ما هغې ته څپېړه ورکړه... آیا زما اودس باطل سو؟! عبدالله غالب البرغوثي

ما یوې نا محرمي ښځي ته پر مخ څپېړه ورکړه؛ نو آیا زما اودس د دې څپېړي له امله مات سو؟!


حقیقت دا دئ چي د دغو ديني پوښتنو جواب ماته چندان مهم نه وو؛ ځکه زه خو دا هم نه وایم چي کله ما هغه په څپېړه وهله نو هغه وخت هغه با اودسه ول که نه؛ خو تر دې وروسته مي اودس او لمونځ وکړ.


هغه څه چي ماته مهم وو؛ د هغې څپېړې علت وو؛ هغه زوروره، بلکي ډېره دردوونکې څپېړه چي هغې ښځي زما له لاسه وخوړله. د دې پېښي ريښې هغه مهال ته رسېږي چي کله د کتائب الـقــسام د څار نظم ماته د یوې ښځي له خوا څو مکرري غوښتني راولېږلې چي غوښتل ئې له ما سره د یوه مهم کار لپاره وگوري. هغې ډېر ټینگار کاوه؛ دا چي له امنیتي اړخه کوم خطر نه راته ښکارېده نو د څو میاشتو له تکراري غوښتنو وروسته مي د ملاقات اجازه ورکړه.


السلام عليکم.

وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته! خير وو؛ خوري؟!

زه غواړم د الله په لاره کي شهـیده سم.


دلته سلگونه نارينه اسـتشهاديان د خپل نوبت په تمه ناست دي؛ تر څو په داسي عملـیاتو کي برخه واخلي.

آیا احلام التـميمي له تا سره کار نه‌ کاوه؟!


هو؛ هغې زموږ سره کار کاوه؛ خو زه خو هیڅ خبر نه وم چي هغه نجلۍ ده؛ تر څو چي بالاخر زه ونيول سوم.


زه غواړم شهیده سم.

ولــي؟!


تر دې مخکي چي هغې جواب راکړی وو؛ ما هغې ته اشاره وکړه چي خپل لاس پر قرآن کریم کښېږدي. هغې تر اوږده سکوت وروسته وویل: زه له ډېرو کلونو راهيسې واده سوې یم؛ خو بې اولاده یم. هر ځل چي امېدواره کېږم؛ ماشوم مي په خېټه کي مري. د مېړه خپلوانو مي له ژونده جهـنم جوړ کړی. که څه هم زما خاوند له ما سره مينه لري؛ خو نور هغه هم د خپلوانو پر وړاندي د زغم توان له لاسه ورکړی. له همدې امله غواړم له دې نړۍ لاړه سم؛ تر څو له غمونو نه خلاصه سم.


هغې چي څنگه له قرآن څخه لاس پورته کړ؛ زما لاس د څټک په څېر د هغې پر مخ ولگېد. هغه پر زمکه ولوېده او په ژړا سوه او له هغې سره هغې خور هم ډېر وژړل چي همدلته د خپل قسامـي مجـاهد خاوند سره موجوده وه.

ما هغې ته وویل: ”خپل کور ته ولاړه سه او باور وکړه چي الله به درې زامن او درې لوڼي درکړي! ولاړه سه او پر الله توکل وکړه!! ستا ستونزه ساده حل لري؛ کور ته ستنه سه، اودس وکړه، لمونځ وکړه او له الله نه دعاء وغواړه!!! الله د دعاء قبلوونکی دئ او هيڅکله د هغه له عظیم رحمت نه ناهیلې نه سې.“


ما هغې ته د تللو اجازه ورکړه او هغه قـ.سامي مجاهد له خپل مېرمن سره دا خور يو ځای د هغې تر کوره ورسوله. په لاره کي هغې ژړا بنده کړه او د مجاهد له مېرمني نه ئې وپوښتل: ”آیا عبدالله البرغوثي درې زامن او درې لوڼي وویل؟!“

هغې جواب ورکړ: "هو؛ هغه وویل درې او درې!"


قـسامي مجـاهـد چي کله دا مېرمن خپل کور ته ورسوله؛ بېرته راغی او زه ډېر خاموش وم. سره له دې چي هغه ټوله ورځ له ما سره تېره کړې وه؛ خو هغه یوازینی ځل چي زما ږغ ئې واورېدی هغه هم د لمانځه پر مهال د قرآن د تلاوت ږغ وو.


