په اسلامي نړۍ کي د اموي او عباسي سلطنتونو سره دوو نظریو ډېر ترویج وکړ؛ پر اهل سنت او اهل تشیع باندي وېشل سوي اسلامي نړۍ په خپلمنځي اختلافاتو کي هغه ناخوالي تجربه کړې چي ممکن د دوی مخالفینو دوی ته هومره زیان کله هم نه وو رسولی؛ اصلاً اسلامي تاریخ د دوو ډېرو مظلومانه شهادتونو شاهد پاته سوی؛ یو د عثمان بن عفان رضي الله شهادت او بل د حسین بن علي رضي الله عنه شهادت؛ وروسته کیسه داسي سوه چي د عثمان بن عفان شهادت ناصبیانو د خپلو سیاسي اغراضو او اهدافو لپاره وکاروی؛ یعني له عمر بن عبدالعزیز رض نه پرته بنو امیة او د حسین رضي الله عنه شهادت بیا روافضو؛ د دغو دوو عظیمو انسانانو سپېڅلي شهادتونه نن هم د دغو دوو ډلو لخوا یرغمال ساتل سوي؛ دوی نن هم همدا شهادتونه په سیاسي او جذباتي توگه کېش کوي؛ پر دغو دواړو عظیمو شخصیتونو دغو دوو طبقو خپل ځانگړي حقوق خوندي ساتلي او لا هم کرېډټ ترلاسه کوي او امت ئې لا پر دوو طبقو وېشلی پرې ایښی؛ د اسلامي نړۍ د سړې جگړي او ورپسې مخامخ نظامي جگړو او یا هم نیابتو جگړو ريښې په یو نه یو شکل تر همدغو پېـښو ځان رسوي.
د عربو تر سپرلي را وروسته د سوريې ځنډنی انقلاب د همدې اختلافاتو ښکار سو؛ بلکي بریا ئې له همدې امله وځنډېدله؛ ایران د اسد ملاتړ وکړ او شیعي نیابتي تروریستي تنظیمونه ئې هلته ولېږل او دې جگړي ته ئې د سني - شیعي اختلاف رنگ ورکړ؛ په داسي حال کي چي دا د یوه نامسلمان، سفاک او ظالم دیکتاتور پر وړاندي را پاڅېدلی سپېڅلی ولسي بغاوت وو؛ بالاخر اسد وتښتېدی، ایران وشرمېدی او سوریه د دوهمي طبقې لاسونو ته ولوېده چي ایرانیان ئې آن له ډېره تعصبه "امویان" بولي؛ په هر صورت ایران دا نوی انقلابي دولت اسرائیل پلوه وگڼـی او د هغوی پر ضد ئې د عکس العمل څرگندولو اراده وکړه؛ په داسي حال کي چي په سوریه کي د دوی د سوپر مېن قاسم سلیماني او د هغه د یو نیم لک جنگیالیو د موجودیت په ټوله موده کي دوی د اسرائیل پر لور حتی یوه مرمۍ هم فائر نکړه؛ تېره میاشت چي کله اسرائیل او امریکا په گډه د ایران اټومي تأسیسات بمبارد کړل او ایران تر پراخو بریدونو لاندي راغی نو د دوی په وینا همدې اموي واکمن یعني د سوريې عبوري ولسمشر احمد الشرع په ډېر وضاحت سره وویل: که څه هم ایراني ځواکونو له سوري ولس سره انتهائي ظلم وکړ خو موږ بیا هم د اسرائیل پر مقابل کي له دوی څخه خپل ملاتړ او خواخوږي اعلانوو. همدې ته ورته جرأتمندانه موقف ټول اهل سنت والجماعت غوره کړ؛ آن د سعودي په څېر ایران مخالف دولت لا د دوی قاطع ملاتړ اعلان کړ او د اسرائیل بریدونه ئې وغندل.
