د مصري قاضي پر وړاندي د یوه زنداني دعوه! محمد هاشم شاهین

 ډاکټر حسن البرنس د خپل محکمې په لومړنۍ ناسته کي قاضي ته وویل: زه علني محاکمه غواړم!


قاضي ترې وپوښتل: ته په کومه څانگه کي ډاکټر ئې!


هغه ځواب ورکړ: زه یو متخصص ډاکټر، د پوهنتون استاذ او د طب پوهنځي د ځانگړو وړانگو (Radiology) د څانگي مشر یم.


①   د امریکا د Fellowship یا زمالت سند لرم.

②   ۳۰۰-درې سوه روزنیزي دورې مي ترسره کړي؛ چي نیمایي ئې نړئوالي دورې وې.

③   د مصر او ځینو عربي روغتونونو ډاکټران ما روزلي دي.

④   ۵-پنځه علمي رسالې لرم (د ماسټرۍ او دوکتورا تر منځ).

⑤    په مصر کي د "ډوپلر" وړانگو علم لومړی ځل ما معرفي کړی.

⑥   ستاسو د قضاء، فوځ او پولیسو ادارې د چارواکو د زامنو پر علمي رسالو ما څارنه کړې او د فوځ ډېری ډاکټران ما روزلي دي. کولی سئ له هغوی وپوښتئ!!!


زه یو ډاکټر یم چي درملنه کوم؛ نه ویجاړونه. زه ولي

بې موجبه او له کوم حقیقي تور پرته بندي یم؟! که تاسي رښتیني یاست! نو ما د ټول ملت پر وړاندي په علني ډول محاکمه کړئ!!


قاضي وویل: قضیه ځنډول کېږي! له هماغې ورځي بیا تر اوسه یعني تر ۸-اتـه کلونو ډېر وخت تېر سوی دئ.


ډاکټـر البرنس؛ چي په اخلاقو، علم او دین کي یو غوره انسان دئ؛ لا هم د تورو زندانونو اسیر دئ. هغه د نس، ځيگر او زړه له خطرناکو ناروغیو ځورېږي خو بیا به ئې هم هیڅکله، په هيڅ حالت کي د ده پر څېره له موسکا او د خوښۍ پرته بل څه ونه گورئ!


د اخوان المسلمین ډله؛ په خپلو وینو او قوي مبارزې سره داسي بېساري بېلگي وړاندي کوي چي تاریخ به ئې هېري نه کړي؛ دا کار یوازي هغه څوک کولی سي چي هدف ئې یوازي د الله تعالی رضا وي.


ډاکټر حسن البرنس

د دوی کیسې له دوی واورئ نه د مردود دیکتاتور له کم ظرفو بندگانو!

اللهم فرّج کربهم




Comments