يوې پوښتني ډېر ځورولم: که دا مېرمن خپل ځان والوزوي؛ آیا هغه به شهيده وي که د ځان وژونکې؟

شهیده کا قاتـله؟!


زه نه ديني عالم يم، نه د اسلامي فقهِ استاذ او نه هم مفتي يم؛ آن تر دې چي د هغو علماءو له جملې هم نه يم چي خپل وخت په جوماتونو، ديني مدارسو او د درسونو په حلقو کي تېروي. زه عبدالله البرغوثي يم؛ يو مسلمان، نه زيات او نه کم. هو؛ لمونځ کوم، روژه نيسم او د امکان تر بريده د سنتو پيروي کوم. هو؛ د خپل وس تر امکانه.


زه فقط يو قسامي انجنير يم؛ يوازي انجنير او بس! يو قسامي انجنير چي درواغ نه وايي.

اې الله! ما هغې ته وويل چي ته به هغې ته درې زامن او درې لوڼي ورکوې!

اې الله! موږ اوس د مبارکي روژې په مياشت کي يو؛ ما وعده وکړه او قسم مي وکړ!

اې الله! زما مرسته وکړه! اې الله! زما مرسته وکړه!


بس یو څو ورځي تېري سوي وې چي زه د يوه استـشـهادي د تيارولو په کار بوخت وم؛ فکر کوم هغه ايـمن بـحر وو؛ هغه راته وويل: "شيخه! وصيت راته وکړه؛ ووايه: که زه شهيد سوم او زما روح جنت ته ولاړه سي نو زموږ پیـغمبر محمد ﷺ ته څه ووايم؟!"


ما ورته وويل: پیغمبر ﷺ ته سلام ووایه او له الله څخه زما د کار د اسانتیا لپاره دعا وکړه.

هغه وويل: ايا غواړې چي زه ستا لپاره د الله په دربار کي شفاعت وکړم؟! ځکه زه اسـتـشهادي يم.


دلته مي هغه څپېړه راياده سوه! هغه مېرمن راياده سوه؛ نو ما ایمن بحر ته وويل: ”زما شفاعت مه کوه! زما شفاعت به ان‌ شاءالله وروسته ستا ورور اسامه حلبه کوي.


خو زه له تا نه دا غوښتنه کوم چي له الله جل جلاله څخه دعاء وغواړې؛ چي زما خور؛ فلانه د فلان لور؛ له غم او اندېښنې خلاصه کړي او هغې ته درې زامن او درې لوڼي ورکړي؛ ځکه ما دا وعده ورسره کړې ده.“

او دا کيسه مي هم له اسامه حلبه او هم له ايمن بحر سره شريکه کړه.


د مبارکي روژې مياشت تېره سوه او کوچنی اختر راغی او څه باندي دوې مياشتي وروسته لوی اختر هم راورسېدی؛ چي د هغې خور د امېندوارۍ زېری راته راورسېد!

يوازي څو مياشتي وروسته هغې يو ښکلی زوی وزېږاوه؛ شاوخوا لس مياشتي وروسته ئې تر هغه لا بل ښکلی زوی وزېږاوه او بيا درېیم زوی چي زما نوم ئې ورباندي کېښود: "عبدالله".


دغو فقهي پوښتنو به تل زه ځورولم؛ خو الحمد لله چي زما شاوخوا داسي وروڼه موجود وو چي تر ما ډېر د دين په چارو پوه او عالم وو. په دې ډېر ښه پوهېږم چي څوک د الله په لاره کي ووژل سي؛ د الله په حکم سره د هغه ځای جنت او برخلیک ئې مغفرت دئ. او څوک چي د فاني دنیا د اړتياوو لپاره خپل ځان ووژني؛ نو د هغه انجام سخت عـذاب او د دوزخ اور دئ. زه په دې هر څه پوهېږم خو په دې هم خبر یم چي زه ديني عالم نه يم؛ زه يوازي يو انجنير يم؛ د جـهـاد د لاري يو انجنير.

ــــــــــــــــــــــــــ

عبد الله غالب البرغـوثي؛ أمير الظل؛ مهنـدس على الطـريق، 

.۲۰۱۲ نسخة إلكترونية، پاڼه: ۱۴۴ وما بعدها.

ژباړه: محمد هاشم شاهین




Comments