د اسلام او پانگوال نظام جگړه! سید قطب

مصري ملت چي تر کوم بدترین ټولنیز نظام لاندي زگېروی کوي؛ دا نـظام ئې د بقاء او دوام کولو وړ نه دئ. دا یو داسي حقیقت دئ چي ټول باید ترې خبر وي؛ تر څو د هغه د لارښووني په موخه پر سمه لاره روان سي.


بلې هو! دا نظام د باقي پاته کېدلو او دوام کولو لایق نه دئ؛ ځکه دا د فطرت ضد نظام دئ. په دې نظام کي د بقاء له عناصرو څخه ئې حتی یو عنصر هم نه موندل کیږي چي ژوند ئې اوږد کړي او تر یو وخته ئې د ژوندي پاته کېدلو جوگه کړي. دا نظام د انساني تهذیب د روح سره بالکل په ټکر کي واقع دئ؛ ولو که تاسي د تهذیب هر تعریف ورته راوړئ! دا د دین د ارواح ضد هم دئ؛ ولو که د دین له تعریفونو څخه ئې هر تعریف ورته کښېږدئ! دا د اوسني پېـر د هري هري غوښتني پر ضد لگیا دئ او پر دې سربېره دا نظام د یوې سالمي اقتصادي فلسفې پر اساس هم ولاړ نه دئ. د همدغو دلایلو په سبب دا نظام نه یوازي د اقتصادي نشوونمو بلکي د اجتماعي او انساني ارتقاء هم خلاف دئ.


هر هغه ټولنیز نظام عجیب او ناقص نظام دئ چي په نتیجه کي ئې د ملت عملي او تولیدي ځواکونه شَل سي او هغه ملت له نشوونمو او پرمختگ څخه راوگرځوي. نه یوازي دا چي دا نظام د بقاء مستحق نه دئ بلکي د عمل او واقعیتونو په نړۍ کي هم هغه د باقي پاته کېدلو قوتونه له لاسه ورکوي. بیا چي کله پر هغه ډېر سوي آفات یو ځای راسي نو انساني شرافت او کرامت ړنگ کړي، اخلاق او ضمیر له منځه یوسي، د عدالت او انصاف ریښې وچي کړي، پر ټولني او سلطنت د ملت مهم اعتماد ترې اوچت کړي، اضطراب او تلوار خپور کړي او امن او اطمینان رخصت کړي. په دې صورت کي نو د هغه د وجود جواز باقي پاته نسي.


کوم خلک چي نن د دې ناقص نظام ساتنه کوي او غواړي هغوی په ډول ډول تَـکیو سره ودروي؛ ولو که دوی استحصالي خلک هم وي یعني هغه څوک چي د صالحي ټولني د جوړولو او د هغې د ژغورلو په لاره کي په راتلونکو تکلیفونو او مهمو زحمتونو کي نه غواړي ونډه واخلي؛ او یا دوی هغه سرکښه او جابر انسانان وي چي دا صدمه ډېره سخته ورباندي تیریږي چي که چیري عدالت او انصاف پر سیده لاره روان سو نو دوی به له دې ناقص اقتدار څخه محروم کړي چي هیڅ بنیاد نلري. دا نو که هغه پانگوال دي چي پر خپلو حرامو سرمایو ویاړي او دوی د اعتدال پر لاره د تللو قوت نلري؛ او یا هم د ظاهري دیندارو او علماء سوء هغه ډله چي ځانونه ئې پلورلي دي؛ البته نه د اللهﷻ لپاره او نه د وطن لپاره بلکي یوازي د شیطان لپاره او یا هم د هغو کسانو لپاره چي دوی ته یو څو بې ارزښته غیرانونه ورکوي.


دا ټول خلک نن هغه کار کول غواړي چي دوی ئې اصلاً د ترسره کولو قوت نلري؛ ځکه دوی په حقیقت کي له فطرت سره په جگړه بوخت وي. دوی ځانونه خپله تباه کوي ځکه د فرصت ارزښتــناکي شېبې ضایع کوي. کاشکي خو داسي کېدلی چي بربادي هم یوازي پر دوی راتللی خو د افسوس ځای دا دئ چي کله دوی تباه کیږي نو له ځانه سره بدبخته هېواد هم تباه کړي. اوس لا وخت سته چي هیوادوال د دوی لاسونه ونیسي؛ یعني تر هغه وړاندي چي له ریښو ویستونکې دا ریښتینې وعده په اثبات ورسیږي: 


وَإِذَآ أَرَدْنَآ أَن نُّهْلِكَ قَرْيَةً أَمَرْنَا مُتْرَفِيهَا فَفَسَقُوا فِيهَا فَحَقَّ عَلَيْهَا الْقَوْلُ فَدَمَّرْنٰهَا تَدْمِيرًا


ژباړه: او كله چي موږ د کومي سيمي د هلاک كولو اراده كوو، نو د هغې بډايانو ته حكم كوو، خو هغوى په نافرمانيو لاس پوري كوي، هله نو پر هغې سيمي د عذاب فېصله تطبيقيږي او موږ هغه بيخي تباه كوو. سورة الإسرَاء: ۱۶


د واقعاتي حقیقتونو درملنه دا نه ده چي موږ ئې نن کوو: لکه د نصیحتونو یو څو خطبې چي واوروي او یا د جعلي څېرې جوړووني یو څو فتواوي جاري کړي! همداسي ئې درملنه دا هم نه ده چي د خلکو پر ژبو دي مُهرونه ولگول سي او یا دې قلمونه مات کړل سي. د دغو حقائقو درملنه په واقعاتي حقائقو ممکنه کېدی سي؛ یعني د هغوی سره باید مقابله وسي او باید تغییر ورکول سي. وږی نس د منطقو په ژبه نه پوهېږي؛ ولو که هغه منطق صحیح هم وي او هیڅ ډول چل او دوکه ورسره گډه نه وي. زموږ وظیفه دا ده چي له لاسه د وخت تر وتلو وړاندي صورتحال درک کړو. واللهِ ﷻ! وخت رښتیا هم له لاسونو څخه د وتلو په حالت کي دئ.


