ما تېره ورځ "د احمق دیکتاتور ناسمه پرېکړه" تر عنوان لاندي یوه لیکنه وکړه؛ په هغه لیکنه کي د صدام تېروتنو ته اشاره سوې وه؛ د خلیج لومړۍ جگړه د متحدینو په گټه او د صدام په شرمېدلې ماته پای ته ورسېدله؛ دا تریخ حقیقت هم درسره یاد ساتئ! صدام په ټول ژوند یوه جگړه هم نه ده گټلې؛ یعني هغه وخت هم ناکام و چي سعودي او امریکا ئې تر شا ولاړه وه او هغه وخت هم ناکام و چي دا دوه هېوادونه ئې په مقابل کي ودرېدل. د احساساتي انسان ولَو که زړه ور هم وي تر ټولو ستر دښمن ئې خپل نفس دئ. سعودي عرب له عراق سره په جگړه کي پوروړی سوی وو؛ ځکه د دومره ستر اتحادي فوځ د راغونډولو په موخه ئې ۳۵-میلیارده ډالر مصرف کړی وو. په هر صورت؛ زما د لیکني هدف پر دې جگړه او پر پېښېدونکو منفي عواقبو ئې بحث کول نه دي؛ دا خطرناکه جگړه چي کله پای ته ورسېده، د کویټ جلاوطن دولت خپل هېواد ته ستون سو او بهرني ځواکونه له خلیج څخه ووتل؛ دلته یو نوی تغییر راغی؛ د ابن باز د فتویٰ یو شرط تر پښو لاندي سوی وو؛ نو ځکه دا پوښتنه اوس مهمه ده چي آیا یوازي دیکتاتوران ناپوه وي؟! مذهبي طبقه په سیاست کي ولي اکثر وخت تېـروځي؟!!
د سعودي پاچا شاه فهد چي کله له ابن باز نه د عراقي یرغل په مقابل کي سعودي عرب ته د بهرني فوځونو په ځانگړې توگه غربي (امریکایي) فوځونو راوستلو کوم جواز یا فتویٰ ترلاسه کړې وه؛ د هغې شرائط داسي ول: ① امریکایان به د سعودي - عراق د احتمالي جگړي تر ختمېدلو وروسته سمدستي سعودي خاوره پرېږدي. ② پر عراق به برید د سعودي حکومت تر اجازې وروسته ترسره کېږي. ③ تر څو چي امریکایي ځواکونه سعودي ته داخل سوي نه وي دا کیسه به راز کي ساتل کېږي. که څه هم ډېریو سعودي علماءو د سعودي د علماءو د شوریٰ دا فتویٰ ناسمه او درباري وگڼله خو د هغوی دعوې ته د شاه فهد دولت او مذهبي اسټبلشمنټ ئې چي مشري ئې ابن باز کوله؛ هیڅ اعتناء ونکړه؛ د ۱۹۹۰ع کال د اگست پر ۹-نهمه نېټه سعودي ته د امریکایي فوځونو راتگ پیل سوی وو؛ د جگړي پای ته رسېدلو وروسته اتحادي فوځونه بیرته خپلو هېوادونو ته ستنېدل؛ د ۱۹۹۱ع کال تر مئي میاشتي پوري له امریکایانو پرته نور ټول اتحادیان له سعودي عربستان څخه ووتل؛ خو تر اوسه لا ۳۷-اوه دېرش زره امریکایي ځواکونه په سعودي کي پاته ول؛ د سعودي له مرکز "ریاض" څخه په ۸۰-کیلومیترۍ کي په الخرج سیمه کي د السلطان په هوائي میدان کي امریکايي الوتکي لا هم موجودي وې؛ امریکایانو خپل د فطرت سره سم خپل غدر او خیانت څرگند کړی وو؛ له سعودي څخه ئې له وتلو ډډه کوله؛ یا به ممکن دا کار د آل سعود په خوښه ترسره کېدو. دوی ولي له سعودي څخه نه وتل؟ امریکایانو به دا پلمه کوله چي دوی ځکه لا دلته فوځونه ساتلي تر څو عراق په زور نو فلائي زون No fly zone وساتلی سي؛ یعني عراقي فضاء د الوتنو پر مخ تړلې پاته وي. دا پر صدام د فشار یوه طریقه او په سعودي کي د پاته کېدلو دروغجنه پلمه وه. پر صدام فشار په دې معنیٰ چي امریکایانو غوښتل صدام د دوی له تحقیقاتي ټیم سره پوره همکاري وکړي؛ هغه ټیم چي غرب د عراقي کیمیايي سلاوو د تحقیق او موندلو په موخه عراق ته لېږلی وو؛ دې ټیم به د کیمیایي سلاوو پیدا کولو او له منځه وړلو دنده مخ ته وړله. خو د سعودي مسلمان اوسېدونکي د امریکایانو په دې مسخره دلائلو نه قانع کېدل او غوښتل ئې دوی له خپل هېواده سمدستي وشړي؛ امریکایانو د وتلو پلان نه درلودو او سعوي حکومت بیا د هغوی د ایستلو جرأت؛ دلته نو د ابن باز د ناسمي، نیمگړي او عاجلي فتویٰ منفي نتائج راڅرگند سول.
