنابانو گرانه تمامه سي؛ خو همدا حقیقت دئ چي شیخ محمد الغزالي د کور په چار دېوالي کي د مېرمنو د مقید کولو خلاف وو؛ همدا نظر د یوسف القرضاوي او ممکن د الازهر او عربي نړۍ د غوڅ اکثریت د علماء کرامو وي؛ دوی د وقرن في بیوتکن... آیت فقط د الله د رسول مېرمنو ته الهي امر گڼي؛ غزالي د یوه مصلح داعي، مفسر او فقیه په صفت د مېرمنو د حقوقو ملاتړی او ساتونکی دئ؛ د ده په قول چي مسلمانانو د خپل زوال او پستۍ پر وخت پر مېرمنو ظلم وکړ؛ حتیٰ هغوی ئې جومات ته له تللو څخه منع کړې. په داسي حال کي چي با جماعته لمونځ د انسان پر ټولنیز ژوند ژوره اغېزه لري؛ په جوماتونو کي ترسره کېدونکی وعظ و نصیحت ځانته اثرات لري.
له جوماتونو څخه د مېرمنو د منع کولو تگلاره د صحابه وو رضوان الله علیهم له وخته پیل سوې وه؛ عبدالله بن عمر رضي الله عنه چي کله دا حدیث وړاندي کړ چي: ”لا تمنعوا امآء الله مساجد الله“ یعني د الله بندگانې؛ د الله له جوماتونو څخه مه منع کوئ!
(متفق علیه حدیث دئ او راوي ئې ابن عمر دئ لکه اللئولئو والمرجان فیما اتفق علیه الشیخان نمبر ۲۵۴ کي دئ.)
دلته نو د ده یوه زوی وویل: والله نمنعهن انهن یتخذنه دخلا. په الله قسم موږ به ئې حتماً منع کوو؛ دوی دا د وتلو او زینت څرگندولو یوه پلمه گرځولې ده. پر دې خبره ئې پلار وویل: زه وایم چي رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل او ته وایې موږ به ئې حتماً منع کوو؛ په الله قسم زه به له تاسره هیڅکله خبره ونکړم. تر دې وروسته عبدالله بن عمر رضي الله عنه ټول عمر له خپل دغه زوی سره خبره ونکړه. (محمد الغزالي - الحق المرء - ټوک:۲ پاڼه: ۱۱۸-۱۱۹) دلته محمد الغزالي ډېر جالب دلیل وایي چي مسلمانانو د یوه فقیه صحابي پلار روایت ترک کړ او د یوه عاق او جاهل زوی په رأیي پسې ولاړل.
د الله رسول صلي الله علیه وسلم د مېرمنو لپاره د مسجد نبوي یوه دروازه ځانگړې کړې وه؛ هغه به دوی ته په وروستیو صفونو کي د پاته کېدلو سپارښتنه کوله؛ د مېرمنو صفونه په مسجد نبوي کي پاته ول؛ په نبوي پېـر او د خلفاوو په زمانه کي هم؛ مېرمني به له سهاره بیا تر ماښامه جوماتونو ته تلې راتلې؛ د اخترونو او جمعې ورځو په لمونځونو او خطبو اورېدلو کي د مېرمنو گډون کول؛ د اسلامي شعائرو له جملې دي. خو له بده مرغه چي اسلام چي په مېرمنو کي کوم انقلاب را پورته کړی وو هغه په تدریجي توگه وځپل سو؛ حتیٰ مېرمني له زده کړو د منع کولو او هغوی د نالوستو پرېښودلو په پار دا حدیث جوړ کړل سو چي د مېرمنو لپاره ”لیک“ کول منع دي؛ خو دوی دا فکر ونکړ چي د دې جهالت اثرات به پر چا پرېوځي؟! که د یوه ملت نیم نفوس جاهل پاته وی نو د راتلونکو نسلونو به کوم حالت وي؟!
له جوماتونو څخه د مېرمنو د منع کولو په موخه په صحیحینو کي هیڅ شی نه دئ روایت سوی؛ د کوم ضعیف روایت په مټ د بل کوم مشهور او متواتر سنت عمل مخالفت کول جهالت دئ. جوماتونو ته د مېرمنو په راتلو سره فتنه نه پیدا کېږي بلکي په تقویٰ او علم کې زیاتوب راځي؛ مېرمني باید په عامو ساده جامو کي جوماتونو ته ولاړي سي؛ که احیاناً ځیني مېرمني زینت و سینگار او عطرو او خوشبویي سره جوماتونو ته ورځي نو هغوی باید وپوهول سي یا باید ترې منع سي؛ خو پر ټولو مېرمنو جومات ته تگ منع کول اسلام نه دئ.
