د الازهر شیخ احمد طیب او د امت ځیني نور شیخان! شاهین

تېره ورځ مي د ډاکټر وحید الله مصلح صاحب لیکنه (فلسطـين او اسلامي نړۍ؛ گوښې حکومتونه او څښتن ملتونه!) کتله؛ زه د نوموړي لیکني ډېر په شوق لولم؛ نوموړی مي یو له هغو استاذانو دئ چي غواړم په لیکنه کي ئې پېښې وکړم خو دا ممکن نده؛ شاگرد کله هم د استاذ مقام ته نسي رسېدلی؛ راځم موضوع ته؛ زما د لیکني د پیل پر کرښو ذهن بلي خواته ولاړی او غواړم همهغه څه درسره شریک کړم؛ قدرمن مصلح صاحب لیکي:


”سره له دې چې د ازهر قيادت په وطنيو پېښو کې د پوځيانو د کودتا او استبداد ملاتړى پاتى شوى خو چې د غزې او فلسطينيانو بهادرۍ او غزاګانو ته په ډکه خوله دعا کوي او پرې وياړي؛ همدا د اقصى معنوي اړيکه او څښتنواله ده. د ازهر امام شيخ احمد الطيب پر اسرائيل د حماس د وروستيو بريدونو په اړه غبرګون يو ډېر مناسب او له مفاهيمو، عواطفو او انګېزو ډک غبرګون و، هغه وويل:


موږ د فلسطين د وياړلي ولس زړونو او لاسونو ته متوسل کېږو، چې پر ځان اعتماد يې موږ کې راژوندی کړ، روحيه يې راکړه، او ژوند يې پر داسې مهال راکړ چې فکر مو کاوه بيا به هيڅکله نه راګرځي. شيخ الطيب د نړۍ د تعامل په اړه وايي: دغه اشغال د بشريت او نړيوالې ټولنې پر تندي تور داغ دی؛ کله چې قضيه د فلسطين وي دوی په کې دوګونې معيارونه پلی کوي.“


سره له دې چې د ازهر قيادت په وطنيو پېښو کي د پوځيانو د کودتا او استبداد ملاتړى پاته سوى؛ د همدې جملې د تفصیل په هدف دا څو کرښي لیکم؛ د شیخ احمد الطیب د نوم د اورېدلو سره مي فکر د نړئوال مشهور عرب لیکوال محمد احمد الراشد کتاب ’الردة عن الحریة‘ ته ولاړی؛ دا کتاب ما پښتو (له آزادۍ تېښته - نوي مستقبل خپرندویي ټولني چاپ کړی دئ) ته ژباړلی دئ.


شیخ محمد احمد الراشد د الأزهر د مشر احمد طیب په اړه غصه سوی او ځینو ترخو حقائقو ته ئې اشاره کړېده


"نوموړی نه احمد وو او نه هم طیب؛ دی د کودتاچي انقلاب دوهم راهب وگرځېدی. چي کله عبدالفتاح السیسي خپل ټاکنیز بیان اوروی نو دی ئې راسته نه بلکي چپه اړخ ته ناست وو؛ د سیسي راسته اړخ ته د عیسائیانو ستر پادري بابا "تواضروس“ په خپل طلايي رهباني جامو کي او د ستر تاج سره ناست وو. دا کیفیت ښیي چي امامِ اکبر ستر نه بلکي دی د کلیسا تر پاپ ټیټ دئ. نوموړی د دوهمي درجې سړی؛ یعني تابع او د ماتحت شخصیت ئې دئ. د افسوس ځای خو دا دئ چي همدا د الازهر د سترو سترو بگړیو (اوسنی تریخ) حقیقت دئ. تر دې مخکي موږ د طنطاوي ذلیل ترین موقف او د حُسني مبارک لپاره د هغه سند ولیدو او د دوی دواړو نسب د شیخ الازهر عبدالرحمٰن تاج سره نښلي؛ هغه بیا په ۱۹۵۴م کي د شهداوو د فائلونو(څېړنیزو راپورونو) د پټولو او ورَکولو سره توافق ترسره کړی وو. په دغو شهداوو کي محمد فرغلي، عبدالقادر عوده، یوسف طلعت او د دوی قدرمن ملگري (رحمهم الله) شامل ول؛ پر دې سربېره دی له دې نه هم خبر وو چي جمال عبدالناصر د دغو حضراتو د قتل په مسئله کي له دوکې او دروغو نه گټه اوچتوي تر څو د اخوان المسلمین لپاره ستونزي لا زیاتي کړي. هغه وخت مصري شیخ او مفتي محمد حسنین مخلوف، شیخ عبدالرحمٰن تاج ته نصیحت کړی وو چي تر مرگ وړاندي خپله لمن له دې جرم نه پاکه کړه او اعلانیه (څرگنده) توبه وباسه! خو عالم سوء چي کله له الله تعالیٰ نه ونه شرمېـږي نو هغه به د الله له بندګانو نه څنگه شرم وکړي؟!


