د اختلاف لاملونه! شیخ محمد الغزالې

د عباداتو په تړاؤ د اجتهاد مطلب یوازي همدومره دئ چي د الله تعالی د منشاء درک کولو هڅه پرې وسي؛ د هیڅ یوه فقیه داسي کومه ذاتي رأیه نسته چي د ځان مطابعت دي ده خپله دین گڼلی وي. د فقهي مسلک د یوه مقلد دا قوي جواب زما ډېر خوښ سو؛ له ده پوښتنه وسوه چي: آیا ته د امام أبوحنیفه رحمه الله په خبره پسې ځې؟! ده جواب ورکړ: نه! زه د الله تعالیٰ او د هغه د رسول صلي الله علیه وسلم مطابعت کوم؛ بس د هغې تشریح له مخي چي امام أبوحنیفه رحمه الله کړې ده.


د تقليد په قضیه کي دا جواب حقیقي انځور وړاندي کوي؛ د امام أبوحنیفه یا بل کوم امام رحمهم الله ذاتي مطابعت نه ترسره کېږي. دلته مي د مسلکي تقلید (نن سبا چي په اسلامي نړۍ کي کوم تقلید روان دئ. لیکوال) تایید کول هدف نه دئ بلکي یوازي یو نظر وړاندي کوم. د عباداتو په تړاؤ د اجتهاد په ځینو اسبابو او د هغوی په پایلو پوهېدلو ته اړتیا سته؛ د کوم  نص د ثابتولو په اړه چي څه اختلاف نه وي؛ په هغه باندي پوهېدونکي د خپل مزاج یا د تورو د لغوي مزاج په اعتبار سره د پوهېدلو په موخه کله کله متفاوتو رأیو ته ولاړ سي.


په همدې توگه د نبوي احادیثو د سند (یعني راویانو) په تړاؤ د مختفلو علماءو رأیي مختلفي وي؛ بیا د هغوی په نتیجه کي د احکامو په استنباط کي هم د رأیي اختلاف پیدا کېږي؛ مثلاً آیا مېرمن د لمونځ امامت کولی سي؟! د ځینو رأیه دا ده چي هغه قطعاً داسي نسي کولی؛ د ځینو رأیه بیا وایي بالکل ئې کولی سي او ځیني وایي چي یوازي د مېرمنو امامت کولی سي. او دا اختلاف د کومي ځانگړي نظریې د ترجیح پر اساس نه بلکي پر دې بنیاد پیدا سوی چي د مجتهد په وړاندي له نبوي احادیثو نه څه ثابت دي؟! پر همدې اساس په ډېرو مسائلو کي د فقهاءو تر منځ اختلاف موجود دئ.


یعني د روایت سوو احادیثو د مراتبو په تنظیم کولو کي د رأيي اختلاف د راویانو په مستند او غیر مستند گڼلو او بیا د سندونو په منلو یا رد کولو د احترام وړ علمي اوصولو پر اساس که اختلاف پیدا کېږي نو پر دې د خفه کېدلو او ترې وېرېدلو څه خبره نسته. پروفیسر محمد تقي قمي چي د اسلامي هېوادونو د یو بل سره نږدې کولو داعي دئ لیکي: ”شیعه هم له سنیـانو سره پر دې خبره اختلاف نه لري چي د رسول الله صلي الله علیه وسلم سنتونه دي تعقیب سي؛ ټول مسلمانان پر دې خبره متفق دي چي سنت (احادیث) د اسلامي شریعت دوهم مأخذ دئ او دا چي د رسول الله صلي الله علیه وسلم قول و فعل منل اړین دي. فرق دا دئ چي د رسالت په زمانه کي به مسلمانانو مخامخ د الله تعالی د رسول صلي الله علیه وسلم قول اورېده او یا به ئې عمل لیده؛ وروستیو خلکو ته بیا سنت د راویانو په واسطه رسېږي؛ همدلته د روایت د صحت ارزولو ستونزه پیدا کېږي او په هغه کي اختلاف پیدا کېږي. گواکي اختلاف د سنت په تړاؤ نه بلکي د سنت د سند په اړه وي او همداسي اختلاف کله د شیعه گانو او سنیانو ته منځ هم راځي.


د منطقي علماءو په اصطلاح دې ته صغروي اختلاف ویلی سو؛ یعني د رسول الله صلي الله علیه وسلم چي کوم قول دئ د ټولو فرقو په وړاندي د هغه مطابعت واجب دئ؛ د رأیي اختلاف یوازي د روایت په سند یعني دې کي کېږي چي آیا دا وینا د الله له رسول صلي الله علیه وسلم نه ثابته ده او کنه! څنگه چي په سند او له رسول الله صلي الله علیه سلم سره د نسبت په درجه بندۍ کي اختلاف پیدا کېږي په همغه توگه په کوم مسلّم نص د پوهېدلو په تړاؤ هم اختلاف پیدا کېږي. مثلاً پوفیسر محمد جواد مغینت د دې آیت په اړه: 


وَإِنْ كُنْتُمْ مَرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاءَ أَحَدٌ مِنْكُمْ مِنَ الْغَائِطِ أَوْ لَامَسْتُمُ النِّسَاءَ فَلَمْ تَجِدُوا مَاءً فَتَيَمَّمُوا صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُوا بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُمْ (المائده: ۶)

ژباړه: كه ناروغان يا مسافر ياست، يا ستاسي څخه كوم څوک له حاجت پوره كولو څخه راسي يا تاسي پر ښځو لاس لگولى (جماع مو کړي) وي، او اوبه ونه مومئ؛ نو له پاکي خاوري څخه كار واخلئ، پر هغې لاسونه ووهئ، پر خپلو مخونو او لاسو ئې را کاږئ.


