د داسي جنوني کسانو ځای به کوم وي؟!
والدین دي پر خپلو بچیانو پام کوي؛ دا زموږ د ټولني لېوني عناصر چي په مکاتبو، مدارسو او مساجدو کي د ماشومانو سره 3rd degree torcher کاروي؛ د داسي کسانو ځای باید یا زندان او یا لېونتون وي... دا به د ماشوم پر روحیاتو څومره خطرناکه اغېزه لري؟! والدین که اکثر بې تعلیمه وي او دا ستونزي نسي درک کولی د مدارسو او مکاتبو ناظمان خو باید د دغسي وحشتونو مخه ونیسي... له بده مرغه چي هلته هم اوبه خړي دي...
د ژوند به څومره ترخې او خوږې تجربې راباندي راغلي وي؟! په وار وار الله تعالیٰ له داسي حالاتو ژغورلی یم چي د ژوند مي هیڅ ظاهري احتمال موجود نه وو؛ خو باور وکړئ نن مي هم ترخه خاطره مدرسې/مکتب ته تلل وو؛ اوس به د معلم یو څو چلاخي خود څه تأثیر ونلري خو د هغه وخت یوه چلاخه چي یو ځل ئې حتیٰ گوته هم را ماته کړه؛ هغه تر مرگ هم راته سخته وه؛ د استاذ او عزرائیل چندان فرق نه راته کېدی؛ ډېر کم داسي استاذان به ول چي تر اوسه ئې د زړه له کومي احترام کوم...
تازه له ایرانه کوټي ته راغلي وو؛ هغه وخت په ایران کي په ابتدائي صنفونو کي د انگرېزۍ تصور هم نه وو؛ دا ځکه هغوی خپلي مورنۍ ژبي ته خدمت کړی وو او پر ماشوم ئې د انگرېزي ژبي د زدکړي بې ځایه فشار نه واردوی؛ په کوټه کي په یوه افغاني مکتب (؟) کي په دوهم کلاس کي شامل کړل سوم؛ په لومړۍ ورځ یو بداخلاقه استاذ راغی او د banana د تلفظ کولو ئې راته وویل؛ زه له انگرېزي بېـخبره خاموش ورته ولاړ وم؛ په داسي حال کي چي استاذ مي له حالته خبر وو چي لومړۍ ورځ مي ده بیا ئې هم ښه سم ووهلم؛ کور کي مي والد صاحب ته شکایت وکړ او هغه د مدیر سره تر لفظي شخړي وروسته له مکتبه وایستم او بلي نږدې مدرسې ته ئې ورشامل کړم؛ اما مدرسه تېر مکتب ته داسي وه لکه پلچرخي ته گوانتانامو بې...
د مدرسې نه تر شکایت کولو وروسته مي پلار هم تسلیم سو؛ ویل زویـه گزاره کوه؛ والد صاحب مي په کراتو د مدرسې ناظم ته خطونه ولیکل؛ مشورې ئې ورکړې او هغوی ئې دې ته وهڅول چي د مدرسې تقسیم اوقات اصلاح کړي؛ خو ممکن د والد صاحب دا غوښتني مي له وخت نه ډېري مخکي خبري وي؛ هغه وخت شاید د زدکړي یوازینۍ لار شکنجه وه! (داسي خاطرې په یوه واړه مضمون کي نسي را غونډېدلی)
لنډه به ووایم: ځیني ماشومان ډېر کمزوري روحیات لري؛ زما د ډپرېشن یو اساسي علت د مدرسې ناسم مهالوېش او د غیرِ مسلکي استاذانو استخدام وو؛ مکتب خو د لا أبالۍ اډه وه؛ یعني ټولنه د افراط و تفریط هنداره وه؛ یو ځای فشار انتهایي زیات او بل ځای بیا پر زدکړو د معمولي ټینگار درک هم نه وو؛ خو په وهلو او ټــکولو کي ئې بیا لکه مشوره چي سره کړې وه.
زه دوه ځله د استاذۍ لپاره کومي مدرسې ته ورغلی یم؛ خو چي څنگه مي د ماشومانو شور اورېدلی په دې پوه سوی یم چي زغم ئې راسره نسته؛ نو له خپلي فیصلې پر شا سوی یم؛ که څه هم د استاذۍ غوښتنه مي منل سوې وه... زما یو ملگری چي پر فېس بک مي فالو کوي هم او خدای دي وکړي چي مضمون ونه گوري! د خپل یوه شاگرد چي وروسته ئې اخښی سوم دوه غبرگ غاښونه په یوه څپېـړه وایستله؛ بیا مدیر صاحب زما د خسر له قهره په دفتر کي پټ کړی وو...
تېره ورځ مي همسایه کورته راغلې وه؛ زما مېرمن ته ئې ویلي وو په کور کي ابتدایي ښوونځی پرانېـزو؛ لور به مو را ولېږئ تر څو له زدکړو سره اشنا سي؛ د هغوی شرائط مو پوره کړل او خپله یوازنۍ غوښتنه مي په ډېر تأکيد سره ور واستوله؛ ضربَ به نه وي! ماشوم به مي له زدکړو نه خوا توری کوئ! که ئې نه زده کېدل زه به هم مرسته ورسره کوم او تاسي هم؛ خو د تشدد کیسې به نه وي... د معنوي والدینو خطاب چي درته سوی نو لطفاً د همهغوی کرکټر سم ولوبوئ! ټول عمر به د ماشوم په ښکلو خاطراتو کي ژوندي یاست... !!!
دغه کوتکمـار سوډر به نو د دې مظلوم ماشوم په حافظه کي تر فرعون په څه کم وي؟!
Comments
Post a Comment