برعکس چي کله اسرائیل د دروز قوم د ملاتړ په پلمه دمشق شدید بمبارد کړ؛ که څه هم ایران رسماً دا بریدونه محکوم کړل خو نورو ټولو شیعي تنظیمونو او ایران پلوه تروریسټانو دا بریدونه مسخره کړل او دا ئې دوی ته سزا وگڼله؛ حدِاقل د دوی د ټولنیزو رسنیو حسابونه همدا کیسه زمزمه کوي؛ په داسي حال کي چي دوی ځانونه اسرائیل دښمن هم ښيي... ایران او د هغه نیابتي تروریسټي تنظیمونو پر عبوري سوري دولت یو څو تورونه ولگول؛ مثلاً:
احمد الشرع (أبومحمد الجولاني) اسرائیلي جاسوس گڼل:
چي کله جولاني اقتدار ته ورسېدئ، اسد سوریه پرېښوده او ماسکو ته په تېښته بریالی سو او نړۍ د جولاني له اصلي نوم احمد الشرع څخه خبره سوه نو ایران پراخ منفي پروپاگند پیل کړل؛ دوی ویل نوموړی د اسرائیل جاسوس دئ؛ همغوی په اسد تعویض کړ او سوریه ئې د ده غېږي ته وغورځوله؛ خو دا دومره احمقانه بهتان وو چي منل ئې اصلاً ممکن نه وو؛ د سوریې پر انقلاب تر ټولو وړاندي اسرائیل خفگان څرگند کړ؛ د جولاني او هیئت تحریر الشام په تړاؤ د دوی چارواکو په زغرده ویل چي دوی ځانونه یوازي ظاهراً تبدیل کړي خو په حقیقت کي همغه جهادي نظریه لري او اسرائیل ته تر بل هر چا ستر خطر همدوی دي؛ اسرائیل د بفر زون پراخولو نیت وکړ بلکي یوازي ئې پر دې بسنه ونکړه؛ ډېری نظامي اهداف ئې په نښه کړل؛ دې خونړۍ لړۍ ته ئې ادامه ورکړه؛ تېره ورځ خو ئې حد وکړ چي آن دفاع وزارت او نور مهم او حساس مراکز ئې د دروز قوم څخه د دفاع په دروغجن شعار بمبارد کړل؛ دا هر څه د ایراني دعوې پر بطلان څرگند ثبوتونه دي.
د سوریې د ولسمشر د تېښتي دروغجنه شائعه:
تېره ورځ ایراني رسنیو دروغجن خبر نشر کړ چي احمد الشرع له سوریې وتښتېدی؛ دوی ممکن پر احمد الشرع هم د بشار الاسد گمان کړی وو. له سوریې هغه خلک تښتېدلي چي د نړۍ له گوټ گوټ څخه د زینب رضي الله عنها د مزار د دفاع په دروغجنه دعوه راغلي ول او قسمونه ئې کول چي د ویني تر وروستۍ قطرې به همدلته وي؛ دوی د شامي ولس ویني وڅيښلې او د هغوی پر تباهۍ راغونډ سوي ول؛ هغوی ئې قتلِ عام کړل او بیا ئې همغه روضه تر شا همداسي پرېښودله او وتښتېدل؛ دوی احمد الشرع ته هم د سلیماني په سترگه کتلي؛ خو د عربو دا زمری سر ورکوي سنگر نه؛ د ده شاتگ د تېښتي لپاره نه بلکي د یوه نوي خطرناک برید ترسره کولو په موخه وي. د دروز قوم تسلیمۍ او مذاکراتو ته ناستي د ده سیاسي لوبه څرگنده کړه؛ دا چي دې میدان ته ئې څوک ور وړاندي کړل او بیا ئې هغوی څنگه اوربند ته چمتو کړل دا یو شهکار دئ؛ تاسي ئې په راتلونکي وینا کي وگورئ! بل جالب دلیل لا دا دئ چي لکه څنگه چي اسرائیل له دروزیانو او علویانو نه امیدونه لري همغه امیدونه ترې ایران او د هغوی مردود پراکسیان هم لري. آیا دا هم جالبه نه ده؟!
