د ۷-اکتوبر د حملو شهکاري ویډوگاني او زېري چي مي کله پر فېسبک نشر کړل او بیا وروسته د کمیونټي سټېنډرډز په نوم یو په بل پسې هغه پوسټونه ړنگ کړل سول نو له ځان سره مي وعده وکړه چي د ډېرو ضروري لیکنو پرته به د دې مقدسي جگړي تر ختمېدلو پوري د بل شي په اړه څه نه لیکم؛ همداسي وسول؛ الحمد لله چي دا څلورمه میاشت هم د ډېرو ویاړونو ډکه ده؛ مقاومت بریالی دئ او اسرائیل وارخطاء؛ نن د جگړي ۱۰۹-مه ورځ ده او د اسرائیل چیغي نړۍ اوري؛ حماس ئې په لسگونو پوځیان د دوی په اعتراف په اور ژوندي وسوځول؛ امریکا سپارښتني کوي چي اسرائیل دي هر څه ژر د غزې له جهنمه ووځي ځکه دې جگړي د دوی دواړو له څېرو نقابونه لیري کړل؛ بې ساري مالي او ځاني تاوانونه ئې ور ورسول؛ د دوی نږدې د یوې پېړۍ داعیه (د وجود دفاع) ئې ټکنۍ کړه؛ دوی رسوٰی سول؛ د یوه عرب ورور په وینا چي یوه نقاب پوښه زمري (أبوعبیده) له ډېرو عرب او غیر عربو منفورو او مردودو څېرو څخه نقابونه ليري کړل؛ همداسي ده. همدې ته ورته څرگندوني د اروپايي ټولني د بهرنیو چارو مشر د اسرائیل سره د خواخوږئ او نجات په موخه کوي او وایي: "اسرائیل چي د حماس د لمنځه وړلو لپاره کومه لاره کاروي؛ هغه په نړۍ کي د اسرائیل پر ضد کرکه زیاتوي. اوس پکار ده چي د فلسطین او اسرائیل تر منځ د دوه دولتي حل لاره ولټوو." د امریکایانو، برتانویان او نورو غربي مشرانو څرگندوني همدې ته ورته دي؛ دوی غواړي په یو نه یو شکل دا بدنامه جگړه ودروي؛ د اسرائیل لپاره د وتلو داسي یو باعزته لار تلاښ کړي چي اسرائیل تر دې جگړي وروسته هم وکولی سي په سیمه کي حداقل د خپل زوړ برم سره ژوند وکولی سي. بقاء ئې تضمین سي. ځکه په سیمه کي د قوت سرچينو تغییر موندلی دئ او د اسرائیل موقف ډېر کمزوری سوی او رسویٰ سوی دئ؛ د ۷-اکتوبر حملو په سیمه کي د قوت توازن بدل کړی دئ. د ورور عبدالحي قانت صاحب په قول چي: "د سیمې جیو پولیټیک نقشه له لوی تغیر سره مخ ده."
اسرائیل ته ځکه هم د احتیاط ضرورت سته؛ په خلیج کي د امریکایانو موقف کمزوری سوی دئ؛ دوی حتی په سره سمندر کي خپلي کښتۍ هم نسي ساتلی نو د اسرائیل څخه به څنگه کامله دفاع وکولی سي؛ خلیج ته ددوی د بهرنیو چارو وزیر پرلپسې سفرونه او د هغه سره د اسلامي هیوادونو بالخصوص ترکیې سوړ برخود پر همدې شاهدي ورکوي؛ دوی له نتنـیاهو سره هم ځکه په جنجال کي پرېوتې چي په دومره حساس وخت کي ئې څنگه غزې ته د پوځ داخلولو جسارت وکولی سو؟! نه ئې ددوی مشورو ته ارزښت ورکړ او نه ئې کوم منظم پلان درلودی. د ۷-اکتوبر شهکاري حملې ډېري ستراتیژیکي گټي لري او د وخت په تېرېدلو سره هره ورځ په اثبات رسېږي
د دوی د کابینې خپلمنځي جنجالونه د همدوی رسنۍ نشروي؛ دفاع وزیر ئې ناکامي پر سیاسیونو او هغوی ئې بیا د لومړي وزیر په گډون د ناکامۍ او ذلت ټوله ملامتیا پر پوځ اړوي. د پخواني دفاع وزیر په شمول ئې نور یهودان هم اعتراف کوي چي دوی جگړه بایللې او نتن یاهو یوازي د وخت ترلاسه کولو په پلمه جگړه غزوي. پرون خو اسرائلي رسینو حتی دا خبر هم خپور کړ چي د اوسني دفاع وزیر او لومړي وزیر تر منځ خبره جنجال ته رسېدلې ده؛ دفاع وزیر د گولاني لواء د رابللو او کودتا کولو اخطار هم ورکړی وو؛ ان شاء الله چي د فتحي زېري نږدې دي.
