قرضاوي، سیاست او د اړیکو عادي کول! عبدالرحمن یوسف قرضاوي

د لیکني د لیکوال لنډه پېژندنه! (لیکنه تر دې مختصر تعارف لاندي نشروم)

عبدالرحمٰن يوسف قرضاوي د امام يوسف قرضاوي زوی دئ؛ د ۱۹۷۰ع کال د سپټمبر پر ۱۸ نېټه په قطر هېواد کي زېږېدلی دئ؛ دا چي د یوسف قرضاوي رحمه الله زوی دئ نو طبعاً مصری دئ او د همدې هېواد تابعیت لري؛ ځیني وایي د ترکیې تابعیت هم لري؛ نوموړي د قاهرې پوهنتون نه د شريعت په مقاصدو کي ماسټري ترلاسه کړې ده.


نوموړی شاعر، لیکوال او سياسي فعال دئ چي د عربي نړۍ له ځينو نظامونو سره سخت مخالف پاته سوی دئ؛ نوموړی د ۲۰۲۴ع کال په پای کي په لبنان کي ونیول سو؛ هغه وخت چي کله له سوریې تازه لبنان ته راغلی وو. د ده د نیولو امر مصر او عرب متحده اماراتو صادر کړی وو؛ دا دواړه هېواړونه غواړي عبدالرحمن همدوی ته وسپارل سي؛ له څه مودې راهیسي دا ویل کېږي چي نوموړی د لبنان لخوا اماراتو ته سپارل سوی دئ او هغوی پټ (زنداني) کړی دئ.


دې یادوني ته به اړتیا نه وي چي مصري کودتا د اماراتو او سعودي په رضایت وسوه او جنرال سیسي د دوی د خوښي واکمن (دیکتاتور) دئ؛ سیسي له اماراتو سره په سوډان، مقدسه زمکه او نوره عربي نړۍ کي گډ کار کوي او د ملعون قام سره د اړیکو عادي کولو دنده هم پر مخ بیایي.


د بشري حقونو نړئوالو سازمانونو لکه اِمنسټي انټرنېشنل (Amnesty International)، غوښتنه کړې چي لبنان دي هغه هیڅ بل کوم هېواد ته نه سپاري؛ ځکه د دوی په وینا دا قضيه سیاسي بڼه لري او د بیان د آزادۍ له امله پرې فشار راوړل سوی.


د دې تر څنگ دا یادونه هم اړینه ده چي د شهرت یو بل لامل ئې دا هم دئ چي دی د اسلامي نړۍ د مشهور عالم، مرحوم يوسف قرضاوي زوی دئ؛ نو ځکه ئې هم قضيه ډېره رسنیزه سوېده؛ خو یوازي دا سبب ځکه نه دئ چي نوموړی پر ټولنیزو رسنیو ډېر فعال وو او په خپل بل کمال شاعرۍ سره ئې هم کافي شهرت ترلاسه کړی دئ. د ده اشعار او سياسي تبصرې د دیکتاتورو واکمنو رژيمونو په ځانگړي ډول مصري دیکتاتور پر ضد دي؛ چي له همدې کبله سياسي دوسيه ورته جوړه سوې ده. ډېری عرب ژورنالستان او فعالان دا قضيه د آزاد فکر او بيان د ازادۍ پر ضد گام بولي.


په لاندنۍ لیکنه کي هم عبدالرحمٰن قرضاوي د خپل والد مرحوم پر همدې سیاسي اړخ بحث کړی دئ؛ (لیکنه پیل سوه):


امام یوسف قرضاوي، سیاست او د اړیکو عادي کول!

زما والد دروند عالم شیخ یوسف قرضاوي؛ الله دې ژوندی او د گټي رسولو سبب وگرځوي؛ یو داسي شخصیت دئ چي له کشرتوب نه په عامه چارو او د امت له حالاتو سره ډېره مینه لري. د دوی (د زمانې) ټول نسل ئې همداسي وو؛ سیاسي شعور لرونکی نسل. دی لا ځوان وو چي په شاهي دوره کي بندي سو. د ده د سیاسي پوهي دايره ډېره پراخه ده؛ له کورني سیاست نه نیولې تر سیمه‌ ییز او نړئوال سیاست پوري؛ په ټولو مسائلو ډېر ښه پوهاوی لري. ده د نړۍ گوټ گوټ کتلی، د خلکو او هېوادونو حالات ئې په خپلو سترگو لیدلي، له شرق نه تر غربه ئې سفرونه کړي او د زمکي انسانان ئې مشاهده کړي دي. لسگونه کلونه ئې د دعوت پیغام خپور کړی او په درځنونو هېوادونه ئې کتلي دي. ما به تل ده ته په ټوکو ویل: ”مولانا! کوم هېوادونه پاته دي چي تاسي لا نه دي لیدلي؟!“


