یاده پوښتنه له قامپـرستانو څخه ده؛ په ځانگړې توگه د عوامي نېشنل گوند له افرادو څخه؛ ځکه ولي خان او اسفدیار ولي به ویل دا د روسانو او امریکنانو جگړه ده؛ افغانان ولي دې میدان ته وردانگي؟! له دوی پوښتنه کوو: چي کله روسانو د افغانستان یو ولسمشر د هغه د کورنۍ له واړه او زاړه سره په ظلم شهید کړ او بیا ئې هلته عملاً مداخله وکړه او فوځ ئې را ولېږی؛ په داسي حال کي به ستاسي په فکر له جهاد څخه پرته افغان ملت کوم کرکټر لوباوه او بل کوم بدیل ئې درلودو؟!
که یو څوک په سر کي یو گرام ماغزه هم ولري؛ هغه په دې پوهېږي چي یو څوک چي د بل کوم چا پر تگلاره نیوکه کوي باید هغه ته بدیل آپشن ورکړي؛ هغه ته ووایي چي ستا دا اوسني تگلاره ناسمه ده؛ لطفاً دغه دوهمه مشوره (پالیسي) عملي کړه؛ هم به بریالی سې او هم به دي تاوان کم وي. اما له قامپرستانو دا توقع بې ځایه ده؛ دوی مقدس افغان جهاد د دوو غوایانو د ټکر نتیجه گڼي او وایي افغانانو باید د دې اور له لمبو ځان ژغورلی وای؛ خو که ورته ووایې: څنگه؟! بیا ئې د سکوت مار وچیچي.
د دې جهاد مثال داسي وو لکه یو شریر اړ بدمسته گاونډی چي د کوم مظلوم گاونډي کورته په زور داخل سي او بیا له همدې کوره نظامي پوسته جوړه کړي او خپل لیري پروت حریف ته له همدې ځایه اخطارونه ورکوي؛ په داسي حال کي چي حریف ئې لا پر ضد هیڅ د پام وړ اقدام نه وي کړی. دلته نو د کور څښتن غصه سي او پر لومړي بدمعاش گاونډي بریدونه پیل کړي؛ غواړي هغه له خپل کور او حریم څخه وشړي؛ څه موده وروسته چي هغه ليري پروت گاونډی خبر سي چي کوربه په هر صورت مقاومت کوي بیا ئې نو د ملاتړ نیت وکړي. روسانو پر افغانستان برید وکړ، تر دې وړاندي ئې د هېواد یوه منظمه اداره او د هغې ولسمشر د خپلي کورنۍ سره ترور کړی وو، خپل مزدوران ئې واک ته ورسول او بالاخر ئې پر ضد مقدس جهاد اعلان سو؛ تر دې دمه نه امریکا او نه بل کوم هېواد مداخله کړې وه؛ فقط د کاغذونو پر مخ غرب او منځني ختیځ د روسانو دا برید غندلی وو؛ خو چي کوم وخت هغوی پوه سول چي افغانان په هر صورت جنگېږي او د هېواد ازادۍ ته ژمن دي؛ بیا نو طبعي خبره وه چي د دښمن دښمن دوست وي؛ د هغه مرسته کول د هوښیارانو کار وي؛ همدا کار غرب (امریکا) وکړ. یو حقیقت به ووایو؛ او دا لکه لمر ثابت دئ: که غرب مرسته نه وه کړې بیا به هم روسان ماتېدل او تښتېدل؛ دا زموږ تاریخ او فطرت دئ؛ افغانان مرگ مني ذلت نه مني؛ دا لومړی ځل نه و چي افغانانو دا حقیقت ثابت کړی او دا به وروستی ځل هم نه وي. ټول افغانان باچاخاني نه مني.
Comments
Post a Comment