هغه داسي چي د امریکایانو په پاته کېدلو سره سعودي عوام خفه سو، په ټولنه کي د سعودي د شاهي کورنۍ پر ضد خبري اتري پیل سوې او بالاخر دا هر څه تر فوځي قرارگاو انتقال سوې؛ سعودي فوځ هم د امریکایانو حضور ښه نه گڼی؛ هغه علماء چي د ابن باز د فتویٰ پر ضد ئې عکس العمل څرگند کړی وو؛ یعني سلمان العوده او سفر الحوالي غوندي شخصیتونو برملا نیوکي پیل کړې؛ د سفر الحوالي یوه پیته لاس پر لاس کېدله چي په هغې کي نوموړي ویلي ول چي د امریکایانو پاته کېدل اصلاً د اسلامي او عربي نړۍ د محکوم ساتلو اوږدمهاله پلان یوه برخه ده؛ دوی آن په جمعې تقریرونو کي لا سعودي شاهي کورنۍ او امریکایان په ښکاره نقد کول؛ دا کار د سعودي شاهي کورنۍ د اوصولو سره ټکر وو؛ دلته نو دوی سلمان العوده د جمعې له خطبې او امامت کولو څخه منع کړ؛ دوې ورځي وروسته د ده زرگونو خواخوږو ستر لاریون پيل کړ؛ د ښار علماء هم ورسره مل ول؛ د سعودي امنیتي ځواکونو دا لاریون کوونکي ووهل او لاریون ئې تیت و پرک کړ؛ اخوانیانو هم د سعودي - امریکا د اتحاد پر ضد پراخي څرگندوني کولې؛ ځکه دا یوه داسي پرېکړه وه چي عوامو ژر نسوه هضمولی؛ دې اقدام ته د یرغل یا یرغمال کېدلو په سترگه کتل کېدل.
دا لومړی ځل وو چي امریکایانو په ډېره سپین سترگي په خلیج کي د پاته کېدلو جرأت کاوه او یا ممکن همدا د سعودي د نظام غوښتنه وه؛ لکه مخکي چي مې یادونه وکړه. شاه فهد له یوه بې خبره، سپین ږیري او غیرِ فعال سیاسي او مذهبي مشر (مذهبي اسټبلشمنټ) څخه کار واخیستی؛ لسیزي تېري سوې لا هم امریکایي فوځونه په خلیج کي مستقر دي؛ همغه د ابن باز کورنۍ هم ترې خبره ده؛ بلکي نن عرب هېوادونه په دې کي له یو بل سره مسابقه کوي چي په کوم هېواد کی باید ډېر امریکایان موجود وي تر څو د دوی دفاع تر نورو ډېره قوي وي؛ امریکا نن په خلیج کي په لسگونو نظامي اډې لري؛ چي تر ټولو ستره اډه ئې په قطر کي موجوده ده؛ له همدې اډې څخه پر افغانستان، عراق او نوره اسلامي نړۍ بریدونه ترسره سوي؛ خو که ئې په مقابل کي ایران حتیٰ له پیله لا خنثاء میزائلونه ورشاټوي نو عربان وايي ایران زموږ د حریم درناوی نه کوي؛ د دوی څرگندونه داسي وي لکه امریکایان چي هر څه د دوی په خوښه او اراده ترسره کوي.
ځینو ته به ممکن دا بحث بې مورده ښکاري؛ یا ځیني دلائل محضِ بهتان؛ اما پر دغو حقائقو وروسته ډېرو چارواکو، سیاسیونو او لیکوالانو اعترافات کړيدي؛ په دې لړ کي تر ټولو ستر او وروستی اعتراف د محمد بن سلمان وو چي په یوه مرکه کي ئې وویل: یقیناً موږ سلفیت ته دعوت کړی او دا مو په اسلامي نړۍ کي نشرولو؛ البته چي دا کار د امریکا په خوښه او تائید ترسره کېدی. تاسي د سعودي عرب لخوا فنډ سوی WAMY تنظیم سرچ کولی او کتلی سئ!! دا تنظیم په لسگونو هېوادونو کي څانگي لري؛ څنگه د دې تنظیم دوهمه او درېیمه بودیجه له څو میلیونه ډالرو څخه سمدستي میلیاردونو ډالرو ته پورته سوه...؟!!! په هر صورت د اسلامي نړۍ هېوادونو سیاسیونو تل خپله مذهبي طبقه تېر ایستلې او په خپله نفع ئې کارولې؛ دلته تېروتني یوازي سیاسیونو نه دي ترسره کړي بلکي مذهبي طبقه په یوه او بل نوم حتماً ورسره شامله سوې. خو په مقابل کي ئې بیرته علماءو او مذهبي طبقې کردار لوبولی؛ تر ډېره بریالي سوي؛ البته په ځینو سیمو کي ئې یوازي د زندان توري تمبې په برخه رسېدلي لکه د عربي نړۍ په ځانگړې توگه مصر، سعودي، امارات، اردن او... خلیج ته که د امریکا په راوستلو کي عرب واکمنان مجرم دي نو د دوی د مذهبي طبقې جرم هم څه کم نه دئ! دوی په شریکه دا کار وکړ؛ ولَو که ئې یوه بل تېر ایستلی هم وي.
24/Jun/2025
Tuesday - Kabul

Comments
Post a Comment