د سلطان بیبرس رحمه الله په وخت کي به هم دښمن خبر نه و چي سلطان چيري دئ؛ هغوی به تل هغه وخت گوته په غاښ پاته سول چي کله به ئې سلطان د کوم کمـین نه د راوتلو پر وخت ولیدی؛ کټ مټ همداسي ایرانیان او نور پراکسیان ئې خبر نه ول چي زمری (جولاني) چیري دئ؛ نو ځکه ئې دا دروغ خپرول چي هغه له سوریې تېښته وکړه؛ د تېښتي هڅه هغه کوي چي کعبه ئې یا ماسکو او یا هم واشنگټن وي؛ اما د جولان د غرونو دې زمري شېبه وروسته له ولسمشریزي ماڼۍ څخه په ژوندۍ بڼه د ایراني پروپاگندو د جنازې مراسم اداء کړل؛ دا ئې په اثبات ورسوله چي دی د سوري ولس د سختو ورځو امید دئ؛ د نوموړي د وینا مهم ټکي داسي ول:
▪️ موږ ته نړئوالو سپارښتنه کړې چي دوی باید سویدا ته ننوځي او د دې هېواد امنیت احیاء کړي؛ خو زموږ هدف په هېواد کي بیا ځل جگړي ته بلنه ورکول نه دي.
▪️ په جنوبي سیمو کي اسرائیلي لاسوهني او دمشق کي د دوی څرگندو بمباردونو په سویدا کي حالات بیا ځل خراب کړي دي.
▪️ موږ د امریکا کردار ستایو چي د سوریې ملاتړ او اتحاد ئې تصدیق کړ او اسرائیل ئې مهار کړ.
▪️ د یو څو افرادو د کړنو په سبب قدرمنه دروز طبقه نسي متهم کېدلی.
▪️ پېښو ثابته کړه چي د سویدا اوسېدونکي له دولت سره دي؛ د یوې کوچنۍ ډلگۍ پرته.
▪️ موږ د قبائلو جرأتمندانه موقف ستایو او له دوی څخه د بشپړ اوربند غوښتنه کوو.
▪️ شام نور د بېلتون پالو پلانونو ډگر نه دئ.
ایران او د دوی نیابتي جنگیالي تنظیمونو ته د ایران - اسرائیل تر جگړي وروسته د اسلامي امت سره د الحاق غوره چانس په لاس ورغلی وو؛ په همدې ورځو کي خامنه اي فتوی صادره کړې وه چي تبراء (د صحابه وو رض توهین) ناروا عمل دئ؛ اهل سنت له ایران څخه قاطع ملاتړ اعلان کړی وو؛ خو بدبختانه ایران خپل تخریبي سیاست ته دوام ورکوي؛ هیڅ د ورورۍ حدودو ته ژمنتـیا نه څرگندوي؛ اوس هم له اخطارونو لاس نه اخلي؛ د سوریې د وروستیو بریدونو په تړاؤ د دوی غیرِ مسؤلانه موقف، له افغاني مهاجرینو سره ناروا او انتهایي بد چلن، پر اهل سنت بریدونه، په یمن کي د سني علماءو ترور او ورته نور خباثتونه دا اشاره کوي چي ایران یو ځل بیا همغه مسیر تعقب کوي؛ یقیناً د دې مسیر پای ناکامي ده. اسلامي نړۍ او په ځانگړې توگه سوریه به خپل پخوانی مجد ترلاسه کوي. ان شاء الله. زموږ باور دئ چي د فلسطین د آزادۍ لښکري به پر شامي حدودو تېريږي؛ مصري، اردني او لنباني فرعونان او روافض به رڼي سترگي دا ننداره هم کوي او بیا به وایي چي دا هم د امریکا خوښه وه. ایران به بیا هم د مرده باد تر سیاست آخوا یو گام هم نه اوچتوي.
محمد هاشم شاهین

Comments
Post a Comment