د احمق دیکتاتور ناسمه پرېکړه! محمد هاشم شاهین

زه له تېرو څو ورځو راهېسي ځانگړي کتابونه او مستندي ډاکومنټریانو گورم؛ ځکه دې ورځو کي د خلیج موضوع ډېره توده او حساسه ده؛ مثلاً: د ایران تاریخ، د اسلامي نړۍ ســړَه جگړه، صدام حسین او د خلیج په تړاؤ ځیني نور مصادر... تاریخ یو څه وایي او ټولنیزي رسنۍ بل څه؛ تاریخ چي څوک احمق یادوي دوی ئې ځیرک او چي څوک غدار معرفي کوي دوی همغه څوک اتل گڼي؛ دا ځکه دلته معیار، ترازو او د واقعیتونو ادراک بلکل نسته؛ احساسات ښه انعکاس کېږي، افسانې شهرت پیدا کوي او دروغ بازار لري.


چي رسنۍ گورم: ځیني خلک (عموماً عوام) ارمان کوي چي کاش صدام حسین ژوندی وای نو د فلسطین (غزې) وضعیت به داسي نه وو؛ دوی یقیناً له تاریخ څخه بې خبره دي؛ صدام ژوندی وو چي غزه لومړی د مصر او بیا د اسرائیل په ولکه کي وه؛ صدام ژوندی وو چي خلیج ته امریکایي ځواکونه داخل سول؛ بلکي همدی ئې عامل سو؛ صدام ژوندی وو چي د مصر هوائي ځواک په یوه لحظه کي له منځه ولاړی؛ صدام ژوندی وو چي عربانو له اسرائيل سره شپږ ورځنۍ جگړه کي شرمېدلې ماته وخوړله؛ صدام د ایران پر ضد ناروا تېری وکړ او پر کویټ ئې وحشي برید ته هسي پلمې لټولې؛ بالاخر ئې هغه جنایت هم وکړ؛ همده له ځانه تور دېب جوړ کړی وو او ډارن عرب دیکتاتوران ئې ووېرول؛ په ځانگړې توگه امریکا له صدام څخه د سعودي پاچا شاه فهد او هغه بیا خپل مذهبي اسټبلشمنټ مشر ابن بــاز سخت ووېراوه او د امریکایي ځواکونو د راوستلو عاجله فتویٰ ئې ترې ترلاسه کړه. د ۱۳-اگست په ورځ لیکل سوي دې فتویٰ متن خندوونکی دئ؛ لیکي: ”د سعودي عرب پر سرحداتو د بهرني (عراقي) فوځونو موجودیت په سبب سعودي حکومت مجبور سوی چي له عرب او غیرِ عرب (امریکا) هېوادونو څخه مرسته ترلاسه کړي؛ ځکه د یوه ښه مسلمان حاکم مسؤلیت دا دئ چي بدي او یرغل منع کړي؛ نو ځکه هم باید د سعودي عرب د علماءو شوریٰ د سعودي پاچا له لوري د هر اخیستل سوي گام ملاتړ وکړي.“ په دې فتویٰ کي ډېر څه مستعار لیکل سوي دي؛ په داسي حال کي چي عراق د سعودي پر لور هیڅ نوع عکس العمل او پرمختگ نه و کړی؛ البته امریکا د شاه فهد دوکه کولو په موخه هغه ته د سټیلائټ غیر حقیقي تصویرونه ور وښودل او دا یقین ئې ورکړ چي تر کویټ وروسته د دوی نوبت دئ.


