ما تېره ورځ د الازهر پوهنتون د مشر شیخ احمد طیب په اړه لیکنه کړې وه؛ هغه یو ځل د غزې سره د خواخوږۍ پیغام نشر کړ او دوه ساعته وروسته ئې همغه پیغام ړنگ کړ او یوه ورځ وروسته ئې بیا په وضاحت پاڼه کي وویل؛ ساده مفهوم: ”دا چي په مصر کي د غزې - اسرائیل د جگړي د متوقف کولو په تړاؤ مذاکرات شروع دي او داسي اعلامیې ممکن پر دغو مذاکراتو منفي تأثر خپور کړي نو ځکه مو خپله مخکینۍ د خواخوږۍ اعلامیه د اوس لپاره حذف کړه.“
دا چي ما نیوکه کړې وه چي د الأزهر د مشر د اعلامیې ړنگول نامناسب اقدام وو او د مذاکراتو پر ځای ئې په اسلامي نړۍ کي د ده په اړه منفي تأثر خپور کړ او یا نوموړي جرأت ونسو کولی خپل پر خبره ودرېږي او یوه دیکتاتور ته تسلیم سو؛ چي اوس هم پر خپل همدې موقف ولاړ یم؛ دلته ځینو وروڼو دا باور وکړ چي گواکي زه د الأزهر د نقد کولو جسارت کوم؛ ځینو دا معتبره اداره د نفاق ځاله وبلله او ځینو نورو تر دې هم نا مناسب توري وکارول؛ یقيناً به اکثر وروڼه د دې ادارې له حیثیت څخه بېخبره وي او یا به ئې له ډېرو نا مناسبو مصادرو څخه څه نیمگړي او ناسم خبرونه اورېدلي وي؛ زه وایم موږ کله هم د افرادو په تېروتنو د هغوی کورنۍ، قام، ادارې او یا جهتونه نه نقد کوو؛ بلکي پر هر چا نقد مو یوازي پر همغوی او د هغوی ناسمو کارونو تر غندلو پوري محدود وي؛ موږ په الأزهر شریف ویاړو!
د الازهر پوهنتون یو ستر اسلامي پوهنتون او په مصر کي تر ټولو ستره مذهبي اداره ده. مرکزي دفتر ئې د قاهرې په مرکز کي د الازهر شیخ دومه ودانۍ کي موقعیت لري. د الازهر جومات په ۹۷۲ع کال کي د فاطمي خلیفه المعزالدین الله لخوا د اسماعیلي پیغام د خپرولو لپاره د جومات په توگه تاسیس سوی؛ دا تر الزیتونة او القرویین پوهنتونونو وروسته په نړۍ کي درېیم زوړ پوهنتون گڼل کېږي. یعني وروسته رسماً پوهنتون ته واوښتی او دې پوهنتون ډېر عظیم شخصیتونه اسلامي نړۍ ته عرضه کړيدي؛ د ټولو نومونه یادول خو ممکن نه دي اما غواړم د یو څو مشهورو او ځلاندو شخصیتونو نومونه ئې ذکر کړم:
امام حسن البناء، شهید عبدالله عزام، شهید محمد عزالدین القسام (د القسام لواء همده ته منسوبه ده)، شهید غلام محمد نیازي، شیخ محمد الغزالي، محمد عبده، محمد متولي الشعراوي، مصطفی السباعي، امام یوسف القرضاوي او مظلوم ډاکټر محمد البلتاجي چي پرون مې لیک هم ژباړلی وو او په زندان کي له ډېر بد وضعیت سره مخ دئ.
گڼ شمېر داسي کسان چي د محمد مرسي او اخوان ملگري ول او ځیني ئې د سیسي په زندانونو کي په مرموز ډول شهید سول؛ په ځانگړې توگه خپله منتخب ولسمشر شهید محمد مرسي او عصام العریان او ځیني ورته نور... زه د دې نوملړ لینک درسره شریکوم؛ دا ئې هغه محدود شخصیتونه ول چي ما ئې یادونه وکړه؛ د دغو ځلاندو ستورو نوملـړ ډېر لوی دئ. https://ar.m.wikipedia.org/wiki/%D8%AA%D8%B5%D9%86%D9%8A%D9%81:%D8%AE%D8%B1%D9%8A%D8%AC%D9%88_%D8%AC%D8%A7%D9%85%D8%B9%D8%A9_%D8%A7%D9%84%D8%A3%D8%B2%D9%87%D8%B1
دا باید یاد وساتئ چي الأزهر شیخ احمد طیب ته نه ویل کېږي؛ او نه هم شیخ احمد طیب ته الازهر ویلی سو؛ د شیخ الازهر لقب همداسي دئ لکه د نني شیخ الاسلام لقب؛ دا لقب نن سبا څومره عام دئ؟! بلکي دې ته ورته نور جعلي القاب هم؛ اما په حقیقي معنیٰ به شیخ الاسلام څوک وي؟! آیا داسي څوک به اوس موجود هم وي او کنه؟! باور وکړئ د امت مسائل دومره پېچيده دي چي داسي شیخان ئې له آن ادراک څخه غافل دي؛ دوی یوازي له خپلوانو سره په شخړو کي ښکېل دي او په همدې کي ماهر دي؛ بیا دومره ستر القاب د څه لپاره؟!
همداسي یو بل وضاحت هم اړین دئ چي د الازهر د شیخ په لقب اورېدلو سره څوک دا مجال نسي ترلاسه کولی چي د همدا یوه فرد په سبب دي دومره عظیمه او معتبره دیني اداره تحقیر کړي؛ الأزهر زموږ د سر تاج دئ؛ رب تعالی دې همداسي فعال او بریالی لري.
د شیخ احمد طیب د شخصیت، نیمگړتیا او سیاسي تېروتنو په تړاؤ ئې د لیکني لینک درسره شریکوم؛ یاده لیکنه شیخ محمد احمد الراشد کړې ده؛ نوموړي د سیسي د کودتا پر ضد کتاب کي دا لیکنه نشر کړې او ما ژباړلې ده؛ تاسي کولی سئ (له آزادۍ تېښته) کتاب مطالعه کړئ او د هغې منفوري او مردودي کودتا له بشپړ جریان او سازشونو څخه خبر سئ!
لینک: https://dailyshahadat.com/articles/6972

Comments
Post a Comment