غزه مه هېروئ؛ مه پرېږدئ غزه د غرناطې په برخلیک اخته شي!
حماس د غرناطې د هغه وروستیو مجاهدینو اوسنی انځور دئ او موږ بیا هم تش کتونکي!
پنځه پېړۍ وړاندي غرناطې سقوط وکړ؛ نن الله مکړه غزه د سقوط په حالت کي ده. تاریخ د ثبت په حالت کي دئ او وایي: ”دا فقط یو ښار نه دئ بلکي دا ستاسي د وجدان او شناخت یوه قوي کلا ده!" اما امت یو ځل بیا سکوت غوره کړی؛ همغسي لکه د غرناطې د سقوط پر وخت. د غرناطې پر دېوالونو وروستي اذانونه په وینو رنگ ول؛ نن د غزې په کوڅو کي د شهداؤ پرتې بېـشمېره جنازې د همغو اذیتونو کیفیت انځوروي. هلته هم د کلا اوسېدونکي وجنگېدل او دلته هم کلابند زمریان مقاومت کوي؛ همدوی د دښمن د مرمیو په مقابل کي خپلي سینې سپر کړي. هلته هم مسلمانانو تماشا کوله او نن هم؛ د کعبې خادمان، د قاهرې سلطان او طرفداران او د استانبول مدعیان؛ ټول خاموش، ټول مصروف... د تېلو، واکمنیو او اړیکو ژغورلو په پار.
یو امت وژل کېږي او واکمنان د خپلو عیاشیو په غم کي دي؛ ابوعبدالله د غرناطې کیلیاني دښمن ته وسپارلې او نن محمود عباس د "تړونونو" پاڼي په لاس گرځي؛ له مجاهدینو د سلاح تسلیمولو او د بېـرحمه قصاب چاړې ته د پرېوتلو لپاره زارۍ کوي. هغه وخت به پاچا غدار وو؛ نن ولسمشران همغه دنده مخته وړي. حماس ته به تاریخ همغه درجه ورکوي چي د غرناطې وروستیو ساتونکو ته ئې ورکړه؛ چا چي ویلي وو: ”موږ به ممکن مات سو خو ټیټ به نه شو!“ دا جگړه اصلاً د فتحي نه بلکي د عزت او شرف جگړه ده؛ د غرناطې تر سقوط وروسته اذانونه بند شول او قرآنونه پټ کړل شول؛ آیا موږ به تر غزې وروسته (الله مکړه) همغه کیفیت مشاهده کوو؟!
دا پوښتنه باید له هر مسلمان څخه وشي: "آیا ته د یوه بل ملت زوال ته چمتو ئې؟!" موږ ته ویل کېږي: "موږ کمزوري یو!" خو یاد ساته! د غیرت غوښتنه په قوت نه بلکي جذبې سره پوره کېدلی شي. ستا سلاح خاموشه کېدلی شي اما ژبه دي نه! که غزه ونړېـدله؛ نو دا به یوازي د زمکي زوال نه وي؛ دا به د اسلامی امت وروستۍ سلگۍ وي؛ بیا به یوازي تاریخ وي او هغه به لیکي: "دا پاته مخلوقات فقط کتونکي ول!"
که حماس (الله مکړه) ماته وخوړله موږ ټول به د تاریخ مجرمین یادېږو؛ دا د صف د انتخاب وخت دئ: یا د مقاومت د صف انتخاب او یا د غفلت د هدیرې.
وانه لجهاد؛ نصر او استشهاد
Comments
Post a Comment