کیسه داسي وه: په ۱۹۹۰ع کي چي کله د عراق - ایران اوږده جگړه بې گټي پای ته ورسېده نو کویټ له صدام حسین څخه د خپلو پیسو (هغه چي د جگړي پر وخت ئې عراق ته ورکړي وې) غوښتنه وکړه؛ صدام چي ناکامي جگړي ئې ماغزه گډوډ کړي وه پر دې خبره په قهر سو؛ یوازي دا نه چي د کویټ له پور ورکولو ئې ډډه وکړه بلکي پر کویټ ئې نوري گڼ شمېر دعوې هم وکړې؛ د تېلو د غلا، د هغوی د ارزانه کولو او سرحدي زمکي جنجال ئې ورته راپورته کړ؛ صدام اصلاً یوې شخړي ته زمینه سازي کوله او همداسي ئې وکړه؛ بالاخر ئې پر کویټ برید وکړ او د سعودي سرحداتو ته ئې هم په کویټ خاوره کي نږدې محدود شمېر فوځونه مستقر کړل؛ دا اصلاً د کویټیانو د تېښتي د مخنیوي په موخه مستقر سوۍ ول؛ د ایرانیانو په اصطلاح شیطانِ بزرگ (امریکا) چي تر دې وړاندي ئې صدام ته پر کویټ د برید گرین سگنال ورکړی وو؛ له موقع څخه استفاده وکړه؛ سعودي ته ئې وویل چي بل نوبت ستاسي دئ؛ د کویټ تر څنگ عراق د سعودي قرضدار هم وو؛ که څه هم د عراق او سعودي تر منځ یو سوله ییز تړون موجود وو؛ خو له بد پوري صدام څخه امریکایانو سعودي پاچا شاه فهد ووېــراوه؛ دلته باید یوه خبره په ذهن کي ځای ونیسي چي په خلیج کي د امریکا گټي څه دي؟ په یوه جمله که دې پوښتنو ته ځواب وایو. نو هغه دا چي: د امریکا گټي اصلاً د امریکایي تجارتي شرکتونو گټي خوندي ساتل دي؛ دغو شرکتونو د ۱۹۷۹ع کال په لومړنیو ۹-نه میاشتو کي ۲۵-پنځه ویشت میلیارده خالص گټه ترلاسه کړې وه. دا امریکایي شرکتونه د سعودي او اماراتو د تېلو پر ذخائرو قابض دي. همدا د پانگوال نظام اوصول او د امریکا لومړنی هدف دئ. د سعودي د وخت واکمن غوښتل امریکایي ځواکونو ته اډې ورکړي خو له خپلي مذهبي طبقې څخه ئې بیا وېره درلوده.


د سعودي پاچا شاه فهد ابن باز ته ورغی او له عراقي یرغل څخه ئې هغه هم ووېروی؛ ابن باز په درېـیو شرائطو د فتویٰ صادرولو پرېکړه وکړه؛ شرائط داسي ول: ① امریکایان به د سعودي - عراق د احتمالي جگړي تر ختمېدلو وروسته سمدستي سعودي خاوره پرېږدي.  ② پر عراق به برید د سعودي حکومت تر اجازې وروسته ترسره کېږي.  ③ تر څو چي امریکایي ځواکونه سعودي ته داخل سوي نه وي دا کیسه به راز کي ساتل کېږي.  امریکایانو خپل اهداف لاسته راوړي ول او سمدستي ئې تړون لاسلیک کړ؛ شاه فهد ابن باز ته لاسلیک سوی تړون ښکاره کړ او له هغه څخه ئې یوه درباري فتویٰ ترلاسه کړه. دلته یوه یادونه ډېره مهمه ده چي: دا فتویٰ متفـقه فتویٰ نه وه؛ بلکي ډېریو سعودي علماءو ئې مخالفت وکړ چي په رأس کې سلمان العودة او سفر الحوالي شامل ول؛ دا دواره علماء له کلونو راهېسي په سعودي زندانونو کي له مجهول برخلیک سره مخامخ دي. شیخ الطریفي هم د یوې ورته فتویٰ له امله بندي سوی او یرغمال سوی دئ. ده بیا د سوریې د دیکتاتور بشارالاسد د نظام پر ضد د مصر د اخوان المسلمین د منتخب ولسمشر محمد مرسي په وخت کي د جهاد فتویٰ ورکړې وه...


په هر صورت د ۱۹۹۰ع کال د اگست پر ۹-نهمه نېټه سعودي ته د امریکایي فوځونو راتگ پیل سو؛ البته د ابن باز د فتویٰ د وروستي شرط له مخي د دې فوځونو راتگ راز وساتل سو. لسیزي وسوې لا هم امریکایي فوځونه په خلیج کي مستقر دي؛ همغه د ابن باز کورنۍ هم ترې خبره ده؛ بلکي عرب هېوادونه په دې کي له یو بل سره مسابقه کوي چي په کوم هېواد کی باید ډېر امریکایان وساتل سي؛ تېره شپه د ۲۰۲۵ع کال د جون پر ۲۳-مه ایران په عراق او قطر کي امریکایي نظامي بېسونه په نښه کړل؛ سمدستي سعودي اعلامیه نشر کړه چي موږ د قطر پر حریم ایراني بریدونه غندو؛ په داسي حال کي چي ایران عملاً تر امریکایي او اسرائیلي بریدونو لاندي دئ او له همدغو هېوادونو څخه د امریکا الوتکي پر ایران د بمبارد په موخه پروازونه کوي. دا شرم اوسنی نه دئ؛ بلکي د صدام او نورو جنوني دیکتاتورانو نا سم سیاستونه ول چي سیمه ئې امریکا ته وسپارله؛ نن گورو چي هیڅ څوک امن نه دي.


