د اسرائیل - ایران په جگړه کي تر ټولو ځورونکی شی اسرائیلي غرور دئ؛ د وزارت دفاع څرگندوني ئې دومره له غرور څخه ډکي دي چي آن د یوه سوپر پاور هېواد مشر هم دومره مغرورانه اعترافات نه کوي؛ وایي: پر ایران اوسني بریدونه فقط پیل دئ او دا مأموریت به څو ورځي بلکي پرلپسې څو اوونۍ دوام ولري. بلخوا د اهدافو په نښه کولو کي د دوی دقت نړۍ حیرانه کړېده؛ اسرائیل پر یو وخت غزه، لبنان، سوریه، یمن او اوس ایران بمبارد کوي؛ دا د دوی هوائي ځواک ښیي؛ په دغو ټولو بریدونو کي ئې حتی یوه الوتکه هم نه په نښه کېږي. د اسلامي نړۍ سوړ برخورد، د غزې پر قتلِ عام سکوت او د عربانو لخوا د هغوی سره د اړیکو نورمال کولو ته چاپلوسي د اسرائیل پر قوت خاموش اعتراف دئ.
امریکايي سناتور لنډسي گراهام وایي: لوبه پیل سوې او موږ اسرائیل ته دعاء کوو. له اسرائيل څخه د امریکا بلا قید و شرط ملاتړ دا ښيي چي هغوی ته تر اسرائیل بل هیڅ شی مقدم نه دئ. د عربانو د ټریلیونونو ډالرو د سلاوو رانیول او سرمایه گذارۍ هغوی نسي ژغورلی؛ دوی د یوې نوي او اوږدې غلامۍ پړاؤ لنډوي؛ اسرائيل د دوی ټولي سلاوي او نظامي ځواک په یوه لحظه کي له منځه وړلی سي؛ د اسرائیل لخوا ډېر پخوا د مصر د هوائي ځواک له منځه وړلو او اوس د لومړۍ درجې ایراني قیادي مشرانو ترور کول دا حقیقت لا روښانه کړی.
د اسرائیل حدود اصلاً اوسني نه دي بلکي پر کوم ځای چي قافلة الصمود منع کېږي (له قاهرې څخه) او یا په کومو نړئوالو اوبو کي فريډم فلوټیلا یرغمال کېږي؛ یقیناً همدا د اسرائیل حدود گڼلی سو؛ بلخوا بیا اردن همدوی له ایراني میزائلونو ژغوري او تر دمشق پوري بلا خوف و حراس بریدونه کوي؛ خلک د گرېټر اسرائیل دعوې ټوکي بولي خو یقیناً اسرائیل له خپلو اوسنيو حدودو تېری کړی دئ او په سیمه کي ستر اسرائیل عملاً جوړ سوی دئ. مسلمان نور د زړه سوي نه دئ؛ ټنبل مسلمان پر غزې خپل کردار ونه لوباوه؛ هر یو دي خپل ذلت او نوبت ته انتظار وباسي.
Comments
Post a Comment