د دې هر څه په جریان کي په غزه کي د مقاومت طراح او هملته د حماس د تنظیم مشر یحیٰی سنوار اوسي؛ په دومره شدیده جگړه کي د یحیٰی سنوار ژوندی او مخفي پاته کېدل د الله پر اراده، د نوموړي پر کامل ایمان او عیارۍ او د دښمن پر ټمبلۍ د اثبات مهر وهي؛ اسرائیلي پوځ د نوموړي په اړه وايي: د خان یونس قصاب (Butcher of Khan Younis) یحیٰی سنوار دئ؛ د بي بي سي په قول اسرائیل خپل تر ټولو ستر حماقت د ده د خوشي کولو فيصله بولي؛ د دې لقب تر کارولو را یاده سوه؛ دې ته ورته لقب (د کابل قصاب) فرانسوي اشغالگرو د حزب اسلامي مشر جناب گلبدین حکمتیار حفظه الله ته هم ورکړی وو. باور وکړئ دغه القاب پر زرگونو هغو طلایي مډالونو درانه او بالا دي چي د اسلامي نړۍ ډارنو پوځیانو پر خپلو سینو ټومبلي دي.
اسرائیل نوموړی د ۷-اکټوبر د الاقصٰی توپان د برید پر طراحي کولو تورنوي چي په همهغه لومړۍ ورځ ئې په اسرائیل کي ۱۲۰۰-صهیونسټان ووژل او نږدې ۲۰۰-صهیونیسټان ئې ژوندي ورسره یووړل او یرغمال ئې ورسره وساتل؛ اوس ئې اسرائیل د آزادولو په پلمه غزې ته ننوتلي او دا څلورمه میاشت ده چي دوی حتٰی یو یرغمال سوی هم آزاد نکړی سو بلکي د دوی پوځیانو د همدغو یرغمال سویو له جملې څخه درې تنه په ډزو او نور څو تنه په هوایي بریدونو کي ووژل او یا ئې ټپیان کړل. د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په پیل کي د اسرائیل د دفاعي ځواکونو ویاند قوماندان دانیال هاگاري ویلي وو چي: "یحیٰی السنوار د جگړي قوماندان دئ او ډېر ژر به ووژل سي." خو داسي ونسول؛ الحمد لله. د الله اراده بل څه وه.