له همدې امله… هر څوک دا خبره درک کوي چي یو عام انسان کولی سي د عامه چارو په تړاؤ خپل نظر څرگند کړي. حقیقت دئ چي زه لا هم فکر کوم موږ دې ته اړتیا لرو تر څو ځیني حدود وټاکو چي د سیاسي او دیني مسایلو توپیر لا واضح کړي… خو بالاخر زه په دې باور یم چي انسان خپل ژوند د عامه چارو په خدمت کي تېرولی سي؛ یعني هغه که فقاهت وي، کشیش وي، شاعر وي، ممثل وي او یا هم د بالې رقص ترسره کوونکی.


خو تر ټولو حیرانونکې خبره دا ده چي هغه کسان چي ځیني خلک ئې مشایخ او علـماء گڼي؛ ټول عمر ئې په سیاست کي خبري نه دي کړي؛ ناڅاپه استخباراتي ادارو له دوی وغوښتل چي له اسرائیل سره د اړیکو عادي کول توجیه کړی، یا پر سړکونو د لاریون کوونکو قتلِ عام تحلیل (داسي چي قاتلین بري او مجبور وښيي) کړي، یا خلکو ته وښيي چي د اساسي قانون په بدلون سره کومي دیني او کورنۍ گـټي تر لاسه کېدلی سي... تر څو پاچا یا ولسمشر هر څه چي وغواړي، کله هم وغواړي، څنگه وغواړي ترسره ئې کړي!! یعني له هر ډول حساب او سزا پرته. دا کسان د سلطان (واکمن) علمـاء دي، که شاعر وي نو د سلطان شاعر او که ډاکټر، انجنیر یا د فوټبال لوبغاړي وي نو دوی د همغه سلطان خدمتگاران دي؛ ولو که هر چېرته وي.


دوی اصلاً داسي خلک نه دي چي د عامه چارو په اړه د نظر ورکولو پر وخت یو انسان درک کړي؛ ځکه دوی هیڅکله په دې موضوع کي ذوق نه دی څرگند کړی. په حقیقت کي دوی خپل نظر نه لري بلکي یوازي هغه څه تکراروي چي د کومو مسائلو د څار لپاره گمارل سوی استخباراتي افسر دوی ته څه ووایي.


زه د دوحې په ښار کي زېږېدلی یم… آرام او ښکلی ښار… زه نه پوهېږم چي آیا دې ښار خپله نېکي خپلو خلکو ته ورکړې ده او که دوحې خپله نېکي د خپلو عزتمندو خلکو له امله ترلاسه کړې ده؟!


په همدې ښار کي په تېرو اتیایمو کلونو یعني په اتمه لسیزه کي چي کله د افغانستان ستونزه ډېره په شور کي وه او زما په یاد دي چي افغان مشر عبد رب الرسول سیاف په دوحه کي یوه وینا وکړه؛ لکه څنگه چي ویل کېږي چي ټوله نړۍ ئې واړوله.


خلکو له دې قضیې سره ډېره خواخوږي درلوده او دا خواخوږي خالص اسلامي وه. خلکو ږغ پورته کړ چي په افغانستان کي د جهاد لپاره رضاکارانه گډون اړین دئ (دلته مراد د ځان د قربانولو له جهاد نه دئ نه د پیسو ورکولو). ډېری ځوانان په رښتیا هم راپورته سول او د جهاد لپاره هلته ولاړل او آن ځیني ئې شهیدان سول… الله دي رحم پرې وکړي او هغوی دي په شهداؤ کي ومني.


