دا ډېره آسانه ده چي موږ د ۱۹۸۱ع کال د منځني ختیځ هغه سیکولر کیفیت هېر کړو؛ په ځانگړې توگه د نن په پرتله؛ ځکه نن په عربي نړۍ کي د اسلام نفوذ ډېر زیات سوی دئ.
د خلیج په ټولو هېوادونه کي (له تر ټولو محافظه کارو هېوادونو پرته) به خلکو غربي لباس ته د دوديزو جامو په پرتله لومړیتوب ورکاوه. ډېرو خلکو به په ښکاره شراب څښل؛ سره له دې چي په اسلام کي شراب حرام گڼل کېږي. نارینه او ښځي به په عامه او کاري ځایونو کي آزادانه اختلاط کاوه او حتیٰ مشترک رقص به ئې کاوه او ډېرو مېرمنو لوړي زده کړي کولې او په مسلکي ژوند کې د نارینه وو سره اوږه پر اوږه برخه اخېسته.
ځیني کسان په دې باور ول چي د عصري دوران یاده آزادي د عرب پرمختگ د عروج کیفیت ښيي؛ په داسي حال کي چي ځینو نورو بیا دغو بدلونونو ته د اندېښنې، خفگان او وېري په سترگه کتل؛ ځکه د دوی په اند د دې چټک بدلون له امله عربي نړۍ خپل دودییـز فرهنگ او ارزښتونه له لاسه ورکولی سي.
د اسلام او عصريت په اړه د روانو بحثونو ریښې په عربي نړۍ کې ډېري ژوري دي. حسن البناء په ۱۹۲۸ع کال کي د اخوان المسلمین بنسټ کېښود تر څو د غربي کلتور د اغېزو او د اسلامي ارزښتونو د نیمگړتیاوو پر ضد مبارزه وکړي. د څو لسیزو په اوږدو کي پر دې نهضت پرلـپسې فشارونه او بندیزونه ولگېدل. په ۱۹۴۸ع کال کي د مصر شاهي نظام دا نهضت ممنوع وگرځاوه او په ۱۹۵۴ع کال کي د جمال عبدالناصر په دور کي هم بندیز ورباندي ولگول سو.
د شلمي پېړۍ په پنځمو او شپږمو لسیزو کي اسلامي سیاست په بشپړه عربي نړۍ کي اړ سو تر څو پټ پاته سي او په مخفي ډول خپل فعالیتونه ترسره کړي. دلته نو د سیکولرو دولتونو له اغېزو اسلامي ارزښتونه کمزوري سول؛ دا سیکولر دولتونه د شوروي د متحده جمهوریتونو یا د لوېدیځ له آزاد بازار نـه متأثر ول. خو دې فشار د اخوان المسلمین اراده کمزورې نه کړه؛ بلکي هغوی ئې د سیکولرزم پر ضد مبارزې او د خپلو اسلامي ارزښتونو د خپرولو لپاره لا پیاوړي کړل.
په ۱۹۶۰ع کلونو کي د اخوان المسلمین له نهضت نه یوه نوې افراطي څېره را څرگنده سوه؛ چي مشري ئې یوه نومیالي او اغېزمن مصري مفکر سید قطب کوله او د وخت په تېرېدلو سره څرگنده سوه چي قطب د شلمي پېړۍ یو له خورا اغېزمنو اسلامي اصلاح غوښتونکو شخصیتونو نه دئ.
سید قطب په ۱۹۰۶ع کال کي د مصر په سوېلي سیمه کي په یوه عادي مصري کلي کی زېږېدلی وو. بیا په دوهمه لسیزه کي د زده کړو لپاره قاهرې ته لاړ او د دارالعلوم په پوهنځي کي ئې لوړي زده کړي وکړې. تر فراغت وروسته ئې د معارف په وزارت کي د ښوونکي او تفتیش کوونکي په توگه دنده ترسره کړه؛ همدارنگه د ۱۹۳۰ع کلونو او ۱۹۴۰ع کلونو په ادبي محفلونو کي ډېر فعال، لیکوال او نقاد هم وو.