اسرائیل د امریکا د ډېر ټینگار باوجود هم ځکه له غزې نسي وتلی چي دوی غواړي خپل تېر برم یعني د وېرولو او وحشي رعب خپل زوړ کرکجن کردار پر ځای وساتلی سي؛ یا حدِاقل د غزې د پرېښودلو لپاره حتٰی یوه مصنوعي پلمه په لاس ورسي؛ مثلاً که الله مکړه د حماس د قیادت د سطحې کوم مشر په غزه کي په نښه کړي نو دا به دوی ته د اوړو پوزه ثابته سي او د فرار لاره به خپله کړي؛ دوی د صالح العاروري په شهادت غوښتل همدا هیله پوره کړي خو داسي ونسول؛ د دوی د تائید پر ځای نړۍ پر دوی او د دوی پر تگلاره لعنت ووایه؛ بله دا چي دوی هغه په لبنان کي ترور کړ او دې کار ئې د غزې په ارتباط دوی ته هیڅ گټه ونکړه. لا هم یحیٰی سنوار په غزه کي دئ او د دوی تر سترگو لاندي ترې ورک دئ؛ الله تعالی دې حافظ و ناصر سي. په داسي حال کي چي همدا اوس په زرگونه اسرائیلي سرتیري د بې پیلوټه الوتکو او پرمختللي تجهیزاتو او پرېمانه جاسوسانو په مرسته په کوچنۍ غزه کي د ده د موندلو هڅي هم کوي. تېره ورځ نیویارک ټائمز ولیکل: د غزې لاندي د تونلونو د شبکې اوږدوالی د ۵۶۰ او ۷۵۰ کیلومترو تر منځ دئ او د دغو تونلونو شاوخوا ۵۷۰۰ جلا جلا لاري شتون لري؛ چي دغو حیرانوونکو تونلونو د اشغالگر پوځ مشرانو ته ذهني ټکان ورکړی دئ. د یادولو وړ ده چي د غزې د تړانگې اوږدوالی یواځي ۴۱-کیلومتره دئ او یحیٰی سنوار همدلته اوسي او له همدې ځایه دا مقدسه جگړه رهبري کوي.
د پوځي چارو کارپوه تورنجنرال فائز الداویري هم ددې معجزاتي جگړي په اړه جالبه تبصره کوي: د صهیونیسټ رژیم د ځواکونو ۸-اته کنډکونه د ۱۰۰۰-زرو ټانکونو او د پرسونل بار وړونکو ګاډو په شمول پر خان یونس باندې حمله کې ګډونوال دي، په داسې حال کې چې د خان یونس په مقاومتي کنډکونو کې د فلسطیني جنګیالیو شمېر ۱۲۵۰-تـنو ته رسېږي.
د یحیٰی السنوار په اړه د شنونکو څرگندوني:
اسرائیل غواړي په غزه کي سنوار او یا هم د حماس د نظامي څانگي مشر محمد الضیف په نښه کړي او همدا د خپل مأموریت او پلان محرک او بالاخر بریا وبولي او ژر تر ژره د غزې جگړه مختصره کړي؛ همهغسي لکه اوباما چي د اسامه بن لادن تر شهادت وروسته اعلان وکړ چي موږ هدف ته ورسېدلو او ډېر ژر به د را ستنېدلو هڅي پیل کړو؛ دا چي د الله تعالی تقدیر څه دئ دا به وخت ثابته کړي! البته چي دا یو ثابت سوی حقیقت دئ چي د اسلامي تحریکونو د مشرانو په ترور او وژنو سره تحریکونه له منځه نه ځي؛ که داسي وای نو د ځوان امام حسن البناء په شهادت به اخوان المسلمین، په جسماني لحاظ د معذور شیخ احمد یٰسین په شهادت به حماس، د حزب اسلامي د مؤسیسنو په شهادتونو به دا ستر او عظیم تنظیم او یا هم د نورو اسلامي تحریکونو د رهبرانو په شهادتونو د هغوی تنظیمونه یا شنډ سوي ول او یا به محدود سوي؛ خو داسي ونسول بلکي د دوی وینو دا ستر تنظیمونه نړئـوال کړل. د صالح العاروري شهادت هم ورته کار وکړ؛ د ده شهادت د حماس د لا شهرت سبب سو؛ د یحیٰی السنوار او محمد الضیف الله مکړه وژني هم حماس نسي کمزور کولی؛ د یحیٰی السنوار په اړه شنونکي جالبو ټکو ته اشاره کوي او وایي چي د یحیٰی السنوار ظاهري بڼه نوموړي ته له عادي انسانانو سره ډېر توپیر ورکوي؛ د هغه وېښتان او ږیره په بشپړه توگه سپینه ده او یوازي ئې ورېځي توري دي؛ همدا جالبه بڼه ئې له نورو ځانگړی کوي. نوموړی په غزه کې د حماس د سیاسي څانگي مشر دئ او اسرائیل ته د حماس د مطلوبو مشرانو په لیست کي شامل دئ.