دا نوې فتنه شیخ حسن الشافعي وغندله؛ نوموړی په خپل ځان کي د علم و اصلاح او صداقت یوه نمونه ده او د جامعة الأزهر مشاور دئ. الله تعالیٰ دي د حق په معامله کي د ده فصاحت لا ستر کړي. ده وضاحت وکړ او ډېر وضاحت ئې وکړ؛ نصیحت ئې وکړ غوره ئې وکړ. زه دی پېژنم او له ده سره مي مخکي هم لیدنه سوې ده؛ همهغسي لکه شیخ مخلوف چي مي ولیدی. د دوی دواړو تر منځ د حُسن کلام، ذاتي کمالاتو او په علمي درجې کي ډېر مشابهت تر سترگو کېږي. د شیخ حسن الشافعي خبري پر ټلویزیون نشر سوې. د ده خبري ډېري پاکي او صریحي دي او زه ئې خبرو ته د مهمو تاریخي اسنادو په صفت گورم؛ چي یوازي اوسني نسلونه نه بلکي راتلونکي نسلونه هم گټه ترې پورته کولی سي.


د جامعة الازهر د ځینو نورو سترو علماوو او د مصر شیخ المقاري او شیخ معصراوي موقف هم همدا وو. دوی د حق ملاتړ وکړ او د کودتاچي انقلاب ملاتړ ئې ونکړ؛ بلکي ځینو خو برملا دا کودتا وغندله او د کودتاچي نظام پر بطلان ئې بهتریني فتواوي صادري کړې؛ دا فتواوي د مائکروفون په ذریعه نشر سوې او الجزیره شبکې د مستند راپور سره خپرې کړې.


شیخ وجدي غنیم د شیخ الازهر په تردید کي ډېره ښه خبره ولیکله او نشر ئې کړه؛ ما د ده څو ویډیوگاني کتلي دي او دی په ډېر صراحت سره خبره کوي.


چي کله پر غیرِ طیب راهب (احمد طیب) باندي ډېري نیوکي وسوې نو ده اعلان وکړ چي زه به په خپل کور کي د ټول ژوند دپاره له دې هرڅه گوښه کښېنم؛ بیا ئې دعوه وکړه چي استعفیٰ به ورکړم؛ لنډه دا چي درواغ ئې وویل. د لاس په سر کېدل، له یا گوښه کېدل بَدي او وراني نه اصلاح کوي بلکي توبه ویستل ئې اصل علاج دئ. او د مکملي توبې لپاره به همهغه څه کوي چي شیخ الطریفي ویلي؛ یعني د ستونزي پېچلي اړخونه او د دوکو او خیانتونو تفصیل به بیانوي او د خپل دین د پلورلو پر وخت چي کوم قیمت ورکول سوی دئ د هغه وضاحت دي وکړي؛ لکه د الله تعالیٰ حکم چي همدا دئ. د دغسي بد بویه بگــړۍ لپاره بیان شرط دئ. خو داسي ضمیرونه به څنگه بیداره کیږي.“


(دوی خو دا هر څه تر دې وړاندي هم د مرگ و زندان له وېري ترسره کړي وو او اوس هم داسي حقائق روښانه کول ستر ایمان او غیرت غواړي.)