د اسلام پر لور دعوت:
شیخ محمد الغزالي د اسلام جزوي تصور نه خوښوی بلکي تل به ئې ټینگار کوی چي موږ باید د اسلام کُلي مفهوم غوره کړو؛ د ده په فکر تر ټولو وړاندي خوارج په کم عقلۍ او یا په فقي ناپوهۍ کي راگیر سول؛ خوارجو وویل: د علي کرم الله وجهه پر ضد وجنگېږئ او یا دي هغه له تحکیم نه برئ الذمه سي؛ د عمر بن عبدالعزیز پر ضد تر هغه وجنگېږئ تر څو هغه پر خپلو مشرانو یعني د بنو امیه پر خلفاؤ لعنت ونه وایي. دا فقهي نا پوهۍ د دې پایله وه چي فقهاء ځیرک فکر لري خو عابد زړونه نه لري؛ د صوفیانو بیا پاک جذبات وي خو د فقهاءو په څېر تېز عقلونه نه لري؛ د محدثینو د احادیثو متن یاد وي خو دوی دا احادیث د هغوی پر مناسب محل نسي وضع کولی او نه هم سم استنباط ترې کولی سي. اصحاب الرايي بیا مصلحت گوري خو له نصِ محفوظ څخه د یوه شي لپاره د تائید له راوړلو عاجز دي؛ د واکمنانو دنده د ملت لپاره او د هغوی د گټو لپاره کار کول دي خو په تقویٰ کي د دوی لاسونه تنگ دي؛ عوام په انفـرادي عباداتو کي لگیا دي خو چي کله د نصیحت، امر و نهي او د واکمنانو د غیض و غضب د برداشت کولو وخت راسي نو دوی سکوت غوره کړي. لمونځ یوه مسلمان ته نظم (ډسپلین) او نظافت ور زده کوي خو مسلمانان نا منظم او پاشلي دي؛ د حج سفر زړونه آباد کوي او د سکون او رحمت درس ورکوي اما خلک د حج اداء کولو پر وخت او تر هغه وروسته د سخت زړيتوب او بد اخلاقۍ څرگندونه کوي.
همداسي غزالي د هغو مذهبي ډلو په تړاؤ جالبه سپارښتنه کوي چي له پېړیو راهیسي د اسلام پر زمکه مېشت دي، ځانونه مسلمانان گڼي خو بیا هم له مسلمانانو پرې سوي پاته دي. نوموړی د اسلامي امت د پرې سویو فرقو په اړه وایي:
”په اسلامي امت کي اوس هم داسي ډېري فرقې او ډلي سته چي موږ ته د باطني مذاهبو او د هغوی د داخلي فتنو یادونه تازه کوي. دا خلک نږدې له زرو کلونو راهیسي همداسي را روان دي؛ لکه نصیریه، دوروز، اسماعیلیان (آغاخانیان) او د دوی په څېر نوري کوچنۍ کوچنۍ فرقې چي اسلام ته منسوبي دي. دوی ځانونه شیعي مسلمانان گڼي خو ټولو شیعه گانو له دوی څخه پرېکون اعلان کړی. دا اصلاً باطني کورنۍ دي چي د اسلام چپـني ئې اغوستي او دوی په یو څو بې سنده افکارو پوري نښتي دي. زه په دې باور یم چي دا د دولتونو او امت دواړو د بې پرواهۍ او هغوی ته د توجه نه کولو پایله ده؟ څه دلیل دئ چي دا خلک له پېـړیو را وروسته هم په اسلامي نړۍ کي داسي جلا ژوند تېروي؟! تر زرو کلونو ډېر وخت تېر سوی چي کوم اسلامي دولت د دوی د زړونو د سیده کولو او له ځان سره د یو ځای کولو لپاره کار ونکړ؟ دوی نه د امت سره یو ځای دي او نه د هغوی دښمنان. دا باطنــیان د عوامو او دولتونو تر منځ د پیدا سوي خلاء په پایله کي را منځــته سويدي؛ د علماءو یو لوی شمېر د باطني فکر د ورکولو او د هغوی د خرافاتو د څرگند کولو ډېري هڅي کړي؛ د عوامو اکثریت ئې له دوی بـېل کړی؛ په دې توگه ئې د دوی سیاسي قوت له منځه یووړ. مسلمانو واکمنانو؛ چي اکثریت ئې مطلق جاهل او جابر ول؛ د خپل فکري لا أُبــالۍ له سبـبه د مجاهدو علماءو دا پیل کړي کارونو د هغوی تر پایلو ونه رسول. په زړه پوري خبره دا ده چي دغو فرقو ته ئې منسوب نوي نسلونه اوس له خپـلو پخوانیو سرچیـنو پرې سويدي؛ نو ځکه هم اوس د اسلام پر لور د دوی میلان ډېر قوي دئ. اسلامي امت باید پرلپسې هڅي وکړي تر څو په زده کړو او مثبتو پروپاگندو سره دغه فرقې د کتاب او سنت تر سایوان لاندي د را غونډولو هڅي وکړي او په پراخه ملي دائره کي د دوی د افرادو د راغونډولو لپاره اړین اقدامات ترسره کړي.”