هغه چي صدام ته د زمري په سترگه گوري هغوی باید خبر سي چي صدام په لسیزو پر عراق واکمن وو؛ خپل ملت ته ئې له تحمیلي جگړو پرته بل څه ورکړل؟ آیا عراق آن تر ننه کوم ستر روغتون، کوم مجهز لابراتوار، کومه مشهوره فابریکه او یا بل څه لري؟! نوموړي د کویټ او سعودي په ملاتړ او اشاره پر ایران لویه جگړه مسلطه کړه او بیا ئې په ډېر تکلیف ځان ترې خلاص کړ؛ همداسي ئې پر کویټ د امریکا په یوه سترگـک وهلو برید وکړ چي په مقابل کي ئې بیرته امریکا ودرېدله؛ بلکي یوازي خپله ونه درېدل بلکي ډارن عرب دیکتاتوران ئې هم دومره ووېرول چي هغوی خپلي زمکي دوی (امریکا) ته په اختیار ورکړې! په عربي نړۍ کي د غلامۍ تصور دومره شدت وموندو چي تر ننه څوک د غــرب پر ضد د څه ویلو جرأت نسي کولی؛ کنه د هغو په سلگونو علماء کرامو له برخلیک سره به مخامخ کېږي چي له لسیزو راهېسي په زندانونو کي پراته دي؛ امریکا نن له عربانو باج وړي.


بله جالبه دا هم ده چي کله سعودي ته د امریکایانو د راوستلو اوازه خپره سوه نو د ۱۹۹۰ع په سپټمبر میاشت کي اسامه بن لادن د خطر تر درک کولو وروسته شهزاده سلطان (د سعودي عرب د وخت دفاع وزیر) ته وړاندیز وکړ چي زه کولی سم په ضرب د درې میاشتو کي ۱-یو لک جنگیالي چمتو کړم چي زموږ له حدودو څخه به هر ډول دفاع ته چمتو او لایق وي؛ په دې صورت کي به امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو راوستلو ته هیڅ اړتیا نه پیدا کېږي؛ خو شهزاده سلطان په طنز اسامه ته وویل: په کويټ کي غاري او تونلونه نسته. یعني کویټ او سعودي د افغانستان په څېر نه دي چي له غارو او غرونو څخه دي مقاومت وکړی سې. دا له دیکتاتور صدام څخه د یوه دفاع وزير وېره وه. د صدام تاریخ له دغسي ناقصو پرېکړو ډک دئ. کاشکي ئې دا پرېکړي هم خپلي وای؛ بدبختانه چي غرب دا هر څه ورباندي وکړل؛ آیا معلومات لرئ چي د عراق - ایران د جگړي پر وخت به امریکا سټیلائت تصویرونه سعودي ته د استخباراتي تعاون په نوم ورکول او هغوی به دا ټول معلومات له عراق سره شریک کول؛ بیا به هغه سیمي عراقي فوځ بمبارد کولې؛ د دومره مرستو باوجود هم عراق هیڅ لاسته راوړنه نه درلوده؛ که ئې تهران کنډواله کړی وو؛ نو د بغداد ريښې هم وچېدلو ته نږدې وې.


لنډه دا چي عوام له پېړیو راهېسي له برېت څخه متأثر کېږي؛ دوی فکر کوي چي د چا لوی برېتونه ول په همغه کچه به زړه ور هم وي؛ خو داسي نه ده. په دې نه پوهېږم چي پرېـړ برېتونه به رښتیا هم د جرأت نښه وي او کنه؟ خو په دې باوري یم چي داسي برېتونه حتماً د حماقت ښکارندويي کوي. ما هوښیار برېتور ونه لیدی. زموږ برېتور (نجیب) بل برېتور (دوستم) وپړسوی؛ ملېشې ئې ورته جوړي کړې او اردو ئې د ابدي زوال له خطر سره مخ کړه؛ بلکي عملاً ئې تباه کړه. اما د تېښتي پر وخت لومړي برېتور (نجیب) د هوائي میدان پر لور فرار وکړ خو ناخلفه پیت پوزي برېتور بیا له هغه ځایه وشړی؛ مجبوراً ئې د ملگرو ملتونو دفتر ته پناه ور وړه. دا زموږ د برېتورو تور تاریخ دئ. د صدام برېتونه هم همداسي ول؛ کرامات ئې هیچا ونه لیدل؛ بس وروستۍ خاتمه (مرگ) ئې پرده سوه؛ د عوامو خواخوږي ئې یووړه؛ دا کار له ډاکټر نجیب سره هم وسو او ځینو یتیمانو شهید وگڼی او خپل ورک تاریخ ته ئې یو مفت شهید مشر ور اضافه کړ.


دوهمه برخه ئې (د سعودي علماءو ناسمه فتویٰ) ده.





Comments