تر ټولو ژور متن! شیخ ندیم الجسر

د اسرائیل (ناروا) دولت بقاء نه لري؛ ځکه د دې بقاء ورته لیکل سوې نه ده. ځیني هغه کسان چي دا مقبوضه دولت ئې جوړ کړی؛ وايي: ”دا هېواد د پاته کېدو لپاره پیدا سوی خو زه وایم: دا د له منځه تللو لپاره پیدا سوی دئ.“


زه دا خبره په غرور کي نه کوم، نه په کینه، نه په مبالغې او نه هم په ډارولو سره؛ بلکي ځکه ټینگار پرې کوم چي زه د ټولنپوهني له هغو قوانینو سره بلد یم چي د اُمتونو شتون، بقاء او زوال پرې ولاړ دئ؛ د الله په امر او د تاریخ په حتمي بهیر کي.


دا یاغي دولت به په فلسطین کي پاته نه سي؛ که څه هم د دوی (صهیونیسټانو) ټول اولادونه – چي د نړۍ په مختلفو کونجونو کي خپاره لس میلیونه نفوس لري – ټول همدې فلسطین ته راسي؛ هر یو ئې په موټر کي توپ او په الوتکه کي توغندی ورسره راوړي. دا ځکه چي هغه د بقاء لپاره نه دئ پیدا سوی؛ یو څو دلايل ئې په لاندي ډول دي:


۱.   ځکه د دې دولت د شتون دیني او ټولنیزه توجیه له منځه تللې ده.


۲.  ځکه دا یو نوی، مصنوعي، غیر طبیعي، اشغالگر دولت دئ چي له دیني نظريې پرته هم د بقاء وړ نه دئ. د بقاء د قانون برعکس یوازي د قوت په سیالۍ کي پاته کېدل غواړي؛ خو دوی د بقاء له بنسټیزو دوو عناصرو: کافي خاوري او کافي نفوس؛ نه بې برخي دي.


۳.   د دې دولت د جوړېدلو لپاره د مناسب ځای غوره کولو پر ځای ډېره ناسمه سیمه ورته انتخاب سوې ده. د دوی د دین فیلسوفانو یوازي د دیني تبلیغ د جذابیت په خاطر فکر کړی وو؛ خو له دې ناخبره پاته  سوي چي همدا دیني تبلیغ به ئې د مسلمانانو له لوري سخت عکس‌العمل ولري؛ ځکه د مسلمانانو په عقیده کي د مسجد الاقصیٰ او شاوخوا سیمي ډېر زیات تقدیس موجود دئ.


په فلسطین کي د داسي یاغي دولت جوړول؛ بالخصوص په یوه داسي وچه خاوره کي چي د خپل مساحت او طبیعي زېرمو له مخي د (یوه یرغلگر) دولت جوړولو لپاره مناسب نه دئ، د داسي ولس له خوا چي شمېر ئې کافي نه دئ، که دوی (صهیونیسټان) ټول سره راټول هم سي نو بیا هم د لوی اسلامي او عربي سمندر پر وړاندي او بیا د اسلامي او مسیحي مذهبي غیرت په اور کي اصلاً مقاومت نه سي کولی؛ دا یو مصنوعي جوړښت دئ؛ ځکه د وجود او بقاء لپاره هېڅ ډول دلیل نه لري: نه دیني، نه ټولنیز، نه تاریخي، نه د خاوري او نفوس او نه هم اقتصادي دلیل.


دا هېواد اصلاً د پاته کېدو لپاره نه دئ پیدا سوی.


ژباړه: محمد هاشم شاهین

Comments