قطب په ۱۹۴۸ع کال کي د امریکا د حکومت لخوا د دوه کلنۍ زده کړو بورس ترلاسه کړ او د نورټن کولوراډو پوهنتون د ښوونکو په پوهنځي (دارلمعلمین) کي ئې ماسټري ترلاسه کړه. د خپل مطالعې ځیني برخي ئې په واشنگټن ډي سي او کالیفورنیا کي په سټانفورډ پوهنتون کي ترسره کړې او سره له دې چي ده د امریکا له ختیځ نه تر لویدیځه سفر وکړ؛ خو د بهرنیو زده کوونکو د معمول په څېر له دې هېواد سره په ده کي والهانه مینه پیدا نسوه. په ۱۹۵۱ع کال کي قطب خپلي ژوري اندېښنې او تجربې د "امریکا التي رأیت" په عنوان په یوه اسلامي مجله کي خپرې کړې.
سید قطب په متحده ایالاتو کي د مادیت او روحاني ارزښتونو د نشتوالي او د هغه څه د لیدو له امله چي ده به د اخلاقي زوال او بې مهاره سیالۍ په توگه بلل سخت حیران سو او (د انساني ارزښتونو د زوال) وېره ئې ترې احساس کړه. دی هغه وخت ډېر حیران سو چي کله ئې دا فساد حتیٰ د امریکایي کلیساوو په داخل کې ولیدی. دی لیکي: ”دلته د ډېرو کلیساوو یو کلب موجود دئ چي نارینه او ښځینه دواړه پکې شامل دي او د هري کلیسا پادري دا هڅه کوي چي تر ټولو زیات خلک خپلي کلیسا ته راجلب کړي؛ په ځانگړې توگه چي کله د مختلفو فرقو تر منځ دا لویه سیالي ترسره کېږي.“
قطب دا چلن؛ یعني د خلکو د را ټولولو هڅه؛ د یوه روحاني مشر پر ځای د یوه تیاتر د مدیر (ډائریکټر) چلن ته ورته وبلله.
قطب په یوه مقاله کي لیکي چي دی یوه شپه د مسیحیـانو د عبادت (میسا) شاهد وو؛ چي تر دې وروسته یو رقص تر سره سو؛ دی ډېر خفه سو چي کله ئې ولیدل چي کشیش (پادري) د دې لپاره تر کوم حـده تللی وو څو د کلیسا تالار؛ د ده په وینا؛ نور هم رومانتيک او عاشقانه ښکاره سي. حتیٰ کشیش د فضاء برابرولو په موخه یوه شهواني سندره هم غوره کړه.
قطب د دې سندرې په اړه لیکلي چي دا یوه مشهوره امریکایي سندره ده چي نوم ئې دئ: "خو گراني! دباندي یخ دئ". چي دا د امریکایي عامه کلتور نه د هغه ژور واټن څرگندوي. قطب وایي: "سندره د داسي یوه هلک او یوې نجلۍ تر منځ خبري انځوروي چي د خپل ماښامني محفل نه راستنېږي؛ هلک ئې په خپل کور کي ایساروي خو نجلۍ هغه ته وايي چي اجازه راکړه تر څو کور ته لاړه سم ځکه وخت تېریږي او مور کي راته منتظره ده... او هلک بار بار ورته وايي: خو گراني! بهر هوا سړه ده!!"
ښکاره خبره ده چي قطب له دې سندري کرکه لرلې؛ خو هغه څه چي دی ئې تر ټولو زیات حیران کړی دا وو چي دا نامناسبه سندره د یوه دیني لارښود لخوا غوره سوې وه تر څو د ده د کلیسا پیروان رقص ورباندي وکړي. دا د اسلامي جوماتونو له ټولنـیز کلتور سره قطعاً ټکر لري؛ چېري چي د نارینه او مېرمن تر منځ څرگند توپیر موجود دی او هلته د حیا، مناسبو جامو او چلن اصول حاکم دي.