تخریب کوونکي سرکښان، اجیر ادیبان، پردي پال ژورنالیستان او جعلي دینداره طبقه او علماء سوء پرېږدئ چي څه وایي هغه دي وایي؛ هغوی به همدا وایي چي د دغه بدترین ټولنیز نظام د اصلاح پر لور دعوت کوونکي سوسیالیستان دي، قانون ماتوونکي دي، د امنیت لپاره خطر پېښوي او یا هم د تخریب او بدامنۍ داعیان دي؛ دوی پرېږدئ چي د خپلو ټولو جهنمي وسائلو په مرسته د حق د داعیانو پر وړاندي وجنگیږي؛ د هر ځای او هر وخت سرکښان همداسي کوي. دوی پرېږدئ چي د روزۍ وسائل وتړي او دوی پرېږدئ چي د هغوی پر ژوند او شهرت باندي د گمنامۍ پردې واچوي.


د دې هر څه تر تېرېدلو وروسته به یو داسي ږغ راپورته سي چي خاموش کول به ئې ممکن نه وي. دا ږغ به د هغو وږیو نسونو وي چي خپله ویـنه او خـوله بـهوي خو په بدل کي ئې وچه گوله ډوډۍ او د معمولي جامو یوه وړه ټوټه هم نسي ترلاسه کولی. دا ږغ به د هغو ډلو وي چي په ټول ژوند به ئې د سوسیالزم او یا غیرِسوسیالزم (پانگوال نظام) حتی یو توری هم لوستی نه وي. خو دا به د ژوندي انسانانو هغه ډلي وي چي معدې به ئې د گوله ډوډۍ غوښتنه ترې کوي؛ او چي بدنونه به ئې یوه ټوټه ټوکـر ترې غواړي.


همدا یو ږغ به باقي پاته وي؛ که ټول ږغونه خاموش سي بیا به هم دا یو ږغ خاموش نسي. دا د حق آواز دئ چي د لکونو او میلیونو انسانانو پر ژبه به زمزمه کیږي. ظالمو ټولنیزو نظامونو دا ملتونه مسخ کړيدي؛ حتی د ظلم د احساس شعور  ئې لا هم له دوی څخه اخیستی دئ؛ نور خو نور له دوی څخه خو ئې حتی د محرومیت احساس هم سلب کړی دئ.


هو! دا به د خپاره سویو لکونو هغو انسانانو ږغ وي چي په لارو کي خپاره پراته دي؛ له دېوالونو سره نښتي دي؛ دوی پرېږدئ چي د حق لارویان د کوڅه ډبو سپیو او پيشوگانو سره په گندگیو کي د بندیان کړي؛ د هغوی ورځپاڼي او قلمونه بند کړي؛ د

هغوی ئې مجبور کړي چي له ډېرانونو څخه اشغال راغونډ کړي؛ دا پاشل سوي انسانان چي مخونو ئې تغییر کړی، چي د بدنونو پوستونه ئې څیري سوي، چي سترگي ئې په زور تړل سوي او له ټولني تېښتي او غلاوو ته اړ سوي او یا ئې مسلکي فقر او د خیرات ټولولو ذلت ته مخه کړې؛ لنډه دا چي دې ته ورته نور انسانان چي موږ ئې هر ځای په سترگو وینو.


دا هر څه هملته ترسره کیږي چي هلته عیاش پانگوال د بدکاریو په اډو او محلاتو کي د عیاشیو په مسابقو کي سره ښکېل دي؛ د لکونو انسانانو په خنډو وینو ترلاسه سویو طلاوو ډک دي؛ پر رنگارنگ دسترخوانونو او د فاحشو سندغاړو به غېږو کي رغړي؛ هغه چي په دومره ناروا مالي گــټو کي غرق دي چي حتی له شمېرلو څخه ئې هم عاجز دي؛ بلکي د دغو مالونو د مصرفولو او ضایع کولو فرصت لا هم نسي ترلاسه کولی. 


نو د کوم ټولنیز نظام چي دا گنده او خبیثه مېـوه وي د هغه په اړه څوک ددې ویلو جرأت کولی سي چي دا باقي پاته کېدی سي. د مسلکي خو اجیرو مفتیانو د فتواوو که هر څومره مصنوعي تکیې ددې نظام د ودرولو په موخه ورکول سي؛ د اجیرو او پلورل سویو لیکوالانو چي څومره مقالې ئې په تعریف کي ولیکل سي؛ د ظالمانو او تخریب کووونکو تشدد چي هر څومره د هغه د ژغورلو او ساتلو هڅي وکړي خو بیا هم په هر صورت دا نظام باطل دئ. دا به حتماً ضایع کیږي ځکه چي د فطرت خلاف روان دئ.





Comments