ځیني سلفي حضرات د فلسطین د قضیې په اړه نیمگړې څرگندونې او ناقصې مفروضې وړاندي کوي او وايي: ”ټول فلسطینــیان خو حمـاس نه دي.“
دوی به ممکن د غـ.ـزې د اوسېدونکو د قتلِ عام پر ضد او د دښمن د غندلو په پار دا خبره کوي، یا هم په ناپوهۍ او بېخبرۍ کي او ځیني مغرض خلک خو ئې بیا تل د خپلو دیکتاتورو واکمنانو شاکر وي؛ له دغي وروستۍ ډلي څخه خو ئې گیله نسته؛ هغوی او د هغوی دا ظالم مشران خو د ابراهیمي تړون اجراء کوونکي دي؛ البته چي د لومړیو دوو ډلو دا نامناسبي او نیمگړې څرگندوني دفاعي حیثیت نلري؛ داسي څرگندوني او خواخوږۍ د دې مقدسي دعوې د ټکني کولو باعث کېدلی سي؛ د فلسطیـ.ـ.ن له دعوې او داعیې څخه د حـ.ـ.ـماس د جلا کولو دا یهـ.ـ.ودي پالیسي اصلاً فلسطیـ.ـ..ـنیانو ته د منلو وړ نده؛ که د حقیقت سره دې خبری څه اړخ لگولی نو د عوامو او ماشومانو او مېرمنو ویني په له تېرو ۷۵-کلونو نه نه بهول کېدې. ظالم ازائـ.ـ.یلیـ.ان له دې ښه خبر دي چي د دې مقدسی زمکي بچی بچی د دوی د غاصب ریاست او ناروا وجود پر ضد د لوڅي توري حیثیت لري؛ او تل به ئې همدا حیثیت پر خپل ځای پاته وي. له بده مرغه چي د دوی ډارن وروڼه (عرب واکمنان) د دوی دا حیثیت نسي منلی.
دوی په دغسي څرگندونو (ممکن په ناپوهۍ) سره دا پیغام ورکوي چي د حـ.ـ.ـماس وژل او ټکول جواز لرلی سي؛ البته پر فلسطینـ.ـ.یانو باید رحم وسي؛ د دوی رحم هم دفاعي نه بلکي خیریه بڼه لري؛ نو ځکه سعودي، اردن او مصر یو څو کانټینرونه کفنونه، خرماوي او... ور واستولې چي په ماړه نس تر کانکرېټي دېوالونو لاندي سي نو بیا څه باک نسته... د دوی اوږې به له دې درانه مسئولیت څخه سپکي سوي وي. خو داسي نده.
دا د سلفیانو سیاسي او تاریخي اشتباه ده؛ په دوی کي ئې ډېریو دا سوچ او ذهنیت د دوی د حاکمانو څخه اقتباس کړی دئ؛ دا د استعمار پېچکاري سوی ذهنیت دئ چي تل ئې په اړه پراخ تبلیغات ترسره سوي؛ د همهغو مشرانو لخوا چي د دوی(سلفیانو) حقیقي روحاني او مذهبي مشران ئې له کلونو کلونو څخه په ډېرو وړو وړو پلمو او بهانو یا ترور کړي او یا ئې زندانونو ته اچولي دي. دوی نباید له یهودانــ.ـ.ـو څخه ترهېدلي او بگېل سوي سیاسیون خپل آئیډیال او لارښوونکي وگرځوي؛ بلکي د دوی حقیقي مشران هغه دي چي د دغو غلامانو په زندانونو کي د کړاوونو شپې او ورځي تېروي. بلې هو د الطریفي، العوان، القرني، العمري او داسي نورو حفظهم الله په څېر...