سید قطب بېرته مصر ته راستون سو؛ تر څو د خپل هېواد هغه خلک (له غربي کلتور نه) آزاد کړي چي د امریکا د معاصرو ارزښتونو له امله ترې اغېزمن سوي وو. قطب داسي دلیل وړاندي کوي: "زه وېرېږم چي د امریکا د مادياتو د تمدن د عظمت او د هغه انسان تر منځ چي دا تمدن جوړوي؛ هیڅ مناسب تناسب موجود نه وي. زه وېرېږم چي د ژوند څرخ به وگرځي، د وخت ثبتېدل به تېر سي او امریکا به بشریت ته هیڅ شی وراضافه نــکړي؛ یا فقط لږ څه؛ هغه ارزښتونه چي د انسان او شي تر منځ توپیر پیدا کوي او بیا د انسان او حیوان تر منځ هم."
د قطب هدف د امریکا بدلول نه وو؛ بلکي ده غوښتل مصر او په عمومي ډول اسلامي نړۍ د هغه اخلاقي زوال نه وژغوري چي په امریکا کي ئې لیدلي وو.
له امریکا نه تر راستنېدلو لږ وخت وروسته سید قطب په ۱۹۵۲ع کال کي د اخوان المسلمین اسلامي نهضت سره یو ځای سو. په خپرونو چارو کي د خپلي تجربې له مخي د نهضت د خپرونو د دفتر مشر وټاکل سو. دا جذباتي اسلامي مفکر د خپلو تحریکي مقالو له لاري ډېرو لوستونکو ته ورسېدئ.
د ۱۹۵۲ع کال د مصر تر انقلاب وروسته؛ قطب د آزادو افسرانو سره ښې اړیکي درلودې. ویل کېږي چي جمال عبدالناصر سید قطب د نوي گوند د اساسي قانون د جوړولو لپاره هم ور بللی وو (د تدوین کمېټه). ډېر احتمال سته چي عبدالناصر به دا کار له اسلامي مصلح نه د ستایني په موخه نه وو کړی بلکي د دې لپاره به ئې ترسره کړی وو چي د سید قطب ملاتړ د نوي رسمي گوند لپاره ترلاسه کړي؛ چي په دې گوند کي به ئې نور ټول سیاسي گوندونه (جبراً) شامل او جذب کول؛ یعني د اخوان المسلمین د اسلامي نهضت په گډون.
خو د دې نوي نظام لخوا د اخوان المسلمین سره مینه اوږد مهاله پاته نسـوه؛ ځکه سید قطب د ۱۹۵۴ع کال د اکټوبر میاشتي په هغه پراخ کمپاین کي ونیول سو چي د جمال ناصر نظام د دې ډلي پر وړاندي ترسره کړ؛ یعني تر هغه وروسته چي د دې ډلې یوه غړي هڅه وکړه جمال عبدالناصر ترور کړي. (دا پېښه اصلاً د نظام لخوا طراحي سوې وه؛ جمال ناصر یو خواته پر سټېج وینا کوله او ډزي آن د ده پر طرف هم ونسوې بلکي په مخالف طرف کي وسوې؛ دلته نو پر اخوان جمال ناصر کرېک ډاؤن پیل کړ. کتاب وگورئ: د اخوان المسلیمن اسلامي تحریک. لیکوال: محمد شوقي ذکي. ژباړن: زه)
سید قطب؛ لکه د اخوان المسلمین د ډېرو نورو غړو په څېر وویل چي دی د نیول کېدلو پر مهال له سختي شکنجې او پوښتنو سره مخ سو او ده ته تر دې تور لاندي چي تخریبي فعالیتونه ئې کړي د پنځلسو کلونو بند او سختو کارونو سزا ورکړل سوه.