د اسلامي تنظیمونو د مشرانو مخفي پاته کېدل:
په دې کي څه شک نسته چي دا د الله تعالی ساتنه ده؛ همهغسي لکه د ثور په وړه غار کي چي ئې خپل رسول صلي الله علیه وسلم او د هغه گران ملگری وساتل؛ د همدغسي معجزاتي مخفي پاته کېدلو ډېري کیسې مو واورېدلې او د هغوی ځیني اتل کرکترونه مو ولیدل؛ همدې ته ورته هڅي امریکا، ناټو او د دوی د لاسپوڅي ادارې په لکونو نظامیانو وکړې؛ دوی د حزب، امارت او القاعده په مشرانو پسې زمکي او غرونه وپلټل؛ جالبه دا وه چي د اسلامي امارت محترم مشر ملا محمد عمر مجاهد یو امریکایي بېس ته نږدې او د حزب اسلامي مشر محترم گلبدین حکمتیار د کونړ په غرونو کي اوسېدل؛ هملته الله تعالی د دښمن له سترگو خوندي وساتل؛ د بي-۵۲ او نورو معاصرو وسائلو په موجودیت کي داسي مخفي پاته کېدل د ثور د غار د کیسې تکرار بللی سو؛ د حزب اسلامي محترم مشر خو حتٰی تر یوې مودې د القاعدې مجاهد مشران هم ورسره وساتل. په همدې اړه به لاندي مختصر وضاحت وکړم.
پر حکمتیار صاحب د یوه لاأباله مرضي لیکوال بهتان:
وروسته د دغو عرب جهادي مشرانو ناکافي تجربو، پر افغانانو بې باورۍ او تلواري فیصلو د هغوی ژوند ته خطر متوجه کړ؛ دوی د سیمي د یوه اتل او باتجربې مشر سپارښتنو ته ارزښت ورنکړ؛ دا یادونه ضرور کوم چي دا خبري الله مکړه د پېغور په سبب نکوم او نه هم په دې هیله چي پر تقدیر باور نلرم؛ بلکي دا خبره مي ځکه وکړه چي ډېر وروسته د شیخ اسامه بن لادن زوی ته منسوب غالباً یو جعلي او دروغجن لیک خپور سو چي یوه مغرض شخص چي مصطفٰی حامد (ابوالولید المصري) نومیږي لیکلی دئ؛ نوموړی خپله په دې تورن دئ چي سي اي اې جذب کړی وو؛ همدغسي لیکوالان دي چي د اسلامي نهضتونو او تحریکونو تر منځ د نفاق تخم شیندي؛ د دې لیکني په ارتباط ډېرو افغانانو عکس العمل څرگند کړ خو لکه څنگه چي د دغو جنابانو دعوې یوازي بهتانونه ول نو ځکه ئې هم سکوت وکړ؛ د افسوس ځای خو لا دا دئ ځینو تر ده هم ناپوهانو په ډېر شوق سره دا لیکنه نشر کړه او ځینو په ډېر شوق ولوسته او استناد به ئې هم ورباندي کوی. ځکه داسي کسان د لله و في الله دوستۍ او دښمنۍ قرآني معیار نه پېژني. په داسي حال کي چي حکمتیار صاحب هغوی ته سپارښتنه کړې وه او هغوی ئې د سیمي د استخباراتو له خطرناکو دسیسو خبر کړي ول. او وخت دا هم ثابته کړه چي دوی د حکمتیار صاحب سره محفوظ پاته ول او ډېر کلونه وروسته په مرموز ډول په شهادت ورسول سول؛ په هر صورت الله تعالی دي هغوی ته جنتونه ورکړي.