دوی ته په بېخبرۍ کي یو بله دښمني هم ډالۍ سوې؛ هغه اخوان دښمني ده؛ په داسي حال کي چي اخوان په هیڅ یوه مذهبي مفکورې پوري مربوط او تړلی نه دئ؛ د اخوان المسلمین نوم ځکه دې عظیم تنظیم ته غوره سو چي د مسلمانو وروڼو تر منځ د خواخوږۍ یو مصدر وي؛ اخوان له مذهبي سوچه دومره لوړ وو چي حتٰی د شیعه وو سره ئې لا د اتحاد هڅي کولې؛ د هغوی مشران به ئې خپلو غونډو ته را بلل؛ د رضا شاه پهلوي مخالف شیعي اخندانو به تل د اخوان له سټېجه ویناوي کولې؛ د یوسف القرضاوي صاحب په قول چي نوموړي ډېري هڅي وکړې چي د شیعه او سني ائیتلاف او اتحاد ته لار هواره کړي خو دا هیڅکله ممکن نسوه او بیا به مرحوم کله کله افسوس هم وکړ چي ما د خپل ژوند ډېر قیمتي وخت پر داسي غیر حقیقي هڅو تېر کړ. په هر صورت له شیعي فکري مکتب سره اتحاد ممکن نسو؛ خو د اسلامي نړۍ له ټولو مذهبي مفکورو سره د اخوان اړيکي یو شان دي؛ هغوی د سلفیانو په شمول د نورو څلورو مذاهبو اشخاص په خپل متن کي ورسره لري؛ هیڅکله ئې مذهبي تشنج ته لار نده ورکړې؛ دې تنظیم هیڅکله مذهبي طرفداري نده کړې بلکي تل ئې د داسي تعصباتو پر ضد زورور دعوت چلولی؛ د امام حسن البناء یوه کیسه (د تراویح لمونځ د رکعتونو پر سر شدید اختلاف) هم په دې اړه په کمنټ کي درته ږدم...
د سلفیانو ځیني علماوو بیا په دې ورځو کي پر مجاهـ.ـدینو سختي نیوکي وکړې؛ چي کله د دوی پر ضد د سلفیت طعنې پیل سوې نو معتدلو سلفیانو ئې بیا گیله وکړه چي موږ خو داسي نه یو؛ دا خو جامیان او مدخلیان دي؛ په دغو اصطلاحاتو ئې مخاطب کوئ؟! د مدخلـ.ـیانو یو مختصر تعریف به درسره شریک کړم: "د اصلي او خالص سلفیت پر نوم راپورته سوې داسي یوه ډله چي په دې باور دي چي واکمن که هر څومره خبیث، ظالم او پلورل سوی وي؛ بیا ئې هم پر ضد څه ویل بدعت، خارجـ.ـیت او د سلف له طریقو څخه انحراف دئ." دوی د ربیع هادي محمد عمیر المدخلـ.ـي له لیکنو څخه تأثر اخلي.
سلفـ.ـیان باید په زغرده له خپلو فرعـ.ـونانو څخه برائت اعلان کړي؛ دا د دوی د امتحان وخت دئ؛ دوی نباید د حـ.ـزب الـ.ـنور او ورته سیاسي او مذهبي تنظیمونو غوندي سي چي په خپل کامل وجود او پوره قوت سره یوازي د یوه دیکتاتور په خوشامد سره هغه ته جواز ورکوي؛ نن ډېر عرب(د محدودو هېوادونو) او غیرِ عرب سلفي علماء د فلسـ.ـ.ـطین د قضیې ملاتړ کوي؛ دوی د هغو غدارو واکمنانو پر پلونو پل نه ږدي چي د عثـ.ـماني خلافت پر ضد ئې تر غدارۍ وروسته د امت دوهمه قبله هیڅکله آزاده نکړی سوه او په هره جگړه کي ئې عربانو ته تاریخي شرمونه ورسره راوړل... دوی د بیت المـ.ـقدس د ساتني جواز او مأموریت په زور او خیانت سره له عثمانیانو غصب کړ خو بیا هیڅ کله د دې جوگه نسول چي هغه مقدسه زمکه وساتي...
د یاسر عرفات د PLO تنظیم تر ټولو ستره تېروتنه همدا وه چي پر عرب مشرانو ئې تکیه کوله؛ نوموړي تر اوسني حمـ.ـاس ډېر منظم تنظیم درلودی؛ په نړۍ او خصوصاً په اسلامي نړۍ کي ډېر مطرح شخصیت وو؛ خو له دې هر څه ئې نه یوازي دا چي گټه نسوه پورته کولی بلکي د سیکولرزم لکۍ ئې نسوه ایله کولی؛ همدغو تېروتنو ئې ټول ژوند په نکامۍ سره پای ته ورسوی. نن چي دا حضرات هڅه کوي دا مقدس مقاومت او پیلوونکي ئې له فلسطیـ.ـ.ـ.ـن او مقدسي دعوې څخه جلا کړي غواړي له حمـ.ـاس څخه هم الفتـ.ـ.ـح گوند جوړ کړي او د عرب مشرانو سره په گډه له بیزوگانو سره داسي امنیتي تړونونه او قراردادونه لاسلیک کړي لکه دوی چي په وېسټ بېنک کي ورسره لاسلیک کړيدي؛ حتیٰ خپل د گاز او پاکو اوبو اختیار ئې لا هغوی ته ورسپارلی... تر داسي ژوند مرگ او تر داسي ملاتړ (د عربانو/سلفیانو وبخښئ مدخلیانو) مخالفت ډېر ښه دئ.

Comments
Post a Comment