له افغانانو سره ناروا ایراني چلن او د تاریخ ترخې خاطرې! شاهین

راځئ چي د تاریخ پاڼو ته مو بوځم: تر ۹/۱۱ وروسته چي کله امریکا پر افغانستان د یرغل چمتو والی کاوی؛ له سعودي څخه ئې د هوائي میدان کارولو غوښتنه وکړه؛ سعودي له دې شرمه چي پر ورلډ ټرېډ سنټر د ۱۷-تنه برید کوونکو له جملې څخه ئې ۱۵-تنه سعودیان ول مجبوراً خپل السلطان هوائي ډگر د هغوی خدمت ته وقف کړ؛ د یولسم سپتامبر تر پېښي وروسته بوش په خپله لومړۍ احساساتي وینا کي یوه تېروتنه کړې وه؛ هغه ویلي وو دا به یو کروسېډر وار (صلیبي جگړه) وي؛ دې توري ئې په ځانگړي توگه اسلامي نړۍ کي غوغا جوړه کړې وه؛ دا چي امریکا له سعودي څخه هوائي ډگر ترلاسه کړی وو؛ نو د بوش د هغې وینا د تأثر ختمولو په موخه ئې دا خبره رسنیزه کړه چي په دې جگړه کي د اسلامي نړۍ ستر مذهبي هېواد سعودي زموږ په څنگ کي ولاړ دئ او امریکا به له سعودي هوائي ډگر څخه پر افغانستان بریدونه ترسره کوي؛ دوی دا تأثر خپروی چي دا جگړه د اسلام نه بلکي تروریزم پر خلاف ده؛ سعودي خپل پر خلاف په داخل او خارج کي حساسیتونه درک کړي وو او سمدستي ئې د هوائي میدان وقف ته شرائط کېښودل؛ یعني امریکا ته ئې وویل چي د لوجستیک او جاسوسۍ لپاره دا هوائي ډگر کارولی سئ؛ د بمبارد لپاره نه. امریکا ځکه ترې خفه نسوه چي په دې ورځو کي سعودي د همدوی په اشاره د تېلو استخراج ډېر زیات کړی وو؛ داسي چي یو بيرل تېل له ۲۸-ډالرو څخه ۲۰-ډالرو ته را ټیټ سوي وو او امریکایي اقتصاد حتیٰ په دومره با مصرفه جگړه کي هم له پښو ونه غورځېدو؛ البته چي اوس سناریو بدله سوېده؛ اوس امریکا پر سعودي تېلو حتی تر یو فیصد هم کمه تکیه کوي (تقریبا ۰،۶۵%)؛ خو هغه وخت د سعودي دا خدمت پر دوی ستر احسان وو؛ چي امریکایانو آن د ۹/۱۱ د سعودي عرب د طراحانو له امله له سعودي سره اړیکي خرابي نه کړې.


تر دې وروسته عمان په یوه شرط امریکا ته خپله لویه نظامي اډه ورکړه چي د دوی د سلاوو نیمگړی او د امریکا لخوا متوقف قرارداد به تکمیل کوي؛ امریکایانو هوکړه ورسره وکړه؛ همداسي پاکستان دوه هوائي میدانونه امریکایي خدمت ته وقف کړل؛ خو دا چي د دې میدانونو ظرفیت کم وو نو ځکه یوازي بمبارد ډرون الوتکي او نوري ځیني نوري وړې الوتني ترې کېدلې؛ خو د لویو بمباردونو لپاره د الوتکو ستره برخه له عمانه پورته کېدله؛ اوس جالبه وینا دلته دا ده: هغه ایران چي افغانان ئې په هر مصیبت کي تر شا ودرېدلي؛ هغوی تل د افغانانو د احسان پور په نامردۍ پرې کړی...