البته د دې لیکني د لیکوال په اړه جالب او مختصر معلومات دا دي چي نوموړی د اسلامي امارت د تېري دورې تر وروستیو وختونو په افغانستان کي اوسېدی؛ د تېر جهاد په دوران کي ئې د شوری نظار د مجاهدینو په څېر اوږده ږیره پرې ایښې وه خو له افغانستان څخه تر وتلو یا په نورو ټکو د سي آی اې له مأموریت څخه تر فارغېدلو وروسته ئې ږيره چـټه کړه؛ او نوی مأموریت ئې پر غاړه واخیستی چي هغه نو د اسلامي جهادي تنظیمونو تر منځ زهر شیندل وو. نوموړی وروسته مصر ته ولاړی او بیا ایران ته؛ اوس هم په نړۍ کي آزاد ژوند کوي په داسي حال کي چي د القاعدې غړی پاته سوی؛ د امریکا ږغ دري څانگي ئې په ۲۲ مئی ۲۰۱۸م کال کي په اړه ولیکل: "هغه اوس په تهران کي ژوند کوي او د افغاني مجلې "الصمود" لپاره ليکني کوي. هغه په تهران کي د خپل کتاب "جنبش اسلامي و جنگ آب" هم پای ته ورسوی."
د نوموړي لیکني لیکوال تر ټولو ستر درواغ او ښکاره بهتان دا دئ چي دی لیکي: "نوموړی رهبر چې د شوروي اشغال پر مهال په سخت دریځي او توند لاريتوب مشهور و خو نن بیا د امریکايي اشغال له رعایاو سره مل دی. نوموړي مجاهدینو ته د وسلې تسلیمولو د بلنې ترڅنګ له هغوی څخه غواړي چې د سولې په نوم د اشغالګرو خدمت وکړي."
د دې کاذب شخص په ارتباط تر ټولو ستر ثبوت دا دئ چي کله د لیکني ژباړن ورته وايي چي د مصلحت له مخي به زه د لیکني دغه برخه نه ژباړم نو لیکوال په ځواب کي غبرگون ښيي او وايي: "په دې لیکنې کې محورې ټکی همدا برخه ده او ما په خپلې مقدمې کې خاص پر همدې خبرې ترکیز هم کړی.. نو که تاسې غواړئ د لیکنې دا برخه معطله کړئ بیا زه غوره ګڼم چې تاسو د ټولې لیکنې ژباړه معطله او زه یې په خپلې اړونده ویب پاڼې کې عربي متن مکمل نشرکړم."
دا چي حکمتیار صاحب کله د امریکایي اشغال له رعایاوو سره مل سو؟ او یا به ممکن لیکوال افغانان د امریکایي اشغال رعایا بلل. او یا دا چي مشر کله مجاهدینو ته د وسلې تسلیمولو سپارښتنه یا بلنه ورکړه بلکي حتٰی خپل تنظیم ئې هم تر اوسه پوري سلاح تسلیمه نکړه. نه بهرنیانو ته او نه داخلي حکومت ته. د ده پر دروغو د همده قلم شاهدي ورکوي؛ فهٰذا د دې لیکني په ارتباط تر نور استدلال تېرېږم خو دا یادونه خامخا کوم چي نه دغه لیکنه په لوستلو ارزي او نه په بیانولو؛ که رښتیا هم د شیخ اسامه زوی داسي نامناسبي څرگندوني کړي وي نو د القاعده دي هم الله مل سي چي چا ته په میراث پاته سوه؟! او د مغرض لیکوال مصطفی حامد کیسې ته د قرآن د لارښووني پر اساس د قل موتوا بغیضکم... پر مبارک آیت د پای ټکی ږدم او د اتل یحیٰی سنوار د افسانوي کردار خواته راځم.