په هغه وخت کي ځیني فتواوي خپرې سوې؛ عوامي فتواوي؛ چي د خلکو د همدردۍ له جذباتو نه به ئې کار اخیسته او خلکو ته ئې ویل چي په افغانستان کي جهاد بالذات (یعني په خپله جهاد کول) د هر مسلمان پر ذمه فرض عين دئ او که دښمن کوم اسلامي ښار یا کلي ته داخل سي نو پر هر مسلمان لازمه ده چي وسله پورته کړي او سمدلاسه د جگړي لپاره ووځي. او دا به ویل کېده چي دایَن (پوروړی) کولی سي د خپل پور ورکوونکي له اجازې پرته ووځي او بچیان باید د خپل سرپرستانو له اجازې پرته هم جهاد ته ووځي او داسي نوري له مبالغې ډکي خبري چي په دې دوره کي د مذهبي ځوانانو تر منځ ډېري عامي سوي وې (په قطر او د اسلامي نړۍ په ډېرو نورو هېوادونو کي). وروسته څرگنده سوه چي د امریکا متحدینو په خلیج کي دې تمایل ته وده ورکوله او هم ئې هغه تمویل کاوه.


هغه فتویٰ چي په دې ورځو کي واکمنان پرې راضي ول هغه دا وه چي په افغانستان کي جهاد فرض وبلل سي. د سلطان فقهاءو یو له بل سره سیالي کوله چي داسي فتواوي صادري کړي چي وایی په افغانستان کي جهاد پر هر مسلمان ځانته ځانته واجب (فرضِ عین) دئ. زرگونو مبارزین د اسلامي هیوادونو له اتباعو نه افغانستان ته ولاړل او د دې جنگي هلو ځلو لپاره د مرستو راټولولو مسئول یو امیر وو (د محمد بن سلمان پلار ملک سلمان. ژباړن) چي اوس پاچا سوی دئ.


په دې ماحول کي له هغو مشایخو نه یو چي په افغانستان کې د جهاد د فریضې دعوت و تبلیغ کاوه؛ زما له پلار سره د ملاقات غوښتنه وکړه؛ نو پلار مي هغه خپل مجلس ته را وبلی. د د دې لیدني موخه له شیخ سره مناظره او هغه په ”سم“ شرعي حکم قانع کول وو.


ما په دې ناسته کي گډون وکړ، د حاضرینو شمېر محدود وو او دا ناسته زموږ په کور کي د فریق بن محمود په سیمه کي ترسره سوه او زما لا هم هغه پېښه ښه په یاد ده. مېلمه وینا پیل کړه... د جهاد فضیلت او د الله په لاره کې د شهادت مرتبت بیان کړ، نږدې یو پاؤ (ربع ساعت/۱۵دقیقې) ئې په اغېزمن ډول خبري وکړې... او کله چي ئې د افغانستان د مجاهدینو کرامتونه یاد کړل نو د ځینو حاضرینو له سترگو اوښکي وبهېدې. دا تقریر پیل وو په داسي حال کي چي زما پلار؛ الله دې وساتي (رحمه الله) آرام او مطمئن ناست وو او همداسي خاموش پاته وو تر څو چي بالاخر مېلمه خپله وینا پای ته ورسوله.


وروسته زما پلار خبري پیل کړې... ده دې مېلمه ته وضاحت وکړ چي د جهاد فضیلت ثابت دئ، دا د اسلام تر ټولو لوړه څوکه ده او شهادت یوه ستره مرتبه ده او شهید ته له پور پرته ټول گناهونه وربخښل کېږي؛ خو دا ټولي خبري د افغانستان د جهاد له حکم سره هیڅ تړاؤ نه لري!


مېلمه زما د پلار خبري پرې کړې او یوه عجیبه خبره ئې وکړه؛ لنډیز ئې داسي وو: موږ باید خلکو ته ووایو چي جهاد فرضِ عین دئ ترڅو هغوی د جهاد لپاره وهڅوو او ممکن ډېر خلک جهاد ته ولاړ نـسي که موږ دا ورته ونه وایو چي دا جهاد فرضِ عین دئ.