اوس د اسرائیل - ایران جگړه متوقفه سوې؛ لطفاً مه احساساتي کېږئ! یو څه ترخې خاطرې به ولیکم: د ۲۰۰۱ع کال تر ۱۱ سپتامبر دوې ورځي وروسته د تهران د فوټبال په یوه سټوډیوم کي ۶۰-شپېته زره انسانان را غونډ سوي ول؛ دوی د نیویارک پر پېښه یوه دقیقه سکوت وکړ؛ په ایران کي د افغانانو په نسبت له امریکایي مقتولینو سره خواخوږي ډېره وه؛ په داسي حال کي چي افغانستان اصلاً د هغې بدنامي واقعې طراح هم نه وو؛ خو ایراني ولس له پېړیو راهېسي له خپلو گاونډیانو سره نه پخلا کېدونکی حسد لري؛ دا کینه ئې تاریخي ریښې لري... مثلاً محمد خاتمي دا بریدونه وغندل؛ د تهران ښاروال مرتضیٰ د نیویارک ښارول ته دا پیغام ولېږی چي دا بریدونه غیر انساني ول او موږ له قربانیونو سره خواخوږي لرو؛ یقینا به دا څرگندوني د انساني خواخوږۍ له امله کېدلې؛ ځکه دا یوه لویه تراژیدي وه او تقریباً درې زره انسانان پکې وژل سوي ول؛ اما ایرانیانو دا هر څه یوازي له دې امله نه کول؛ ځکه ډېر ژر د دوی منفي رول را څرگند سو؛ رفسنجاني خپله اعترافات کړي چي زموږ له ملاتړ پرته امریکا عراق او افغانستان دومره ژر نسو نیولی؛ د همدې نامردۍ او خیانت په انعام کې امریکا عراق د دوی د خواخوږو غېږي ته وغورځاوه، په سوریه کي ئې د دوی پر جنایاتو سترگي پټي کړې او یمن ئې د دوی لاسونو ته وغورځاوه. د احمدي نژاد د همداسي یوه اعتراف ویډیو شهادت X خپره کړې وه؛ دا تاریخ دئ؛ وگورئ دوی له څومره پستۍ څخه کار واخیستی؛ اما افغانستان د تل په څېر دا ځل هم د دوی قاطع ملاتړ اعلان کړ؛ د اسرائیل - ایران د وروستۍ جگړي پر وخت؛ د حُسنِ نیت په موخه ئې د دوی حاجیان په ډېر عزت سره پرته له ويزې مصارفو تر ایرانه ورسول؛ خو دوی کله هم افغانانو ته د احسان بدل په احسان ورنکړ. له لسیزو راهیسي زموږ اوبـه وړیا وړي خو د حساب پر وخت سپیني سترگي داسي برگي کړي لکه ټرمپ چي له دوی سره په کومو ادبیاتو وینا کوي. دوی له افغانستان او افغانانو سره د همدردۍ هیڅ احساس نه لري؛ بلکي له هیڅ گاونډي سره؛ څو میاشتي وړاندي ئې د پاکستان پر بلوچستان هوائي بریدونه وکړل؛ دا د یوه صالح گاونډي کردار نسي کېدلی. که حق برملا ووایم دا زموږ د ټولو گاونډیانو ټیټ ظرف دئ او یا ممکن د نوي نړۍ بدنام او بدرنگه سیاست؛ که داسي وي بیا موږ خواخوږي پر کوم بنیاد کوو؟! ممکن د حماقت پر اساس؛ ځکه دوی دې ورورۍ ته همدا عنوان ورکوي.


د ۹/۱۱ په برید کي د ایران له همکارۍ څخه نوی نسل ډېر بېخبره دئ؛ دوی باید تاریخ ولولي؛ د دوست او دښمن تفکیک همغه وخت ممکن دئ چي له خپل تاریخ څخه خبر اوسو؛ امریکا پر افغانستان د برید په تړاؤ اصلاً ایران ته د همکارۍ تمه نه درلوده؛ نو د هوائي مرستي غوښتنه به ئې څنگه ترې کوله؛ اما ایران دا تور داغ خپله پر خپله ټنډه پوري کړ؛ خپله ئې د همکارۍ سپارښتنه بلکي ټینگار وکړ؛ بلکي دومره ئې د نږدېکت هڅي وکړې چي چا ئې تصور هم نسو کولی؛ د ایراني چارواکو اعترافات موجود دي چي د دوی په قول په سلگونو تروریستان ئې امریکا ته لاس تړلي وسپارل.


جالبه نه ده هغه هېواد چي د مرگ بر امریکا او مرگ بر اسرائيل شعارونه ئې زمزمه کول؛ تر ۹/۱۱ وروسته ئې همغوی ته کوردینات او جاسوسي معلومات چمتو کول؟! خپل ټول حلیفان ئې د امریکا پر خدمت مؤظف کړل؛ په ځانگړې توگه د شیعي تنظیمونو مجموعه حزب وحدت او ورپسې نوره شمالي ټلواله؛ یقیناً به د ایران ستراتیژیکي گټي موجودي وې؛ خو آیا د ۱۹۶۵ع کال او ۱۹۷۱ع په جگړو کي افغانستان د پاکستان ضد ستراتیژیکي او جغرافیایي گټي نه درلودې؟ آیا د اسرائیل - ایران جگړي پر وخت زموږ په گټه نه وو چي یو بدمعاش او بداخلاقه گاونډی دي مو اټوم ته لاسرسی ونلري؟! موږ ولي دا کار ونکړ؟ ولي مو د ورورۍ حق اداء کړ؟ دا ځکه افغانان د لوړ ظرف درلودونکي دي؛ ورور له خوږ گوتي نه نیسي؛ اما ظالم ورور دا وروري حماقت گڼي...