قطب له زندان نه د اسلامي نظریاتو لرونکو اخوانيانو هڅولو ته دوام ورکړ؛ ځکه د ده د بند اکثره وخت؛ د روغتیایي ستونزو له امله؛ د زندان د روغتون په برخه کي محدود وو. ده په زندان کي په شلمه پېړۍ کي د اسلام او سیاست په اړه ځیني خورا مؤثر آثار ولیکل چي په هغه کي د قرآن کریم لوی او مشهور تفسير "في ظلال القرآن" او د دې تر څنگ ئې د یوې حقیقي اسلامي ټولني د جوړولو روښانه غوښتنه شامله ده؛ دې غوښتني هم یوه کتابي بڼه لرله چي نوم ئې "معالم في الطريق" دئ.
"معالم في الطريق" کتاب د غربي مادیت پالني د ناکامۍ او د عرب قومي سیکولري واکمنۍ د استبداد په اړه د سید قطب د افکارو لوړه نقطه څرگندوي. قطب استدلال کوي چي هغه ټولنیز او سیاسي نظامونه چي عصري زمانه تعریفوي دا د انسان جوړښتونه دي او په همدې سبب دا سیستمونه ناکام سوي دي.
قطب وایي د دې پر ځای چي دا نظامونه د علم او پوهي نوی عصر راولي؛ دا د انسانیت د لارښود د نه پېژندلو سبب سوي یا په اصطلاح "جاهلیت" ئې رامنځته کړی. د "جاهلیت" اصطلاح په اسلام کي ځانگړی ارزښت لري؛ ځکه دا هغه تیاره دوران ته اشاره کوي چي د اسلام تر ظهور مخکي موجود وو.
د سید قطب په قول د شلمي پېړۍ جاهلیت داسي بڼه لري: "تصورات، ارزښتونه، قوانین، شرایع، نظامونه او حالات پر خپل سر ټاکل؛ پرته له دې چي د ژوند د لاري لپاره د الله تعالیٰ لارښووني مراعات سي."
دا په ضمني ډول دا معنیٰ لري چي د شلمي پېړۍ په علومو او ټکنالوژۍ کي د لوی پرمختگ سره سره؛ انسانیت لا هم اصل عصري پېـر ته نه دی داخل سوی؛ بلکي د انسانانو لخوا د الله د ابدي پیغام له نظره غورځول د انساني ټولني د وروسته پاته کېدلو سبب سوی؛ تر دې حده چي دوی بېرته د اوومي میلادي پېړۍ کیفیت ته ستانه سوي.
قطب دا باور درلود چي دا څرگندي ننگوني یوازي تر اسلامي او عربي نړۍ پوري محدودي نه دي بلکي په همدې توگه پر غیرِاسلامي غرب هم تطبیق کېږي. دی وایي چي د دې پایله د ظلم او استبداد په توگه را وځي؛ عرب رژیمونو خو خلکو ته نه آزادی ورکړه او نه حقیقي انساني حقوق بلکي هغوی له ظلم او شکنجو سره مخامخ سول او دا هغه ځوروونکی حقیقت وو چي قطب په خپله شخصاً د دردناکي تجربې له لاري هم ولیدل.
قطب دا ایمان درلود چي اسلام؛ لکه څنگه چي د الله له لوري د بشر لپاره ټاکل سوی مکمل حیاتي نظام دئ؛ د انسان د آزادۍ لپاره یوازنۍ لاره ده او دا یوه رښتینې آزادي بخښونکې نظریه ده. له همدې امله یوازني هغه قوانین روا او مشروع دي چي الله په خپل شریعت کي ټاکلي دي. دی همدارنگه په دې هم قانع وو چي یوې اسلامي مخکښي طبقې یا "طلایه" ته اړتیا سته تر څو اسلام د بشر د رهبرۍ کردار ولوبوي. د ده په قول چي دا طلایه باید په لومړي قدم کي د دعوت او بیان له لاري د عقایدو او تصوراتو سمون ته کار وکړي او که اړتیا وي د ځواک او جهاد نه هم کار واخلي تر څو هغه نظامونه او واکـونه ئې له منځه یوسي چي د خلکو او د حق د بیان تر منځ خنډ واقع سوي او خلک د جبر، گمراهۍ او د رب العزیز خلاف د بل څه تابع کوي.
