په دې ورځو او شپو کي په هېواد کي ټول سیاسي، دعوتي او قامپرست گوندونه منحل اعلان سوي؛ هیچا ته د فعالیت اجازه نسته؛ بلکي د نظام د چارواکو په وینا داسي فعالیت د دوی په قانون جرم او د سزا وړ عمل دئ. زه د نظام پر دې فیصلې څه نه وایم؛ دا هم یو نظام دئ او هیڅ یو نظام تلپاتی نه وي؛ یو د الله تعالی حاکمیت دائمي دئ. د ۱۹۵۳م د جنوري پر ۱۶-مه د مصر انقلابي کونسل پر ټولو سیاسي گوندونو بندیز وضع کړ؛ د هغه وخت د اخوان المسلمین عام مرشد شیخ حسن الهُظیبي مرحوم خپل سخت احتجاج ریکارډ کړ، د پوځ له دې ناروا څخه ئې ملاتړ ونکړ او د انقلابي کونسل له دې فیصلې سره ئې پرېکون اعلان کړ.
د گوندونو تحلیل او هیئة التحریر کي د أخوان پر ضم کولو د دیکتاتور ټینگار:
د ۱۹۵۳م د جنوري پر ۲۳-مه دولتي گوند "هیئة التحریر" اعلان سو او د اخوان المسلمین په گډون ټولو سیاسي گوندونو ته په همدې دولتي گوند کي د ضم کېدلو سپارښتنه وسوه؛ اخوان له دې ناروا اِدغام څخه انکار وکړ؛ پایله دا سوه چي د اخوان المسلمین او د جمال عبدالناصر د انقلابي کونسل تر منځ اختلافات شدید سول؛ خو دا چي اخوان خپل تعمیري او دعوتي فعالیتونو ته په پټه او ښکاره ادامه ورکړه او وروسته جمال ناصر په کومه پلمه دا نړئوال اسلامي تنظیم غیرِقانوني اعلان کړ هغه تفصیلي بحث دئ. زه د دې تاریخي پېښي تر همدې ځایه یادونه کوم؛ اخوان هم احساساتي ځوانان درلودل؛ هغوی له مشرتابه څخه د تشدد غوښتنه کوله خو حسن الهظیبي رح په ډېر مدبرانه انداز سره هغوی پر عدم تشدد باقي وساتل او د اخوان د پالیسۍ ماتولو جواز ئې هیڅکله ورنکړ. دا د یوه مدبر قائد له مصلحته ډکه فیصله وه چي تر ننه ئې د دې عظیم نړئوال تنظیم مؤیدین بلکي حتی مخالفین هم اعتراف ورباندي کوي.
زما لیکنه هغو احساساتي ځوانانو ته راجع ده چي ځانونو ته اسلامپال وایي؛ د اسلام د حاکمیت دعوه دار دي؛ خو په دې ورځو کي ئې ذهنونه مغشوش دي؛ ځیني ئې نه پوهېږي څه وکړي؟! په ځانگړې توگه هغه اسلامپال ځوانان چي د هغو اسلامي گوندونو سره تړاؤ لري چي هغوی اسلامي جمهوریت ته ژمن دي! پر اېکس او روزمره ژوند کي ځیني مخلص وروڼه وینم چي د اختلاف نوعیت نه ور معلومیږي؛ کله کله له شدت څخه کار اخلي په داسي حال کي چي د دوی مفکوره د تشدد ضد ده؛ په دې لیکنه کي به دا مفکوره د اخوان د نظريې په نوم یادوم بیا به اساني وي.
دوی نه پوهېږي د اخوان نظریه څه ده؛ اخواني فلسفه کله د تشدد او کله بیا د عدم تشدد غوښتنه کوي؟! دلته به لنډ وضاحت ورکړم چي اخوان د "المسلم اخ المسلم" پر فلسفه ایمان لري؛ له تکفیر څخه لیري د مصلحت او احتیاط لمن نه پرېږدي؛ د تشدد او عدم تشدد په ارتباط ئې نظریه پر "أشداء على الكفار رحماء بينهم ۖ" ولاړه ده؛ د بهرني اشغال او استعمار په مقابل کي د هر ډول مسلح مقاومت ملاتړ کوي؛ هم خپله جهاد کوي او هم نور دې مقدس جهاد ته وربولي؛ د داخلي مخالفینو سره د مصلحت او عدم تشدد تگلاره نیسي؛ ځان په زحمتونو کي لیدلی سي خو خپل ملت نه؛ له نظام سره د ټکر هیڅ مسلح فلسفه نه مني؛ په همدې اړه ئې غوره مثال دا دئ چي اخوانیان د مصري پوځ سره اوږه پر اوږه له برطانوي استعمار او اسرائیل سره جنگېدلي او د مصر له اسلامي حریم څخه ئې په کلکه دفاع کړېده؛ خو برعکس ئې بیا په داخل کي د جمال ناصر، انور سادات، حسني مبارک او اوس جنرال سیسي په زندانونو کي حتی نږدې لسیزي تېري کړيدي خو له مصر څخه ئې د سوریې، یمن او نورو په څېر د تشدد په نتیجه کي کنډواله نه ده جوړه کړې.
