د‏ ”تحت رایة الطوفان“ له کتابه! شهید محمد ذکي حمد

موږ به په تونلونو کي شپه او ورځ تېروله؛ لمر او د نړۍ رڼا به مو ډېره لږه لیده. لکه څنگه چي مي تاسو ته مخکي ویلي دي: دا تونلونه هوټلونه نه وي بلکي حتیٰ د تونل کورونه د قبرونو په څېر دي. خو دا دین، دا دنده او د الله رضا ده چي د هغې لپاره هره قرباني آسانه ښکاري. جنت په دنیوي نعمتونو نه تر لاسه کېږي بلکي (د اسلامي اهدافو د لاسته راوړلو په لاره کي) د راحتونو پرېښودل او د ستړیاو زغمل اړین دي؛ تر څو لوړي موخي تر لاسه سي.


زموږ ورور د تونلونو د کیندلو او ترمیم پر مهال ټپي سو. زه د شپې ناوخته د ده پوښتني ته ولاړم؛ ما ورسره وکتل او تسلي مي ورکړه. چي کله بېرته د جگړي د کمین ځای ته روان سوم نو زه د تونل د دهلېز په لاره کي د مجاهدینو له یوه مشر سره مخامخ سوم چي د شپې لمونځ (قیام الیل) ئې کاوه؛ زه هم په لمانځه کي ورسره شریک سوم. ده د فاتحې سوره په ډېره عاجزۍ سره تلاوت کړه، بیا ئې څو نور آیتونه تلاوت کړل او وروسته ئې دعاء وکړه؛ ما به د ده پر دعاء ”آمین“ وایه. دا سړی تر ډېرو کسانو جدي او زړه ور وو؛ خو د تهجّد پر وخت ئې د الله پر وړاندي د عاجزۍ او خاکسارۍ حالت ډېر جالب وو؛ ما د ده دعاء واورېدله او یاده مي کړه. ده په دعاء کي وویل:

(قال: يا ربِّ من أجل الأحجار والأطيار والأشجار، يا رب من أجل الحفاظ والقُرَّاء والعلماء، يا ربَّ من أجل المحاريب والمآذن والمساجد، يا رب من لهذه الترسانة إلا أنت يا رب لا تخيب رجاءنا، يا رب أمرتنا بالإعداد فأعددنا، وأمرتنا بالثبات فثبتنا، يا رب سدد رمينا واحفظ من تبقى من رجالنا يا رب حملتني كثيراً فخفف عني!)

مفهوم: اې د ډبرو، مرغانو او ونو ربه!

اې د حافظانو، قاریانو او علماءو ربه!

اې د محرابونو، منارونو او جوماتونو ربه!

اې د دې وسله‌ والي زېرمي څښتنه! چي له تا پرته بل قبول کوونکی نسته! زموږ هیلي مه نا هیلي کوه!! اې ربه! تا موږ په تیارۍ امر کړي یو؛ موږ تیاري ونیوله؛ تا موږ په ثابت پاته کېدلو امر کړي یو؛ موږ قوي ولاړ پاته سوو؛ اې ربه! زموږ نښي سمي کړه او زموږ پاته مجاهدین وساته؛ اې ربه! ډېره مو زغملې نور ئې راته آسان کړه!!!

په الله قسم! زما دا توري هیڅکله له ذهنه نه وځي.


هغه کسان چي د شپې په لمونځ او عاجزۍ سره د الله په حضور کي درېږي؛ الله پر هغوی رحم کوي او هغوی ته لوړي ستایل سوي درجې ورکوي.


لکه څنگه چي قرآن وايي:

وَمِنَ اللَّيْلِ فَتَهَجَّدْ بِهِ نَافِلَةً لَكَ عَسَى أَنْ يَبْعَثَكَ رَبُّكَ مَقَامًا مَحْمُودًا (الاسراء: ۷۹)

ژباړه: او د شپي تهجُد وکړه؛ دا ستا لپاره نفل دي. لیري نه ده چي ستا رب تا د ستايني د وړ مقام خاوند کړي.

________________________________

پاڼه: ۳۳۰ ؛ شهید محمد زکي حمد ؛ ژباړه: محمد هاشم شاهین




Comments