قطب خپل دا کتاب د همغه طلایه لپاره د لارښود او هدايت په توگه ولیکی؛ یعني هغه طبقه چي اسلامي ارزښتونه به بیا را ژوندي کوي او د هغوی له لاري به یو ځل بیا مسلمانان د فردي آزادۍ او د نړۍ په میدان کي د مخکي تللو چانس ترلاسه کوي.
د قطب د پیغام ځواک په دې کي دئ چي دا ډېر ساده، روښانه او صریح دئ. ده اساسي ستونزه (جاهلیت) مشخصه کړه او یو ځلاند اسلامي حل ئې وړاندي کړ چي د ډېرو عربي مسلمانانو په ارزښتونو او عقایدو کي قوي ریښه لري. قطب ولیدل چي د هغه نیوکي همدومره د استعماري قوتونو او استبدادي عربي حکومتونو پر وړاندي هم تطبیق کېږي.
د ده غبرگون د امید هغه پیغام وو چي د مسلمانانو د لوړتیا او برترۍ پر بنسټ بناء وو؛ لکه څنگه چي سید قطب ویلي: "حالات بدلېږي او مسلمان چي د مادي ځواک نه محروم او له ځواکمنو قوتونو نه مغلوب وي؛ بیا هم د ځان د لوړتیا احساس له لاسه نه ورکوي. دی خپل ډېر اړخونه ډېر ستـر گڼي تر څو چي مؤمن پاته وي او دا باور لري چي دا یوازي یو موقتي دوران دئ او تېر به سي. د ایمان یو ځل بیا را ستنېدل حتمي دي. که دا د قضاء په توگه را وړاندي سي نو دی به ئې له سر ټیټولو پرته ومني. ټول خلک مري خو دی شهید کېږي او له دې کُــرّې نه به جنت ته ځي او د ده ډېر اړخونه جهنم پرېږدي."
دا اقتباس د قطب د پیغام روح څرگندوي: دا د ایمان، صبر او یقین له لاري د ستونزو پر وړاندي د بریا نظریه ده.
سره له دې چي سید قطب د لوېدیځو استعماري ځواکونو نه سخته کرکه درلوده خو د ده اصلي هدف تل د عربي نړۍ استبدادي نظامونه ول په ځانگړې توگه د جمال عبدالناصر حکومت. په خپل تفسیر کې د قرآن هغه آیتونه چي د "أصحاب الأخدود" په اړه راغلي؛ سید قطب ئې په اړه ولیکل چي دا د اخوان المسلمین او د آزادو افسرانو (د جمال ناصرانقلابي شوریٰ) تر منځ د جگړي یوه سمبولیک انځور وړاندي کوي.
په دې قرآني کیسه کي د مؤمنانو یوې ډلي ته د هغوی د ایمان له امله د مرگ سزا ورکړل سوه او ظالمانو دوی ژوندي وسوځول؛ د هغو ظالمانو لخوا چي راغلي ول تر څو د مؤمنانو د قربانیانو د مرگ شاهدان وي. لکه څنگه چي الله تعالی په قرآن کي فرمايي:
وَالسَّمَاءِ ذَاتِ الْبُرُوجِ. وَالْيَوْمِ الْمَوْعُودِ. وَشَاهِدٍ وَمَشْهُودٍ. قُتِلَ أَصْحَابُ الْأُخْدُودِ. النَّارِ ذَاتِ الْوَقُودِ. إِذْ هُمْ عَلَيْهَا قُعُودٌ.