د امت د زوال اسباب:
شیخ محمد الغزالي په خپل یوه کتاب (سرّ تأخر العرب والمسلمین/د عربانو او مسلمانانو د زوال راز) لیکلی؛ په دې کتاب کي ده د اسلامي کلتور او اسلامي امت د زوال اسبـاب په نښه کړي دي؛ چي لنډیز ئې دا دئ:
۱. اسلام ناسم درک کول: کوم شی چي باید مؤخر سي د هغه مقدم کول او کوم شی چي باید مقدم سي د هغه مؤخر کول؛ د دین په نوم د خرافاتو خپرول؛ لکه د مصیبت پر وخت د سنت مطابق د مناسبو اسبابو غوره کولو پر ځای د بخاري شریف ختم کول.
۲. په اسلامي زدکړو کي د ډېر ستر خلل پیدا کېدل: اسلامي زدکړي د امت فکري او روحي غذا ده؛ همدا د دوی عقل، ذوق او ارادې پراخوي.
۳. له دنیا د مسلمانانو بې خبري: په داسي حال کي چي زموږ اسلافو د دنیا په اړه پراخ علم درلودی او پر هغه کاملاً مسلط ول.
۴. په اسلامي نړۍ کي د تقدیر د جبري نظریې خپرېدل: یعني انسان پابند دئ آزاد نه؛ انسان د قدرت، ارادې، اختیار او قوت نه محروم دئ. د دې شي سبب د شیخ په وینا د علم الکلام، علمِ تصوف او د قرآن و حدیث ځیني مفسرین او شارحین دي. پر دې سربېـره د اسبـابو او مسبـّباتو تر منځ د اړیکي کمزوري؛ د اولیاءو د کراماتو او خارق العادت نظریې ډېر ترویج.
۵. په اسلامي ټولنه کي د ریاءکارۍ رسمونه: مسلمانانو ډېر داسي رسمونه خپل کړي چي فقط پر نندارې او نمائش ولاړ دي او د اسلام له آسانو او ساده فطري انداز نه متفاوت دي.
۶. د مېرمنو کمزوری حیثیت: د یوه دروغجن حدیث پر اساس مېرمن له زده کړو منع سوه: ”هغې ته لیک مه ورزده کوئ!“ یو بل خود ساخته روایت دئ: ”نه دي مېرمن کوم نارینه ته گوري او نه دي دې ته کوم نارینه گوري!“. پر متواترو صحیح سنتونو سربېــره ئې مېرمن له مسجد څخه منع کړې؛ د الله تعالی کور ئې له دوی څخه غيرِآباد کړی؛ دوی له دیني لارښوونو، قرآن و حدیث او فقهي څخه محرومي پرېښودل سوي؛ په دې توگه د مسلماني مېرمني له دين او ټولني سره اړیکه ختمه سوه؛ د دې سره یو ځای په بشپړه اسلامي نړۍ کي د روزني او تربیې معامله په ټــپه ودرېده.
۷. په عربي ادب کي انحطاط: د شیخ په قول په شعر و نثر کي جمود هم د مسلمانانو د زوال یو سبب دئ؛ په عربي ادبیاتو کي د ضعف پیدا کېدلو له وجهي لوړ ادیبان، لیکوالان او مفکرین ورک سويدي.
۸. په ټولنه کي ناسمه مالي پالیسي: په اسلامي ټولنه کي د شتمنۍ د ناسم کارولو په سبب غربت او مالداري دواړه خپلو انتهاؤ ته ورسېدل؛ په داسي حال کي چي اسلام هغه دین دئ چي له بخــیلو شتمنو څخه ئې د غریـبانو د حقوقو د ترلاسه کولو په موخه فوځونه روان کړل؛ بدبخـتانه چي واکمنانو دې اړخ ته پاملرنه ونکړه؛ غریب ملتونه له ظلم او بد وضعیت سره مخامخ سول؛ د رشوت، بېـکارۍ او بېــروزگارۍ چلن ډېر زیات سو.