دلته شیخ په غصه سو؛ ده دې مدعي (مېلمه) ته وضاحت وکړ چي دا د الله د دین تحریف دئ او د دې د اثبات کولو لپاره ئې په آیتونه او احادیثو استدال وکړ؛.لکه د قرآن هغه آیت چي په سورة الاحزاب کي راغلی: 


الَّذِينَ يُبَلِّغُونَ رِسَالَاتِ اللَّهِ وَيَخْشَوْنَهُ وَلَا يَخْشَوْنَ أَحَدًا إِلَّا اللَّهَ وَكَفَى بِاللَّهِ حَسِيبًا. (الأحزاب: ۳۹)

ژباړه: (دا د الله کړنلاره د هغو خلكو لپاره ده) چي د الله پيغامونه رسوي او له هماغه څخه وېریږي او له يوه خدايه پرته له بل هيچا څخه نه وېریږي. او د محاسبې لپاره همدا الله كافي دئ.


ده نوره هم موضوع ورته تشریح کړه چي رښتینی فقیه په هیڅ دلیل د الله احکام نه بدلوي او همدا نېک نيتونه وو چي خلک ئې دې ته هڅول چي دروغجن احادیث جوړ کړي او فقهي احکام بدل کړي او په دغو چارو پسې تلل ډېر خلک په سپینه گمراهۍ کي اچوي.


د روسي یرغل له پیل نه بیا تر ماتي پوري د شیخ یوسف قرضاوي فتویٰ په همدې ډول پاته سوه؛ یعني په افغانستان کي جهاد یوازي پر افغانانو فرضِ عین دئ؛ د اسلامي دولتونو دنده دا ده چي له دوی (افغانانو) سره په وسله او په ډیپلوماتیکو هڅو کي ودريږي او پر نورو مسلمانانو لازمه ده چي له دوی سره په پیسو، په دعاءگانو او په ټولو ممکنو لارو چارو مرسته او ملاتړ ترې وکړي. هر څوک چي له افغانانو نه پرته په خپل ځان یعني جهاد بالنفس سره افغانستان ته تلل غواړي نو تللی سي؛ خو دا پر هغه فرضِ عین نه ده.


دا ناسته زما لپاره يوه لویه زده کړه وه او دا چي د نظر خاوندان بايد هیڅکله هم د کومي موضوع په اړه د عوامي جذباتو له شور او طوفان نه اغېزمن نه سي او عالم ته بیا بالکل نه ښایي چي بدلېدونکي احساسات له ثابت حکم سره گډوډ کړي او فقيه بايد د الله پر حدودو محکم ودرېږي ولو که دا د حاکم يا د عوامو د خواهش سره سم وي او کنه. د وخت په تېرېدلو سره د واکمنانو طبیعتونه بدل سول د غوغا چيانو مزاجونه واوښتل او څه چي پرون د دوی په باور جهاد وو وروسته بيا همغه څه ترهگري وگرځېدله.


حقیقت دا دئ چي دې ناستې ماته دوې فکري لاري او د ژوند دوې مهمي تگلاري را وپېژندلې:


لومړۍ لاره: د هغو علماءو منهج چي پر علم ټینگ ولاړ دي او د الله په لاره کي د هیچا د ملامتولو پروا نه کوي.


دوهمه لاره: د هغو کسانو طریقه چي د خپلو نفساني غوښتنو له مخي د دیني احکامو سره لوبي کوي؛ ولو که دا د نېکۍ په نوم وي او که د شر په نوم.


حیرانونکې خبره خو دا ده چي د نن ورځي د انقلاب ضد ځیني رسنۍ د خلکو د حافظې له ضعف څخه گټه پورته کوي، درواغ او مغالطې خپروي او شیخ یوسف قرضاوي په دې تورنوي چي گواکي دی او زامن ئې په خپلو کورونو کي آرام ناست دي خو د بې وسه خلکو زامن د هغو جگړو اور ته اچوي چي له هغوی سره هېڅ تړاؤ نه لري؛ یعني له فلسطین نه بیا تر افغانستانه پوري. دوی دا له پامه غورځوي چي هيڅکله داسي څه نه دي ترسره سوي او دوی ډېر هغه حقایق نظر اندازه کوي چي موږ هغه نه ذکر کوو؛ ځکه موږ د هغو خلکو له جملې نه یو چي ځانونه خپله ستایي.