ژباړه: قسم په كلكو کلاگانو لرونكي آسمان دئ؛ او (قسم دئ) په هغې ورځي چي وعده ئې سوې ده؛ او (قسم دئ) په حاضرېدونكي او حاضر کړی سوي، د خندقونو خاوندان تباه سوي دي، چي په هغو (خندقونو) کي د ډېر ژر لمبه کېدونكو موادو اور وو؛ كله چي هغوی د هغي كندي پر غاړه ناست ول. البروج: ۱-۶
قطب پر دې آیتونو په تبصره کي لیکلي چي استبدادي واکمنان؛ چي دی ئې "جبلات جاحدة شريرة لئيمة" بولي؛ د شهیدانو د عذاب او درد شاهدان ول او له دې تعذیب نه ئې د سادي خوند اخیستلو یوه کرکجنه نمونه جوړه کړې وه.
قطب وایي: "او هر ځل چي به کوم ځوان يا نجلۍ، ماشوم يا مشر، نېک او محترم مؤمن اور ته وغورځول سو نو د ظالمانو په زړونو کي به د پست او حقیر خوند احساس راولاړ سو او دوی به د وینو او ټوټو په کتلو سره په یو ډول لېونتوب او جنون کي لوېـدل."
دا صحنې په قرآني کیسه کي په مستقیم ډول همداسي نه دي ذکر سوي؛ خو امکان لري چي قطب د شخصي تجربو او د اخوان المسلمین د خپلو ملگرو د بندي کېدلو او شکنجو له تجربو نه دا په الهام را اخیستي وي. قطب خپل تبصره په دې ډول پای ته رسولې: "دا جگړه په اصل کي د عقیدې جگړه ده؛ یا کفر یا ایمان، یا جاهلیت یا اسلام".
د قطب پیغام څرگند وو: د مصر حکومت د ده د اسلامي دولت له نظريې سره سمون نه خوري او د دواړو شتون یو ځای ممکن نه دئ.
سيد قطب په ۱۹۶۴ع کال کي له زندان نه آزاد سو؛ هماغه کال چي ده خپل کتاب "معالم في الطريق" خپور کړ. قطب ژر تر ژره د اخوان المسلمین د ممنوع اعلان سوي ډلي له خپلو مخکنیو ملگرو سره اړیکي بیا ټینگي کړې چي د زندان په دوران کي ئې د ده د لیکنو له امله موقف لا پیاوړی سوی وو. خو قطب باید پوه سوی وی چي د عبدالناصر د رژیم پټ پولیس د ده هره کړنه څاري؛ ځکه چي د اسلامي لیکوال شهرت او نوم د هغه راډیکالي افکارو له امله د اسلامي نړۍ په گوټ گوټ کي خپور سوی وو چي دا حالت د مصر په داخلي او خارجي چارو کي د خطر سبب گرځېدلی سو.
د قطب لارویانو ته هم هماغه څار او خطرات متوجه ول چي پخپله قطب ورسره مخامخ وو. زینب الغزالي (۱۹۱۷ع - ۲۰۰۵ع کال پوري) د قطب له تر ټولو اغېزمنو شاگردانو له جملې نه وه او د اسلامپالو مېرمنو د حرکت مخکښه غړې وه. زینب الغزالي لا شل کلنه وه چي د اسلامپالو مېرمنو ټولنه ئې تأسیس کړه. د دې فعالیتونو د حسن البناء چي د اخوان المسلمین بنسټگر وو توجه جلب کړه او ده هڅه وکړه چي نوموړې د دې حرکت تر څنگ د اخوان د ښځینه څانگي سره هم همکاري وکړي. که څه هم دواړو ښځینه حرکتونو بېلي لاري غوره کړې خو زینب الغزالي د حسن البناء وفاداره پلوۍ پاته سوه.
په پنځمه لسیــزه کي زینب الغزالي د قید سوي مفکر سید قطب له خوېندو سره وکتل؛ هغوی دې ته د کتاب "معالم في الطريق" د څو فصلونو مسودې ورکړې؛ یعني تر دې وړاندي چي دا کتاب لا چاپ او خپور سي. زینب الغزالي ځان وقف کړ تر څو د سید قطب د لارښونو پر اساس د یوې مخکښي ډلي غړې سي؛ د دې موخي لپاره چي مصري ټولنه د اسلامي شریعت د منلو لپاره چمتو کړي.
