یوازي هغه هېوادونه چي عمرونه تر یوې پېړۍ کم دي د هغوی بیرغونه ثابت پاته دي؛ نور نو د اکثرو هېوادونو بیرغونو د وخت او حالاتو مطابق تغییر کړی دئ؛ مثلاً د سوریې تر اوسني انقلاب وروسته ئې عبوري دولت د سوریې بیرغ تغییر نکړ اما تېره ورځ د قسد ځواکونو مشر وویل: ”موږ له سوري ځواکونو سره د قسد د ۱۰۰-زرو ځواکونو د ادغام پرېکړه کړېده؛ موږ د سوریې له موجوده نظام سره د واحدي اردو، واحد بیرغ او د مرکزي حکومت پر یوموټي کېدلو توافق ته ورسېدلو.“ د دې معنیٰ دا ده چي د مرکزي دولت نوعیت، د واحدي اردو جوړښت او بیرغ څرنگوالی تر بحث لاندي راغلی او بیرغ هم لکه اساسي قانون تعدیل او تبدیل کېدلی سي.
دغسي تغییرات سابقه دار دي؛ له منگولیا نیولې بیا تر جنوبي افریقا او له روسیې نیولې بیا د الاسکا او امریکا تر وروستیو څنډو؛ گڼ شمېر داسي مثالونه موندل کېږي چي د بیرغونو رنگونه، نښي، نوعیت بلکي حتی کامل جوړښت ئې هم تبدیل سوي او ملتونه پرې متفق سوي دي.
په ۱۹۹۹ع کال کي جاپان د خپل بیرغ د دائرې رنگ یو څه روښانه کړ چي دا یو تغییر وو، د بنگال د حسینه واجد له تېښتي وروسته داسي گنگوسې دي چي ممکن بنگال په خپل بیرغ کي د هلال نښه اضافه کړي، جرمني یوازي درې لسیزي وړاندي په خپل بیرغ کي بدلون راوستی، ایران د رضا شاه پهلوي د زمري نښي پر ځای د الله نوم خپل بیرغ ته ور اضافه کړ، د چین، روسیې، امریکا، برتانیې، منگولیا او ترکیې لنډه دا چي د نړۍ اکثریت هېوادونو په کراتو خپل بیرغونه تبدیل کړي؛ د عرب هېوادونو له بیرغونو به څه ووایم؟ د هغوی اکثریت خو ئې په یوه ورځ ترسیم سوي دي؛ د ډېریو رنگ ئې سره ورته دئ او دا د سایکس پیکو د زمکو د کرښو کښلو پر وخت ترسیم سوي؛ د دغو اکثر بیرغونو رنگونه څلور دي؛ یعني تور، سور، زرغون او سپین؛ دا رنگونه پان-عرب رنگونه بلل کېږي او د عثماني سلطنت پر ضد د ۱۹۱۶ع کال د عرب بغاوت بیرغ Arab Revolt څخه اقتباس سوي ول. د دې بغاوت مشري شریف بن حسین کوله او برتانیه ئې تر شا ولاړه وه؛ د همدې بغاوت یو کرکټر لارنس آف عربیا ډېر مشهور دئ؛ دا بیرغونه ئې اکثر برتانوي مشاور مارک سایکس ډئزائن کړي ول.
د فلسطین بیرغ نن هم په دې هېواد کي متنارع دئ؛ همداسي عراق په وروستیو دوو لسیزو کي درې ځله په کم رد وبدل سره خپل بیرغ تغییر کړی؛ د سعودي، یمن او سوریې بیرغونه هم په مختلفو وختونو کی ډېر تبدیل سوي دي...
له دې دا معلومیږي چي د هیڅ یوه هېواد بیرغ ډېر سابقه دار نه وي؛ د تعجب ځای خو دا دئ چي د اکثرو هېوادونو سرحدات لا ډېر پخواني نه دي، بدلېږي را بدلېږي؛ ملتونه ئې نن یو او سبا بل سرود زمزمه کوي؛ فرضاً که همدا اوس کوم بل هېواد یا ایالت له امریکا سره الحاق وکړي نو په امریکایي بیرغ کي به یو بل ستوری اضافه کېږي. په داسي حال کي پر دغسي شیانو جنجال کول فکر نکوم د معقولو انسانانو کار به وي. زموږ لومړیتوبونه نور دي؛ رب دي هغه ورځ راولي چي په هېواد کي واحد مرکزي دولت شتون ولري، اپوزیسیون ئې په وړاندي ناست وي او د هېوادوالو د گټو پر سر چنې سره وهي؛ داسي نه لکه نن چي څوک له بهره د تخریب او فساد شعارونه زمزمه کوي، ځیني اخطارونه کوي؛ ځیني غواړي هېواد ته بیا له بنیاده تغییر ورکړي، ځیني مفسدین بیا آن د نوم او تجزیې نه پوره کېدونکي (انشاء الله) ارمانونه ساتي...
Comments
Post a Comment