په سیاسي چارو کي مي تل پر ټولنیزو رسنیو د خپل پلار؛ الله دې وساتي؛ یو انځور پرلپسې لیدلی چي په هغه کي نوموړی د یهودو له څو حاخامانو (راهبانو) سره ولاړ دئ چي هغوی خپل ځانگړي مذهبي جامې اغوستي؛ زه له دې سره عادت سوی یم چي د ټولنیزو رسنیو هغه لا أباله تبصرې هم ولولم چي له دې انځور سره ئې خپروي او د ده پر دین دارۍ او د امت سره ئې پر وفادارۍ شک څرگندوي او وايي چي گواکي دی د اسرائیل او نړئوال ماسونیت دسیسې یو "جاسوس" دئ؛ دا ډېره ناسمه پرېکړه ده چي دا خلک ئې کوي.


په انځور کي هیڅ د شرم یا عیب څه خبره نسته بلکي عیبــجن هغه خلک دي چي دا انځور له بې‌ اساسه دروغجنو تبصرو سره خپروي.


هغه څوک چي نه پوهېږي؛ دا انځور د شیخ قرضاوي؛ الله دې وساتي؛ د هغه وخت دئ چي کله ئې د یهودو د حاخامانو یوې ډلي هرکلی کاوه چي د "ناطوري کارتا" په نوم د یوه یهودي خوځښت غړي ول. دا د حریدي یهودانو (بنسټـپالو) خوځښت وو چي په ۱۹۳۵ع کال کي جوړ سوی دئ؛ یعني د صهیونيسټي دولت تر اعلان ډېر وړاندي. دا خوځښت نن هم د صهیونیزم د هر ډول بڼې مخالفت کوي، دوی د اسرائیل د دولت له موجودیت سره اصولي مخالفت لري او د اسرائیلي دولت د له‌ منځه وړلو او د فلسطیني خاوري بېرته فلسطینیانو ته د ورکولو سوله‌ ییزه غوښتنه کوي. (د همدې خوځښت غړي وخت ناوخت پر صهیونیسټانو د انتقاد په سبب د نړۍ به گوټ گوټ کي خپل احتجاج ریکارډ کوي او آن د اسرائیل بیرغ هم سوځوي؛ د ۲۰۲۵ع په قتل عام کي د فلسطینیانو او غزه والو د ملاتړ په تړاؤ د دوی ږغ رسا او څرگند وو. ژباړن)


د "ناطوري کارتا" خوځښت؛ چي معنیٰ ئې "د ښار ساتونکي" ده؛ دیني او تــوراتـي بنسټ لري او دوی دا باور لري چي یهودو ته تر هغه وخته د خپل دولت جوړول حرام دي تر څو چي د دوی مسیح نه وي ورته راغلی.


تاسي به د مقاومت د ډېرو مشرانو انځورونه د همدې حاخامانو سره ومومئ او دا حاخامان به په هیڅ صورت د فلسطیني کفیه (د فلسطین د آزادۍ سمبول: څادر) په اغوستلو کي شرم نه محسوسوي. د بېلگي په توگه د دې ډلي مشر د فلسطین د ولسمشر یاسر عرفات په وخت کي د یهودو د چارو د وزیر په توگه دنده ترسره کړې وه او د دې ډلي دوو غړو په پاریس کي د ولسمشر یاسر عرفات په جنازه کي گډون هم کړی وو.


دا د دې خوځښت رسمي وېبــپاڼه ده؛ د هغو لپاره چي غواړي په دې اړه نور معلومات هم ترلاسه کړي: nkusa.org

تر نــنه لا هم د شریفو خلکو د بدنامولو دا لړۍ د همدې انځورونو په وسیله روانه ده! زه حیران یم چي د "دسیسو جوړونکي دولت" نوکران به اوس له دې انځور سره څه کوي؟!


اوس همدوی پخپله د تورونو په قفسونو کي ولاړ دي او موږ گورو چي دوی د اسرائیل په بیرغونو خپل اولادونه ښایسته کوي! (یعني پر مخونو ئې د اسرائیل بیرغونه ترسیم کوي. امارات. ژباړن)


حیرانونکې خبره دا ده چي په دې ورځو کي د قرضاوي نوم له صحنې نه بالکل غایب وو؛ ځکه د تطبیع (له اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو) د توجیه کولو لپاره دوی اړ ول د هغو کسانو نومونه رامخته کړي چي د علماءو له ډلي شمېرل کېږي خو هغوی د "فقه الواقع" په اړه په ډېر څه نه پوهېږي او هغوی هيڅکله د امت په عامه چارو کي دلچسپي نه لرله. (او باور لرم چي هوښیار لوستونکي ښه پوهېږي چي زه د چا یادونه کوم).