لیکي چي: د احکامو په آیاتونو کي تر دې آیت زیات د نورو آیاتونو په تړاؤ مختلف اقوال نه موندل کېږي. په دې کي هم اختلاف سته چي تیمم پر چا واجب سو؛ پر ناروغ و مسافر او که پر هر هغه چا چي اوبه ئې ونه موندلې؟! له لمس کولو نه هدف جماع هم ده او که یوازي په لاس لمس کول؟ له اوبو نه هدف یوازي اوبه دي او که په اوبو کي کوم شی گډ سوی وي نو هغه ئې هم دې تعریف ته ننوځي؟! له صعید نه مراد یوازي خاوره ده او که یا رېگ، ډبره او بل کوم زمکنی عنصر هم؛ له څېرې نه هدف پوره مخ دئ او که ئې کومه برخه؟ له لاس نه هدف یوازي چمبه ده او که تر اوږې پوري؟!


اما أبو حنیفه رحمه الله فرمایي: مسافر او ناروغ ته که اوبه پیدا نسي نو تیمم ورباندي واجب کېږي؛ د مقیم او صحت مند لپاره د اوبو نه پیدا کېدلو په صورت کي هم تیمم نسته.(المغني لابن قدامه و بدایة المجتهد) د ده دلیل دا دئ چي په آیت کي یوازي د اوبو د نه پیدا کېدلو یادونه نسته بلکي تر څنگ ئې د ناروغۍ یا سفر شرط هم مربوط سوی. په نورو ټولو مسالکو کي د اوبو د نه موندل کېدلو په صورت کي تیمم او لمونځ کول واجب کېږي؛ که مسافر وي او یا هم مقیم؛ ناروغ وي او که روغ؛ ځکه په حدیث سره د دې وضاحت سوی دئ.


په شافعي مسلک کي له لمس کولو نه هدف په لاس لمس کول هم دي؛ البته هدف له کوم منځني شي پرته مخامخ د نامحرمي ښځي لمس کول دي؛ په امامي مسلک کي له لمس کولو نه هدف جماع ده؛ ځکه عربان له لمس کولو نه د جماع مراد اخلي. په حنفي او امامي مسلک کي له صعید نه هدف خاوره، رېگ او ډبره ده؛ البته معدنیات پکې شامل نه دي؛ په شافعي مسلک کي بیا هدف یوازي خاوره او رېگ دي؛ ډبره نه؛ په حنبلي مذهب او د ځینو امامیانو په وړاندي یوازي خاوره هدف ده؛ په مالکي مسلک کي بیا له خاوري سره رېگ، ډبره، یخی او معدنیات هم هدف دي البته که دا شیان د هغوی له اصل ځای نه نه وي پورته سوي؛ خو په دغو معدنیاتو کي بیا سره زر، سپین زر او جواهرات حساب نه دي.


د څلورو امامانو په وړاندي له څېرې نه هدف پوره څېره ده؛ لکه د اودس لپاره چي څنگه ویل سوي؛ په داسي حال کي چي په امامي مسلک کي بیا د څېرې جزء هدف دئ. د څلورو امامانو په وړاندي له لاسونو نه هدف د اودس په څېر تر څنگلو پوري دئ اما په امامي مسلک کي یوازي تر مړوندونو پوري. ابن رشد وایي له لاس نه مراد یو وخت په عربي ژبه کي یوازي په مړوندونو قیاس کېده، کله به بیا تر ورغوو او څنگلو پوري او کله به آن تر بازو پوري.


عرض دا دئ چي له دغو اقوالو چي دا ثابتېږي چي د مسلکونو تر منځ د رأیي اختلاف معنوي نه بلکي د لفظي نوعیت دئ او هغه هم په اساسی اوصولو کي نه بلکي فروعاتو کي. هملته دا هم ثابتېږي چي په اسلامي شریعت کي د څومره انعطاف، اجتهاد کولو او آسانۍ راوړلو کي څومره عالي گنجایش ترسره کېدلی سي.