د نوموړي نور هم اعزازي القاب ډېر زیات دي چي ډارن دښمن پرې نومولی؛ مثلاً The face of evil, The man with twelve faces. او یا هم متحرک مړی؛ د اسرائیل لوړ پوړي چارواکي وايي: ”هغه یو مړ سړی دئ چي متحرک دئ.“ د دوی وروستۍ څېړني ښيي چي د الاقصٰی توپان د هېښوونکو عملیاتو طراحي حداقل یو یا دوه کلونو وخت ته اړتیا درلوده؛ هغه عملیات چي نړۍ ئې حیرانه کړه او په منځني ختیځ بلکي ټوله سیمه کي ئې د "قوت توازن" ته تغییر ورکړ.
د حماس د یوه غړي ابو عبدالله په وینا چي کلونه د اسرائیل په زندانونو کي له سنوار سره بندي پاته سوی دئ وايي: په غزه کي د حماس ۶۱ کلن مشر چي د ۷-اکټوبر له اوومي راهیسي نه دی لیدل سوی او په مخفي پاته کېدلو مشهور سوی؛ هغه یو "بهترین امنیتي کارپوه" دئ. هغه کولی سي په پوره ډاډ او اطمینان سره پرېکړي وکړي او د حماس څخه د دفاع پر سر هيڅ ډول معامله او توطئه نه مني.
دا دي هېره نه وي چي د شهید شیخ احمد یٰسین لخوا د حماس له تأسیس څخه دوه کاله وروسته نوموړي د "المجد" په نوم د دې اسلامي ډلي د داخلي امنیت اداره جوړه کړه. له ده څخه د اسرائیلي امنیتي چارواکو د پوښتنو گروېږنو د متن له مخي چي د دې غاصب هېواد په رسنیو کي خپور سوی نقل سوي چي نوموړی ادعا کړې چي هغه د خان یونس په هدیره کي له اسرائیلو سره د همکارۍ په شک یو کس په خفه وژلی وو. البته چي داسي جملې د ده د شخصیت د مجروح کولو په پلمه د دښمن تبلیغات بللی سو. خو دا خبره مهمه ده چي ډارن دښمن څومره د نوموړي د بدنامولو هڅي کوي خو الله چي چاته عزت ورکړي بیا څوک هغه نسي سپکولی. د مقاومت مشرانو ته الله تعالی دومره هیبت او رعب ورکړی چي دښمن ئې آن له نومونو څخه وېره احساسوي.
نوموړي د خپل ۲۳-کلن زندان په وخت کي عبراني ژبه زده کړه او دا ئې په اثبات ورسوله چي زندان مؤمن ته مدرسه ده. پر عبراني ژبي د نوموي تسلط د نوموړي یو بل امتیازي صفت سو. د ده په اړه دا ډېره مشهوره ده چي نوموړی د اسرائیلي کلتور او ټولني په ارتباط ژوره پوهه لري. ده به هره ورځ اسرائیلي ورځپاڼي مطالعه کولې؛ دی تر صهیونیسټانو هم ددغو ورځپاڼو په لوستلو کي ډېره پوهه درلوده؛ همدا لامل سو چي د ۲۰۲۳م کال د الاقصٰی توپان ئې په داسي شکل سره منظم او ترسره کړ چي نن ۱۱۰-ورځو په تېرېدلو سره لا هم نړئوال ددې پېچلیو عملیاتو نوعیت او ممکن کېدلو ته حیران دئ؛ جالبه خو لا دا ده چي د اسرائیلي نظامیانو رمزي شفرونه هم زده کړي ول او په همدغو عملیاتو کي ئې ښه زورور وکارول. د عملیاتو په ۱۰۹-مه ورځ یوازي په یوه اپارتمان کي د حماس غازیانو د صهیونیسټي رسنیو په قول تر ۲۰-زیات پوځیان د اور په لمبو کباب کړل؛ د اسرائیل د لومړي وزیر او دفاع وزیر په گډوڼ ئې ټولو وزیرانو دا د اسرائیل لپاره ملي ماتم وبلی او پر خپلو ماتو ئې اعتراف وکړ.