له همدې امله به د تطبیع (اسرائیل سره د اړیکو نورمال کول) په اړه د دغو کسانو فتواوي داسي اړخونه ولري چي له واقیعت سره به هیڅ تړاو نه لري.


دا خلک نه پوهېږي چي اسرائیل څه دئ او نه هم له دې خبر دي چي هغه څه کوي او نه هم د هغو سیاسي، سیمه‌ ییزو او نړئوالو حالاتو په اړه پوهه لري چي په هغه کي خپلي فتواوي صادروي.


تاسي به گورئ چي دوی به د حُديبیې د سولي مثال ورکوي په داسي حال کي چي دا زموږ د موضوع له بحث سره هیڅ ربط نه لري؛ ځکه د حُديبــیې د سولي تړون د رسول الله ﷺ او د قریشو تر منځ وو او دواړه لوري د مکې اوسېدونکي ول او د هغه تړون هیڅ یو لوری له مکې نه له بهره نه وو راغلی او نه ئې مکه نیولې وه او نه ئې هم د بهرنیو قوتونو په ملاتړ د مکې خلک بې‌ کوره کړي وو.


حقیقت دا دئ چي کوم کسان چي ځانونه "سلفیان" بولي؛ دوی په حقیقت کي د سلفو له منهج څخه ډېر لېري دي. د دوی په خپل فطرت کي د واکمنانو چاپلوسي گډه وي او د هغوی ظلمونو ته د شرعي توجیه لټولو ماده پکې شامله وي؛ دا ځکه چي دا مفکوره د هغه باطلي وهّابي فکـر پایله ده چي دوی ئې پیروان دي او همدا ئې دین ته منسوبه کړې ده.


دا وهّابـي منهج د خپلو پلویانو لپاره فقط یوه توره ده؛ هغه توره چي د دې نظریې منونکو د خپلو شومو اهدافو لپاره کارولې ده. دا همغه توره ده چي د اقتدار د ترلاسه کولو لپاره ئې د زرگونو بې گناه انسانانو د وینو بهولو جواز ورکړی.


د دې فکر د سلفو له اصلي طریقي سره هیڅ تړاؤ نسته او نه هم د ابن تيميه او نورو راسخو عالمانو له افکارو سره د دوی څه ربط سته. 


د اسلام له ناسم تعبیر کولو نه همدا سخت‌ دریځي، افراطیت او فاسد مدخلي فکر وزېږېدی او د افسوس ځای دا دئ چي دوی دا گمراه نظریات د سلفیت تر نامه لاندي خپروي او همدې پاک عنوان ته ئې منسوبوي؛ حال دا چي سلفِ صالحین له دوی څخه په بشپړه توگه بېـزاره او بري دي.


په لنډه توگه دا چي شیخ یوسف قرضاوي هغه لویه ډبره ده چي د تطبیع (د اسرائیل سره د اړیکو نورمال کولو) ټولي څپـې ورباندي ماتېږي او دی به تل همغه زرهي سـپَــر وي چي د اسلام پر ضد راوتلي تیرونه به ورباندي کاږه کېږي.


دی به همداسي د یوې مبارزي کورنۍ سمبول پاته سي؛ داسي کورنۍ چي د ظالمانو پر وړاندي ټینگه او ثابته ولاړه ده؛ قرضاوي د واکمنانو د خواهشاتو پر وړاندي ودرېدی او تر دې هم مهمه دا چي دی د عامو خلکو د بې‌ ځایه احساساتو او غوغا پر وړاندي هم مضبوط پاته سو او دا کار په دې زمانه کي ډېر نادر (ستونزمن) دئ.


الله دي شیخ قرضاوي وساتي؛ الله دي پر ده، د ده پر میراث، کورنۍ او شاگردانو برکت واچوي. او د دې کرښو لیکوال ویاړي چي ووايي: زه د دې عظیم انسان زوی یم.



لیکوال: عبدالرحمن یوسف قرضاوي فک الله أسره – ژباړه: محمد هاشم شاهین




Comments