اوس آیا په دغو مسلکي هېوادونو کي یو څوک د نورو په مقابل کي ډېر پر حق بللی سو؟! اوس نو یا تاسي ټول د حق مختلف صورتونه او صحیح وگڼئ؛ یا نو په دې پوه سئ چي په کومه مسئله کي پر حق باندي یوازي یو پاته کېدلی سي خو هغه نسي مشخص کېدلی. د حق د څرگندولو لپاره مجتهدینو د استنباط کولو هڅي کړيدي او د دغو هڅو اجر به دوی ټولو ته ور رسېږي. څوک چي تر ناسمي پایلي ورسېدی هغه ته به ئې هم د خپلو هڅو اجر ورکول کېږي. څوک چي بیا تر سمي نتیجې ورسېدلی (موږ په حتمي توگه نسو ویلی چي څوک ورسېدی) هغه ته به هم اجر ورکول کېږي او دوه چنده به ورکول کېږي. دوی ته څوک بد او گمراه نسي ویلی؛ نه د دې کار کولو اجازه سته چي بس همدا حق دئ او له دې پرته بل ځی حق نسته. 


پخواني مجتهدین له دې خبري نه ډېر ښه خبر ول؛ نو ځکه ئې هم پر یو بل له بې ځایه نقد کولو او یا په نورو د خپلي رأیي له تحمیل کولو نه ډډه وکړه. خلیفه منصور عباسي د حج پر وخت امام مالک رحمه الله ته وویل چي: زما نیت دئ چي ستا د کتاب (موطا) نسخې نقل (چاپ) کړم او ټولو اسلامي سیمو ته ئې ولېږم؛ چي بس د همدې مطابق عمل کوئ! امام مالک رحمه الله وفرمایل: أمیرالمؤمنین! داسي مه کوئ!! (د مختلفو سیمو) تر خلکو پوري مختلف احادیث مخکي لا رسېدلي دي او دوی د هغوی مطابق عمل کوي؛ چا چي د ځان لپاره څه شی غوره کړی پر همغه ئې عمل کولو ته پرېږدئ.


زما په نظر په فقهي مسالکو کي راوړل سوي اکثریت ویناوي حق دي او د هغوی بنیاد د زمان او مکان د فرق په مناسبت سره د رسول الله صلي الله علیه وسلم پر قول و عمل بناء دئ. رسول الله صلي الله علیه وسلم کله په لمونځ کي لاسونه تړلي او کله ئې ایله کړيدي؛ کله ئې تر رکوع وړاندي او وروسته لاسونه پورته کړي او کله ئې نه دي پورته کړي. په اقامت کې د تکبیر کلمې یو یو ځل هم پرې تکرار کړي او دوه دوه ځله هم. او په دغو خبرو سره هغه تنگي کله هم نه پیدا کېږي چي د جهالت او تنگ نظرۍ له امله خپره سوې ښکاري.


یو څو اساسي اوصول دي چي په ټینگولو سره ئې د مؤمنانو په منځ کي اختلاف نه پاته کېږي؛ که موږ عمل ورباندي وکړو نو بیا د معمولي خبرو معاف کوونکی الله تعالی دئ. استاذ محمد تقي قمي لیکي: ”څوک دا پوښتنه کولی سي چي هغه اساسي اوصول څه دي چي د مسلمانانو او نورو تر منځ دي د حدِّ فاصل په صفت ومنل سي؛ نو موږ د مثال په توگه ویلی سو چي موږ الله تعالی خپل رب منو، محمد مصطفیٰ صلي الله علیه وسلم خپل نبي او رسول منو، قرآن الهي کتاب بولو، کعبه قبله بولو، دا منو چي د اسلام بنیاد پر توحید و رسالت دئ، لمونځ، روژه، حج او زکات باندي ایمان لرو او دا چي اسلام د الله تعالی وروستی دین دئ، قیامت حق دئ، بیا را ژوندي کېدل حق دي، په آخرت کي جزا ترلاسه کول حق دي او جنت حق دئ او همداسي جهنم حق دئ...  او په کوم شي کي چي اختلاف وي د هغوی پرېکړه پر الله او د هغه پر رسول ده. یعني موږ د اختلاف رأیي پر طریقه متفق یو؛ په موږ کي هیڅوک داسي نه وایي چي: دا حکم الله یا د هغه رسول کړی؛ بیا ئې هم موږ نه منو. یا څوک دا نه وایي چي: الله او د هغه رسول صلي الله علیه وسلم پر فلان شي ایمان راوړلو ته مکلف کړي یو بیا هم موږ پر هغه ایمان نه راوړو. هیڅوک د دین د کوم مهم شي نه انکار نه کوي. د اختلاف رأیي پالونکي یوازي پر دې شي د رأیي اختلاف لري چي د فلان شي حکم الله تعالی او د هغه رسول صلي الله علیه وسلم ورکړی او کنه؟ یا په فلان شي کي د اجتهاد اړتیا سته او کنه؟ گواکي د رأیي اختلاف پر دې وي چي د فلان شي حکم له الله او د هغه له رسول نه ثابت دئ که نه؟!! په داسي حال کي چي دا په متفقه توگه منل سوي چي د الله او د هغه د رسول د حکم منل پر هر مسلمان فرض دي او د الهي شریعت مرجع و مأخذ قرآن و سنت دي.”



لیکوال: شیخ محمد الغزالي (له هذا دیننا کتاب نه)

ژباړه: محمد هاشم شاهین




Comments