د اخواني ځوانانو د اعتدال ساتل:
د واحد گوند حاکمیت چي د استبدادي یا دیکتاتورۍ په نوم هم پېژندل کیږي گڼ شمېر زیانونه او اساسي نیمگړتیاوي لري؛ مثلاً هلته د سیاسي آزادۍ نشتوالی، د اختلاف نه زغم، له بشري حقوقو سرغړونه، فساد او خپلوان پلوي، اقتصادي رکود، معلوماتو ته محدود لاسرسی، د ابتکار او نوښت مخه نیول، نړئـواله انزوا، د احتساب نشتون او تر ټولو ستره ستونزه د محرومیتونو ده؛ هلته قومونه، مختلف جوړښتونه او عادي افراد له محرومیتونو کړېږي؛ خلافت او اسلامي جمهوریتونه داسي نظامونه وي چي هلته د ټولني هر فرد ځان مسؤل احساسوي؛ حاکم نقد کولی سي؛ پوښتنه ترې کولی سي؛ دا دعوه د احساساتو په نتیجه کي نکوم بلکي د عمـــرینوؓ دوه عظیم خلافتونه ئې ښکاره مثالونه دي چي له شرقه تر غربه ئې دوست او دښمن دواړه اعتراف پرې کوي؛ دا د خلافت کردار وو؛ پاته سو جمهوریت نو دلته یوه تېروتنه خلک دا کوي چي کله د اسلامي جمهوریت خبره مطرح کېږي خلک یا مصري جمهوریت مثال ورکوي یا د (ناقص غربي) افغاني او پاکستاني جمهوریتونو مثالونه... د واحد گوند د حاکمیت زیانونه د (اسلامي) جمهوري نظامونو اهمیت ښه روښانه کوي؛ هغه اصیل جمهوریتونه چي د اتباعو گډون، بشري حقونو او د قانون حاکمیت ته لومړیتوب ورکوي.
په هر صورت د اخواني ځوانانو د معتدل پاته کېدلو کیسه کوم؛ غواړم په دې اړه یو څه جالب معلومات درسره شریک کړم؛ چي ځیني وروڼه او خوېندي به ممکن ترې خبر نه وي؛ د امام حسن البناء رحمه الله د ژوند د وروستیو ورځو را وروسته د أخوان د دوهم عام مرشد حسن الهظيبي رح زمانه هم ډېره د انتشار او گډوډۍ وه؛ د وخت دیکتاتور ډېري هڅي وکړې چي نوموړی وټکوي؛ وې وېروي؛ چي کله د دیکتاتور لخوا پر اخوان المسلمین د ظلمونو غرونه را ونړول سول؛ ځینو احساساتي ځوانانو له عام مرشد څخه غوښتنه وکړه تر څو دوی ته د متشددو فعالیتونو اجازه ورکړي؛ د دولت او د هغه د ظالمو چارواکو پر ضد ځیني کوټلي گامونه واخلي تر څو هغوی د دوی زور او قوت ته په کتلو سره حداقل دوی ته د ژوند کولو امتیاز خو ورکړي.
خو شیخ حسن الهظیبي رح هغوی په ډېر ټینگار سره له دې غیرسنجیده کار څخه منع کړل؛ هغوی ته ئې وویل: "نحن دعاة لا قضاة" موږ داعیان یو؛ قاضیان نه یو چي فیصلې صادري کړو. بیا ئې هغوی وپوهول چي: "أقیموا دولة القرآن في أنفسکم تقُم في أرضکم" د قرآن حکومت مو پر زړونو حاکم کړئ! پر زمکه به خپله حاکم سي. د شیخ مرحوم ټول ژوند د همدغو دوو ټکو عکاسي بللی سو؛ ټول ژوند ئې دا هڅه وکړه چي خلک د خدای دين ته راوبولي؛ د خلکو اصلاح وکړي او همدا مقدس دین پر نړۍ حاکم کړي.