نوموړی مخته لیکي:


”داسي فــکر کوم لکه زه چي زه د قیامت په ورځ ربّاني محکمه په سترگو وینم؛ الله تعالیٰ خپلو ملائکو ته حکم کوي چي علماء سوء پر مخونو ووهئ! بیا الله تعالیٰ عبدالله بن مبارک ته حکم کوي چي هغه ئې هم همداسي ووهي. په اسلامي تاریخ کي د داسي خلکو یو ستر صف موجود دئ؛ دلته به نو دوی زموږ د راهـب پرته نور ټول یوه یوه څپېړه ووهي؛ اما زموږ راهب به دوې څپېړي ووهي او ده ته به وايي تا دا پاک او مقدس منظر چي موږ ئې حریص وو؛ منتشر کړ او ډالرو، ریالونو او دراهمو ته ولــړلې (چټل ئې کړې).


او د دغو راهبانو له جملې نه ئې درېیم کس چي د دې (خوني او وحشي) انقلاب ته ئې اسلامي څېره جوړه کړه هغه عبدالمنعم ابوالفتوح دئ. ده لومړۍ تېروتنه دا وکړه چي له اخوان المسلمین نه جلا سو؛ دوهمه تېروتنه ئې دا سوه چي هغه ټولي رأیي چي اخوان ته به تللې؛ ده ځان صدارت ته په نوماند کولو سره هغه رأيي هسي بې ځایه ضایع کړې. درېیمه تېروتنه ئې دا وه چي دی او د ده گوند میدانِ تحریر ته راغلل او د محمد مرسي پر ضد ئې شعارونه ورکړل؛ او د سیکولرانو او فاسدو باغیانو سره ئې اوږه په اوږه د هغه په را پرځولو کي مرسته وکړه.


خبر نه یو چي آیا د ده لاسونه هم په پطرولي ډالرو درانده سوي ول او که ئې دښمن ته وړیا خدمت وکړ. البته له هغه څه خبر سوي یو چي ټول خلک ترې خبر دي یعني د څوکیو د تقسیم پر وخت ئې دی وشړی او ده ته ئې د ولسمشر د مرستیالۍ دنده او یا هم کوم وزارت ونه سپاره. دا ثابته سوه چي د معاملې با اختیاره خلک داسي نکوي؛ ځکه هغوی خبر ول چي د دې په بدل کي ده ته مال ور رسېدلی دئ. چي کله ده ته رسمي دنده ورنکول شوه نو ده پر انقلابي دسیسې له غصې نه نیوکي پیل کړې او د ده متزلزل حالت له ورایه ښکارېدی.“


په پای کي همدومره وایم چي کاشکي د سیاسي علماوو جرأت د خپلو داخلي فرعونانو په مقابل کي همدومره قاطع او پرېکنده وای؛ اسرائیـ.ـل به بیا څه کولی سول؟!


همدوی د صهیـ.ـیونستانو د معاونو او ملاتړ کوونکو پلورل سویو سیاسي مشرانو ملاتړ کوي؛ دا هر څه یا له وېري کوي یا د معمولي حق الزحمه په بدل کي؛ د نوموړي په څېر نور هم ډېر ژوندي شیخان سته چي القاب ئې ډېر درانه دي خو دوی خپل حیثیت پایمال کړی وي؛ د نومونو اخیستلو جسارت ئې نسم کولی؛ د ده په اړه مي هم ځکه دا څرگندوني نشر کړې چي د همده د درجې یوه ریښتیني شخصیت ئې په ارتباط حقائق بیان کړيدي.


مأخذ: د شیخ محمد احمد الراشد د ”الردة عن الحریة (له آزادۍ تېښته) کتاب




Comments