څو ورځي وړاندي په زاهدان کي څلور تنه مظلوم افغانان اعدام سول؛ د ایران - اسرائیل تر جگړي را وروسته ایران د مهاجرینو شړل چي ورځنی شمېر به ئې مخکي درې زره تنه وو؛ لس برابره لوړ کړ؛ یعني هره ورځ دېرش زره افغانان له ایرانه په زور، جبر او انتهائي سپکاوي را وباسي؛ د تېري ورځي د مظلوم افغان  زهیر ږغ مي زړه څیري کړ او تر اوسه مي په غوږ کي زمزمه کېږي چي له زندانه بلکي د دار له رسۍ څخه خپلي مظلومي خورکي ته تسلي ورکوي؛ په داسي حال کي چي په سبا به همدی د اعدام رسۍ ښکلوي. آه مظلوم وطنه!!!


ما مخکي هم ویلي او اوس هم وایم؛ د سني - شیعه اختلافي اور ته ایران له لسيزو راهېسي لمن وهلې؛ منظم قتلِ عامونه ئې ترسره کړي؛ سرمایه گذاري ئې ورباندي کړې؛ دا ستونزه ئې ډېره ستره کړې؛ د اسرائیل - ایران د جگړي پر وخت مو ځکه څه نه ویل چي له یهودو سره زموږ دښمني ازلي ده؛ د هغوی په مقابل کي له هر چا سره ائتلاف ممکن دئ. اما د ایران لخوا د شیعه او سني جوړ سوی دا ستر اختلاف د خامنه اي په یوه او دوو زرینو ویناوو نه ختمېږي؛ عملي اقدامات په کار دي؛ اما ایران تر اوسه په دې اړه یو گام هم نه دئ اوچت کړی؛ بلکي د نفاق پر دې اور لا هم تېل شیندي؛ افغانستان، پاکستان، لبنان، سوریه، عراق، یمن، بحرین او... بلکي دا دوی ول چي د اسلامي نړۍ سړه جگړه ئې پیل کړه؛ د عرب واکمنانو په مقابل کي ئې شیعي اقلیتونه تمویل کړل؛ لېونی صدام ئې جگړي ته مجبور کړ... عرب هېوادونه رښتیا هم د دوی له فتنو په امن نه دي؛ د همدوی له لاسه کړېږي خو دا د نفاق زهر شیندونکي خپل فطرت (زهر شیندلو) ته ادامه ورکوي.


ایران تر ۹/۱۱ وروسته امریکا ته ډېر د نږدېکت هڅه وکړه اما امریکا نه غوښتل سعودي او اسرائیل د دوی له امله ناراحته کړي؛ د ایران شرموونکي مرستي هدر ولاړې؛ پر افغانستان د امریکایانو له برید څخه تر څلورو میاشتو پوري امریکا د ایران په تړاؤ هیڅ نه ویل؛ بلکي د افغان حکومت تر تشکیل وروسته یعني څلور میاشتي وروسته بش کانگرېس ته په خپله کلنۍ وینا کي یو ځل بیا ایران د تروریزم پر صادرولو او اټومي سلاو تر لاسه کولو متهم کړ او هغه ئې د شیطانت محور ونوماوه؛ ایران د طالبانو په تللو او شمالي ټلوالي په راتلو سره له سعودي څخه بازي وړې وه؛ شیعي اقلیتونو ته ئې په لویو ښارونو کي د کورونو او زمکو رانیولو پروسه پیل کړې وه؛ د اسد وحشت هم ښه سم روان وو؛ لبنان کي حزب اااه مست سوی وو؛ اما د سوریې او افغانستان د حکومت بیا ځل سقوط ئې د لسیزو پر نامردیو او ظلمونو اوبه تېري کړې؛ په سوریه کي ئې ملیاردونه ډالر له منځه ولاړل او له افغانستان څخه ئې مزدوره ټلواله وتښتېده؛ بلکي ټلوالي تر پایه افغانستان ونسو ساتلی او سوریه هم د نفاق له محور څخه بېله سوه؛ ایران پر بگېلو سیاسیونو سرمایه گذاري کړې وه؛ الحمد لله. په دې توگه ایران یو ځل بیا د خپل سیاست د پیل نقطې ته ستون سو... همغه انقلابي دوران ته. دا ځل به گورو چي ایا ایران اوس هم له اسلامي نړۍ سره پر خپلو کم ظرفه او بې رحمه شیعي پراکسیانو اړیکي خرابوي او کنه؟! زه د ایران په اړه هیڅ مثبت فکر نه لرم. په اسلامي نړۍ کي د دوی سیاست همغسي کمزوری دئ لکه هوائي ځواک ئې؛ یوازي د تروریزم تمویل او له اقلیتي فاشیزم څخه ملاتړ د دوی پالیسي ده؛ دوی تعمیري کردار نسي لوبولی.


30-jun-2025

Monday - Khair khana, Kabul

09:34 AM




Comments