د اخوان د ټوټه کولو سازش او عام مرشد ته د قتل اخطار:
دې عظیم مصلح د وخت د مغرور حکومت هر جبر وزغمی؛ د هغوی هره دسیسه ئې شنډه کړه؛ بلکي داسي یو وضعیت لا راغی چي حکومت د اخوان د ټوټه کولو یوه دسیسه هم جوړه کړه؛ د اخوان یوه غړي عبدالرحمن سندي د جمال ناصر د ملاتړ ترلاسه کولو وروسته د بغاوت توغ پورته کړ؛ د تحریک د ټوټه کولو هڅه ئې وکړه خو عام مرشد په ډېر مصلحت سره د ده مقابله وکړه؛ اخواني ځوانان ئې اور ته ونه غورځول په داسي حال کي چي حقدار هم وو او د افرادي قوت خاوند هم؛ خو نوموړی پوهېدی چي دښمن همدا غواړي؛ سنَدي چي کله وکتل چي عام مرشد ډېر عادي برخورد کوي او ده ته د یوه توت هومره ارزښت هم نه ورکوي او دی هم د دې وړتیا نلري چي حتی یوه ډله اخواني ځوانان ورسره جلب او د خپل سازش ملگري کړي نو له ډېري بېچارگۍ څخه ئې د شپې لخوا د یو شمېر پوځي ځوانانو په ملتیا د شیخ پر کور حمله وکړه؛ د ټلیفون تارونه ئې قطع کړل او شیخ حسن الهظیبي ئې ورسره اختطاف کړ؛ ناپوه سندي شیخ مرحوم له ځان سره یو لیري ځای ته انتقال کړ او هلته ئې د شیخ څخه د سلاح په زور غوښتنه وکړه چي د اخوان له مشرتابه څخه استعفی ورکړي؛ خو دا ناپوه باغي نه پوهېدو چي د حضرت عثمانؓ پر سنت عمل کوونکی حسن الهظیبي د مرگ له وېري نه تسلیميږي؛ تر دې ناکامۍ او شرم وروسته ئې د همدغو پردیو عسکرو په مټ د اخوان دفتر محاصره کړ او بالاخر هملته داخل سو او ټوله شپه هملته پاته سو؛ خو د عام مرشد عثمانيؓ جرأت او بصیرت دده سازش ناکام کړ.
د شیخ مرحوم دا کیسه احساساتي ځوانانو ته یو درس دئ؛ نوموړي هم دومره قوت درلودی لکه حضرت عثمانؓ چي باغیان سمدستي وټکوي؛ البته هغه نه غوښتل مدینه د مسلمان په وینو ورنگوي او ده بیا نه غوښتل اخواني ځوانان د مصر له ظالم پوځ سره په یوه ناکام ټکر کي واقع کړي؛ پر ځان ئې حتی مرگ منی خو نه پر ځوانانو؛ د باحکمته مشر دا فلسفه بې حکمته نه ده چي له داخلي مخالف سره له تشدد څخه کار مه اخلئ! د داسي اقداماتو پایلي ډېري خطرناکي وي؛ د هېواد د بې ثباتۍ یو عامل همدغسي غیرسنجیده او احساساتي حرکات دي چي د یوه فرد یا مشر څخه د دفاع په موخه اخیستل کیږي...
که څوک غواړي د اخوان په سوله ییزه فلسفه ځان ښه پوه کړي هغوی دي لطفاً د مرحوم حسن الهظیبي کتاب "دعاة لا قضاة" وگوري؛ په دې کتاب کي هغه ټولي پوښتني تفصیلاً ځواب سوي چي هغه وروڼه ئې ورسره لري چي اخوان د دومره ظلم زغملو باوجود ولي عکس العمل نه ښيي؟! یا ولي د خروج مخالفت کوي؟! او داسي نوري مهمي پوښتني... نوموړي د ژوند تر پایه دا هڅه وکړه چي دا اسلامي تحریک له جبر و تشدد څخه لیري وساتي؛ بلکي په دې لړ کي د ځینو احساساتي اخواني ځوانانو له شدید ټکر سره هم مخ سو؛ خو مرحوم هغوی د قرآن و سنت په دلایلو سره وپوهول چي زموږ اساسي دنده د دعوت و اصلاح زوروره هڅه ده؛ البته په زور او د قوت په کارولو سره د ملتونو او قومونو سیده لاري ته راوستل زموږ کار نه دئ. همداسي د خلکو پر ضد د تکفیر او تفسیق فلسفه زموږ نه ده. دا کتاب اصلاً د همدغو ځوانانو د پوهولو په نیت لیکل سوی وو چي وروسته ئې نړئوال شهرت او ارزښت ئې ترلاسه کړ. د شیخ حسن الهظیبي د نرمۍ اخواني فلسفه د قرآن د لاندیني آیت ښه نمونه ده:
نَّحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَقُولُونَ ۖ وَمَآ أَنتَ عَلَيْهِم بِجَبَّارٍ ۖ فَذَكِّرْ بِالْقُرْءَانِ مَن يَخَافُ وَعِيدِ.
