د یحییٰ سنوار د ژوند وروستۍ ورځي! محمود هنیه

یحییٰ سنوار به په خان یونس کي خپلو مجاهدو ملگرو ته ډوډۍ پخوله. کله چي به ئې په خپلو لاسونو ډوډۍ پخه کړه نو یوازي به ئې د ډوډۍ څلورمه برخه وخوړله؛ پاته ډوډۍ به ئې خپلو ملگرو ته پرېښووله؛ ویښ به پاته وو؛ د هغوی د راحت او اړتیاوو خیال به ئې ساته.


ده به له هر مجاهد سره جلا جلا ناسته کوله؛ په تفصیل به ئې پوه کاوه چي عملیات به څنگه ترسره کېږي او هري سیمي ته به ئې تر داخلېدلو وړاندي د هغې نقشه او حالات ښه مطالعه کول. دی به د دښمن له ټانکونو فقط د څو مترو په واټن کي موجود وو او خپله به ئې هم په عملیاتو کي د گډون هیله درلوده؛ خو ملگرو ئې د ده د ژغورني په موخه د گډون اجازه نه ورکوله.


دی د خان یونس د "بلاک ج" له سیمي نه تر ټولو وروسته راووتی. کله چي سیمه محاصره سوه؛ نو یوې ودانۍ ته ننوتی او هملته د مقابلې لپاره تیار پاته سو؛ خو دا د تقدیر پرېکړه وه چي دښمن هغې خواته پرمختگ ونه کړ.


کله چي به ئې د دښمن خواړه وموندل؛ د هغه له خوړلو نه به ئې ډډه کوله او ویل به ئې: ”هغه خواړه چي زموږ ولس ئې نه خوري؛ موږ ئې هم نه خورو.”

 

ده به تل له مجاهدو ځوانانو سره اړیکه ساتله؛ ناڅاپه به د هغوی منځ ته راغی؛ د هغوی جذبه او حوصله به ئې لوړوله او په خپل موجوديت به ئې ټولو ته زړورتیا او حرکت ورکاوه.


یوه ورځ چي کله موټر دی خپلو ماشومانو ته نږدې تېروی نو خواهش ئې څرگند کړ؛ ویل ئې: "کاشکي ابراهیم یا کوم بل ماشومانو ووینم... غېږ کي ئې ونیسم…“ ملگري ورته وویل: "تاسو ورسئ او وئې وینئ!! خو هغه انکار وکړ. ځکه وېرېده چي هسي نه د ده له امله خلک یا ماشومان هدف وگرځول سي."


د ده د شپې کیفیت ډېر جالب وو؛ 

په نیمه شپه کي به راویښ سو؛ دعاء او عبادت به ئې کاوه او د سهار تر لمونځ وروسته به تر لمر راختلو پوري پر مصله ناست وو. په رفح کي به ده د خپل ژوند په وروستیو شپو ورځو کي له خپلو مجاهد ملگرو سره یوازي د "فول" په یوه ډبه (د ساده پوخ سوي عدس په څېر خواړه) سره روژه ماتوله.


کله چي یوه ملگري ورته وویل: زه به د خوړو انتظام وکړم؛ ده ورته وخندل او ویې ویل: "د سلاح راوړلو لپاره شهید سه! نه دا چي خواړه راوړې!!."


دا د هغه قائد د ژوند څو وړې شېبې دي چي د خپل ژوند تر وروستۍ ساه پوري په میدان کی ثابت‌ قدم پاته سو. دا د غزې سنوار دئ.


لیکنه: محمود هنیه | ژباړه: محمد هاشم شاهین



Comments