نوموړی په ۲۰۱۱-م کال کي د اسرائیل او فلسطینیانو تر منځ د بندیانو د تبادلې پر مهال آزاد کړل سو. د دې تبادلې په ترڅ کي ۱۰۲۷-تنه مظلوم فلسطینیان د گیلاد شالېټ په نوم د یوه یرغمال سوي اسرائیلي په بدل کي آزاد سول او اسرائیل نن د ده همدا آزادي خپل ستر حماقت او بې عقلي بولي او چارواکي ئې تل پر همدې بې عقلۍ اعتراف کوي. یحیٰی سنوار له ۲۰۱۷م کال څخه په غزه کي د حماس مشرتوب کوي؛ نوموړی په همدې تنظیم کي په ۱۹۸۰م کال کي شامل سوی وو.
نوموړي خپل د زندان پر وخت په یوه تبصره کي جالب ټکي ته اشاره کړې وه چي: "دوی غوښتل زندانونه زموږ قبرونه وگرځوي؛ خو د الله تعالی شکر دئ چي زموږ خوښي، عزم او جسماني تعذیب زندان په عبادت ځایونو او د مطالعې لپاره په سترو اکاډمیو تبدیل کړی دئ."
د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کي د اسرائیل وکیل د نوموړي تصویر او شمېره پورته کوي او نړئوال مخاطب کوي چي که اوربند غواړئ نوموړي ته زنگ ووهئ! دا د دې عظيم شخص پر عظمت، وقار او فولادي همت د دښمن اعتراف بللی سو. نوموړي نړۍ ته څرگنده کړه چي دښمن ماته خوړلې ده؛ د جگړي ۱۰۹-مه ورځ یدیعوت احرنوت د یوه مصري چارواکي له خولې د نوم نه یادولو پر شرط یو مهم خبر خپور کړ چي د مصر په وساطت د اسرائیل - حماس مذاکرات د حماس لخوا تر هغه وروسته رد سول چي اسرائیل د دوه میاشتني موقت اوربند په نتیجه کي د ټولو یرغمال سویو بندیانو د آزادولو غوښتنه کړې وه؛ خو حماس څلور شرائط ورته وړاندي کړي ول چي درې ئې ډېر مهم دي او د اوربند د عملي کېدلو لپاره سمدستي باید کار ورباندي وسي؛ مثلاً لومړی شرط د جگړي موقت بندول نه بلکي دائمي اوربند وو، دوهم شرط د ټولو فلسطیني بندیانو په ځانگړې توگه د هغو بندیانو آزادول چي تر ۷-اکتوبر وروسته اسرائیل په ناروا ډول نیولي دي او درېیم شرط ئې د غزې مکمله کلابندي ختمول دي.
دا چي اسرائیل بلکي ټول غرب دغه ابتکار یوازي یحیٰی سنوار ته منسوبوي او دده پر ظرافت او جرأت اعتراف کوي نو موږ هم څه ستونزه نلرو؛ هيڅ باک نسته چي ددغو بریدونو اصل طراح څوک وو؟! خو دا چي دوی سنوار یادوي موږ ئې هم پر لېمو کښېنوو... دعاء ورته کوو چي رب تعالی دي د حق دا اتل مدافع د جابر فرعوني غاصب ریاست پر وړاندي همغسي بریالی کړي لکه خپل گران پیغمبر موسیٰ علیه السلام چي ئې څنگه بریالی کړی وو.
اللهم يا من لا يعجزه شي في الارض ولا في السماء؛ اللهم انصر المجاهدين في غزة؛ اللهم سدد رميهم؛ اللهم ثبت الأرض تحت أقدامهم؛ اللهم عليك بالصهاينة المجرمين؛ اللهم انزل في قلوبهم الرعب؛ اللهم اقتلهم عددا ولاتبقي منهم احدا؛ اللهم نصرك الذي وعدت. اللهم آمین

Comments
Post a Comment