ژباړه: اې پېغمبرهﷺ! دوى چي کومي خبري جوړوي موږ ورباندي ښه پوهېږو. او ستا وظيفه په هغو باندي په زوره خبره منل نه دي؛ ته یوازي د دغه قُرآن په وسيله هر هغه چا ته نصيحت وکړه چي زما د وعدې [خبردارۍ] په یادوني سره وېريږي. سورة ق: ۴۵
نو ځکه وایو چي په زور پر یو چا خبره تحمیل کول او منل د اسلامي دعوت اسلوب نسي کېدلی؛ اسلام د ښکلا او نرمۍ دین دئ؛ داسي یو ځلاند او مدلل حقیقت دئ چي رد کول ئې ممکن نه دي؛ د دې ستري قضیې دفاع نباید د کمزورو وکیلانو لاسونو ته پرېښودل سي. هغه ځوانان چي په خپلو مشرانو ئې خوا بدیږي؛ د هغوی سره د نظام پر بې غورۍ خفه کيږي هغوی دي هیڅکله د اعتدال لمن نه پرېږدي؛ ځکه د کومي نظریې دعوه چي دوی لري د دوی مشران هم هغې نظریې ته ژمن دي؛ هغوی په دې لار کي هر ډول ظلم زغملی سي خو د خپلو ځوانانو ظلم، تشدد او بداخلاقي ئې نسي زغملی. د دې عظیمي فلسفې تر ټولو مؤثره توښه چي ما درک کړېده هغه د صبر توښه ده؛ دوی په خپل صبر سره ایوبي سنت احیاء کوي؛ د اعتراض حق تاسي ته رب درکوي اما د تشدد حق ځکه نسته چي تشدد ناورینونه زېږوي؛ قومونه تباه کوي؛ موږ څه موده وړاندي همداسي تشدد په سوریه کي ولیدی؛ انجام ئې څه وو؟! د یمن برخلیک څه سو؟! هغه مقاومتونه چي گټي ئې غرب ته رسېږي له هغوی باید ډډه وسي؛ موږ دي نه یو اما حق دي له منځه نه ځي.
دا مه هېروئ چي د اخوان دا دومره عظیم صبر د (ناصر او سادات غوندي سوسیالیستو) ظالمانو په مقابل کي غوره سوی وو؛ دلته خو یو اسلامي نظام حاکم دئ؛ داسي یو نظام چي بل بدیل ئې له افغانانو سره نسته؛ ښکاره خبره ده چي دا د خلفای راشدینو نظام نه دئ؛ نیمگړتیاوي به ولري؛ چاپلوسان، پردي پال او جاسوسان به هم حتماً وجود لري چي غواړي هر شخصیت په خپلو ناروا کړنو سره (په خوښه یا ناخوښه) له نظام څخه متنفر کړي؛ مغرور به وي له مصلحت سره به ئې ورانه وي؛ متشدد به وي له عدم تشدد څخه به کرکه لري؛ افراطي به وي د اسلام د اعتدال له فلسفې به بېخبره وي؛ جاهل ظالم به وي چي د شریفو انسانانو پر ځورونو به خوند اخلي خو باور وکړئ دا عادي خبره ده. داسي شیان اصلاح کېدلی سي؛ پر کلیاتو اتفاق موجود دئ؛ پر جزئیاتو او شخصیاتو یو څه ناندرۍ وجود لري؛ دا انساني فطرت دئ چي حاکمي طبقې ته تل ځانونه ژغورونکي پرښتې ښکاري؛ تاسي په یو کور کي وگورئ یو ورور چي یو څه سرمایه دار سي بیا ئې د کورنۍ له نورو غړو تر منځ یوه خلاء را منځته سي؛ له ډېرو کیسو مستغني سي؛ همدا کیفیت د واکمن وي؛ د هغوی د اصلاح باید هڅه وسي؛ اسلام تر هر څه مقدم وبلل سي. موږ پر حساب او آخرت ایمان لرو فلهذا دا وړې ستونزي همغه میزان ته پرېږدئ!!!
په خپلو کړنو، اخلاقو او هره ممکنه لار دعوت وکړئ؛ باک نسته که ئې عنوان د یو څه وخت لپاره موجود هم نه وي؛ هدف موجود دئ پر همغه تمرکز وکړئ! په عام ژوند په ځانگړې توگه په اقتصادي مسئلو کي اسلام له پامه مه غورځوئ!
و ما علینا الا البلاغ
Comments
Post a Comment