همغسي لکه څنگه چي محمد ﷺ په مکه کي مدینې ته تر هجرت کولو وړاندي د اسلامي ټولني جوړولو لپاره دیارلس کاله په دعوت کي تېر کړل؛ د سید قطب پیروانو هم دیارلس کلونه وټاکل تر څو مصري ټولنه په یوه مثالي اسلامي ټولنه بدله کړي.
زینب الغزالي لیکي: "زموږ پلان دا وو چي تر دیارلسو کلونو اسلامي روزني وروسته د ځوانانو، مشرانو، ښځو او نجونو لپاره؛ به موږ په ټول هېواد کي پراخه سروې (نظر پوښتنه) وکړو او که موږ ولیدل چي د اسلامي دعوت پیروان لکه څنگه چي دوی باور لري چي اسلام دین او دولت دئ او هغوی د اسلامي حکومت د جوړولو لپاره قانع سوي؛ یعني د ملت رضایت ۷۵% سلني ته رسېدلی وو نو موږ به د اسلامي دولت جوړولو اعلان وکړو."
که احیاناً د سروې پایلي لـږ ملاتړ او تاييد څرگند کړی وو نو زینب او د هغې ملگري به د مصري ټولني په اسلامي ټولنه د بدلولو لپاره تر نورو ۱۳ دیارلسو کلونو پوري کار کاوه. اوږدمهاله هدف سـتر وو؛ تر دې پوري چي د آزادو افسرانو (انقلابي شوریٰ) نظام به ړنگ کوي او رښتینی اسلامي دولت به جوړ کوي. جمال عبدالناصر او د ده انقلابي حکومت پلان درلود چي دا اسلامي خطره تر دې وړاندي له منځه یوسي چي د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي یا پرمختگ وکړي.
مصري چارواکو سید قطب په ۱۹۶۴ع کال کي د بند تر مودې پوره کېدلو وروسته آزاد کړ؛ ده په زندان کي لس کاله تېره کړي وو. زینب الغزالي او د سید قطب نورو پلويانو د ده د آزادېدلو جشن ولمانځی او د مصري پولیسو تر سخت څار لاندي ئې له ده سره څو ځله وکتل. ډېرو خلکو دا فکر کاوه چي د قطب د آزاد کولو یوازنی هدف دا وو چي حکومت غوښتل د ده تر هغو اسلامپالو پلویانو پوري ورسېږي چي د ده د نظریاتو او افکارو شریکان ول.
په اگست ۱۹۶۵ع کال کي یعني تر آزادولو فقط اته میاشتي وروسته سید قطب بیا ونیول سو؛ د ده تر څنگ زینب الغزالي او ټول نور ملگري هم ونیول سول. پر دوی دا تور ولگول سو چي د ولسمشر جمال عبدالناصر د وژلو او د مصر د حکومت د ړنگولو سازش کوي. که څه هم د دوی اوږدمهاله پلان په حقیقت کي د اسلامي نظام د ټینگولو لپاره د حکومت بدلول وو خو تورنو کسانو ټینگار وکړ چي دوی د ولسمشر د ترور په کوم سازش کي ونډه نه لري او بې گناه دي.
زينب الغزالي نور شپږ کلونه په بند کي تېر کړل او وروسته ئې په زندان کي د خپل عذاب او کړاؤ کیسه ولیکله؛ په دې کتاب کي آغلې د جمال ناصر دولت لخوا پر اسلامپالو نارینه وو او مېرمنو دواړو د ترسره سوو وحشي شکنجونو تفصیلي یادونه کړې ده. زینب وویل چي د بند له لومړۍ ورځي نه ئې د زور چلن تجربه کړ؛ دې وویل: "ما په چوپتیا دا هر څه ولیدل؛ ما یقیناً باور نسو کولی هغه څه چي زما سترگو وکتل او ما د دومره وحشي توب توقع نه درلوده؛ د اخوان المسلمین کسان پر لرگیو را ځوړند سوي وو او په زوره زوره په درندو ډنډو وهل کېدل؛ پر ځینو باندي به ئې بې سرپرسته سپي ور خوشي کول تر څو تر شکنجې وروسته د دوی د بدن غوښي ور پرې کړي. ځیني نور بیا د دې لپاره دېوال ته مخ اړولي ولاړ ول چي خپل د شکنجې او ظلم نوبت ته انتظار وباسي."