۹. سیاسي تحریف: حدیث کي راځي: اذا وسد الامر الی غیر اهله فانتظر الساعة. چي کله کوم کار نا أهله ته وسپارل سي نو قیامت ته منتظر سئ! بدبختانه چي دلته معاملات اهل کسانو ته ونه سپارل سول.
له ستونزو او مأیوسیــو ډکه پېـړۍ!
شیخ محمد الغزالي وایي: زه شاهد یم چي زما پلار مرحوم یو عابد، متقي، خواري کښ او تکړه انسان وو؛ پلار مي ځکه زما نوم محمد الغزالي غوره کړ چي امام أبو حامد الغزالي رحمه الله ده ته په یوه رښتني خوب کي همدا امر کړی وو؛ مرحوم دا خوب تر واده مخکي لیدلی وو.
زه چي په کومه پېړۍ کي زېږېدلی یم دا زموږ د دین اسلام لپاره تر ټولو بده پېړۍ وه؛ لا اووه کلن سوی هم نه وم چي د ترکیې مرتد مصطفیٰ کمال ”عثماني خلافت“ سمندر ته غورځولی وو؛ بلې هو د خلافت دا اداره په وروستیو کي د یوه بې روحه جسد په څېر وه؛ خو دې جســد هم د اسلام دښمنان په وېره کي اچولي وه؛ دوی وېره درلوده چي هسي نه په دې بې روحه جسد کي هم تر پرلپسې ضربونو وروسته یو ځل بیا سـاه ونه چلېږي؛ هسي نه یو دم راپورته سي او خپل خطرناک مأموریت بیا ځل پیل نکړي؛ ځکه هم د اسلام دښمنانو د هغه د مرگ پرېکړه وکړه.
زه لوی سوم، تر زدکړو وروسته پوه سوم چي زما د پیدائښت پر وخت چي اسلامي امت له کوم وضعیت سره مخ وو؛ هلته ملتونه بې وسه ول؛ دا هر څه زموږ د واکمنانو د کــړنو پایله وه. ما په تاریخ کي وکتل چي په همداسي غمجن ماحول کي ابن تیمیه رحمه الله هم زېږېدلی وو؛ ستر سو؛ د عباسي حکومت د سقوط پر وخت ځوان وو؛ د تاتاري فوځونه بریدونه جاري ول؛ ابن تیمیه به له خپلي کورنۍ سره له یوه ښاره بل ښار ته پناه وړله؛ مسلمانان په پرلپسې توگه له ماتو، ناکامیو او تاوانونو سره مخامخ ول.
مسلمان ملتونه تل د خپلو واکمنانو د ناانصافیـو په نتیجه کي له مصیبتونو سره مخ سوي؛ واکمنان چي خپل مسئولیتونه سم سرته نه رسوي او خپل امانتونه ضایع کوي. په دې کي زموږ یعني عوامو څه ملامتي؟! زموږ د ماشومانو څه ملامتي؟!! زموږ د مشرانو څه ملامتي؟!!! دوی خو پر اسلام سر ورکوونکي دي؛ دوی پر دې دين له ځان، مال او اولاد له قربانولو هم ډډه نه کوي.
دلته یو اړین وضاحت کوم: زه هېواد ته د بهرنۍ نظریې راوړلو سخت مخالف یم؛ هغه که مذهبي هڅي وې او یا هم د گوندي او سیاسي افکارو واردول؛ افغان ټولنه د داسي مفکورو لپاره نه عیاره ده او نه اړتیا ورته لري؛ افغانان مسلمانان دي او د یوه مسلمان د بیا ځل مسلمان کولو هڅي یوازي فتنې زېږوي؛ موږ د موقتـو او لنډ مهالو تش په نوم وروستیو اسلامي خلافتونو عروج او زوال وکتی؛ زه د اخوان المسلمین ډېره یادونه کوم؛ دا ځکه اخوان د بهرني اشغال په مقابل کي د جهاد او کورنيو ستونزو په مقابل کي بیا د سوله ییزو لارو چارو پالیسي لري؛ زندانونه او زحمتونه گالي خو هېواد کورنۍ جگړي ته نه بیایي؛ بل سبب ئې دا هم دئ چي غواړم د اسلامپالو کارنامې دلته هېري نه وي، موږ زده کړه ترې وکړو؛ په بشپړه نړۍ کي د لومړۍ قبلې د آزادولو په موخه همدوی د صهیونیسټانو په سترگو گوتي ومنډلې او د یوه تر بقاء به دا تصادم جاري وي؛ ان شاء الله چي فتح به د مؤمنانو وي.
محمد هاشم شاهین
۵-سپتامبر-۲۰۲۵ع
جمعه

Comments
Post a Comment