زينب الغزالي هم له دې ظلمونو څخه نه وه ژغورل سوې؛ دا په درو وهل سوې، په سوکانو وهل سوې، د سپیو له خوا بریدونه ورباندي سوي، خوب پرې بند سوی او څو څو ځله د وژلو گواښونه ورته سوي دي. دا ټولي هڅي د دې لپاره وې چي د سيد قطب او د اخوان المسلمین د نورو مشرانو په تړاؤ دوی دې اعتراف ته اړ کړي چي دوی په هغو سازشونو کي ښکېل وگڼي چي دولت ئې تور ورباندي لگولی وو.
کله چي دوې نوري مېرمني تازه د زينب الغزالي په بند خونه کي ورسره یو ځای سوې؛ یعني تر دې وړاندي دي چي دې اتلس ورځي پرلپسې شکنجې او ظلمونه زغملي وو نو زینب هغوی ته د خپلو تجربو د بیان کولو ژبه نه درلوده او یوازي ئې هغوی ته د أصحاب الأخدود آیتونه لوستل. د آیتونو په اورېدلو سره یوې په پټه ژړا وکړه او بلي په ډېره حیرانتیا ترې وپوښتل: آیـا دا واقعاً له مېرمنو سره کېدلی سي؟!."
د سيد قطب او د ده د ملاتړو محاکمه د ۱۹۶۶ع کال د اپرېل په میاشت کي پیل سوه؛ په ټوله ییز ډول ۴۳ اسلامپالو ته چي سید قطب او زینب الغزالي هم پکې شامل ول؛ د مصر د دولت پر ضد د سازش رسمي تورونه ولگول سول. د څارنوالۍ استازو د قطب لیکني د محکومیت د ثبوت په توگه وکارولې او تور ئې ولگاوه چي دوی د تشدد په کارولو سره د مصر د حکومت د ړنگولو هڅو ته خلک هڅولي.
په اگست ۱۹۶۶ع کال کي سيد قطب او دوه نور تورن سوي کسان مجرم وگرځول سول او دوی ته د اعدام سزا ورکول سوه او زينب الغزالي ته د ۲۵ کلونو بند او سخت کار سزا واورول سوه.
د سيد قطب په اعدام سره؛ مصري چارواکو دی یوازي د اسلامي مبارزې شهید ونه گرځاوه بلکي ډېرو خلکو ته ئې د ده د لیکنو او نظریاتو صداقت هم څرگند کړ؛ چي په دې ظالمانه اقدام سره د ده د ژوند په پرتله تر مرگ ورسته ئې اغېز ډېر پراخ سو. د سيد قطب د قرآن تفسیر او د هغه کتاب "معالم في الطريق" چي د ده د سیاسي فعالیت دستور (اساسي قانون) گڼل کېږي؛ د بشپړي اسلامي نړۍ په کچه بیا چاپ او توزیع سول او په نوي نسل؛ چي په ۱۹۶۰ع او ۱۹۷۰ع لسیزو کي لا بالغ سوي هم نه وو؛ کي د اسلامي بیدارۍ او عدالت په اړه د سيد قطب د پیغام له امله جوش او هڅوني پیل سوې. د دې نسل افرادو ځانونه د سید قطب د لید لوري د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره له ټولو ممکنه لارو سره؛ یعني که سوله ییزي وي او یا له تشدده ډکي؛ ورته وقف کړل.
لیکوال: یوجن روجان | ژباړه: محمد هاشم شاهین

Comments
Post a Comment